اقتصاد

د پورونو لړۍ: له چین سره د تجارت په هکله د سریلانکا حالات د نورو لپاره خبرداری دی

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

په زرګونو د حکومت ضد لاریونوالو د چنګاښ په ۲۲مه د سریلانکا د لومړي وزیر رانیل ویکریمیسینګ په دفتر برید وکړ. هغه تر دې څو ساعته مخکې د سرپرست ولسمشر په توګه نومول شوی وو. [ای اېف پي]

په زرګونو د حکومت ضد لاریونوالو د چنګاښ په ۲۲مه د سریلانکا د لومړي وزیر رانیل ویکریمیسینګ په دفتر برید وکړ. هغه تر دې څو ساعته مخکې د سرپرست ولسمشر په توګه نومول شوی وو. [ای اېف پي]

همبانتوتا سریلانکا -- شنونکي خبرداری ورکوي چې له بیجینګ سره د سوداګرۍ ترسره کولو خطرونه په سریلانکا کې د لمر په څېر روښان دي. سریلانکا تر یوه حده د چینایي پورونو او د بېخبنایي پروژو په نتیجه کې د رامنځته شوي وراني له امله له یوه ستر سياسي او اقتصادي ناورین سره مخامخ شوې ده.

هغوی وایي، له سریلانکا څخه زده کړای شوي درسونه د چین د پور وړونکیو او د چین د بېخبنایي پروژو د ترلاسه کوونکیو او په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره چې د کمربند او سرک نوښت (بي آر آی) پورې چې د یو کمربند یو سرک (او بي او آر) په نامه هم یادیږي، تړاو لري، څرګند خبرداری دی.‌

د دفاعي چارو یوه ستراتیژیست او د نړۍ والو شنونکي متقاعد تورن امیت بنسال تېره پنجشنبه /د چنګاښ ۲۴مه/ د رېډ لانټرن انالیتیکا (آر اېل ای) په نامه خپلواک څېړنیز انسټیټیوټ چې مرکز یې په هندوستان کې دی، په کوربه توب جوړ شوي آنلاین کانفرانس کې د خبرو پر وخت وویل چې د چین د پورونو د تلک طرحه ساده ده.

آر اېل ای د بنسال له قوله په یوه ټویټ کې ولیکل، «هېواد باید ستراتیژیک موقعیت ولري، غریب وي او اداره یې باید د فاسدو چارواکو په لاس کې وي. کله چې دا درې شرطونه پوره شي، بیا چین پراخ پورونه ورکوي او په تدریج سره یې سلطه اخلي.»

په عکس کې چې د غوایي په ۱۵مه اخیستل شوی، د لوټس برج اسمانڅکې وداني چې د ګل په څېر بڼه لري او د چین په لګښت جوړه شوې ده، د سریلانکا په پلازمېنه کولمبو کې لیدل کیږي. د برج رنګین شیشه یي مخ د پلازمېنې په ټولو لوړو ودانیو باندې غالب برېښي، خو داخلي برخه یې هېڅکله هم د عامو خلکو پر مخ پرانستل شوې نه ده. [اشاره س. کودیکارا/ای اېف پي]

په عکس کې چې د غوایي په ۱۵مه اخیستل شوی، د لوټس برج اسمانڅکې وداني چې د ګل په څېر بڼه لري او د چین په لګښت جوړه شوې ده، د سریلانکا په پلازمېنه کولمبو کې لیدل کیږي. د برج رنګین شیشه یي مخ د پلازمېنې په ټولو لوړو ودانیو باندې غالب برېښي، خو داخلي برخه یې هېڅکله هم د عامو خلکو پر مخ پرانستل شوې نه ده. [اشاره س. کودیکارا/ای اېف پي]

په داسې حال کې چې د سریلانکا د وخت ولسمشر مهیندرا راجاپکسا (ښی) ګوري، د چین ولسمشر شي جین پینګ (منځ) د ۱۳۹۳ د وږي په ۲۵مه په کاتونایک کې د بندارانایک هوایي ډګر کې د ښه راغلاست د مراسمو په ترڅ کې د کتونکو کتاب لاسلیکوي. [لاکرووان ونیاراچي/ای اېف پي]

په داسې حال کې چې د سریلانکا د وخت ولسمشر مهیندرا راجاپکسا (ښی) ګوري، د چین ولسمشر شي جین پینګ (منځ) د ۱۳۹۳ د وږي په ۲۵مه په کاتونایک کې د بندارانایک هوایي ډګر کې د ښه راغلاست د مراسمو په ترڅ کې د کتونکو کتاب لاسلیکوي. [لاکرووان ونیاراچي/ای اېف پي]

د جمو په مرکزي پوهنتون کې د ملي امنیتي څېړنو یوه مرستیال پروفیسر ج. جیګاناتان وویل، د چین له خوا هېوادونو ته د بي آر آی په نامه د پورونو ورکول هم عین شی دی.‌

د آر اېل ای د معلوماتو په اساس، هغه وویل، «هغوی تل داسې مستبد رژیمونه انتخاب کړي چې حساب ورکولو او عامه شفافیت ته ژمن نه دي. هغوی پورونه ورکوي او بیا پور ته صبر کوي چې یو هېواد په کې ونښلي.»

د عراق، مصر، ایران، قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان په ګډون، په منځني ختیځ او منځنۍ اسیا کې پراته ډېر هېوادونه ټول چې د چین میلیاردونه پوروړي دي، په همدې چوکاټ ورجوړېږي.‌

د مرغلرو لړ

د نړۍ تر ټولو ډېر تش هوایي ډګر، بې مشتریانو ګرځنده رسټورانټ، ۳۵۰ متره لوړ د کولمبو لوټس برج، د کرکټ یو غټ لوبغالی، لږ استعمالېدونکی نړۍ وال د کانفرانسونو تالار، په لسګونو نه استعمال شوي سرکونه او پلونه، او په پورونو کې ډوب یو سمندري بندر د نورو تر څنګ هغه پروژې دي چې په سریلانکا کې یې د بحران د رامنځته کولو په برخه کې مرسته وکړله.

د سریلانکایي او چینایي چارواکو له ډاډیېنو سره سره چې ویل یې په هېواد کې د بیجینګ د پانګونو هدف «یواځې اقتصادي» دی، کتونکي وایي چې تر شا یې نورې انګېزې موجودې دي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د ناټو او اندو پاسیفیک په قوماندانیو کې یوه پخواني امریکایي دیپلومات او نظامي پروفیسر پاتریک مینډیس وویل، «په حقیقت کې، سریلانکا په ټوله اندو پاسفیک سیمه کې د چین د څو میلیارد ډالري بي آر آی پروګرام «د تاج جواهر» دي چې همبانتوتا بندر، د کولمبو بندري ښار، د کولمبو لوټس برج او ډېرې نورې سترې بېخبنایي پروژې سره نښلوي.»

هغه د چنګاښ په ۲۰مه په هارورډ انټرنېشنل ریویو مجله کې ولیکل،‌«کېدی شي دا بندرونه په اسانۍ سره د نظامي او ملکي دواړو هدفونو لپاره وکارول شي.»

د هغه په لیکنه کې راغلي، «سربېره پر دې، نږدې پروت متالا راجاپکسا نړۍ وال هوایي ډګر کېدی شي په دې ممکن نیت جوړ کړای شوی وو چې په راتلونکي کې د ملکي او نظامي دواړو هدفونو لپاره وکارول شي.»

چین په بهر کې خپل لومړنی پوځي مرکز په ۲۰۱۷ کې په جیبوټي کې پرانست، او د راپورونو له مخې هدف یې دا وو چې په ټول هندي سمندر او ختیځه افریقا کې سمندري عملیاتو ته لاره هواره کړي. بیجینګ په عدن خلیج کې د سمندري غلاوو له ګواښ او د نړۍ والو سمندري کرښو د امنیت د تأمینولو لپاره له خپل تمایل څخه استفاده وکړه او هڅه یې وکړه چې دا کار پرې توجیه کړي.

د بیجینګ مقاماتو په لوېدیځه افریقا کې هم د خپل نظامي مرکز د توجیه کولو لپاره له عین استدلال څخه کار واخیست.

کله چې د تېر کال په وروستیو کې داسې خبرونه راغلل چې چین په متحده عرب اماراتو کې په پټه یو نظامي مرکز جوړوي، په ټوله سیمه او له سیمې څخه بهر د خطر زنګونه ووهل شول.

په وروستیو کالونو کې، په سریلانکا کې د بېخبنا له پراخو هڅو سره سره، چین په پاکستان، ایران او نورو مهمو سیمو کې تجارتي بندري اسانتیاوې جوړې کړې چې کېدی شي د سمندري ځواک یېچې په چټکۍ سره پراخېږي، ګټه ترې واخلي.

دا ټول د بیجیګ «د مرغلرو لړ» ستراتیژۍ برخې دي چې غواړي د چین مرکزي خاوره د پوځي او تجارتي اسانتیاوو د یوې شبکې له لارې د افریقا ښکر سره ونښلوي.

د مرغومي په وروستیو کې، تهران اعلان وکړ چې دغه هېواد له چین سره د هر اړخیزې ستراتیژیکې همکارۍ د یوې ۲۵ کلنې هوکړې چې تېر کال لاسلیک شوې ده، تطبیق پيلوي.‌

د یادې هوکړې د شرایطو له مخې به ایران د ۴۰۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت د پانګونې د پروژو د ترسره کولو له لارې په بي آر آی کې ښکېل کېږي.‌

که څه هم چې دا هوکړه د ماهیت له مخې په ښکاره تجارتي ده، لاکن د ایران د جاسک او چابهار په بندرونو کې د چین پانګونه به یې د سمندري ځواک ته چې په چټکۍ سره پراخېږي د پراخ لاسرسي لپاره لاره هواره کړي.

وال سټریټ ژورنال په ۱۳۹۸ کې د امریکایي او متحدینو د چارواکو له قوله راپور ورکړ چې، په یوه بل مثال کې، چین له کمبوډیا سره یوه پټه هوکړه کړې څو یې سمندري ځواک ته اجازه ورکړي چې په هغه هېواد کې له یوې اډې څخه استفاده وکړي.

چینایي او کمبوډیایي چارواکو دواړو له دغو راپورونو څخه انکار وکړ او هغه یې «د دروغو خبرونه» او «اوازې» وبلل.‌

خو واشنګټن پوسټ د غبرګولي په ۱۶مه د لوېدیځ د چارواکو له قول راپور ورکړ چې، اوس چین په کمبوډیا کې په پټه یو سمندري مرکز جوړوي چې د چین پوځ به په ځانګړې توګه استفاده ترې کوي.‌

د مینډیس په وینا، «دا ټولې پروژې په پيل کې د بي آر آی په چوکاټ کې د پرمختیایي مرستو په توګه شوې وې. په حقیقت کې، بي آر آی د چین د بهرني سیاست انګېزه زېږوونکې ستراتیژي ده چې مخ پر ودې هېوادونه لکه څنګه چې د سریلانکا په اخطار ورکوونکي حکایت کې ښودل شوې ده، د خپل نفوذ تر قلمرو لاندې راولي.»

په سریلانکا کې ناورین

په سریلانکا کې د برېښنا د میاشتو میاشتو له پرېکون او د خوړو او سون توکو له سختو کموالو څخه وروسته، د څو اونیو اوږده اعتراضونه چې تر ډېره یې سوله ییزه بڼه لرله او له حکومت څخه یې د اقتصادي غلط مدیریت له امله د استعفا غوښتنه کوله، د غوایي په میاشت کې په تاوتریخوالي باندې واوښتل چې پنځه کسان په کې مړه او لږ تر لږه ۲۲۵ نور ټپیان شول.

ولسمشر ګوتابایا راجاپکسا د چنګاښ په میاشت کې له هېواد څخه پښې سپکې کړې.

بحران د چین له خوا تمویل شویو پروژو ته په کتلو چې د هېرو شویو یادګاري څلو په توګه له پامه غورځېدلې پرتې دي او د حکومت ځان غوښتنه په کې له ورایه لیدل کېدله، لا نور سخت شو.‌

د دغې بېخبنا اصلي محور د نړۍ له ختیځ څخه لوېدیځ ته په لاره د کښتۍ چلولو په یوه ګڼ لین کې یو سمندري بندر وو چې په پام کې وه صنعتي فعالیت تحریک کړي.

پرځای یې، هغه د عملیاتو له پيل څخه د پیسو په بایلات باندې پیل وکړ.

دینوکا چې له اوږدې مودې راهیسې په همبانتوتا کې ژوند کوي، ای اېف پي ته وویل، «کله چې پروژې پيل شوې موږ ډېر هیله من وو، او دا ساحه بهتره شوه.»

هغې وویل، «خو اوس هر څه په هېڅ باندې بدل شوي دي. هغه بندر زموږ نه دی، او موږ ایله دومره کوو چې ژوندي پاتې شو.»

همبانتوتا بندر ونشوای کړای هغه ۱.۴ میلیارده ډالر چې چین د هغه د جوړولو لپاره لګولي وو پوره او چین ته تادیه کړي، او په شپږو کالونو کې یې ۳۰۰ میلیونه ډالر تاوان وکړ.

په ۱۳۹۶ کې، دغه بندر د چین یوې دولتي کمپنۍ ته د ۹۹ کالونو په مخه په اجاره ورکړل شو. دغې هوکړې په ټوله سیمه کې داسې اندېښنې راپورته کړې چې بیجینګ د هند سمندر کې د پښې اېښودلو لپاره یو ستراتیژیک ځای ترلاسه کړی دی.

د بندر تر څنګ چین یوه بله ډېره لګښت لرونکې پروژه چې ۱۵.۵ میلیونه ډالر پرې لګېدلي، تمویل کړې ده. هغه د کانفرانسونو یو مرکز دی چې له پرانستل کېدلو راهیسې یې ترې کومه ځانګړې استفاده ونشوه.

له هغه ځای سره نږدې د راجاپکسا هوایي ډګر دی چې د چین د ۲۰۰ میلیونو ډالرو په پور جوړ شوی او دومره کم استعمالیږي چې یو ځل خو یې دومره لا نه وو کړي چې حتی خپل د برېښنا مصارف تادیه کړي.

په پلازمېنه کولمبو کې د بندري ښار پروژه هم د چین له خوا تمویل شوې ده. هغوی یو مصنوعي ۶۶۵ اېکره ټاپو د دې لپاره جوړ کړی چې له دوبۍ سره په سیالي کوونکي مالي وېشنځي یا هب باندې بدل شي.

خو منتقدینو وار له مخه دا پروژه «د پور پټ تلک» بللی وو.

په پورونو کې ډوب

چین د کولمبو تر ټولو لوی دوه اړخیز پور ورکوونکی دی او د هغه د ۵۱ میلیاردو ډالرو بهرني پور لږ تر لږه ۱۰٪ د چین دی.

شنونکي وایي، که د دولتي شرکتونو او د سریلانکا د مرکزي بانک پورونه په پام کې ونیول شي، اصلي شمېر تر دې هم ډېر لوړ دی.

د سریلانکا حکومت چې د خپلو پورونو له زیاتېدونکي بار څخه ستړی شوی او د اعتبار درجه یې مخ پر ځوړي روانه او له نړۍ وال مالي مارکېټ څخه یې مالي سرچینې په وچېدلو وې، د وري په میاشت کې د خپلو بهرنیو پورونو د بېرته ورګرځولو په برخه کې خپله ناتواني اعلان کړه.

هغه غوښتل چې له چین سره د خپلو تادیاتو د بېرته ورکولو په هکله مذاکرات وکړي، خو بیجینګ د مذاکراتو پر ځای د موجودو پورونو د تادیه کولو لپاره د نورو پورونو د ورکولو وړاندیز ورته وکړ.

د سریلانکا حکومت د هغوی وړاندیز پر ځای پرېښود او د هغه پر ځای یې نړۍ وال وجهي صندوق (آی اېم اېف) ته مراجعه وکړله.‌

په هغه وخت کې د چین سفیر قي ژینهونګ خبریالانو ته وویل، «چین خپله ټوله خواري وکړه چې له سریلانکا سره مرسته وکړي څو خپله ناتواني اعلان نه کړي، لاکن له بده مرغه چې هغوی آی اېم اېف ته مراجعه وکړه او ناتواني یې اعلان کړه.»

د ډېرو سریلانکایانو لپاره د بېخبنا هغه پروژې چې تر ډېره کار ترې نه اخیستل کیږي له چین سره د سوداګرۍ کولو د خطرونو قوي سمبولونه ښکاري.

په کولمبو کې د قرطاسیې یوې دوکاندارې کریشانتا کولاتونګا وویل، «موږ وار له مخه تر ستوني پورې په پورونو کې ډوب یو.»

د کولاتونګا دوکان د لوټس برج چې د ګل په څېر بڼه لري او د چین په پیسو جوړه شوې یوه اسمانڅکې وداني ده، له دروازې سره نږدې واقع دی.

دا برج د ټولې پلازمېنې د ودانیو میر دی، خو داخل یې او یو تر پلان لاندې ګرځنده رسټورانټ چې د ښار یوه پانورامایي منظره لري هېڅکله هم د خلکو پر مخ پرانستل نه شول.

کولاټونګا وپوښتل، «کله چې موږ د ډوډۍ سوال ته ناست یو، په دې برج باندې به څه افتخار وکړو؟»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

چین افغانانو ته د وېزو ورکول پيلوي د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې افغانانو ته د وېزو ورکولو سربیره به دغه هېواد ته د افغانستان ۹۸ سلنه تجارتي توکي له مالیې پرته واردیږي. کارپوهان وايي، افغانستان ته د چین اقتصادي لېوالتیا تر بل هر وخت ډېره شوې، خو ولې؟ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره په دوه اړخیزه ناسته کې د افغانستان پر اقتصادي او بشري وضعیت خبرې کړي. په اعلامیه کې راغلي: «په دې لړ کې د چین د بهرنیو چارو وزیر ژمنه وکړه چې د اګسټ له لومړۍ نېټې وروسته به افغانانو ته ویزې ورکول پیل شي.» اعلامیه زیاتوي چې چین په افغانستان کې د کوکنارو کښت بندېدو وروسته له افغان بزګرانو سره د بدیل کښت په برخه کې مرستې ته چمتووالی ښودلی. په همدې حال کې د چین د بهرنیو چارو وزارت یوې اعلامیې د بهرنیو چارو زیر وانګ یي له قوله لیکلي: «۹۸ سلنه افغان وارداتو ته به له مالیې پرته د واردېدو اجازه ورکړل شي.» د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې هېواد یې افغانستان ته د چین – پاکستان اقتصادي کورېډور غځولو څخه هم ملاتړ کوي. زما نظر: ای ولسه! ای حکومته! ای افغانانو! په دغو ناولو چینایانو باندې ذره اعتبار هم ونه کړئ. دوی هیڅکله له افغانستان سره مرسته نه ده کړې. دوی هیڅکله له افغانستان سره مرسته نه کوي. دا خلک که له افغانانو سره یوه افغانۍ مرسته وکړي په بدل کې یې د یو میلیون ډالرو تمه لري. لطفا دغه چټل چینایان افغانستان ته مه راپرېږدئ.‌ مرګ په چین او پاکستان

ځواب ورکړئ

سریلانکا خو هغې حالت ته ورسېده، پاکستان هم کېدای شي په نږدې راتلونکي کې په ورته برخلیک اخته شي که خدای کړی خیر وي. موږ افغانان به همدا دعا کوو چې پاکستان دې تباه او برباد شي ځکه په موږ یې هېڅ قسمه زړه نه دی سوځولی. خدای دې پرې د سریلانکا په څېر ورځ راولي. اوس خبره داده چې چین چاسره یاري کړې یوه ورځ راتلونکې ده چې حال به یې د سریلانکا په څېر کېږي. نویو افغان واکمنانو ته په کار ده چې خپل د یارانې تارونه له چین سره ډېر په احتیاط وغزوي کنه نه به یې سبا رئیس الوزرا په ارګ کې لیدل کېږي او نه به یې د هغه مړ امیر المومنین (ملا هیبت الله) پیغامونه خپرېږي. بیا به غرونو ته لکه موږکان منډې وهي. نو ښه ده چې خپله یارانه په ډېر احتیاط سره وکړي نه په بیړه.

ځواب ورکړئ

د سریلانکا حالت چې پاس یې ذکر شوی دی د افغانستان لپاره یوه ښه او صافه هنداره ده. د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط مخکې د طالبانو یوه مشر په قطر کې وویل چې چین به د طالبانو حکومت سره د افغانستان په جوړولو کې مرسته وکړي. طالبان باید له چین سره له هرې معاملې مخکې هغه خیانتونه وګوري چې چین له نورو هیوادونو سره کړي دي. ستاسو په راپور کې د سریلانکا حالت ډېر ښه انځور شوی دی. ما اورېدلي چې چینایانو په افریقا کې هم همداسې کارونه کړي دي. که د چین لپاره دا اقتصادي ګټې او لاسته راوړنې بلل کیږی لاکن د کوربه هیوادونو لپاره دا خیانتونه او د هغوی له ولسونو سره ظلم بلل کیږی. مرګ په چین او چیني ترهګرو چې اقلیتونه وژني او شکنجه کوي. مرګ د چین په مزدور او د ترهګرو په حامي پاکستان چې افغانان او د پښتونخوا پښتانه وژني. تل دې وي افغانستان. تل دې وي سوله دوسته نړۍ.

ځواب ورکړئ

پر دې سربیره زه غواړم چې د سریلانکا د سقوط لاملونه او په هغه کې د چین د ښکیلتیا په اړه نور وضاحت وکړم: نړیوال ګروپ: د سریلانکا حکومت د کورونا ویروس له امله د رامنځته شوي اقتصادي کړکیچ او چین ته د خپل ملیاردونو ډالرو پور د ورکولو له امله د افلاس په حالت کې دی. د ګرځندویانو د عوایدو کمښت او چین او نورو هیوادونو ته د دغه ۳۰ میلیونه نفوس لرونکي هیواد د لویو پورونو د بیرته ورکولو پر وخت، پر حکومت فشار راوړی چې مالیات معاف کړي او د کورنیو بازارونو ملاتړ وکړي چې د کرونا له امله زیانمن شوي دي، او دا د دې لامل شوي چې حکومت د مالي منابعو له سخت کمښت سره مخامخ شي او په لوړه کچه د روان کال په اوږدو کې د هېواد د افلاس احتمال زیات شي. دغه هیواد چې ۸۰ ملیارد ډالري اقتصاد لري، له چین څخه ۵ ملیارده ډالر پوروړی دی او تیر کال مجبور شو چې له چین څخه یو میلیارد ډالر نور پور هم واخلي. ډیری کارپوهان وايي چې دولتونو او صنعتي او سوداګریزو پروژو ته د پورونو په ورکولو سره چین هیوادونه بندي کوي، هغه څه چې مخکې په سریلانکا کې پیښ شوي و. د چین ایګزیم بانک ته د ۳۶۱ ملیونو ډالرو پور د بیرته ورکولو په برخه کې د نه وړتیا له امله په ۲۰۱۷ کال کې حکومت اړ شو چې همبانتوتا بندر د ۹۹ کلونو لپاره چین ته په اجاره ورکړي. دې کار په ټوله نړۍ کې کې د خلکو توجه ور واړوله او د چین «د قرضونو جال» پالیسۍ په نامه مشهور شو. د نړیوال بانک په وینا، د کورونا ویروس له خپریدو راهیسې په سریلانکا کې ۵۰۰۰۰۰ خلک د فقر تر کرښې لاندې تللي دي. د سریلانکا دولتي او خصوصي سکتور ژمنې کړي چې سږکال ۷.۳ ملیارد ډالر کورني او بهرني پورونو بیرته ورکړي. په ورته وخت کې، د سریلانکا د مرکزي بانک د وروستیو ارقامو له مخې، د هیواد د بهرنیو اسعارو زیرمې د ۲

ځواب ورکړئ

زما په اند، د سریلانکا مشران لا دمخه پوهیدل چې دا پورونه یوازې یو جال و او دوی ته به هیڅ ګټه ونه رسوي. د سریلانکا مشر له چین څخه د پور اخیستلو خطر منلی ځکه چې دوی ټول فاسد وو او د سریلانکا د ملي ګټو پر ځای د خپلو شخصي ګټو په فکر کې ول. په ورته وخت کې، سریلانکا په نړۍ کې یوازینی هیواد نه دی چې اقتصاد یې د چین د پورونو له امله د سقوط په حال کې دی. ما په بي بي سي کې یوه مقاله ولوستله چې څو اسیایي هیوادونه له ورته خطر سره مخامخ دي. د دې راپور یوه برخه دلته را نقلوم. لاوس: لاوس په ختیځ آسیا کې په وچه کې راګیر هیواد دی چې د۷.۵ ملیون څخه ډیر نفوس لري او د څو میاشتو راهیسې د خپلو بهرنیو پورونو د نه ورکولو له خطر سره مخامخ دی. په وروستیو کلونو کې چین لاوس ته د لویو پروژو لکه د اوبو بریښنا او ریللارې د تمویل لپاره لوی پورونه ورکړي دي. پاکیستان: وروسته له هغې چې حکومت په پاکستان کې د تېلو سبسایډي پای ته ورسوله، په دغه هېواد کې د مۍ میاشتې له پای راهیسې د تېلو بیې نږدې ۹۰ سلنه لوړې شوې دي. دغه هیواد اوس مهال د پیسو له نړیوال صندوق سره د مالي مرستو د پروګرام د بیا پیلولو په اړه خبرې اترې کوي. د چین رول په پاکستان کې هم لیدل کیدی شي. د راپورونو له مخې، پاکستان د خپلو پورونو څلورمه برخه د بېجینګ پوروړی دی. مالدیپ: په مالدیپ باندې په وروستیو کلونو کې دولتي پورونه زیات شوي او اوس یې له ټول جي ډي پي څخه له ۱۰۰٪ ډېر زیات شوي دي. بنګله دیش: په بنګله دیش کې، د مۍ په میاشت کې انفلاسیون په تیرو ۸ کلونو کې ترټولو لوړ حد ته رسیدلی، چې ۴۲.۷٪ اعلان شوی دی. باید وویل شي چې بنګله دېش په دې کلونو کې له چین سره نږدې اړیکې درلودې او دا ثابتوي چې چین په حقیقت کې د نورو هېوادونو د ملي پانګې دښمن دی. د بشپ

ځواب ورکړئ

په حقیقت کې یو بد ملګری انسان بدبخته کوي. که سریلانکا چین ته د نږدې کیدو په وخت کې د چین په اړه فکر کړی وای او د چین په اړه یې سم درک کړی وای، نو هیڅکله به یې له دغه غله او بې وفا هیواد سره دوستي نه وای کړې. تر هغه وخته چې چين په سريلانکا کې ګټې درلودې، د سريلانکا له فاسدو مشرانو سره يې ژمنې کولې، خو کله چې چين خپلې ګټې ترلاسه کړې، نو د تاريخ په ډېرو سختو ورځو کې يې دغه هېواد شاته پرېښود. دا د چين اصلي رنګ دی او دا له چين سره د دوستۍ پايله ده.

ځواب ورکړئ