بشري حقونه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر ژمنه وکړه چې په سینکیانګ کې روانو سرغړونو باندې به تمرکز ته دوام ورکړي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک د لیندۍ په ۱۸مه د سویتزرلنډ په جنیوا ښار کې د یوه خبري کانفرانس په ترڅ کې خبرې کوي. [فابریس کوفیني/ای اېف پي]

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک د لیندۍ په ۱۸مه د سویتزرلنډ په جنیوا ښار کې د یوه خبري کانفرانس په ترڅ کې خبرې کوي. [فابریس کوفیني/ای اېف پي]

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو نوي مشر د جمعې په ورځ /د لیندۍ ۱۸مه/ وویل چې هغه به د چین په سینکیانګ سیمه کې له حقونو څخه د جدي سرغړونو او د بشریت پر ضد د ممکنه جنایتونو د ناوړه خبرونو په هکله د موندنو لړۍ جاري وساتي.

ولکر ترک چې د تلې په میاشت کې یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنر په توګه دنده ترلاسه کړه، وویل چې د تلونکې کمېشنرې مېشل بچلېټ له خوا د وږي په ۹مه خپور شوی راپور «ډېر مهم» و.‌

هغه د سویس په جنیوا ښار کې یوه خبري کانفرانس ته په خبرو کې وویل، «راپور د بشري حقونو په ډېرو جدي اندېښنو باندې رڼا اچولې ده، او زما تمرکز په هغو سپارښتنو باندې دی چې په راپور کې موجود دي.»

بچلېټ، د بیجینګ له خوا له ډېر فشار سره له مخامخ کېدلو چې دغه راپور دې نه خپروي او د لوېدیځو هېوادونو او د بشري حقونو د ګروپونو له خوا د خپرولو له غوښتنو څخه وروسته، راپور چې له اوږدې مودې راهیسې یې انتظار کېده د نوموړې د وظیفې د مودې له پای ته رسېدلو څخه څو دقیقې مخکې خپور کړ.

په راپور کې، په سینکیانګ کې د اویغورو او د نورو مسلمانو اقلیتونو پر ضد د بشري حقونو د سرغړونو د لړۍ په هکله جزیات ورکړل شوي، او له نړۍ څخه په کې غوښتنه شوې چې په یاده لیرې پرته لوېدیځه سیمه کې دې د بشري حقونو وضعیت ته «عاجله پاملرنه» وکړي.

دغه راپور د پراخې شکنجې، غیرقانوني توقیف او له مذهبي او تکثري حقونو څخه د سرغړونو په هکله په «معتبرو» تورونو باندې رڼا اچولې ده.

دغه راپور په هغو اوږدو تورونو باندې د ملګرو ملتونو د تایید مهر ولګاوه چې کمپاینرانو او نورو یې ادعا کوله او په بیجینګ باندې یې تور لګاوه چې له یو میلیون څخه ډېر اویغور او نور مسلمانان یې توقیف کړي او ښځې په زور سره شنډوي.

چین، چې ټینګار کوي په سیمه کې د افراطیت پر ضد د مبارزې په لړ کې د حرفوي روزنې مرکزونه چلوي، یو هر اړخیز یرغل پیل کړ چې نور هېوادونه د راپور ردولو ته وهڅوي.

د تلې په میاشت کې دغه هېواد د یوې بې سارې هڅې مخه ونیوله چې دغه راپور د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په اجنډا کې شامل کړای شي.‌

ترک د جمعې په ورځ د دې پوښتنې په ځواب کې چې هغه به د دې موضوع پر وړاندې څنګه چلند وکړي، ټینګار وکړ چې، «موږ به، او شخصا زه به له مقاماتو سره پرې کار وکړم.»

زه ډېر هوډمن یم چې دا کار وکړم.

د تلپاتې بدلونونو لپاره هیلې لیدل کیږي.‌

همدا تېره میاشت، د انټرنټي امنیت څېړونکیو وویلچې هغوی د اویغوري ژبې په اپلیکیشنونو کې د چینایي جاسوسي سافټ ویرونو داسې شواهد موندلي چې کولی شي په چین کې دننه او بهر اوسېدونکیو اویغورو موقعیت معلوم او معلومات ترلاسه کړي.

دغه جاسوسي سافټ ویر هکرانو ته دا وړتیا ورکړې چې د یوه کارونکي د موقعیت، تماسي کسانو، د ټیلیفوني خبرو د تاریخچې، متني پیغامونو او فایلونو په ګډون حساس معلومات ټول کړي، او هم کولی شي چې عکسونه واخلي او ټیلیفوني خبرې ثبت کړي.

څېړونکیو وویل، کېدی شي له دغو اپلیکیشنونو څخه داسې استفاده شوې وي چې د داسې مذهبي افراطیت یا بېلتونپالنې شواهد معلوم کړي چې له امله یې اویغور، ځینې ان د لسیزو په مخه بندیان شوي دي.

کالونه کیږي، چې چین په سینکیانګ کې د اویغورو ډله ییزه څارنه کوي، د ولایت په کچه پراخ اکتشافي پلاټفورم یې جوړ کړی چې د اویغورو له تیلیفونونو څخه د هغوی شخصي معلومات ټولوي او د مخونو د پېژندلو له لارې د هغوی د حرکتونو پل پسې اخلي.

له شپږمیاشتنیو څېړنو څخه وروسته، په دې اونۍ کې اکاډمیکو پوهانو او څېړونکیو د موټر جوړونې د صنعت او په سینکیانګ کې د اویغورو له حقونو څخه د سرغړونو تر منځ «د سترو او پراخېدونکيو ارتباطاتو» په هکله مالومات وړاندې کړل.

ټیم په عمومي توګه د ترلاسه کېدونکیو اسنادو له تحلیل څخه وروسته تور ولګاوه، چې د چین حکومت په قصدي توګه د کانونو کیندل او د خامو موادو پروسیس او د موټرونو د پرزو جوړولو کار سینکیانګ ته ور لېږدولی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د دې معنی دا ده چې چین یو وحشي هیواد دی چې هېڅ انساني ارزښتونو ته پام نه کوي. په افغانستان کې په مکتبونو کې وایي چې له تعلیم سره باید تربیه موجوده وي او چې تربیه نه وي بیا تعلیم نیمګړی دی. زه چې د چین له خوا پراخ اقتصادي پرمختګ ته ګورم او بیا یې په مسلمانانو او نورو اقلیت ګروپونو باندې ظلمونو ته ګورم داسې راته ښکاري لکه چینایان چې تعلیم لري او تربیه نه لري. که څه هم چې افغانان پخپله ډېرې ستونزې او منفي اړخونه لري لاکن له دې راپورونو څخه داسې ښکاري چې چینایان ډېر بې رحمه او بې کلتوره خلک دي. په یوه ویدیو کې ما ولیدل چې یو کس په یوه دروازه کې پټ ولاړ و. له بل لوري نه به سپي ورتلل، فکر کوم چې یوې کوټې ته ورته ځای کې ولاړ و. نورو به سپي وردننه کول. هر سپی به چې ورننوت، دغه ظالم انسان به په سر یو ټک ورکاوه. داسې ټک به یې ورکاوه چې سپی به ځای په ځای ولوېد او په لږ وخت کې به مړ شو. :( که څه هم چې د سپي غوښه په اسلام کې ممنوع ده لاکن سپی په ټولو حیواناتو کې له انسان سره ډېره مینه لري. سپی او اس د انسان ښه ملګري دي. ډولفین ماهي هم د انسانانو سره مینه لري. خو چینایان هوښیار خلک نه دي چې سپي وژني او غوښه یې خوري.

ځواب ورکړئ

د بشري حقونو د څار ادارې باید په پاکستان کې د هغو افغان مهاجرینو په برخه کې کار پیل کړي چې په کراچۍ ښار کې بندیان دي. له درېیو میاشتو راهیسې د پاکستان په زندانونو کې ۶۰۰ افغان نارینه، ښځې او ماشومان په غیرقانوني توګه بندیان دي. د کراچۍ ښار په زندان کې ماشومان هم له خپلو میندو سره بندیان دي. د ملګرو ملتونو یا د بشري حقونو هیڅ یوې ادارې داسې راپورونه خپاره نه کړل چې ګواکې پاکستان د بشري حقونو له قوانینو سرغړونه کوي. د پاکستان د بشري حقونو دفتر د دغو افغان کډوالو پروا نه کوي چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې له برخلیک پرته ژوند تېروي او هېڅکله داسې راپورونه نه خپروي چې پاکستان د بشري حقونو د قوانینو خلاف چلند کوي. موږ د افغانستان خلک په درنښت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له دفتر څخه غوښتنه کوو چې د پاکستان د کراچۍ په زندانونو کې په ناقانونه توګه د بندي ښځو او ماشومانو خوشې کولو ته پاملرنه وکړي او د دغو ښځو په خوشې کولو کې د پاکستان له حکومت سره همکاري وکړي. افغانان باید د پاکستان د کراچۍ له زندانونو څخه خوشې شي.

ځواب ورکړئ