بشري حقونه

د ملګرو ملتونو نوي مشر له چین څخه په ټینګار سره وغوښتل چې په سینکیانګ کې د بشري حقونو په هکله 'ژورې اندېښنې' ځواب کړي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

اعتراض کوونکي په ۱۴۰۰ کال کې په استانبول کې د چین کونسلګرۍ سره نږدې راټول شوي دي. [اوزان کوزي/ای اېف پي]

اعتراض کوونکي په ۱۴۰۰ کال کې په استانبول کې د چین کونسلګرۍ سره نږدې راټول شوي دي. [اوزان کوزي/ای اېف پي]

جنیوا، سویتزرلنډ -- د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر ولکر تورک د سې شنبې په ورځ /د کب ۱۶مه/ له بیجینګ څخه د چین په سینکیانګ ولایت کې د بشري حقونو د وضعیت په هکله د «ژورو اندېښنو» د له منځه وړلو غوښتنه وکړه.

له هغه څخه د مخکینۍ رییسې له خوا د یوه ټکان ورکوونکي راپور له خپرېدلو څخه وروسته چې په لیرې پرته لوېدیځه سیمه کې یې د ممکنه جنایتونو یادونه کړې وه، لوېدیځو هېوادونو او د بشري حقونو سازمانونو په تورک باندې فشار اچولی چې د سینکیانګ په هکله ټینګ موقف غوره کړي.

په راپور کې، په سینکیانګ کې د اویغوریانو او نورو مسلمانو اقلیتونو پر ضد د بشري حقونو د سرغړونو د لړۍ په هکله جزیات ورکړل شوي، او له نړۍ څخه په کې په ټینګار سره غوښتنه شوې چې په یاده لیرې پرته لوېدیځه سیمه کې دې د بشري حقونو وضعیت ته «عاجله پاملرنه» وکړي.

دغه راپور د پراخې شکنجې، غیرقانوني توقیف او له مذهبي او تکثري حقونو څخه د سرغړونو په هکله په «معتبرو» تورونو باندې رڼا اچولې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر تورک د کب په ۱۵مه د سویتزرلنډ په جنیوا ښار کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ۵۲مې غونډې یوې ناستې ته رسېږي. [فابریک کوفریني/ای اېف پي]

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر تورک د کب په ۱۵مه د سویتزرلنډ په جنیوا ښار کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ۵۲مې غونډې یوې ناستې ته رسېږي. [فابریک کوفریني/ای اېف پي]

دغه راپور په هغو له اوږدې مودې راهیسې روانو تورونو باندې د ملګرو ملتونو د تایید مهر ولګاوه چې کمپاینرانو او نورو یې ادعا کوله او په بیجینګ باندې یې تور لګاوه چې له یو میلیون څخه ډېر اویغور او نور مسلمانان یې «د بیا ښوونې او روزنې کمپونو» کې توقیف کړي او ښځې په زور سره شنډوي.

په تورونو کې ډله ییز توقیفونه، جبري کار، جبري شنډول، سیستماتیک جنسي تېری او د اویغوریانو د کلتوري او اسلامي اماکنو ویجاړول شامل دي.

د اویغوریانو د حقونو کمپاینرانو، متحده ایالاتو او نورو لوېدیځو هېوادونو ویلي چې چین په سینکیانګ کې د مسلمانو اقلیت ډلو «جینوسایډ» ترسره کوي.

د تېرې تلې په میاشت کې، ۵۰ هېوادونو یوه اعلامیه لاسلیک کړه چې له ملګرو ملتونو څخه په کې غوښتنه شوې څو «په سینکیانګ کې د اویغوریانو او نورو اکثریت مسلمانو اقلیتونو د بشري حقونو روانو سرغړونو ته عاجله پاملرنه» وکړي.

بیجینګ دغه تورونه په سختۍ سره ردوي او ټینګار کوي چې هغه د افراطیت پر ضد د مبارزې په لړ کې په سیمه کې د حرفوي روزنې مرکزونه چلوي.

ژورې اندېښنې

ترک د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا کلنۍ ناستې ته په وینا کې وویل، ملګري ملتونه په سینکیانګ کې د اویغوریانو په څېر اقلیتونو او تبیتیانو د خوندیتوب په هکله اندېښمن دي.

هغه وویل، «د چین په برخه کې موږ له یو شمېر جناحو سره داسې چینلونه پرانستي چې د بشري حقونو یو لړ مسایل تعقیب کړي.»

هغه وویل، «په سینکیانګ سیمه کې، زما دفتر ژورې اندېښنې مستندې کړي – په ځانګړې توګه په لوړه کچه په خپل سر نیونې او د کورنیو د غړو تر منځ جاري جدایۍ – او داسې مهمې سپارښتنې یې کړي چې سخت تعقیب ته اړتیا لري.»

دغه راز، ترک په چین کې په مدني مباحثه باندې د محدودیتونو د لګېدلو او د هانګ کانګ د پراخو او ډېر وخت له تاوتریخوالي ډکو ولسواکۍ پلوه لاریونونو څخه وروسته د نارضایتۍ د له منځه وړلو لپاره، په ۱۳۹۹ کې هلته د ملي امنیت د پراخ قانون د تحمیل په هکله اندیښنه څرګنده کړه.

هغه وویل، «دغه راز، موږ په عمومي توګه د بشري حقونو د مدافعانو او وکیلانو د غیرقانوني توقیفونو او په هانګ کانګ کې د ملي امنیت د قانون د اغېز په ګډون په مدني برخه کې د سخت محدودیت په هکله اندېښنې لرو.»

دا د تلې په میاشت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنر په توګه د واک له ترلاسه کولو څخه وروسته، په جنیوا کې په شورا کې د ترک لومړۍ وینا وه.‌

له حقیقتونو څخه انکار بس کړئ

د هغه وینا ته په غبرګون کې، د چین سفیر چین ژو وویل چې د ترهګرۍ او راډیکالیزم پر وړاندې د بیجینګ د مبارزې په هڅو سره په سینکیانګ کې بشري حقونه «ښه خوندي شوي» دي.

د متحده ایالاتو سفیرې مېشل ټیلر د سې شنبې په ورځ په شورا باندې ټینګار وکړ چې «په سینکیانګ کې له بشري حقونو څخه د سختو او روانو سرغړونو د له منځه وړلو لپاره ګام پورته کړي».

تېره میاشت هغې وویل چې واشنګټن هوډ لري چې «په سینکیانګ کې د اویغوریانو او د نورو قومي او مذهبي اقلیت ګروپونو پر وړاندې په مستندو سرغړونو باندې رڼا اچولو ته» دوام ورکړي.

هغې وویل، «زه په ځانګړې توګه له کمېشنر ترک څخه مننه کوم چې له ما او نورو سره یې ژمنه کړې چې د خپلې ادارې د راپور تر شا به ودرېږي.»

په ورته وخت کې، د برتانیا سفیر سایمون مانلي په بیجینګ باندې غږ وکړ «چې له حقیقتونو څخه انکار بس کړي او په جدي او تعمیري توګه» د ترک د ادارې سپارښتنې عملي کړي.

په جنیوا کې د بشري حقونو د ادارې رییسې هیلري پاور په شورا باندې ټینګار وکړ چې «د سینکیانګ په ګډون، په چین کې له بشري حقونو څخه سرغړونې» وڅېړي او څرګنده یې کړه چې دا غوښتنه «له ټولو سیمو څخه په سلګونو نورو غیرحکومتي موسساتو او د ملګرو ملتونو ګڼ شمېر کارپوهانو»‌ کړې ده.

د عفوې د بین المللي ادارې رییسې اګنیس کلامارد په تورک باندې غږ وکړ چې په ښکاره دې د سینکیانګ له راپور څخه ملاتړ او تعقیب کړي.

هغې د هغه له وینا څخه مخکې خبریالانو ته وویل، تورک «به د هغه د کار او د سینکیانګ خلکو ته د هغه د ژمنتیا او د چین پر وړاندې مقابله کې د هغه د زړورتیا په پام کې نیولو سره ارزول کیږي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

چین او پاکستان دواړه د یوه سپي مچان دي. د چین د رانیولو او تعذیب لپاره دا ضروري ده چې د چین استازی (پاکستان) وځپل شي. پاکستان د سرطان د دانې حیثیت لري. پاکستان له خپل تاسیس راهیسې د امریکا او غرب په پیسو چلېږي، لاکن د تېرو ۲۱ کالو تاریخ د لمر په څېر روښانه کړه چې پاکستان له غرب او په ځانګړې توګه له امریکا سره دوه مخې لوبه کوي. امریکا په افغانستان کې د طالبانو د استبدادي رژیم په پرځولو او د ولسواکۍ په حاکمولو باندې خواوشا ۱۰۰ میلیارده ډالر ولګول لاکن پاکستان د چین او روسیې په مالي او تسلیحاتي مرسته ترهګر تربیه کړل او د افغانستان جمهوري نظام یې پرې رانسکور کړ. اوس له پاکستان څخه د انتقام اخیستلو یوه لاره دا ده چې آی ایم ایف دغه شیطان هیواد ته قرض ور نه کړي. که آی ایم ایف قرض ور نه کړي، نه چین قرض ورکوي نه سعودي او نه بل هیواد. په نتیجه کې به دغه تش په نامه هیواد چې هم یې د اسلام نوم بد کړی او هم یې تل د انسانیت پر ضد کارونه کړي دي، په خپلو قومي اجزاوو پښتونستان، بلوچستان، سندودیش او پنجاب باندې ووېشل شي او نړۍ به تل د هغه له شر څخه خلاصه شي. په عین وخت کې به په سیمه کې د چین د پراختیا غوښتنې مخه هم ونیول شي.

ځواب ورکړئ