بشري حقونه

په لسګونو هېوادونو د چین په سینکیانګ کې د مسلمانانو پر ضد د وحشتونو د پای غوښتنه وکړه

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د آرتوکس ښار د حرفوي مهارتونو د تعلیمي او تربیوي خدمتونو مرکز چې په سینکیانګ کې د چین د رژیم د «بیا ښوونې او روزنې» له کمپونو څخه یو دی. [ګریک بیکر/ای اېف پي]

د آرتوکس ښار د حرفوي مهارتونو د تعلیمي او تربیوي خدمتونو مرکز چې په سینکیانګ کې د چین د رژیم د «بیا ښوونې او روزنې» له کمپونو څخه یو دی. [ګریک بیکر/ای اېف پي]

ملګري ملتونه -- درې څلوېښتو هېوادونو په یوه اعلامیه کې چې د پنجشنبې په ورځ /د تلې ۲۹مه/ په ملګرو ملتونو کې ولوستل شوه، په چین باندې غږ وکړ چې په سینکیانګ کې د مسلمانو اویغوریانو د ټولنې لپاره «د قانون حاکمیت پوره درناوی ډاډمن کړي».

په دغه پرېکړه لیک کې چې متحده ایالاتو او ګڼ شمېر اروپایي او اسیایي هېوادونو او نورو لاسلیک کړی، په چین باندې تور لګېدلیچې د اویغوریانو په حق کې د شکنجې ورکولو، جبري شنډولو او جبري ورکولو په ګډون له بشري حقونو څخه یو لړ سرغړونې کوي.

دغو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې چې فرانسې په ملګرو ملتونو کې ولوستله، وویل، «موږ په چین باندې غږ کوو چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرې او د هغې د ادارې په ګډون خپلواکو کتونکو ته په سینکیانګ کې د سملاسي، سم او ازاد لاسرسي اجازه ورکړي.»

اعلامیه وایي، «موږ د سینکیانګ د اویغور کورواکې سیمې وضعیت ته ځانګړې اندېښنه لرو.»

دغه سازمان په هغو «موثقو» راپورونو باندې استناد وکړ چې «د بیا ښوونې او روزنې د سیاسي کمپونو د یوې لویې شبکې موجودیت په ګوته کوي او له یو میلیون څخه ډېر کسان له محاکمې څخه پرته په کې توقیف شوي دي.‌»

بیجینګ په پیل کې په سینکیانګ کې د توقیف د دغو مرکزونو له شتون څخه انکار کاوه، خو وروسته یې هغه «د بیا ښوونې او روزنې» کمپونو په توګه توجیه کړل او ویې ویل چې د ترهګرۍ د له منځه وړلو او د کاري فرصتونو د ښه کولو لپاره جوړ شوي دي.‌

دا په داسې حال کې ده چې خپلواکې څېړنې او له پخوانیو بندیانو سره ترسره شوې مرکې د فزیکي او ذهني شکنجې، مغز وینځنې، سیستماتیک جنسي تېري او جنسي ځورونې او نورو وحشتونو کیسې کوي.

د بشري حقونو د څار ادارې (HRW) د وري په میاشت کې په یوه مفصل راپور کې وویل چې سینکیانګ په چین کې یواځینۍ سیمه ده چې ډېر اوسېدونکي یې مسلمانان دي، او چینایي مقاماتو په بېلابېلو بهانو د دغې سیمې دوه پر درې برخې جوماتونه او نور مقدس اسلامي ځایونه ویجاړ کړي دي.

په زور سره چینایي کول

د چین د کمونست ګوند مقامات د ۱۳۹۷-۱۴۰۱ د «چینایي کولو» د پلان د برخې په توګه، جوماتونه، منارونه او د اسلامي معمارۍ نور سمبولونه له منځه وړي او په جوماتونو کې په لوډسپیکرونو کې په اذان کولو باندې بندیزونه لګوي.

دغه پلان نه یواځې په سینکیانګ بلکې په ټول چین کې په فعاله توګه پلی کیږي.‌

بیجینګ له ډېرې مودې راهیسې په سینکیانګ کې د اویغوریانو او نورو اکثریت مسلمانو ترکي خلکو د نژادي تصفیې تورونه رد کړي دي.‌

په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر ژانګ جون د پنجشنبې په ورځ په قهر سره هغه څه چې هغه «دروغ» او «د چین د ژوبلولو یو پلان» وباله، وغانده.

هغه وویل، «سینکیانګ پرمختګ کوي او خلک هره ورځ خپل ځانونه ازادوي او په شوي پرمختګ باندې ویاړي.»

دې ته ورته پرېکړو په ۱۳۹۸ او ۱۳۹۹ کې هم په سینکیانګ کې د چین سیاستونه غندلي وو. متحده ایالاتو په بیجینګ باندې تور لګولی چې هلته نسل وژنه کوي.

دیپلوماتان وایي چې د دې په غبرګون کې چین د ملګرو ملتونو په غړو هېوادونو باندې فشار اچولی چې د دغو پرېکړه لیکونو ملاتړ ونه کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مونږ د دغو دری څلویښتو هیوادونو له دغه زړور اقدام څخه ملاتړ کوو او دوی ته درناوی وړاندی کوو چې د چین د شیطاني او ملحد رژیم له خوا د مسلمانانو د وهلو ټکولو پر ضد یې دریځ نیولی دی. نه یوازې په چین بلکی د نړۍ په هره برخه کې چې هر څوک په اقلیت کې وي او دغه راز هر دین او مذهب تعقیبوي د هغه درناوی باید وشي. هیڅوک هم باید له خپل دین څخه راونه ګرځول شي. دین او ترهګري سره تړاو نه لري. نه په تورات کې مشکل شته نه په انجیل او نه په قران کې، بلکې مشکل د چین په څېر خیټورو او منافقو هیوادونو کې دی چې د پراختیا غوښتنې سیاست پرمخ بیایي او غواړي چې ډېره خاوره تر خپل کنټرول لاندې راولي. مرګ په چین او پاکستان

ځواب ورکړئ