بشري حقونه

چین په سینکیانګ کې جنسي تیری او ناوړه چلندونه د پرمختګ څرګند مثالونه وبلل

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د مسلمان اویغور اقلیت غړو د مرغومي په ۱۰مه په استانبول کې د چین د کنسولګرۍ مخې ته د لاریون پر وخت شعارونه پورته کړي‌ او غواړي‌ چې د هغوی د ورکو شویو یا په سینکیانګ کې بندي شویو خپلوانو په هکله دې معلومات ورکړل شي. [بولینټ کیلیک/ای اېف پي]

د مسلمان اویغور اقلیت غړو د مرغومي په ۱۰مه په استانبول کې د چین د کنسولګرۍ مخې ته د لاریون پر وخت شعارونه پورته کړي‌ او غواړي‌ چې د هغوی د ورکو شویو یا په سینکیانګ کې بندي شویو خپلوانو په هکله دې معلومات ورکړل شي. [بولینټ کیلیک/ای اېف پي]

بیجینګ -- د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د دوشنبې په ورځ /د کب ۴مه/ وویل، د چین له خوا په سینکیانګ او تیبت کې د قومي اقلیتونو پر وړاندې چلند په دغه هېواد کې د بشري حقونو د پرمختګ یو «ځلاند مثال» دی.

له یو میلیون څخه ډېر اویغوریان او د قزاقانو او قرغزیانو په ګډون نور ترکي ژبي مسلمانان په سینکیانګ کې په داسې کمپونو کې بندیان دي چې هلته «وحشیانه او سیستماتیکې ناوړه استفادې» ترسره کیږي.

بیجینګ په پيل کې د دغو کمپونو له شتون څخه انکار کاوه، خو اوس ترې «د حرفوي روزنې د مرکزونو» په توګه دفاع کوي او وایي هدف یې دا دی چې ترهګري له منځه وېسي او کاري فرصتونو ته وده ورکړي.

د زمري په میاشت کې د بوز فیډ نیوز (buzzFeed News) له خوا خپرې شوې یوې څېړنې په سینکیانګ سیمه کې له سلګونو داسې ودانیو څخه پرده پورته کړه چې له زندانونو یا د توقیف د کمپونو سره یې مشابهت درلود، او ډېر یې د وروستیو درې کالونو په ترڅ کې رغول شوي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د کب په ۴مه په بیجینګ کې د چین - متحده ایالاتو د اړیکو په هکله د لانټینګ فورم د پرانستې له مراسمو څخه وروسته له یوه مېلمه سره خبرې کوي. [ګرېګ بیکر/ای اېف پي]

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د کب په ۴مه په بیجینګ کې د چین - متحده ایالاتو د اړیکو په هکله د لانټینګ فورم د پرانستې له مراسمو څخه وروسته له یوه مېلمه سره خبرې کوي. [ګرېګ بیکر/ای اېف پي]

د مرغومي په لومړیو کې خپرو شویو نورو څېړنو وښودله چې کمونست دولت د توقیف د مرکزونو رغونې ته دوام ورکړی او په سینکیانګ کې ۱۰۰ نور مرکزونه جوړوي.

د سپکاوي په وروستۍ پېښه کې، پخوانیو بندیانو او یوه ساتونکي څرګنده کړه چې، په سینکیانګ کې د چین د «بیا ښوونې او روزنې» په کمپونو کې په مسلمانو ښځو باندې په منظمه توګه جنسي تېري کېږي، شکنجه کیږي او ناوړه جنسي استفاده ترې کېږي.

عیني شاهدانو او پخوانیو بندیانو وویل چې شکنجې د برقي شاټونو په وسیله ورکول کیږي چې په کې د ساتونکیو له خوا د برقي ډنډو په وسیله جنسي تېری، له خوړو څخه محرومول، وهل، ډله ییز جنسي تېری او په جبري توګه شنډول شامل دي.‌

د مرغومي په میاشت کې، چینایي دپلوماتانو په سینکیانګ کې د وګړو د شمېر له وروستي او سخت کموالي څخه دفاع وکړه، دا کار یې د ښځو د حقونو په برخه کې یو بریالیتوب وباله، او د رژیم له خوا په جبري توګه د شنډولو په هکله باوري خپلواکه څېړنه یې رد کړه.‌

په متحده ایالاتو کې د چین سفارت د مرغومي په ۱۸مه د سینکیانګ پرمختیایي څېړنیز مرکز له خوا په سینکیانګ کې له ۱۳۹۷ کال راهیسې د نفوسو د تغیر په هکله د یوې نه خپرې شوې څېړنې په استناد ټویټ وکړ چې، «په سینکیانګ کې د [اویغوري] ښځو ذهنونه ازاد شوي او د جنسیت تساوي او تکثري روغتیا ته وده ورکړل شوې ده، ترڅو هغوی نور د ماشوم زیږونې د ماشینونو په توګه کار ونه کړي.‌»

ځلاند مثالونه

په داسې حال کې چې نور هېوادونه د چین له خوا د مسلمانانو د ځپلو په ځواب کې د عکس العمل په اړه غور کوي، د چین رژیم له خپلو کارونو څخه دفاع لا نوره ټینګه کړې ده.‌

وانګ په بیجینګ کې د متحده ایالاتو - چین د اړیکو په هکله یوه فورم کې د خبرو په ترڅ‌ کېوویل،«د سینکیانګ او تیبت پر څېر ځایونه چې قومي لږکي په کې ژوند کوي، په چین کې د بشري حقونو د پرمختګ د ځلاندو مثالونو په څېر راوتلي دي.»

وانګ دا بیان په داسې حال کې ورکړ چې د متحده ایالاتو په څېر هېوادونو کې سیاستوال د چین له خوا په سینکیانګ کې د اقلیتونو زنداني کول غندي، او څو ساعته مخکې له دې چې نوموړی د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا کلنۍ غونډې ته د ویډیو لېنک له لارې خبرې وکړي.‌

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل، وانګ به «د بشري حقونو د خوندي کولو په برخه کې د چین کړنلاره، طریقه او تجربه شریکه کړي.»

خو د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په سینکیانګ کې د چین کړنې د جینوسایډ په کچه دي، او کاناډا هم دې ته ورته اعلامیه باندې غور کوي.‌

د بشري حقونو ګروپونه او فعالان وایي چې تبتیان هم د چین تر واکمنۍ لاندې د خپل مذهب او کلتور په پاللو کې له سختو بندیزونو سره مخامخ دي. په دې لړ کې د هغوی ډېر معبدونه ویجاړ شوي، چې له امله یې په وروستیو کالونو کې تبتیانو په ډېرو احتجاجونو کې خپلو ځانونو ته اورونه اچولي دي.‌

په تبیت کې خبریالانو په خپلواکه توګه راپور ورکولو څخه منع شوي دي. بیجینګ ټینګار کوي چې هغوی په هغې سیمه کې چې پخوا وروسته پاتې وه پرمختګونه کړي دي.‌

وانګ د دوشنبې په ورځ وویل چې چین د بشري حقونو خوندي کولو ته «تل ژمن» وو او په دغو سیمو کې یې د کالني سړي سر عاید او د اوسط عمر د معیاد وږدوالی د بشري حقونو د خوندي کولو د شواهدو په توګه یاد کړل.

وانګ وویل، «موږ باور لرو چې د ژوند د دوام او پرمختګ حقونه اساسي بشري حقونه دي چې ډېر زیات اهمیت لري.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په مسلمانانو باندې د چین د حکومت ظلم به د دغه هېواد لپاره په ډېره لوړه بیه پرېوزي ځکه چې د چین جغرافیایي موقعیت په داسې ځای کې نه دی چې هلته دې هغه د مسلمانانو پر ضد هر ظلم وکړي. چین د اسلامي هېوادونو په محاصره کې دی او د نورو هېوادونو مسلمانان به د چین لپاره په سردرد باندې واوړي او د چین حکومت به نسکور کړي.‌

ځواب ورکړئ

آیا تاسو لېوني یئ؟ کوم اسلامي هېوادونه؟ آیا ستاسو هدف پاکستان دی؟ پاکستان خو هیواد نه دی، هغه د برتانیا یو ماموریت دی او برتانیا د دې لپاره جوړ کړی چې د افغانستان، کشمیر، ایران... په شمول د سیمې اسلامي هېوادونه پرې بې ثباته وساتي. تاسو وینئ چې د تېرو شلو کالو په ترڅ کې چې په نړۍ کې د ترهګرۍ هرعمل شوی دی ریښې یې په پاکستان کې وې. پاکستان د یوې فاحشه خانې په څېر دی یا راځئ ووایو د یوې فاحشې په څېر دی چې په فاحشه خانه کې کار کوي، او هلته هر څوک کولی شي چې د پیسو په بدل کې یې د هر کار لپاره استعمال کړي. که خبره د افغانستان وي، افغانان له جنګ نه ستړي دي. عربان دومره احمق نه دي چې جنګ وکړي، هغوی د پیسو د موندلو لارې پیدا کړي دي. هغوی یو له بل سره د لوړو ودانیو، سوداګریو، هوایي ډګرونو، د استوګنې د مېنو په جوړولو کې سیالي کوي چې خپل اقتصادونه پیاوړي کړي.‌ په حقیقت کې، دا د ملګرو ملتونو وظیفه ده چې له چین نه د هغو ظلمونو پوښتنه وکړي چې هغوی یې د مسلمانانو پر ضد ترسره کوي.

ځواب ورکړئ