دین

چینایي چارواکو په روزه نیوونکیو مسلمانانو باندې محدودیتونه ولګول

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

یو سړی د وري په ۱۷مه د اندونیزیا په یوه جومات کې په خپل ټیلیفون کې د قران کریم د ډیجیټل نسخې له مخې تلاوت کوي. [خیدیر محی الدین/ای اېف پي]

یو سړی د وري په ۱۷مه د اندونیزیا په یوه جومات کې په خپل ټیلیفون کې د قران کریم د ډیجیټل نسخې له مخې تلاوت کوي. [خیدیر محی الدین/ای اېف پي]

د ازادې اسیا راډېو (آر اېف ای) د وري په ۱۲مه راپور ورکړ چې، د بشري حقونو ادارې په سینکیانګ کې د هغو مسلمانانو د شمېر په محدودولو باندې انتقادونه کوي چې د روزې په مبارکه میاشت کې د روزې نیولو اجازه ورکول کیږي.

په سینکیانګ سیمه کې چارواکو له اوږدې مودې راهیسې د اویغوریانو او نورو ترکي مسلمانانو له خوا په بشپړ ډول د رمضان میاشتې د روژې نیولو مخه نیوله او زده کوونکي، ښوونکي او دولتي کارمندان به یې هم د روژې له نیولو څخه منع کول.

ځایي چارواکو او پولیسو آر اېف ای ته وویل، د ځینو سیمو کمېټو داسې یادښتونه ترلاسه کړي چې وایي یواځې ۱۰ - ۵۰ تنو مسلمانانو ته به اجازه ورکول کیږي چې د روژې په میاشت کې روژه ونیسي. د ډېرو روژه نیوونکیو لپاره د روژې میاشت د وري په ۱۲مه پیل شوه.

هغه کسان چې روژه نیسي باید له چارواکو سره هم خپل نومونه ثبت کړي.

د اویغوریانو د ټولنې یوې غړې د تېرې غوایي میاشتې په ۲مه په لندن کې له یوه لاریون سره د یوځای کېدلو پر وخت یو لیکلی شعار په لاس کې نیولی دی. دغه لاریون د برتانیا له پارلمان څخه غوښتنه کوله چې د چین له خوا په مسلمان اویغوري اقلیت باندې د چین ظلمونو ته د جینوسایډ یا نسل وژنې او د بشریت پر ضد د جنایتونو په توګه د پېژندلو لپاره رایه ورکړي.‌ [جسټین تالیس/ای اېف پي]

د اویغوریانو د ټولنې یوې غړې د تېرې غوایي میاشتې په ۲مه په لندن کې له یوه لاریون سره د یوځای کېدلو پر وخت یو لیکلی شعار په لاس کې نیولی دی. دغه لاریون د برتانیا له پارلمان څخه غوښتنه کوله چې د چین له خوا په مسلمان اویغوري اقلیت باندې د چین ظلمونو ته د جینوسایډ یا نسل وژنې او د بشریت پر ضد د جنایتونو په توګه د پېژندلو لپاره رایه ورکړي.‌ [جسټین تالیس/ای اېف پي]

د ایلي قزاق په کورواکي ولایت کې د غلجا ولسوالۍ د یوه کلي مدیر وویل چې د هغه په ټولنه کې لا دمخه نوم لیکنه روانه وه.

دغه مدیر چې د ۱۰ کورنیو څارنه کوي، وویل، یواځې زاړه او هغه لویان چې د ښوونځي د عمر ماشومان نه لري اجازه لري چې روژه ونیسي.‌

مدیر وویل، «دا سیستم د دې لپاره جوړ شوی چې د ماشومانو په ذهنونو باندې د مذهب د منفي اغېزو مخه ونیسي. اوس په دې هکله ډېر تبلیغات کیږي. د دغه کلي یو مسؤل د هغو خلکو نومونه لیکي چې د روژې نیولو په معیارونو باندې برابر وي.»

یوه بل مدیر چې د کیزیلسو قرغز د کورواکي ولایت په اتوش ښار کې د ۱۰ کورنیو څارنه کوي وویل چې هغه د ځایی چارواکو له خوا د محدودیتونو په اړه خبرتیا ترلاسه کړې ده.

هغه وویل، «د هغو ۱۰ کورنیو له جملې څخه چې زه یې مسؤلیت پر غاړه لرم، دوه ... داسې په ګوته شوي چې کولی شي روژه ونیسي.‌ دواړه زاړه دي او په کور کې ماشومان نه لري.»

د اویغوریانو لپاره روژه نشته

د بشري حقونو موسساتو په دغو راپورونو باندې انتقادونه کړي دي.‌

په جرمني کې د اویغوریانو د نړۍ وال کانګرس د مذهبي چارو د کمېتې رییس تورغونجان علاء الدین وویل، «دا د غم او درد خبره ده چې چین وایي چې یواځې مشخص اشخاص روژه نیولی شي.»

هغه وویل، «اسلامي نړۍ به د چین کارونو پورې وخاندي او د روژې نیولو لپاره د حصې په ټاکلو به حیرانه شي.»

په واشنګټن کې د اویغوریانو د بشري حقونو پروژې د وري په ۱۱مه په یوه اعلامیه کې وویل، «سږ کال به په چین کې تر هغه وخته پورې چې د چین له خوا د جینوسایډ یا نسل وژنې کمپاین پای ته نه وي رسېدلی، د اویغوریانو لپاره روژه نه وي.»

د اویغوریانو لپاره کمپاین ګروپ چې مرکز یې هم په واشنګټن کې دی یادونه وکړه چې د چین کمونست ګوند بیا په سینکیانګ کې اویغوریان له عبادت کولو او د مذهبي ورځو له لمانځلو څخه منع کوي.

دغه ګروپ د وري په ۱۱مه په یوه اعلامیه کې وویل چې، «چې په دې بې انصافۍ باندې توهین ور اضافه کړي، د چین کمونست ګوند په انتخابي ډول د اسلام له سپکاوي ډک انځور خلکو ته وړاندې کوي.»

په تېرو کالونو کې مقاماتو اویغوريانو ته خبرداری ورکړی وو چې که روژه ونیسي نو د سینکیانګ د حبس یو کمپ ته د لېږلو په ګډون هغوی ته به سزا ورکړل شي.

آر اېف ای راپور ورکړ چې، هغوی همدارنګه غوښتنه کړې چې متقاعد کسان دې د روژې له میاشتې څخه مخکې ژمنه وکړي چې هغوی به روژه نه نیسي او نه به لمونځ کوي ترڅو د ټولې ټولنې لپاره بېلګه جوړ شي او باید ډاډ ترلاسه کړي چې نور هم خپل ځانونه له دې کار څخه ساتي.

د بشریت پر ضد جنایتونه

د حقونو ادارې اټکل کوي چې، د «ترهګرۍ ضد» ځپنې په لړ کې، په سینکیانګ کې له یو میلیون څخه ډېر اویغوریان او نور ترکي مسلمان اقلیت وګړي نیول شوي او «د بیا ښوونې او روزنې د کمپونو» په یوه شبکه کې توقیف کړای شوي دي.‌

خپلواکې څېړنې او د کمپونو له پخوانیو بندیانو سره ترسره شوې مرکې په کمپونو کې چې په حقیقت کې زندانونه دي، د فزیکي او ذهني شکنجې، مغز وینځنې، سیستماتیک جنسي تېري او ناوړه جنسي استفادې په هکله معلومات وړاندې کوي.

سربېره پر دې، د بشري حقونو د څار ادارې (اېچ آر ډبلیو) د وري په میاشت کې په یوه مفصل راپور کې وویل چې، چینایي مقاماتو په بېلابېلو بهانو د دغې سیمې دوه پر درې برخې جوماتونه او نور سپیڅلي اسلامي ځایونه زیانمن یا ویجاړ کړي دي.

د بشري حقونو موسسې او د متحدو ایالاتو، کاناډا، هالنډ، برتانیا، بلجیم او فرانسې په ګډون ډېرېدونکی شمېر لوېدیځ هېوادونه وایي چې په سینکیانګ کې د بیجینګ سیاستونه «بشر ضد جنایتونو» او «نسل وژنې یا جینوسایډ» ته ورته دي.‌

د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکېن د وري په ۱ چینایي چارواکو ته، په هېواد کې دننه او بهر د قومي او مذهبي اقلیتونو د ځپلو لپاره د اقداماتو له امله، په وېزو ورکولو باندې نوي محدودیتونه اعلان کړل.‌

په یوه اعلامیه کې، چې په دې هکله یې مشخص جزیات ورنه کړل چې کوم چارواکي به هدف وګرځي،‌ بلینکین په چین باندې بیا تاکید وکړ چې په سینکیانګ کې «خپل روان جینوسایډ یا نسل وژنه او د بشریت پر ضد جنایتونه پای ته ورسوي.»

هغه وویل، د متحدو ایالاتو بندیزونه به تر ډېره چینایي چارواکي په نښه کړي چې د مذهبي او قومي اقلیتونو او نورو ناراضیانو، د بشري حقونو د فعالانو او ژورنالستانو په ځپونکیو پالیسیو کې لاس لري.

بلینکېن د چین هغه هڅې وغندلې چې «د هغو کسانو په ګډون چې غواړي په بهر کې خوندیتوب ترلاسه کړي، د قومي او مذهبي اقلیت ګروپونه ځوروي، وېروي، څاري او تښتوي.»

هغه وویل، «موږ یو ځل بیا د چین په حکومت باندې غږ کوو چې د اویغوري الاصله امریکایی فعالانو او نورو اویغوري اشخاصو د غلي کولو د هڅو په شمول په نړۍ واله سطحه خپل د ځپنې عملونه ودروي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500