امنیت

د متحدو ایالاتو پوځ په سوریه کې د ایران تر ملاتړ لاندې افغان اورپکو له خوا چلېدونکي کمپ باندې برید وکړ

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

ایراني قوماندانان د وږي په ۲مه نوې تولید شوې بې پيلوټه الوتکې ګوري. [د ایران د دفاع وزارت]

ایراني قوماندانان د وږي په ۲مه نوې تولید شوې بې پيلوټه الوتکې ګوري. [د ایران د دفاع وزارت]

واشنګټن -- د متحدو ایالاتو مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) په یوه اعلامیه کې وویل چې، د متحدو ایالاتو پوځ د سې شنبې په ورځ /د وږي ۱/ د سوریې په ختیځ کې دقیق هوایي بریدونه ترسره کړل او یو شمېر مرکزونه یې چې د ایران له خوا ملاتړ کېدونکیو ملېشو ترې کار اخیست، په نښه کړل.

د مرکزي قوماندانۍ ویاند ډګروال جو بوچینو وویل، بریدونو په دیر الزور ولایت کې «هغه بېخبناوې په نښه کړلې چې د سپاه پاسداران اړوندو ګروپونو له خوا ترې کار اخیستل کېده.»

بوچینو د یو شمېر بې پیلوټه الوتکو له خوا په التنف بېس باندې برید ته چې څه تلفات یې نه درلودل، په اشارې سره وویل، «د دغو دقیقو بریدونو هدف دا وو چې د ایران تر ملاتړ لاندې ډلو له خوا د امریکایي منسوبینو پر ضد د زمري د ۲۴مې د بریدونو په څېر بریدونو څخه امریکایي ځواکونه خوندي کړي او دفاع یې وکړي.»

د ایران تر ملاتړ لاندې ځواکونه له التنف سره نږدې ځای پرځای شوي دي.‌ دا په جنوبي سوریه کې په یوه دښته کې موجود ګارنیزیون دی چې د بغداد - دمشق په لویه لاره او له عراق او اردن سره د سوریې له سرحد سره نږدې پروت دی.

په دغه بېس کې امریکایي عسکر دېره دي. هغوی د ایتلاف یوه برخه ده چې د داعش او د جيش مغاوير الثورة اورپکې ډلې پر ضد جګړه باندې تمرکز کوي.‌

بوچینو وویل، امریکایي ځواکونو «دا مناسب او ارادي ګام د دې لپاره پورته کړ چې د جنګ د شدت خطر محدود او د تلفاتو خطر کم کړي.»

هغه وویل، «متحده ایالات جنګ نه غواړي، لاکن زموږ د خلکو د خوندي کولو او دفاع لپاره به د اړتیا وړ ګامونو پورته کولو ته دوام ورکړي.»

د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مایکل ایریک کوریلا په یوه اعلامیه کې چې په ټوېټر خپره شوه، ویلي، «دغه برید ...له امریکایي ځواکونو او تجهیزاتو څخه د دفاع لپاره زموږ هوډ په ګوته کوي.»

بوچینو سي اېن اېن ته وویل، له ۴۰۰ ساعته اوږدې څارنې څخه وروسته، د سې شنبې ورځې بریدونو د ایران تر ملاتړ لاندې ګروپونو په یوه ودانۍ کې ۹ پټنځایونه وویشتل. له دغو پټنځایونو څخه د مهماتو د ذخیره کولو او لوجیستیک لپاره کار اخیستل کېده.‌

هغه وویل، په اصل کې د متحدو ایالاتو پوځ غوښتل چې د ۱۳ پټنځایونو له جملې څخه ۱۱ وولي، لاکن سینټکام وروسته له هغه چې له هغو سره نږدې یې خلک ولیدل په دوو باندې د بریدونو نه کولو حکم وکړ، او زیاته یې کړه چې ابتدایي ارزونو وښودله چې هیڅوک هم وژل شوی نه دی.‌

بریدونو یو کمپ چې د سپاه پاسداران فاطمیون لوا ترې استفاده کوله، وویشت. په برتانیا کې د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې د چارشنبې په ورځ وویل، دغه ډله تر ډېره د افغانستان له شیعه جنګیالیو څخه جوړه شوې ده.‌

د څار ادارې وویل، په ویشتل شویو هدفونو کې د وسلو ډيپوګانې او د ګروپ د جنګیالیو لپاره یو روزنیز کمپ شامل وو.

د ایران تر ملاتړ لاندې ملېشې

سپاه پاسداران د ایران د پوځ ایډیالوژیک مټ دی او متحدو ایالاتو د یوه «ترهګر» ګروپ په توګه په تور لست کې نیولی دی.

د ایران له خوا جوړې شوې او وړاندې شوې بې پیلوټه الوتکې د سیمې هغو هېوادونو ته ورځي چې د ایران تر ملاتړ لاندې ملېشې په کې توظیف شوي دي.

د وروستیو راپورونو په اساس، د لبنان د حزب الله متخصصین د سوریې له پالمیرا سره نږدې بادیه (ختیځه دښته) کې د فاطمیون ملېشې غړو ته روزنه ورکوي چې څنګه له بې پیلوټه الوتکو څخه کار واخلي.

په یمن کې، د ایران تر ملاتړ لاندې حوثي ملېشې په ډېرو مواردو کې له ایراني بې پیلوټه الوتکو څخه کار اخیستی ترڅو په سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو کې تاسیساتو باندې بریدونه وکړي.

په عراق کې، د ایران تر ملاتړ لاندې ملېشې له کالونو راهیسې له ایراني بې پیلوټه الوتکو څخه کار اخلي او په عربي خلیج کې پرې بهرني پوځي اډې او هدفونه ولي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغانان هم په کور د ننه وژل کېږي او هم بهر. هېڅوک پرې رحم نه کوي. څوک یې په طیارو ولي، څوک په ټانګ، څوک په یو څه او څوک په بل...چې دنیاوال ولې زموږ له وژلو نه ستړي کېږي؟ اخر ولې د خپلو نیابتي جګړو لپاره افغانان د خسو په ډول انتخابوي؟ ولې یې ارام ته نه پرېږدي. ولې امریکایان په خپله ایران پوځیان نه په نښه کوي چې د توپک مرمۍ یې هر ځای کې په افغانانو لګېږي؟ د خپلو ګټو لپاره نور څومره افغانان وژني؟ اخر که ایمان نه لري نو وجدان خو لري کنه! امریکایان ولې دومره بې وجدانه دي؟

ځواب ورکړئ

زه خو پوه نشوم چې په دې شرایطو کې د فاطمیونو په نښه کولو څه مانا لري؟ امریکا له یوې خوا د اټومي معاملې لپاره د ایران سره په خبرو لګیا ده او له بل لورې یې نیابتي ځواکونه په نښه کوي. هغه هم یواځې د فاطمیونو ډله. ښایي دا د افغانانو بد بختي وي چې چېري کاڼی وي د دوی په سر را لویږي. نړیوال زبرځواکونه د خپلو ګټو لپاره په نورو ملکونو کې جنګیږي او افغانان د خپل هیواد دننه او بهر ددې اور خس او خاشاک دي. رب دې زموږ په حال ورحمېږي.

ځواب ورکړئ