اقتصاد

آیا چین د پورونو د نړۍ وال ناورین په مخنیوي کې کافي اندازه مرسته کوي؟

د سلام ټایمز راپور

ژورنالستان د وږي په ۲۴مه د شانګهای د همکارۍ موسسې (اېس سي او) غونډې لپاره چې د ازبکستان په سمرقند ښار کې جوړه شوې وه، د چین د ولسمشر شي جین پینګ د ور رسېدلو ژوندۍ خپرونه ګوري. [الیګزاندر نیمینوف/ای اېف پي]

ژورنالستان د وږي په ۲۴مه د شانګهای د همکارۍ موسسې (اېس سي او) غونډې لپاره چې د ازبکستان په سمرقند ښار کې جوړه شوې وه، د چین د ولسمشر شي جین پینګ د ور رسېدلو ژوندۍ خپرونه ګوري. [الیګزاندر نیمینوف/ای اېف پي]

واشنګټن -- یوه جګپوړي امریکایي چارواکي وویل، د نړۍ د تر ټولو لوی رسمي پور ورکوونکي په توګه، د چین یو مسؤلیت دا دی چې د پورونو د یوه نوي نړۍ وال بحران، چې په اوکراین کې د روسیې جګړې ګرم کړی دی، مخه ونیسي.

د متحدو ایالاتو د خزانې د وزیر یوه سلاکار برینت نیمان د وږي په ۲۹مه په واشنګټن ډي سي کې د نړۍ وال اقتصاد لپاره پیترسن انسټیټیوټ کې د خبرو پر وخت وویل، پرمخ تلونکي او وده کوونکي مارکېټونه د کال په پیل کې، له کووېډ -۱۹ وبا څخه وروسته د هغوی په مجموعي محصولاتو کې ۲٪ کموالي پسې وروسته، له ستونزو سره مخامخ ول.

د خزانې وزارت د یوې اعلامیې په اساس، هغه وویل، «حکومتونو د دغه ټکان او د ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره، په مناسب ډول پورونه واخیستل او پیسې یې ولګولې. د هغوی د پورونو سطحې له کووېډ څخه د مخکې وخت له ۵۴٪ څخه د تېر کال تر پایه پورې ۶۴٪ ته لوړې شوې.»

نیمان وویل، «خو بیا په دې وخت کې چې کم وسي ډېره زیاته شوې وه، روسیې د اوکراین پر ضد خپل ظالمانه او د نه توجیه وړ جنګ پیل کړ. دغه جنګ د خوراکي توکو او انرژۍ د قیمتونو د لوړېدلو سبب شوی او په ګرده نړۍ کې یې انفلاسیون زیات کړی دی.»

هغه وویل، دا شرایط به له شک پرته په ګڼ شمېر هېوادونو کې د «پورونو له امله د ناراحتۍ» سبب وګرځي.

هغه د سریلانکا مثال ورکړ چې له یوه غټ سیاسي او اقتصادي بحران سره مخامخ ده او یو عامل یې د چین پورونه او د بېخبنا پروژې دي چې له کاره لوېدلي دي.

تحلیلګران خبرداری ورکوي چې، د سریلانکا پېښې د چینایي پور اخیستونکیو او د چین د بېخبنا د پروژو ترلاسه کوونکیو -- په ځانګړې توګه هغو لپاره چې د کمربند او سرک نوښت (بي آر آی) یا یو کمربند یو سرک (او بي او آر) سره تړاو لري، د احتیاط کولو درس ورکوي.

نیمان وویل، که څه هم چې په نړۍ کې تر ټولو لوی دوه اړخیز رسمي پور ورکوونکی دی، لاکن چین د پورونو د بارونو د کمولو لپاره په ګڼ ملتیزو هڅو کې برخه اخیستل ځنډولي یا یې په دغه ډول هڅو کې له برخه اخیستنې څخه ډډه کړې ده.

هغه ټینګار وکړ چې، «د یوه ستر پور ورکوونکي په توګه، په کار دا ده چې چین په داسې پروګرامونو کې برخه واخلي.»

هغه وویل، «یوه وروستۍ څېړنه اټکل کوي چې اوس تر ۴۴ پورې هېوادونه د چینایي پور ورکوونکیو دومره ډېر پوروړي دي چې د هغوی د جي ډي پي له ۱۰٪ څخه ډېر جوړوي.»

د اټکلونو له مخې، د چین د ټولو رسمي پورونو اندازه، په داسې حال کې چې د شفافیت د نشتوالي له امله پوره باوري نه ده، د ۵۰۰ بیلیونو او ۱ تریلیون ډالرو تر منځ ده.

نیمان وویل، «د دې پورونو پر وړاندې اقدام نه کول کولی شي په هغو هېوادونو کې چې عاید یې کم دی، د کالونو کالونو اوږده مشکلات رامنځته کړي.»

نیمان له بیجینګ څخه وغوښتل چې د مرستو برابرولو په نړۍ والو هڅو کې په برخه اخیستنه کې «اوږده ځنډونه» پای ته ورسوي.

د پیسو نړۍ وال صندوق (آی اېم اېف) او نړۍ وال بانک هم دې ته ورته غوښتنې کړي، خو تر اوسه یې کومه ګټه نه ده کړې.

پټ پورونه

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین د نیمان د بیانونو په هکله د پوښتنې په ځواب کې له ملامتیا منلو څخه ډډه وکړه.

د رویټرز د راپور له مخې، هغه وویل چې، «په وروستیو کالونو کې، د مخ پر ودې هېوادونو زیاتېدونکی پور تر ډېره له لوېدیځو تجارتي پور ورکوونکیو او ګڼ اړخیزو موسساتو څخه راتللو، او د مخ پر ودې هېوادونو له خوا د پورونو تادیات تر ډېره لوېدیځو تجارتي پور ورکوونکیو او ګڼ اړخیز موسساتو ته کېدل.»

د یوه راپور په اساس چې د تېر لړم په میاشت کې د نړۍ وال اقتصاد په ژورنال کې خپور شوی، چین په ۱۳۹۶ کې د نړۍ تر ټولو لوی رسمي پور ورکوونکی شو، او په دې توګه یې په نړۍ وال بانک او آی اېم اېف باندې پښه واړوله.

څېړونکیو د لویو اقتصادونو په پیاوړتیا کې د دغو «پټو پورونو» اهمیت روښانه کړی دی.

هغوی وویل، «د چین حکومت د خپلو رسمي نړۍ والو پورونو په هکله هېڅ راپور نه ورکوي او له هېواد څخه بهر د ځنډېدلو پورونو د غوښتنو په هکله هېڅ معلومات نه خپروي. په ارقامو کې، مخ پر ودې هېوادونو ته د چین د رسمي ۵۰٪ پورونو په هکله هېڅ نه دي ویل شوي.»

د نړۍ وال بانک د راپور په اساس، هغه هېوادونه چې له چین څخه ډېر پوروړي دي تر ډېره په افریقا کې واقع دي خو په منځنۍ اسیا، جنوب ختیځه اسیا او د ارام سمندر په سیمه کې پراته دي.

شنونکي بي آر آی ته د برخه والو هېوادونو د پوروړي توب د یوې لویې منبع په سترګه ګوري.

فوربس او سټاټیسټا د زمري په میاشت کې راپور ورکړ چې، د هغو ۹۷ برخه والو هېوادونو له ډلې څخه چې په هکله یې ارقام په ۱۳۹۹ کې څرګند شول، هغه هېوادونه چې د چین ډېر پوروړي ول ټول په بي آر آی کې ښکېل ول.

مثلا، پاکستان د چین ۷۷.۳ میلیارده ډالر پوروړی دی. له هغه وروسته انګولا ده چې له چین څخه ۳۶.۳ میلیارده ډالر، ایتوپیا ۷.۹ میلیارده ډالر، کینیا ۷.۴ میلیارده ډالر او سریلانکا ۶.۸ میلیارده ډالر پوروړې ده.

جیبوټي چې د بي آر آی یو لوی مرکز او په بهر کې د چین د څو پوځي اډو کوربه دی، د چین تر ټولو لوی پوروړی دی چې د سلنې په حساب یې د ناخالص ملي عاید ۴۳٪ جوړوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د نورو هیوادونو لپاره له چین څخه پور اخیستل او له چین سره نږدې اړیکې ساتل د شرم او خجالت خبره ده. تیره اونۍ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ونه توانیده چې په چین کې د ایغوریانو د مسئلې په اړه د خبرو اترو غوښتنه ومني. ډیری هیوادونو چې د دې مسودې پر ضد یې رایه ورکړه یا د چین پوروړي دي او یا ورسره نږدې سوداګریزې اړیکې لري. ډیری یې افریقایي او اسیایي هیوادونه دي. په زړه پورې خبره دا ده چې ځینو مسلمانو هېوادونو هم د دې طرحې پر ضد رایه ورکړه. د پنجشنبې په ورځ قطر، اندونیزیا، متحده عربي اماراتو او پاکستان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له ۱۵ نورو غړو سره په دې شورا کې د چین له خوا د مسلمانانو د حقونو د سرغړونې په اړه د بحث غوښتنه رد کړه. پاکستان او اندونیزیا د چین پوروړي دي، او متحده عرب امارات او قطر له چین سره نږدې سوداګریزې اړیکې لري. دوی د خپلو وړو ګټو لپاره په شينجيانګ کې د خپلو مسلمانو ورونو پر ضد روان ظلمونه له پامه غورځولي او د دنيا او آخرت ذلت يې منلی دی. دا په ډاګه کوي چې له چین سره اړیکې پالل څومره سخت دي، او له دې بې رحمه او وینه تویونکي هیواد سره هر ډول ملګرتیا پالل شرموونکي دي.

ځواب ورکړئ

نو څه؟ د چین رسمي پالیسي دا ده چې هیوادونه پور اخیستلو ته اړ او مفلس کړي. تاسو څنګه تمه لرئ چې دا هیواد به د نړیوال پور بحران اداره کړي؟ چین په احتیاط سره هغه هیوادونه غوره کوي چې غواړي هغه تعقیب کړي او بیا د هغه هیواد عمومي اقتصادي ، سیاسي ، ټولنیز او کلتوري وضعیت ګوري. سربیره پردې، وروسته له دې چې چین ډاډ ترلاسه کړ چې هیواد یې ښه ښکار کیدی شي، له هغه سره اړیکې ټینګوي. په لومړي سر کې چين له دغو هېوادونو سره دوستانه او سخاوتمندانه چلند کوي چې هر هېواد او هر سياستوال فکر کوي چې چين غواړي د زړه له تله له دوی سره مرسته وکړي. وروسته له هغه چې چین د دغه هیواد باور ترلاسه کړي، ورو ورو خپل اصلي رنګ ښکاره کوي. او تر هغه چې پور ورکونکی هیواد پوهېږي، چین هغه په خپلو پورونو کې ډوب کړی وي. دا ډول منافق او متعصب هیواد به څنګه د نړۍ د پورونو بحران حل کړي په داسې حال کې چې دی پخپله د دغه بحران د رامنځته کولو تر شا لاس لري؟‌

ځواب ورکړئ

ولادیمیر پوتین، چې د نړۍ تر ټولو ډېرې اټومي وسلې په لاس کې لري، تیره اونۍ ژمنه وکړه چې د روسیې د دفاع لپاره به «زموږ په واک کې ټول قوتونه او وسایل» وکاروي. هغه وویل، متحده ایالاتو په ۱۹۴۵ کال کې د جاپان پر هیروشیما او ناګاساکي ښارونو دوه اټومي بمونه غورځولي وو. اووه میاشتې مخکې د هغه وخت راهیسې کله چې پوتین ګاونډي هېواد ته روسي عسکر لېږلي دي، اوکراین او د هغه لویدیځو متحدینو ته د پوتین دا ښکاره اتومي ګواښ و. خو ایا د روسیې مشر به اټومي وسلې وکاروي؟ د دغه ډول اقدام اغېز به څه وي؟ او امریکا به څه ډول ځواب ورکړي؟ د تاوتریخوالي په راپورته کېدلو سره، مهمې پوښتنې راپورته کیږي. روسیه د اټومي وسلو د شمیر له مخې د نړۍ ترټولو لوی اټومي ځواک دی. د امریکایی ساینس پوهانو فدراسیون په وینا، هغه اټکل ۵۹۷۷ اتومي وسلې لري په داسې حال کې چې متحده ایالات ۵۴۲۸ لري. په پورتني متن کې د نړۍ د تر ټولو لیوني ځناور (پوتین) خبرې شاملې دي چې نه د خپل ولس او نه د نړۍ د نورو خلکو پروا لري. زه د سلام ټایمز له لارې د نړۍ له مشرانو څخه غواړم چې په پوتین فشار راوړي چې خپل شیطاني فکر پریږدي او د داسې ویجاړونکو وسلو کارولو څخه ډډه وکړي. د دې ترڅنګ له نړيوالې ټولنې په ځانګړې توګه له امريکا، روسيې، چين او نورو وحشي ځناورو څخه غواړم چې خپلې اټومي وسلې له کارولو مخکې له منځه يوسي. حتی که لیونی سپی (پوتین) اوس خپل اټومي بم و نه کاروي، سبا به بل څوک دا کار وکړي. له همدې امله، زه له ټولو اټومي وسلو لرونکو هیوادونو څخه غواړم چې خپلې اتومي وسلې ویجاړې کړي. پوتینه ودې غیم.

ځواب ورکړئ