دین

بیجینګ په سینکیانګ کې د نیول شویو مسلمانانو له شتمنیو څخه په میلیونونو ډالر ترلاسه کوي

د سلام ټایمز راپور

د سینکیانګ سیمې په ارومچي کې له لوی بازار سره نږدې. [د ای اېف پي عکس/ ګوه چای هین]

د سینکیانګ سیمې په ارومچي کې له لوی بازار سره نږدې. [د ای اېف پي عکس/ ګوه چای هین]

واشنګټن ډي سي -- د اویغوریانو د ملاتړو او خپلواکو رسنیو په وینا، د تېرو دوو کالونو په ترڅ کې چینایي مقاماتو د اویغوري سوداګرو د لسګونو میلیونو ډالرو شتمنۍ غصب کړي او په مزایده کې پلورلي دي.

دغه مزایدې د چین د کمونست ګوند له خوا د چینایي نژادي اقلیتونو د «چینایي کولو» د یوه پراخ کمپاین برخه دي چې په سینکیانګ سیمه کې د اویغوريانو او د قزاقانو او قرغزیانو په ګډون د نورو ترکي ژبو مسلمانانو د ځپلو لپاره یې ترسره کوي.

له ۱۳۹۸ کال راهیسې، د سینکیانګ محکمو د لږ تر لږه ۲۱ کسانو لږ تر لږه ۱۵۰ شتمنۍ چې تر ۸۴.۸ میلیونو ډالرو پورې ارزښت یې درلود د چین د یوې سترې ټیک او آنلاین پرچون پلورنې کمپنۍ علي بابا ګروپ تر مالکیت لاندې تاوباو (Taobao) وېب سایټ کې چې آنلاین سوداګري کوي، د مزایدې لپاره ایښي دي.

دغه لستونه د اویغوریانو د بشري حقونو پروژې (یو اېچ آر پي) چې د اویغوریانو د ملاتړ موسسه ده او په قسمي توګه د متحده ایالاتو د حکومت له خوا تمویلیږي، برابر شوي، او وال سټریټ ژورنال تایید کړي دي.

د چین له تاوباو وېب سایټ څخه چې د اویغوریانو ډېرې شتمنۍ په کې پلورل شوي دي، اخیستل شوی سکرین شاټ عکس. [آرشیف]

د چین له تاوباو وېب سایټ څخه چې د اویغوریانو ډېرې شتمنۍ په کې پلورل شوي دي، اخیستل شوی سکرین شاټ عکس. [آرشیف]

یوې مسلمانې ښځې د چین د لوېدیځ سینکیانګ په هوتان سیمه کې په یوه مارکېټ کې خپل ماشوم په غېږ کې نیولی دی. پخوانیو بندیانو او ساتونکیو ویلي چې په سیمه کې د بیجینګ له خوا چلېدونکیو کمپونو کې په مسلمانو ښځو باندې سیستماتیک جنسي تېري کېږي، شکنجه کیږي او ناوړه جنسي استفاده ترې کیږي. [ګریګ بیکر/ای اېف پي]

یوې مسلمانې ښځې د چین د لوېدیځ سینکیانګ په هوتان سیمه کې په یوه مارکېټ کې خپل ماشوم په غېږ کې نیولی دی. پخوانیو بندیانو او ساتونکیو ویلي چې په سیمه کې د بیجینګ له خوا چلېدونکیو کمپونو کې په مسلمانو ښځو باندې سیستماتیک جنسي تېري کېږي، شکنجه کیږي او ناوړه جنسي استفاده ترې کیږي. [ګریګ بیکر/ای اېف پي]

په غصب شویو شتمنیو کې د کور له لوښو څخه نیولې تر ملکیتونو او په شرکتونو کې تر ونډو پورې شامل دي.

د اویغوریانو د بشري حقونو پروژې د سپتمبر په ۲۴مه په یوه اعلامیه کې وویل، هغه کسان چې شتمنۍ یې غصب شوي «له منظمې قضایي پروسې او د چین له خپلو قوانینو څخه په سرغړونې سره د نیونې په یوه ډېره پټه پروسه او هڅه کې، د ترهګرۍ او افراطیت (یا یې کوم ډول) په سیاسي تورونو بنديان او محاکمه شوي دي».

اعلامیه وایي، «دغه مزایدې چې د محکمې په حکم ترسره کیږي، د اویغوري ټولنې د ځپلو او د ترسره کېدونکي کمپاین د چټکتیا او د اړوندو پروسو د نشتوالي په هکله لا نور شواهد وړاندې کوي.»

مزخرف تورونه

د چین په قضایي سیستم کې د «ترهګرۍ» تعریف مبهم دی.‌ تورونه تر ډېره له هېواد څخه بهر ته د سفر کولو،‌ له هېواد څخه بهر له خپلوانو سره د تماس نیولو او یا په مروجو مذهبي مراسمو کې د ګډون په څېر بې ضرره چلندونو له امله د اویغوریانو او نورو ترک نژادو مسلمانانو پر ضد لګول کیږي.‌

یو اېچ آر پي وویل، «د اویغوریانو د محاکمو د پټوالي او د حکومت له خوا د هغوی د مالونو د ضبط په پام کې نیولو سره، د شتمنو اویغوري سوداګرو پر ضد (له ترهګرۍ سره د مرستې کولو) یا (له ترهګریزو فعالیتونو سره د مرستې کولو) پراخ او دوامدار تورونه احمقانه او مزخرف ښکاري.»

د دغه ډول تورونو له دلایلو څخه یو دلیل بهر ته د پیسو لېږل یا ترلاسه کول دي، په داسې حال کې چې دا یو عادي تجارتي فعالیت دی.‌

یو اېچ آر پي وویل، ښایي چینایي مقامات شتمن اویغوري سوداګر د «ټولنیزو نخبه ګانو» د غړو په توګه چې روڼ اندي او دیني مشران هم په کې شامل دي، په نښه کوي.‌

یو اېچ آر پي په ۱۳۹۸ کې راپور ورکړ چې د ۱۳۹۶ د وري میاشتې راهیسې په سلګونو اویغوري روڼ اندي په جبري توګه ورک شوي،او زیاته یې کړه چې ډېر نور اویغوري روڼ اندي ښایي «له بشري حقونو څخه د جدي سرغړونو ښکار شوي» وي.‌

د بشري حقونو ملاتړې ادارې وایي، د اویغوري ژبپوهانو،‌ څېړونکیو او خپروونکیو راټولول د چین د کمونست ګوند د دې کمپاین یوه برخه ګڼل کیږي چې د دغه قومي ګروپ هویت او فرهنګ حذف شي او هغوی د ماندارین ژبې ویونکیو په اکثریت هان قوم کې مدغم کړای شي.‌

سربېره پر دې، یو اېچ آر پي د غوایي په میاشت کې راپور ورکړ چې مقاماتو له ۱۳۹۳ راهیسې په سینکیانګ سیمه کې د مسلمانانو پر ضد د بیجینګ د دوامدارې ځپنې په لړ کې له ۱۰۰۰ څخه ډېر امامان او دیني شخصیتونه نیولي دي.

په دغه راپور کې راغلي چې هغوی «له دیني لارښوونو او د ټولنې مشرتابه سره د اړیکو لرلو له امله نیول شوي دي».

دغه سزاګانې د سینکیانګ د «عدالت» وحشیانه څرنګوالی په ګوته کوي. په دې لړ کې ۹۶٪ کسان په لږ تر لږه پنځو کالونو حبس، ۲۶٪ په ۲۰ کالونو یا ډېر حبس او ۱۴ تنه په عمري بند محکوم شوي دي.‌

د چین کمونست ګوند لپاره یو ګواښ

د یو اېچ آر پي د معلوماتو په اساس، حکومت د سوداګرو، روڼ اندو او دیني مشرانو په ګډون بانفوذه اویغوریان «له رسمي بنسټونو څخه بهر د هغوی د حالت او د اویغوري فرهنګ په ساتنه کې د هغوی د رول لرلو له امله د چین کمونست ګوند او دولتي اقتدار لپاره یو ګواښ ګڼي.»

په داسې حال کې چې اکثر اویغوریان په ټوله منځنۍ اسیا کې د سوداګرو او د کار رامنځته کوونکیو په توګه په خپل شهرت باندې ویاړي، لاکن د چین د حکومت روایات اویغوریان «فقیر» او د هغوی فرهنګ «وروسته پاتې» معرفي کوي.

یو اېچ آر پي وویل، د بیجینګ په وینا اویغوریان «بیا ښوونې او روزنې» ته اړتیا لري او «د چین کمونست ګوند مشرتابه باید هغوی په یوه اغېزمن کاري ځواک باندې تبدیل کړي څو هغوی شتمن شي».

چینایي مقامات د «سیاسي ښوونې او روزنې» کمپونو، د موقت توقیف مرکزونو او زندانونو په ګډون له ۴۰۰ څخه ډېرو توقیف ځایونو کې له یو میلیون څخه د ډېرو اویغوریانو او نورو ترک نژادو مسلمانانو بندي کول په همدې ډول توجیه کوي.

بیجینګ په پيل کې د دغو کمپونو له شتون څخه انکار کاوه، خو اوس ترې «د حرفوي روزنې د مرکزونو» په توګه دفاع کوي او وایي هدف یې دا دی چې ترهګري له منځه وېسي او کاري فرصتونو ته وده ورکړي.

خو ډېرې خپلواکې څېړنې یو ډېر تیاره حقیقت په ګوته کوي.

د ۱۳۹۹ د زمري په میاشت کې د بز فیډ نیوز له خوا خپرې شوې یوې څېړنې په سینکیانګ سیمه کې له سلګونو داسې ودانیو څخه پرده پورته کړه چې د زندانونو یا د توقیف د کمپونو نښې پرې لګېدلې وې، او ډېر یې د وروستیو درې کالونو په ترڅ کې جوړ شوي ول.

د تېر کال د لیندۍ په میاشت کې خپرو شویو نورو څېړنو وښودله چې کمونست دولت د توقیف د مرکزونو رغونې ته دوام ورکړی او په سینکیانګ کې ۱۰۰ نور مرکزونه جوړوي.

په ورپسې څېړنو کې، پخوانیو بندیانو او ساتونکيو څرګنده کړه چې، په سینکیانګ کې د چین د «بیا ښوونې او روزنې» په کمپونو کې په مسلمانو ښځو باندې په منظمه توګه جنسي تېري کېږي، شکنجه کیږي او په جنسي توګه ځورول کیږي.

عیني شاهدانو او پخوانیو بندیانو وویل چې شکنجې د برقي شاټونو په وسیله ورکول کیږي چې په کې د ساتونکیو له خوا د برقي ډنډو په وسیله جنسي تېري، له خوړو څخه محرومول، وهل، ډله ییز جنسي تېری او په جبري توګه شنډول شامل دي.

د متحده ایالاتو او د نورو لوېدیځو هېوادونو حکومتونه، د بشري حقونو د څار سازمانونه او شنونکي وایي چې په سینکیانګ کې د بیجینګ اقدامات نسل وژنه ګڼل کیږي.‌

یو اېچ آر پي وویل، په دې لړ کې د اویغوریانو د ملکیتونو د سلبولو شواهد په ځانګړې توګه د اندېښنې وړ دي، ځکه چې «د املاکو ضبطول د تاریخ په اوږدو کې د نسل وژنې یوه ځانګړتیا ده.»

په هر قېمت د چینایانو یووالی

په داسې حال کې چې په چین باندې فشار زیات شوی څو په دغه هېواد کې د مسلمانانو د ځپلو پړه ومني، د چین رژیم له خپلو اقداماتو څخه دفاع دوه برابره زیاته کړې ده.‌

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د کب په میاشت کې وویل، «د سینکیانګ او تیبت په څېر ځایونه چې قومي اقلیتونه په کې ژوند کوي، د چین د بشري حقونو د پرمختګ د ځلاندو مثالونو په توګه درېدلي دي.»

د بشري حقونو ګروپونه او فعالان وایي چې تبتیان هم د چین تر واکمنۍ لاندې د معبدونو د ویجاړېدلو په ګډون د هغوی په مذهب او کلتور باندې لګېدلیو محدودیتونو له امله کړېږي.

په تبیت کې خبریالان په خپلواکه توګه له راپور ورکولو څخه منع شوي دي. دا هغه ځای دی چې بیجینګ ټینګار کوي چې پخوا وروسته پاتې وه او اوس یې په کې پرمختګونه کړي دي.

په سینکیانګ کې ځپل د چین د کمونست ګوند له خوا د «چینایي کولو» د پنځه کلن پلان یوه برخه ده چې په ۱۳۹۷ کې پیل شوی دی.

د دغه پروګرام په اساس، مقامات د جوماتونو ګنبدې،‌ منارې او د اسلامي معمارۍ نورې نښې له منځه وړي او جوماتونه په لاوډسپیکرونو کې د اذان له خپرولو څخه منع کوي.‌

دغه پروګرام نه یواځې د سینکیانګ په اکثریت مسلمان مېشته سیمه بلکې په فعالانه توګه په ټول چین کې تطبیق کیږي.

ولسمشر شي جین پینګ له کالونو راهیسې په «چینایي کولو» باندې ټینګار کوي.

شي جین پینګ د زمري په میاشت کې په یوه وینا کې وویل چې مذهبي او قومي ډلې باید «د چینایانو د یووالي بیرغ لوړ وساتي».‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هيڅ کله کابل نه دي ويلي چې په لاهور کې دې هيرامنډه ى بنده شي زموږ دڅړه مساپرو مبلاين په کې مصرفيږي هيڅ کله هم کابل نه دي ويلي چې دپاکستان پوځ دي درې لکه وي ياڅلور لکه هيڅ کله هم کابل نه دي ويلي چې په پاکستان کې انتخابات ښه دي يا انتصابات کله هم دافغان اقتدار ګفتار دانه وو چې په پاکستان کې شريعت ښه دى يا جمهوريت کابل کله هم نه دي ويلي چې اسلام اباد دي ايف شپاړس الوتکي نه اخلي او دميزايلو تکنالوژي دي نه رانيسي هيڅکله هم کابل په اسلام اباد کې دهند دسفارت او نورو ښارونو کې دهندي کونسلګريو حساب نه دى کړى خو اسلام اباد دکابل په هر دلدل کې ښخ دى وه دخداى نېکبختو دافغانستان دتابع کولو پرځاى دخپل تابعيت له پښو ځنځيرونه وشلوئ

ځواب ورکړئ

واقعیت دا دی چې په چین کې له اقلیتونو او بالخصوص له مسلمانانو سره بد چلند کیږي. اسلامي هېوادونه باید د امریکا متحده ایالاتو، اروپایي ټولنې او روسیې سره یو ځای د ملګرو ملتونو له لارې له چین سره خبرې وکړي او له دغه ناوړه کار څخه یې منع کړي. نن د اقتصاد دور دی. که چېرې چین د اقلیتونو او په ځانګړې توګه د مسلمانانو په هکله خپل دریځ نه بدلوي او تغیر په کې نه راولي، بیا باید نه یوازې اسلامي هېوادونه بلکې امریکا، روسیه، اروپایي اتحادیه ټول اول چین ته وخت ورکړي که په ټاکلي وخت کې یې خپل دریځ بدل نه کړ، دغه هېوادونه دې له چیني مصنوعاتو سره بایکاټ اعلان کړي. کله چې د چین اقتصاد دغه زیان احساس کړي، پخپله به خپل وحشي توب نه تېر شي او له مسلمانانو سره به یې چلند ښه شي. رحمان بابا وایي: هغه کار چې په نرمۍ ترسره کیږي څه حاجت چې رساوه شي تر جنګونه

ځواب ورکړئ