واشنګټن -- امریکایي سناتورانو د سې شنبې په ورځ /د لړم ۶مه/ داسې یوه پرېکړه لیک وړاندې کړ چې ټینګار کوي چې د چین رژیم د اویغوریانو او نورو ترکي ژبو مسلمانانو پر ضد نسل وژنه ترسره کوي. دا یو داسې ګام دی چې کولی شي په کمپونو کې د پرتو له اټکل یو میلیون څخه ډېرو خلکو په استازیتوب فشار زیات کړي.
دغه پریکړه لیک د بېلابېلو سیاسي فکر لرونکیو سناتورانو له خوا وړاندې شو.
د پرېکړه لیک د متن په اساس، «د اویغوریانو، له قومي پلوه قزاقانو، قرغزیانو او د سینکیانګ په اویغور کورواکه سیمه کې د اقلیت مسلمانو ګروپونو د غړو پر ضد د چین کمپاین نسل وژنه ده.»
جمهوري غوښتونکي سناتور جان کورنین چې دغه پریکړه لیک یې پیل کړی وویل، «دغه پریکړه لیک دا جنایتونه د کومو موخو لپاره چې ترسره کیږي پیژني او دا د چینایي چارواکو د وحشیانه عملونو له امله د دې هیواد د مسؤل ګڼلو په لور لومړی ګام دی.»
یوه دیموکرات سناتور جېف میرکلي وویل، دغه پرېکړه لیک به وښیي چې متحده ایالات «چوپ نشي پاتې کیدی.»
میرکلي وویل، «د چین له خوا په اویغوریانو او نورو مسلمانو اقلیت ګروپونو باندې برید -- چې د هغوی څارل، بندي کول، شکنجه کول زیاتوي او ورسره د بیا زده کړې کمپونه -- دا په سوچه او ساده توګه نسل وژنه ده.»
له ۱ میلیون څخه ډېر خلک ایسار دي
له یو میلیون څخه ډېر مسلمانان په سینکیانګ کې په کمپونو کې په خوار او زار حالت کې شپې ورځې سبا کوي، ځکه بیجینګ هڅه کوي چې دغه ټولنه په زور سره یو لاس کړي او د هغوی د اسلامي میراث ریښې وباسي.
بیجینګ دا شمېر نه دی منلی او د کمپونو په هکله وایي چې هغه داسې حرفوي مرکزونه دي چې مهارتونه ښیي څو اسلامي راډیکالېزم ته د جذبېدلو مخه ونیسي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د تلې په ۲۶مه له هندوستان څخه د کتنې پر مهال له دي پرېنټ خبري برښناپاڼې سره په یوه مرکه کې وویل، «د چین کارونه موږ ته هغه څه رایادوي چې په ۱۹۳۰مو میلادي کالونو کې په جرمني کې پېښ شول.»
په واشنګټن کې په محافظه کار هیریټیج فاونډېشن کې د سیاسي چارو یوې جګپوړې شنونکې اولیویا اینوس وویل، «دا به یو ډېر قوي، دوه ګوندیز پیغام وي چې د متحده ایالاتو حکومت د اویغور خلکو په حال پام کوي، ان او په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې د چین کمونست ګوند ددې خلکو حال ته هیچ ډول پاملرنه نه کوي.»
د نسل وژنې له تعریف سره برابری
د نسل وژنې په هکله د ملګرو ملتونو پرېکړه چې له هولوکاسټ څخه وروسته تسوید شوه، په دولتونو باندې دا لازموي ترڅو د «داسې کرکجن کار» مخه ونیسي او ترسره کوونکیو ته یې سزا ورکړي.
د دغې پرېکړې د تعریف په اساس، نشل وژنه مشتمل ده «د یوه ملي، قومي، نژادي یا مذهبي ګروپ د ټول یا یوې برخې د له منځه وړلو په نیت» هغوی ټول یا یې یوه برخه ووژل شي یا یې د ماشومانو د زېږېدلو مخه ونیول شي.
د جرمني محقق ادریان څېنڅ یوه څېړنه چې د ارقامو په اساس یې کړې ده، ښيي چې، بیجینګ یو زیات شمېر اویغورۍ ښځې په زور سره شنډې کړي او په هغوی باندې یې فشار اچولی چې هغه شمېر ماشومان چې له ټاکلیو برخو څخه اضافه او هغوی پرې امېدوارې وي وغورځوي.
د وږي په میاشت کې، یوه څېړنیز راپور وښودله چې چینایي مقاماتو څنګه په وروستیو کالونو کې په سینکیانګ کې نږدې ۱۶۰۰۰ جوماتونه ویجاړ کړي او دا کار یې په دغه هېواد کې چې د کمونست ګوند له خوا اداره کېږي د اسلامي کلتور د ریښو اېستلو د هڅو په لړ کې کړی دی.