متحده ایالاتو په ایران باندې لګول شویو وروستیو بندیزونو څخه افغانستان مستثنا کړ

سلام ټایمز

کابل -- د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو سفیر جان ر. باس د چارشنبې په ورځ /د لړم ۱۶مه/ په یوه ټویټ کې ولیکل، چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له ایران څخه د تېلو د واردولو او د چابهار بندر له لارې د نه بندیز وړ توکو د راوړلو لپاره افغانستان ته استثنا ورکړه څو د افغانستان اقتصاد پیاوړی شي.

باس په عمان خلیج کې واقع ایراني بندر ته په اشارې په خپل ټویټ کې لیکلي، «له هر اړخیز غور څخه وروسته، متحده ایالاتو د ایران د ازادۍ او د پراختیا غوښتنې پر ضد د مبارزې تر قانون لاندې داسې یوه استثنا برابره کړه چې افغانستان ته اجازه ورکوي څو له ایران څخه د نفتو واردولو او د افغانستان لپاره د چابهار بندر له لارې د نه بندیز وړ توکو انتقال ته دوام ورکړي،»

د لړم په ۱۴مه، د متحده ایالاتو حکومت په ایران باندې ټول هغه بندیزونه بیا پرځای کړل چې د ۱۳۹۴ کال تر هستوي تړون لاندې ترې لیرې شوي ول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500