بشري حقونه

د ملګرو ملتونو راپور: په سینکیانګ کې له بشري حقونو څخه د سرغړونو مسؤلیت د چین پر غاړه دی

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د مسلمان اویغوري اقلیت غړي د غوایي په ۲۰مه د ترکیې په استانبول ښار کې د یوه خبري کانفرانس په ترڅ کې د خپلو هغو خپلوانو عکسونه وړاندې کوي چې په چین کې توقیف شوي دي. [اوزن کوزي/ای اېف پي]

د مسلمان اویغوري اقلیت غړي د غوایي په ۲۰مه د ترکیې په استانبول ښار کې د یوه خبري کانفرانس په ترڅ کې د خپلو هغو خپلوانو عکسونه وړاندې کوي چې په چین کې توقیف شوي دي. [اوزن کوزي/ای اېف پي]

بیجینګ – ملګرو ملتونو په یوه راپور کې چې ناوخته چارشنبه /د وږي ۹مه/ خپور شو، وویل چې په سینکیانګ سیمه کې د بیجینګ د امنیتي ځپنې په ترڅ کې د شکنجې، له بشري حقونو څخه د سرغړونو او د بشریت پر ضد جنایتونو ادعاوې «د اعتبار وړ» دي.

دغه راپور چې له اوږدې مودې راهیسې یې انتظار کېده، په لیرې پرته لوېدیځه سیمه کې د اویغوریانو او نورو مسلمانو اقلیتونو له حقونو څخه د سرغړونو د یوې لړۍ په هکله جزیات وړاندې کړل، چې ورسره ملګرو ملتونو په ډېرو هغو ادعاګانو باندې چې د فعالینو ګروپونو، لویدیځو هیوادونو او په تبعید کې موجودې اویغوري ټولنې رامخته کړي ول، د تایید مهر ولګاوه.

په راپور کې راغلي، «د اویغوریانو او نورو هغو ډلو چې ډېری غړي یې مسلمانان دي د غیرقانوني او بې توپیره توقیف اندازه ... ښایي نړۍ وال جنایتونه او په ځانګړې توګه د بشریت پر ضد جنایتونه وګڼل شي.»

راپور وایي، نړۍ باید په سینکیانګ کې د بشري حقونو وضعیت ته «عاجله پاملرنه» وکړي.

په عکس کې چې د ۱۳۹۸ د غبرګولي په ۱۰مه اخیستل شوی، د چین د سینکیانګ سیمې د هوتان په لمنو کې د بیاښوونې او روزنې له یوه کمپ سره نږدې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې یوې ودانۍ یو د څار برج لیدل کیږي. دغلته اکثر مسلمان قومي اقلیتونه بندي ساتل کیږي. [ګرېګ بیکر/ای اېف پي]

په عکس کې چې د ۱۳۹۸ د غبرګولي په ۱۰مه اخیستل شوی، د چین د سینکیانګ سیمې د هوتان په لمنو کې د بیاښوونې او روزنې له یوه کمپ سره نږدې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې یوې ودانۍ یو د څار برج لیدل کیږي. دغلته اکثر مسلمان قومي اقلیتونه بندي ساتل کیږي. [ګرېګ بیکر/ای اېف پي]

په بیجینګ باندې تور دی چې له یو میلیون څخه ډېر اویغوریان او نور مسلمانان، او د لیرې پرتې لوېدیځې سیمې ترکي ژبي اوسېدونکي یې د افراطیت د یوکلنې ځپنې په لړ کې، د توقیف مرکزونو او زندانونو په یوه پټه شبکه کې بندیان کړي دي.

په تورونو کې ډله ییز حبسونه، په زور سره کار، جبري شنډونه، سیستماتیک جنسي تېری او د اویغوریانو د کلتوري او اسلامي اماکنو ویجاړول شامل دي.

متحده ایالاتو او نورو لوېدیځو هیوادونو ویلي چې، چین د مسلمانو اقلیت ګروپونو نسل وژنه «جینوسایډ» ترسره کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو تلونکې رییسې مېشل بچلېټ پرېکړه وکړه چې، د سینکیانګ د اویغوریانو په کورواکې سیمه کې دننه د وضعیت یوې پوره ارزونې ته اړتیا ده.

په دغه راپور باندې له نږدې یوه کال راهیسې کار روان وو، او چین یې د خپرېدلو پر وړاندې سخت مخالفت کاوه.

بچلېټ هوډ درلود چې د وږي په ۹مه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرې په توګه د هغې د څلورکلنې کاري مودې له پای ته رسېدلو څخه مخکې یې خپور کړي، او هغې دا کار په وروستیو ۱۳ دقیقو کې د شپې په ۱۱:۴۷ بجو د سویتزرلنډ په مرکز جنیوا کې وکړ.

بچلېټ په یوه ایمیل کې چې د پنجشنبې په ورځ یې ای اېف پي ته لېږلی دی، ویلي، «ما ویلي وو چې زه به یې د خپل کار له پای ته رسېدلو څخه مخکې خپور کړم او دا کار مې وکړ.»

هغې ویلي، «د ځینو هېوادونو له خوا د بشري حقونو د دغو جدي مسایلو سیاسي کولو مرسته ونه کړله.»

د شکنجې ادعاوې د باور وړ دي

بیجینګ دغه ادعاوې په سختۍ سره رد کړي، او ټینګار کوي چې هغوی په سینکیانګ کې د حرفوي روزنې مرکزونه د دې لپاره چلوي چې افراطیت له منځه وېسي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي چې، «د سینکیانګ په کورواکې سیمه کې له بشري حقونو څخه جدي سرغړونې شوي او دا کارونه د حکومت له خوا د ترهګرۍ ځپلو او افراطیت ځپلو د ستراتیژیو په چوکاټ کې ترسره شوي دي.»

دغې ارزونې د چین د تش په نامه حرفوي ښوونې او روزنې مرکزونو کې د خلکو پر وړاندې د چلند په هکله اندېښنې راولاړې کړلې.

راپور وایي،‌ «د جبري طبي درملنې او د توقیف د ناوړو شرایطو په ګډون، د شکنجې یا د ناوړه چلند د بېلګو ادعاوې، او د دې تر څنګه د جنسي او د جنسیت په اساس تاوتریخوالي انفرادي پېښې د باور وړ دي.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې تایید نه کړه چې د حرفوي ښوونې او روزنې مرکزونو څومره خلکو ته زیانونه ور رسولي خو داسې پایله یې ښودلې چې دا سیستم په ګرده سیمه کې «په پراخه کچه» چلېدلی دی.

د حرفوي ښوونې او روزنې مرکزونو کې د خلکو شمېر، لږ تر لږه د ۱۳۹۶ او ۱۳۹۸ تر منځ «ډېر د پام وړ وو، چې ډېر شمېر خلک په کې د اویغوري ټولنې وګړي او د هغو اقلیت ګروپونو غړي وو چې اکثریت یې مسلمانان دي.»

راپور دغه راز «د کورنۍ د پلانولو د پالیسیو د جبري تنفیذ له لارې له تکثري حقونو څخه د سرغړونو معتبر شاخصونه» ذکر کړي دي.

په جنیوا کې د چین استازي د دغه راپور موندنې رد کړې او د هغه د خپرېدلو پر وړاندې په خپل مخالفت باندې ټینګ پاتې شو، او د سینکیانګ د ولایتي ادارې له خوا یو ۱۲۱ مخیز دفاعي سند یې خپور کړ.

د چین استازي ادعا وکړه چې، «په سینکیانګ کې د ټولو قومي ګروپونو خلک په سوله او خوښۍ کې خوښ ژوند تېروي،» او ادعا شوي «غلط معلومات او دروغ» یې وغندل.

د لوبې بدلوونکی

غیرحکومتي موسسو او د کمپاینونو ګروپنو وویل، له دغه راپور څخه باید د لا نورو اقداماتو لپاره د ټوپ د تختې په توګه کار واخیستل شي.‌

د اویغوري فعالانو د ټولنې غبرګون ګډ وو، چې ځینې ګروپونو یې کار وستایه په داسې حال کې چې نورو بیا هیله وښودله چې کاش مخکې تللی وای او په سینکیانګ کې یې د بیجینګ اقدامات غندلي وای.

د اویغوریانو د بشري حقونو پروژې اجرائیه رییس عمر کنات وویل، «دا د اویغوریانو د ناورین پر وړاندې د نړۍ وال غبرګون لپاره د لوبې بدلوونکی دی.»

هغه وویل،‌ «د چین د حکومت له سختو انکارونو سره سره، ملګرو ملتونو اوس په رسمي توګه دا منلې چې سخت جنایتونه روان دي.»

د اویغوریانو د نړۍ وال کانګرس رییس دولکون عیسی وویل، دغه راپور د هېوادونو، تجارتي کمپنیو او ملګرو ملتونو له خوا د «معنی لرونکي او ملموس عمل» ترسره کولو لپاره لاره هواره کړله.

هغه زیاته کړه، «حساب ورکول اوس پيلېږي».

د بشري حقونو د څار ادارې (اېچ آر ډبلیو» د چین د څانګې رییسې سوفي ریچارډسن وویل، له حقونو څخه د سرغړونو سختو موندنو وښودله چې ولې بیجینګ «دومره ډېره هڅه کوله» چې د هغه د خپرېدا مخه ونیسي.

د بشري حقونو د څار ادارې (اېچ آر ډبلیو) تلونکي ريیس کینیت رات تېره اونۍ وویل، د بشري حقونو قوي خوځښتونه دا ځواک لري چې د دکتاتورو رژیمونو له خوا د خلکو د حقونو د ځپلو «ناولی حقیقت» بربنډ کړي.

هغه د چین له خوا د اویغوریانو ځپلو، د روسیې له خوا په اوکراین باندې یرغل کولو، او په ایتوپیا کې د ټیګری، او یمن په څېر سیمو په یادولو سره،وویل، «حکومتونه تل دې ته انګېزه پیدا کوي چېله بشري حقونو څخه سرغړونې وکړي

خو د فعالیتونو د پیاوړتیا له برکته، «په عملي توګه د حکومتونو لپاره، او په ځانګړې توګه د ټولنیزو رسنیو په دور کې چې له هر چا سره یو سمارټ فون موجود دی، دا ناشونې ده چې خپلې ناوړه استفادې پټې کړي.»

هغه وویل، «او د تظاهر او ناولي حقیقت تر منځ د توپیر په روښانولو سره، موږ کولی شو فشار رامنځته کړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500