بشري حقونه

د ملګرو ملتونو کتنه: افشا شوی لست د چین له خوا د سینکیانګ د مسلمانانو د ځپلو په هکله رڼا اچوي

د سلام ټایمز او اېف پي راپور

د اویغوریانو د حقونو فعاله نورسیمان ګل عبدالرشید د کب په ۲۱مه په استانبول کې له ای اېف پي سره د یوې مرکې په ترڅ کې د عکس اخیستنې لپاره ځان جوړوي. نورسیمان ګل چې په ۱۳۹۲ کې له چین څخه د زده کړو ترلاسه کولو لپاره ترکیې ته تللې وه، په ۱۳۹۷ کې له خپل مور او پلار او ورونو سره تماس له لاسه ورکړ، او له هغه وخت راهیسې هڅه کوي چې د خپلې کورنۍ د غړو د ځای ځایګي په هکله معلومات ترلاسه کړي. [یاسین اکګل/ای اېف پي]

د اویغوریانو د حقونو فعاله نورسیمان ګل عبدالرشید د کب په ۲۱مه په استانبول کې له ای اېف پي سره د یوې مرکې په ترڅ کې د عکس اخیستنې لپاره ځان جوړوي. نورسیمان ګل چې په ۱۳۹۲ کې له چین څخه د زده کړو ترلاسه کولو لپاره ترکیې ته تللې وه، په ۱۳۹۷ کې له خپل مور او پلار او ورونو سره تماس له لاسه ورکړ، او له هغه وخت راهیسې هڅه کوي چې د خپلې کورنۍ د غړو د ځای ځایګي په هکله معلومات ترلاسه کړي. [یاسین اکګل/ای اېف پي]

بیجینګ -- په سینکیانګ سیمه کې د مسلمانو اقلیتونو پر ضد د چین له خوا د ځپلو کمپاین یو ځل بیا د پام وړ ګرځېدلی ځکه لیک شوي شواهد د هغو زرګونو اویغوریانو ځای ځایګي ته اشاره کوي چې په غیر عادلانه توګه توقیف شوي دي.‌

د لیک شوي لست په هکله خبرونه یوه اونۍ مخکې له هغه مخې ته راغلل چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر میشل بچلیټ چین ته یو شپږ ورځنی سفر اعلان کړ. نوموړې به د دغه سفر په ترڅ کې د سینکیانګ له ارومچي او کاشغر او دغه راز د جنوبي چین له ګوانګژو سیمې څخه هم لیدنه وکړي.

دغه سفر چې د دوشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲مه/ پیل شو، په نږدې دوو لسیزو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د جګپوړي چارواکي له خوا لومړنی سفر دی او په داسې حال کې ترسره کیږي چې په بیجینګ باندې تورونه دي چې په سینکیانګ کې د مسلمانانو پر ضد پراخ ظلمونه کوي.

د ملګرو ملتونو چارواکو له ۱۳۹۷ کال راهیسې د چین حکومت سره په مذاکراتو کې داسې توافق نه وو ترلاسه کړی چې سینکیانګ ته «ازاد او د پام وړ لاسرسی» ولري.

اویغوریان د غوایي په ۲۰مه په استانبول کې د یوه خبري کانفرانس په ترڅ کې د خپلو هغو خپلوانو عکسونه وړاندې کوي چې په چین کې توقیف شوي دي. [اوزن کسي/ای اېف پي]

اویغوریان د غوایي په ۲۰مه په استانبول کې د یوه خبري کانفرانس په ترڅ کې د خپلو هغو خپلوانو عکسونه وړاندې کوي چې په چین کې توقیف شوي دي. [اوزن کسي/ای اېف پي]

د ملکرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر مېشل بچلیټ، چې د غوایي په ۱۳مه دلته په جنیوا کې د رسنیو د نړۍ والې ازادۍ د ورځې په ترڅ کې د تلوېزیون په پرده لیدل کیږي، دا اونۍ له چین څخه لیدنه کوي ترڅو له سینکیانګ ولایت څخه خپله لیدنه وکړي. [فبریس کوفریني/ای اېف پي]

د ملکرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر مېشل بچلیټ، چې د غوایي په ۱۳مه دلته په جنیوا کې د رسنیو د نړۍ والې ازادۍ د ورځې په ترڅ کې د تلوېزیون په پرده لیدل کیږي، دا اونۍ له چین څخه لیدنه کوي ترڅو له سینکیانګ ولایت څخه خپله لیدنه وکړي. [فبریس کوفریني/ای اېف پي]

څېړونکي اټکل کوي چې د قزاقانو او قرغزیانو په ګډون له یو میلیون څخه ډېر اویغور او نور ترکي مسلمانان په سینکیانګ کې د توقیف مرکزونو او زندانونو په یوه مرموزه شبکه کې ساتل کیږي او له کالونو راهیسې ځپل کیږي چې د بشري حقونو ګروپونه، متحده ایالات او نور هېوادونه یې نسل وژنه «جینوسایډ» بولي.

بیجینګ په سپین سترګۍ سره د جینوسایډ تورونه رد کړي، او هغه یې «د پېړۍ دروغ» بللی او استدلال کوي چې پالیسیو یې د افراطیت پر ضد مجادله کړې او معیشتونو ته یې وده ورکړې ده.‌

خو په سینکیانګ کې د ځپلو په هکله معلومات او هغه کسان چې په دې لړ کې نیول شوي دي د چین د کمونست ګوند له خوا پټ ساتل کیږي.

له دې امله خپلوان نشي کولی چې له بندیانو سره تماس ونیسي یا له پولیسو څخه ځواب ترلاسه کړي، او عام خلک یواځې د سینکیانګ له محکمو څخه څه ناڅه اعلامیې ترلاسه کوي.

کورنۍ تیت او پرک شوي دي

نورسیمان ګل چې اوس په ترکیه کې ژوند کوي، پنځه کاله مخکې له خپلې کورنۍ سره تماس له لاسه ورکړ.

په انقره کې د چین سفارت ایله تر ۱۳۹۹ کال پورې په دې وتوانېد څو تایید کړي چې د هغې کوچنی ورور میمیتیلي او د هغې مور او پلار د ترهګرۍ اړوند سرغړونو له امله بندي کړای شوي دي.‌

خو د پولیسو هغه مشکوک لست چې له چین څخه بهر د اویغوري فعالانو لاس ته ورغلی دی، میمیتیلي له خپل کور څخه شاوخوا ۶۰۰ کیلومتره لیرې له اکسو څخه بهر په یوه زندان کې ښودلی دی.

اسناد ښيي چې هغه په ۱۵ کاله او ۱۱ میاشتو حبس محکوم شوی، او دا هغه شمېرې دي چې په انقره کې د بیجینګ سفارت تایید کړي دي.

عبدالرشید چې ۳۳ کاله عمر لري له استانبول څخه چې هغه په کې له ۱۳۹۴ راهیسې ژوند کوي، ای اېف پي ته وویل، «دا له دې نه ډېره ښه ده چې د هغه د ځای ځایګي په هکله هېڅ معلومات نه وو. په دې کې لږه خوښي شته.»

هغې وویل، «زه ځینې وختونه د هغه ځای هوا ګورم، چې معلومه کړم چې آیا هلته هوا سړه ده که توده.»

په ډېټابېس کې چې مخکې یې په هکله راپور نه وه ورکړل شوی او ای اېف پي لیدلې ده، د جنوب لوېدیځ سینکیانګ له کوناشهر سیمې څخه له ۱۰۰۰۰ څخه ډېر اویغوریان بندیان دي چې له ۱۰۰ څخه ډېر په کې د نورسیمان ګل عبدالرشید د کلي اوسېدونکي دي.

د هغې د مور او پلار او یوه مشر ورور چې باور کیږي هغه هم توقیف شوی دی، موقعیت لا معلوم نه دی.

عبدالرشید د بندیانو په لست کې د اوو نورو کلیوالو نومونه هم وپېژندل چې ټولو یې واړه کاروبارونه لرل یا بزګران ول او هغه وایي چې له ترهګرۍ سره به یې اړیکې نه لرلې.

هغې وویل، «کله چې زه دا لست ولټوم، زه داسې احساس کوم لکه ساه مې چې بنده شوي وي.»

خپلسري راټولول

په افشا شوي لست کې د هر بندي نوم، د پیدایښت نېټه، قوم، د هویت کارډ‌ نمبر، تور، ادرس، د حبس موده او زندان ذکر شوي دي.

د ځینو اویغوریانو لپاره چې له چین څخه بهر ژوند کوي او په لست کې یې خپل توقیف شوي خپلوان او دوستان پېژندلي، دا لومړني معلومات وو چې هغوی وتوانېدل کالونه وروسته یې د خپلو خپلوانو په هکله ترلاسه کړي.

ډېټابیس ښيي چې له هر ښارګوټي او کلي څخه په سلګونو کسان بندیان شوي، چې اکثر وختونه ډېر د عین کورنۍ غړي دي.

په برتانیا کې د شیفیلډ پوهنتون د ختیځې اسیا د څېړنو استاد ډیویډ توبین وویل، «دا روښانه ده چې دا کار د ترهګرۍ ضد موخو لپاره نه دی شوی.»

هغه وویل، «هغوی هرې دروازې ته ورځي او یو شمېر خلک ترې وړي. دا واقعا ښیي چې هغوی په یوه سیمه کې په خپلسري توګه یوه ټولنه هدف ګرځوي او سره جلا کوي.»

خلک په ګڼو تورونو زندان ته لېږل شوي دي. په دې لړ کې یو ګروپ په دې پلمه چې «ټولنیز نظم اخلالوي»، «افراطیت ترویجوي»، او «د جنګ لاره نیسي او ستونزې راپاروي» نیول شوی دی.

حکومتي ارقام د هغو خلکو شمېر ښیي چې د سینکیانګ د محاکمو له خوا محکوم شوي او په ۱۳۹۳ کې له شاوخوا ۲۱۰۰۰ څخه په ۱۳۹۷ کې له ۱۳۳۰۰۰ څخه ډېرو ته زیات شوی دی.

ډېر نور اویغوریان، چې هېڅکله هم پرې د هېڅ جرم تور نه وو لګېدلی، د سینکیانګ په بېلابېلو برخو کې نورو زندانونو ته چې فعالانو «د بیا ښوونې او روزنې کمپونو» په نامه یاد کړي دي، لیږل شوي دي.‌

په دغو کمپونو کې، چې بیجینګ یې «د حرفوي روزنې مرکزونه» بولي، بهرنیو حکومتونو او د بشري حقونو موسسو د جبري کارونو، سیاسي ذهنیت جوړونې، شکنجې، سیستماتیک جنسي تېري او جبري شنډونې شواهد موندلي دي.

له هر کور څخه یو څوک

کله چې په ۱۳۹۶ کې د اسلامي افراطیت پر ضد د بیجینګ د «سختې ځپنې» ایډیالوژیک کمپاین زور واخیست، له پنځو کالونو څخه د ډېرې مودې حبس د یو کال مخکې وخت په پرتله تقریبا درې برابره زیات شو.

هغوی اکثر په غیر علني محاکمو کې محاکمه شول.

اویغوری فعال عبدالولي ایوب چې په ناروی کې ژوند کوي وویل، هغه په افشا شوي لست کې تقریبا ۳۰ خپلوان او ګاونډیان وپېژندل.

ایوب ای اېف پي ته وویل، «زما د پلار په کلي اوګهوساق او زما د مور په کلي اوپال کې د هر کور یو نه یو څوک بندي کړای شوی دی،» او زیاته یې کړه چې هغوی اکثر تجارت پېشه خلک او بې تعلیمه بزګران ول.

هغه وویل، «زما د تره زوی یواځې یو بزګر وو. که تاسو له هغه څخه وپوښتئ چې «ترهګري» څه ته وایي، هغه حتی دومره نشي کولی چې دغه کلمه ولولي، او پرې پوهېږي خو هېڅ نه.»

یو دویم مشکوک افشا شوی د پولیسو ډیټابیس چې ای اېف پي لیدلی دی د ۱۸۰۰۰ نورو اویغوریانو په هکله معلومات وړاندې کوي، چې اکثر یې د کاشغر او اکسو د سیمو اوسېدونکي دي او د ۱۳۸۷ او ۱۳۹۴ تر منځ نیول شوي دي.

له هغوی څخه په اکثرو باندې د ترهګرۍ اړوند مبهمو سرغړونو تورونه لګېدلي دي.

څو سوه کسان په ۱۳۸۸ کې په ارومچي کې د شویو بلواګانو، چې نږدې ۲۰۰ کسان په کې مړه شول، په تړاو تورن شوي. له ۹۰۰ څخه په ډېرو کسانو باندې د چاودېدونکیو توکو د جوړونې تورونه لګېدلي وو.‌

په نږدې ۳۰۰ قضیو کې د «غیرقانوني» ویډیوګانو کتل یا لرل ذکر شوي دي.

یوه اویغوري چې په اروپا کې ژوند کوي اوغواړي چې نوم یې یاد نشي ای اېف پي ته وویل چې هغه په دویم لست کې خپل شپږ ملګري وپېژندل چې یو یې د نیول کېدلو پر وخت ۱۶ کلن وو.

هغه وویل، «زه د دومره خلکو په لیدلو چې ما پېژندل سخت متاثر شوم.»

همغږی او ثابت

بیجینګ د اویغوریانو پر ضد خپل چلند د افراطیت پر ضد یو مشروع غبرګون بولي، او وایي چې هغوی د دغې غریبې سیمې په اقتصادي بیارغونه باندې په میلیاردونو ډالر لګولي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د افشا شوي لست په هکله د ای اېف پي د پوښتنو په غبرګون کې ولیکل، «موږ د سینکیانګ په هکله د ځینو سازمانونو او افرادو دروغ او جعلکاري وار له مخه رد کړي دي.»

وزارت لیکلي، «د سینکیانګ ټولنه همغږې ده او ثبات لري... او ‍ټول قومي اقلیتونه له بېلابېلو حقونو څخه پوره امتیازات ترلاسه کوي.»

په حقیقت کې، بیجینګ خپله «د چینایي کولو» پنځه کلنه پالیسۍ کې چټک پرمختګ کوي.

د ۱۳۹۷ – ۱۴۰۱ د پلان په لړ کې چې مسلمانان لا ډېر «چینایي» کړای شي، د چین کمونست ګوند مقامات د جوماتونو ګنبدې، منارونه او د اسلامي مهندسۍ نورې نښې لیرې کوي او جوماتونه په لاوډسپیکرونو کې له اذان کولو څخه منع کوي.

دغه پلان نه یواځې په اکثریت مسلمان مېشته سینکیانګ سیمه، بلکې په ګرد چین کې په فعاله توګه پلی کیږي.

په دا وروستۍ روژه کې، چینایي مقاماتو د هغو مسلمانانو شمېر محدود کړی وو چې د روژې د مبارکې میاشتې په ترڅ کې د روژې نیولو اجازه ورکړل شوې وه.‌

د بیجینګ د یوې لارښوونې په اساس، یواځې زړو او هغو لویانو ته چې د ښوونځي د عمر ماشومان یې نه لرل اجازه ورکړل شوې وه چې روژه ونیسي ترڅو مذهب «د ماشومانو په ذهنونو باندې منفي اغېزې» ونه کړي.

په سینکیانګ سیمه کې چارواکو له ډېرې مودې راهیسې مسلمانان د روژې له پوره نیولو څخه منع کول، او په دې لړ کې یې زده کوونکي، ښوونکي او دولتي مامورین له روژې نیولو څخه ایسارول.

د سیمو مشرانو او پولیسو د ازادې اسیا راډېو ته وویل، سږ کال د ځینو سیمو کمېټو ته داسې یادښتونه راغلل چې یواځې له ۱۰ څخه تر ۵۰ پورې مسلمانان اجازه لري چې د روژې په میاشت کې چې اکثرو نیوونکیو د وري په ۱۲مه پیل کړه، روژه ونیسي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

جالبه ده چې طالبان بیا په داسې حال کې چې ځانونو ته مسلمانان او د اسلام او مسلمانانو مدافعین وایي د همدې چین سره تر ټولو نژدې او دوستانه اړیکې پالي. چینایي شرکتونه او چینایي سوداګر چې ډېری یې ښایي د چین د استخباراتي ادارو کارکوونکي وي په افغانستان کې په آزادانه ډول ګرځي او هیڅوک یې نه تنها دا چې مخه نه نیسي بلکه هر طالب قومندان او چارواکی هڅه کوي چې اړیکې ورسره جوړې کړي. طالبانو د همدې چین په لمسون په افغانستان کې د مېشتو ایغوریانو په ځورونې او ربړونې لاس پورې کړی او لګیا دي ورځ تر بلې پرې د ژوند ساحه تنګوي. طالبان د ایغوریانو سره د چین په ناوړه سلوک ښه خبر دي او پوهیږي چې دا وخت د نړۍ په بل هیڅ ځای کې پر مسلمانانو دومره ظلم ندی روان لکه په چین کې چې پر مسلمانانو څومره ظلم او تېری کېږي خو ما تراوسه په دې هکله د طالبانو یوه ساده ګیله یا خبره هم نده اورېدلې. د طالبان امارت چې په حقیقت کې د پاکستان ګوډاګی رژیم دی د پاکستان په لمسون او اشاره غواړي چې د چین سره دوستانه اړیکې ولري او پاکستان غواړي چې د چین په مرسته او د هغوی تر چتر لاندې د افغانستان کانونه او ملي شتمنۍ ولوټي.

ځواب ورکړئ

قران وایي، الله (ج) چې انسان پیدا کاوه ملایکو ته یې وویل چې زه په ځمکه کې د ځان لپاره استازی لیږم. ملایکو ورته وویل چې ای خدایه آیا ته په ځمکه کې داسې څوک پیدا کوې چې هغه به فساد کوي، وینې به تویوي، او مونږ ستا ستاینه کوو، ذکر دې کوو؟ الله ورته وویل، په څه چې زه پوهیږم تاسو نه پوهېږئ... تاسو په مسلمانانو باندې د چینایانو د ظلمونو، په افغانانو باندې د ایرانیانو د ظلمونو، په اوکراینیانو باندې د روسانو د ظلمونو په هکله ډېرې لیکنې کوئ. مونږ له دې امله ډېره مننه کوو چې تاسو دغه ډول حقایق تر مونږ پورې را رسوئ. خو آیا تاسو کله په دې هکله فکر کړی چې امریکا په افغانستان کې څه وکړل؟ پاکستان په افغانستان کې څه وکړل؟ تاسو په عراق، سوریه، لیبیا... کې څه وکړل؟ متل دی چې وایي کله چې یوه ګوته بل ته نیسې، څلور ګوتې دې ځان ته درتاویږي. د مسلمان، عیسوي، موسوي، هندو، بودایي، افغان، امریکایي، روسي، چیني ... وینه یو رنګ لري. زما وړاندیز دا دی چې امریکا، روسیه، چین، فرانسه، ایران، هندوستان، عربي هیوادونه، او نور شتمن هیوادونه بلکه ټول دې سره کیني، استخباراتي لوبې دې پرېږدي، خدای او رسول دې حاضر او ناظر وګڼي او د انسانانو د تباهۍ پر ځای دې د انسانانو د خیر او ښېګڼې لپاره کار وکړي. له نن نه ایسته دې د هر ډول وسلو په جوړولو باندې بندیز ولګوي، د ملګرو ملتونو په څېر یوه قوي موسسه دې جوړه کړي، په نړۍ کې دې ټولې شخړې یوه په یوه په ګوته کړي او د حلولو لپاره دې درې میاشتنی، شپږ میاشتنی، یو کلن، درې کلن، پنځه کلن پلانونه جوړ کړي او د قلمروونو په برخه کې دې ټولې ستونزې هوارې کړي او په دې توګه دې د جنګ مخه ونیسي. داسې به هم زمونږ راتلونکي نسلونه خوندي شي هم به الله (ج) راضي شي او زمونږ په خلقت باندې فخر وکړي

ځواب ورکړئ

په داسې حال کې چې چین د سنکیانګ ولایت د اویغوریانو ځپل د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې خپل مشروع حق ګڼي. دا پخپله د ترهګرۍ او ناقانونه حکومتونو له تمویل کوونکو څخه دی. چین د طالبانو له اصلي ملاتړو څخه دی او په افغانستان کې د طالبانو د رژیم د ټینګولو لپاره له بیلابیلو لارو کار اخلي څو چین وکولای شي د افغانستان طبیعي زیرمې لوټ کړي. دغه راز، چین د ایران د رژیم ستراتیژیک ملګری پاتې شوی دی. هغه رژیم چې په ټوله نړۍ کې یې د ترهګرو ملاتړ کړی او بې ثباتي یې رامنځته کړې ده. د ایران رژیم هم د خپلو خلکو قاتل دی او د طالبانو په شان یې خپل ولس له ټولو بشري حقونو څخه بې برخې کړی دی. له دې څخه څرګندېږي چې، په داسې حال کې چې چين اويغوري مسلمانان د تروريستي اعمالو په ترسره کولو تورنوي، د تروريستي حکومتونو په ملاتړ او د دغو بې ګناه مسلمانانو په وړاندې د وحشي او غير انساني عملونو په ترسره کولو سره چين پخپله هم د تروريستي اعمالو په ترسره کولو کې لاس لري. زه ډاډه يم چې که يوه خپلواکه نړيواله څيړنه ترسره شي، دغه وحشيانه عملونه له هغو عملونو څخه ډیر دي چې د نړۍ خلک تر اوسه پرې خبر دي، او دا طبیعي خبره ده چې دا به د انسانیت ضد جنایتونه وګڼل شي.

ځواب ورکړئ