ديپلوماسي

چین په ګرده نړۍ کې د پوروړو په زیاتولو سره پوځي او اقتصادي نفوذ ترلاسه کوي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د چین ولسمشر شي جین پینګ (په سکرین) د تېرې لیندۍ په ۸مه د سینیګال په پلازمېنه ډاکار کې د چین - افریقا همکاري (اېف او سي ای سي) د غونډې په ترڅ کې خپله وینا اوروي. [سیلو/ای اېف پي]

د چین ولسمشر شي جین پینګ (په سکرین) د تېرې لیندۍ په ۸مه د سینیګال په پلازمېنه ډاکار کې د چین - افریقا همکاري (اېف او سي ای سي) د غونډې په ترڅ کې خپله وینا اوروي. [سیلو/ای اېف پي]

مومباسا، کینیا -- د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي افریقا ته په یوه تازه سفر کې هڅه وکړه دا نظریه، چې په نړۍ کې زور اخلي او ویل کیږي چې د چین د مرستو، پورونو او پانګونې ترلاسه کوونکي د هغو په اوږدمهالو پایلو پښېمان دي، رد کړي.

وانګ، چې په کینیا کې د بیجینګ له خوا د تمویل شویو بېخبنایي پروژو له کتنې څخه مخکې یې خبرې کولې، دا خبرې رد کړې چې بیجینګ غواړي افریقایي هېوادونو ته د پراخو پورونو په ورکولو سره هغوی د پورونو په تلکونو کې ایسار کړي.

هغه دا نظریه رد کړه چې افریقا ته د چین له خوا د غټو پورونو ورکول داسې یوه ستراتیژي ده چې دیپلوماتیک او تجارتي امتیازات پرې ترلاسه کړي.

هغه د مرغومي په ۱۶مه د مومباسا په بندري ښار کې خبریالانو ته وویل، «دا واقعیت نه ده. دا افواهات دي او د هغو له خوا خپریږي چې پټې انګېزې لري.»

په عکس کې چې د تېر وږي په ۲۶مه اخیستل شوی، د چین د جیانګسو ولایت په لیان یونګانګ ښار کې د چین - قزاقستان د لوجیستیک مرکز لیدل کیږي. [راول اریانو/د جیانګسو د اطلاعاتو اداره]

په عکس کې چې د تېر وږي په ۲۶مه اخیستل شوی، د چین د جیانګسو ولایت په لیان یونګانګ ښار کې د چین - قزاقستان د لوجیستیک مرکز لیدل کیږي. [راول اریانو/د جیانګسو د اطلاعاتو اداره]

چینایي ماڼوګان چې د هدایت شویو توغندیو په کیشتۍ کې سپاره دي د مصر له سوییز کانال څخه له تېرېدلو وروسته یوې تونسۍ د ګزمې بېړۍ ته سلامي وهي. [د چین د دفاع وزارت]

چینایي ماڼوګان چې د هدایت شویو توغندیو په کیشتۍ کې سپاره دي د مصر له سوییز کانال څخه له تېرېدلو وروسته یوې تونسۍ د ګزمې بېړۍ ته سلامي وهي. [د چین د دفاع وزارت]

هغه چې خبرې یې د یوه ترجمان له خوا ترجمه کېدلې، وویل، «دا داسې یوه نظریه ده چې د ځینو له خوا چې نه غواړي په افریقا کې پرمختګ وویني،‌ وړاندې شوې ده. که کوم تلک وي، هغه به د بې وزلۍ او نه پرمختګ تلک وي.»

چین د افریقا تر ټولو لوی تجارتي شریک دی چې د چین د رسمي ارقامو له مخې یې په ۱۳۹۸ کې له ۲۰۰ میلیاردو ډالرو څخه د ډېر ارزښت مستقیم تجارت درلود.

په کینیا کې، چین له نړۍ وال بانک څخه وروسته دویم لوی پور ورکوونکی دی او یو شمېر قېمتي بېخبنایي پروژې یې تمویل کړي چې د نایروبي په هکله یې چې له خپلې وسې څخه ډېر پور یې اخیستی دی، اندېښنې راپورته کړي دي.

چین په مومباسا بندر کې د ۳۵۳ میلیونو ډالرو په قیمت یو نوی ترمینل جوړوي چې د تېلو لویې کیشتۍ وکولی شي هلته لنګر واچوي.

دغه راز، بیجینګ د کینیا له خپلواکۍ ترلاسه کولو راهیسې تر ټولو ډېرې قېمتي بېخبنایي پروژې تمویل کړي او له مومباسا څخه یې د یوې رېللارې، چې په ۱۳۹۶ کې پرانستل شوه، د جوړولو لپاره ۵ میلیارده ډالر پور ورکړی دی.

د ۱۳۹۸ په مرغومي کې له مومباسا څخه د یوې لیدنې په ترڅ کې، وانګ دغه رېللاره د چین د کمربند او سړک نوښت (بي آر آی) د یوې ستنې په توګه یاده کړله. بي آر آی د درې تریلیونو ډالرو په ارزښت یو پروګرام دی چې غواړي د مهمو بېخبناوو په جوړولو سره په نړۍ کې تجارتي لارې جوړې کړي.‌

د خطر جنډې

د چین ولسمشر شي جین پینګ په ۱۳۹۲ کې بي آر آی پیل کړه څو د چین اقتصادي او سیاسي نفوذ پراخ کړي، او داسې ښکاري چې د بېخبنا ډېر پلانونه داسې طرحه شوي چې په نړۍ کې د چین د توکو په رسولو کې مرسته کوي.

خو د نورو موخو له ډلې څخه د بي آر آی یوه موخه دا ده چې د غریبو هېوادونو طبیعي سرچینې راوباسي او د چین په ګټه یې انتقال کړي.

چین د دغې پراخې پانګونې د پروژې تر شا د پټو انګېزو له شتون څخه انکار کوي، لاکن منتقدین استدلال کوي چې دغه هېواد له یاد پلان څخه ترلاسه کېدونکې مالي ځواک څخه داسې استفاده کي ترڅو خپل نفوذ پرې پیاوړی کړي. منتقدین دې ته «د پورونو د تلک دیپلوماسي» وایي - چې په پور ترلاسه کوونکیو باندې سخت شرایط ږدي او داسې قراردادونه لیکي چې که پور ترلاسه کوونکي‌ هېوادونه له مالي ستونزو سره مخامخ شي، دغه هېواد به اجازه ولري چې د هغوی ستراتیژيکې شتمنۍ غصب کړي.‌

کتونکو د چین په پیسو د اتکا په هکله د خطر جنډې پورته کړي، او د چین له خوا د پانګونې د شرایطو په هکله ډېره ناخوښي موجوده ده.‌

د کینیا د جیو پولیټیک او اقتصادي چارو شنونکي علي خان ساچو وویل، د ختیځې افریقا دا هېواد د مذاکراتو په معاملو کې په تاوان کې وو او ډېری د لوړ سود په بېرته تادیه کولو کې ایسار وو.

نوموړي ای اېف پي ته وویل، «داسې نه ښکاري چې دا پانګونې په نږدې راتلونکي کې څه ګټه وکړي.»

هغه وویل، «تاسو دا پورونه ترلاسه کړي، او هغوی هره میاشت تاوانونه کوي. تاسو ستونزې ډېرې زیاتوئ.»

د داسې لوټونکو پورونو مثالونه ډېر زیات دي.‌

سریلانکا یې یو مثال دی چې مفلسه ده، وار له مخه ۳۵ میلیارده ډالر بهرنی پور پرې بار دی او له دې جملې څخه ۱۰٪ د چین دی، خو د دې پر ځای چې د پیسو نړۍ وال صندوق (آی اېم اېف) څخه پور وغواړي،‌ چارواکو بیا بیجینګ ته مخ ور واړاوه.

د ولسمشر ګوتابایا راجاپاکسا ادارې د مرغومي په ۱۹مه په یوه اعلامیه کې وویل، «دا به غټه مرسته وي چې که له وبا څخه د وروسته اقتصادي ناورین په پام کې نیولوسره د پورونو د تادیاتو لپاره مهالوېش بدل کړای شي.»

بیجینګ دغې غوښتنې ته په چوپتیا سره ځواب ووایه.

په ورته وخت کې، د مرکزي بانک رییس اجیت نیوارډ کبرال وویل چې له چین سره د یوه نوي پور په هکله خبرې یوه «پرمختللي پړاو» ته رسېدلي او چین ته د موجود پور د ورکولو په هکله یوه نوې هوکړه به مرسته وکړي.‌

هغه وویل، «هغوی به له موږ سره د پورونو په بېرته ورکولو کې مرسته وکړي... له چین څخه ترلاسه کېدونکی نوی پور د دې لپاره دی چې پخپله چین ته زموږ د پور بېرته ورکولو کې مرسته وکړي.»

سریلانکا پخوا له چین څخه د بېخبناوو لپاره غټ پورونه اخیستي وو چې ځینې یې بې ګټې پروژې وې.

سریلانکا چې ونه توانېدله په جنوب کې د یوه بندر د جوړولو ۱.۴ میلیارده ډالر پور بېرته ورکړي،‌ په ۱۳۹۶ کال کې مجبوره شوه چې دغه مرکز یوې چینایي کمپنۍ ته د ۹۹ کالونو په مخه په اجاره ورکړي.

متحدو ایالاتو او هندوستان خبرداری ورکړی چې هامبانتوته بندر چې د مهم ختیځ - لوېدیځ نړۍ وال ټرانسپورټي مسیر په اوږدو کې پروت دی،‌ کولی شي چې چین ته په هند سمندر کې د پوځي پښې اېښودنې لپاره ځای ورکړي.

د ورېښمو سمندري لاره

د بي آر آی د برخې په توګه، چین وار له مخه د هند سمندر په اوږدو کې یو لړ بندرونه جوړ کړي دي، چې د جنوبي چین له سمندر څخه تر سویز کانال پورې یې د تېلو د بیا اچولو او اکمالاتو د سټېشنونو یوه غاړکۍ جوړه کړې ده.

یو لوی بندر چې «د ورېښمو سمندري لارې» په اوږدو کې موجود دی د پاکستان په ګوادر کې دی، لاکن د بیجینګ له خوا ځایي کارکوونکو او چاپېریال ته نه پاملرنې دغه معامله خرابه کړې ده.

تمه ده چې ګوادر د بي آر آی یوه غټه برخه واوسي، خو د دغې پروژې مقیاس -- او هغه پور چې د پاکستان حکومت د څو میلیارد ډالري بېخبنایي پروژې د تمویل لپاره له بیجینګ څخه په پور اخیستلو سره په ځان اړولی دی -- دغه هیواد په یوه کمزوري موقعیت کې اچولی دی.

په بلوچستان کې د ترینګلتیا یوه لویه سرچینه هغو لویو سمندر تلو چینایي کیشتیو پورې تړلی چې د ځایي کب نیوونکیو معیشتونه ترې تروړي.‌

بي آر آی ته له نږدې کتلو څخه د بیجینګ هدف معلومیږي چې غواړي طبیعي سرچینې انحصار کړي او په منځني ختیځ، منځنۍ اسیا او افریقا کې د موقعیتونو په ګډون له چین څخه تر مدیترانې پورې د پوځي پراختیا لوړې هیلې پرې پوره کړي.‌

له دې امله، چین په وروستیو کالونو کې په مصر کې پراخې -- له ۷ میلیاردو ډالرو څخه ډېرې -- پانګونې کړي، لاکن شنونکي خبرداری ورکوي چې په مهمو موقعیتونو او اقتصادي سکتورونو کې د چین په دې کچه ښکېلتیا ښایي ناوړه اوږدمهالې پایلې ولري.

غټه اندېښنه هغو پراخو پانګونو له کبله ده چې چین یې د سوییز کانال په اقتصادي زون کې کوي.

سربېره پر دې، په سینکیانګ کې د نسل وژنې، شکنجې، جنسي تاوتریخوالي، جبري سقط او د محکمې حکم څخه پرته نیونو په ګډون، د چین له خوا له مسلمانانو سره ناوړه چلند، د چین ضد تمایلات راپورته کړي دي.‌

عراقیان هم د چین د اقتصادي پانګونې د ارزښت په هکله پوښتنې کوي.

مثلا، د عراق - چین یو تړون چې د ۱۳۹۸ د وږي په میاشت کې لاسلیک شو لا تر اوسه پورې تطبیق شوی نه دی.

دغه تړون داسې شوی چې چین به ۱۰ میلیارده ډالر پور ورکوي چې د عراق له خوا په چین باندې د تېلو له خرڅلاو څخه به بېرته تادیه کیږي. دغه پور به په عراق کې د بېخبنا غټې پروژې تمویلوي.

د دغه تړون مخالفان وایي چې دا تړون به د عراق تېل د یوې اوږدې مودې لپاره په چین ګرو کړي او عراق به د چین پوروړی کړي.

نور وېرېږي چې له چین سره د نږدې اړیکو ګټه به د ایران رژیم ته ورسېږي چې غواړي د عراق په لګښت سره د خپلو ګټو د پیاوړتیا لپاره کار وکړي.

پورونه امبارېدل

په منځنۍ اسیا کې څو هېوادونه له همداسې شرایطو سره مخامخ شوي دي.

چین د ترکمنستان د ګازو په صنعت کې په میلیاردونو ډالر پانګونه کړې او په دې توګه یې ځان د دغه هېواد د صادراتو به لړ کې لمړۍ کچه کې راوستی.

په دغه هېواد کې د بیجینګ مهمې پروژې د منځنۍ اسیا - چین پایپ لین دی چې په ختیځ ترکمنستان کې پیل کیږي او د ازبکستان او قزاقستان له لارې چین ته رسېږي، او په ګالکینیش کې، چې د نړۍ دویم لوی د ګازو مرکز دی، څو پړاویزه پرمختیایي پروژه ده.

په ۱۳۹۰ کې له دغه هېواد څخه د لیدنې په ترڅ کې د چین د پراختیایي بانک (سي ډي بي) د هغه وخت رییس جیانګ چاولیانګ وویل چې بانک د دغو پروژو لپاره ترکمنستان ته ۸.۱ میلیارد ډالره پور ورکړی دی.

په تېر غبرګولي میاشت کې، د ترکمنستان حکومت او د چین پراختیایي بانک اعلان وکړ چې یاد پورونه په مکمل ډول تادیه شوي، خو د چین د پورونو د محرم ساتنې د شرایطو له مخې، چارواکو ونه ویل چې ترکمنستان څومره او کله تادیه کړي دي.

له نورو معلوماتو څخه پرته، دا ناشونې ده معلومه شي چې ترکمنستان په دقیق ډول څومره پیسې چین ته د هغه د پورونو په خلاصولو کې ورکړلې.

شنونکي وایي، یو احتمال دا دی چې ترکمنستان چین ته له خپلو پراخو صادراتو څخه عواید نه ترلاسه کوي، او پرځای یې دغه ګاز د څو میلیاردي پورونو چې بیجینګ یې پرې لري په تادیه کولو باندې لګېږي.

شنونکي وایي، د چین د پوروړي توب اسارت د قرغزستان لپاره هم یو غټ ګواښ دی.

د قرغزستان د مالیې وزارت په وینا، د تېر وري په میاشت کې په دغه هېواد باندې ولاړ بهرنی پور ۵ میلیارده ډالر وو چې غټه برخه یا له ۴۰٪ څخه ډېر یې د چین د ایګزیم بانک (Eximbank) وو.‌

په ۱۳۹۹ کې،‌د کروناوایرس وبا له امله د رامنځته شویو اقتصادي ستونزو په پام کې نیولو سره، د قرغزستان حکومت له چینایي مقاماتو څخه په مکرر ډول وغوښتل چې د پورونو شرایط یې اسان کړي -- لږ تر لږه د تادیاتو نېټې یې ورته اوږدې کړي.

بیجینګ تر نږدې یوه کال پورې په دغو غوښتنو باندې غوږ ونه ګراوه، او بالاخره د ۱۳۹۹ د لړم په میاشت کې یې ومنله چې د ۱۳۹۹ تادیات تر راتلونکیو څلورو کالونو پورې په قسطونو کې ورکړي، خو د دغه «امتیاز» په بدل کې یې د پور ۲٪ د فیس په توګه په پام کې ونیو.

په ناورین ځپلي افغانستان کې، کتونکي د پخواني حکومت له نسکورېدلو راهیسې د چین زیاتېدونکې «مرسته» داسې یوې هڅې پورې تړلې بولي چې دغه له نازکو حالاتو سره مخامخ هېواد له اقتصادي او سیاسي پلوه په بیجینګ باندې متکي کړي او د دغه هېواد له اټکل ۱ تریلیون ارزښت لرونکيو کاني سرچینو څخه ناوړه استفاده وکړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

چین په نړۍ کې له تر ټولو غټو اقتصادي ځواکونو څخه دی، او له هغه سره په لوړه سطحه معامله کول په اقتصاد کې د لوړې درجې پوهې ته اړتیا لري. د لوړې سطحې له معاملې څخه زما هدف د افغانستان د کانونو یا هغو لویو بېخبنایي پروژو په څېر پروژې دي چې ښایي چین یې په راتلونکي کې په افغانستان کې ترلاسه کړي.‌ که طالبان له چین سره تجارت وکړي، افغانستان ته به حتماً تاوانونه ور واوړي ځکه چې په اقتصاد کې د طالبانو د پوهې سطحه له چین سره د مقایسې وړ نه ده، او طالبان هېڅکله هم نشي کولی چې په افغانستان کې د چین اوږدمهالي اقتصادي هدفونه درک کړي. چین داسې یو هېواد دی چې حتی متحده ایالات، اروپا، هندوستان او جاپان ترې د اقتصادي هدفونو په حساب وېرېږي، او هغوی له چین سره په احتیاط سره معامله کوي، بیا نو بې سواد او ساده طالبان د خپل درک او پوهې په سطحه پرې څه او څومره پوهېدلی شي؟ له همدې امله ده چې طالبان د پاکستان مشورې ته غوږ نیسي او پاکستان په اسانۍ سره کولی شي چې د ګوډاګیو طالبانو په مرسته د افغانستان کانونه او نوره شتمني په هر هغه هیواد باندې چې غواړي یې، خرڅ کړي. په دې طریقه به پاکستان خپل لوی هدفونه؛ چې د هغوی د خپل هیواد پرمختګ او د افغانستان بشپړه ویجاړتیا ده، ترسره کړي.‌

ځواب ورکړئ

له دې راپور نه داس ښکاري چې چین د نړۍ او بالخصوص د اسیا لپاره په یوه ستر ښامار د بدلېدلو په حال کې دی. دا اوس مې په بي بي سی ویب سایټ کې ولوستل چې له ایران سره یې هم د ۲۵ کلنې همکارۍ سند د عملي کېدلو پړاو ته رسېدلی دی. بي بي سي لیکلي: د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان چې چین ته په یوه رسمي سفر تللی، وايي، د ایران او چین تر منځ د همکاریو ۲۵ کلنې هوکړې د اجرايي یا پلي کېدو پړاو پیل شوی دی. د ایران بهرنیو چارو وزیر له خپل چینايي سیال وانګ يي سره د چین په ووشي ښار کې له لیدنې وروسته دا څرګندونې کړې دي. د پروسږ کال په مارچ کې د ایران د هغه وخت بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف او د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په تهران کې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاریو دا اوږد مهاله سند لاسلیک کړی و. د دې هوکړې لیک له لاسلیک وروسته پر ایران حکومت نیوکې هم وشوې، معترضینو پر ایران حکومت تور پورې کړ، چې ''پټ '' او ''د ایران د ګټو پر ضد '' تړون یې کړی او چین ته یې ''د ډېرو امتیازاتو '' ورکولو تور پور کړ. د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنايي بیا د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره لیدنه کې د ایران او چین تر منځ د همکاریو دغه هوکړه، ''په بشپړه توګه سمه او له حکمته ډکه '' وبلله.

ځواب ورکړئ