امنیت

د تایوان ملکي وګړي د چین د یرغل پر وړاندې د مقاومت لپاره د تیارسئ روزنه ترلاسه کوي

د ای اېف پي او سلام ټایمز راپور

په دې عکس کې چې د وري په ۲۷مه اخیستل شوی، زده کوونکي د تایوان په پلازمېنه تایپي کې په کوما اکاډمۍ کې د ملکي دفاع په کورس کې ګډون کوي. [جیک مور/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د وري په ۲۷مه اخیستل شوی، زده کوونکي د تایوان په پلازمېنه تایپي کې په کوما اکاډمۍ کې د ملکي دفاع په کورس کې ګډون کوي. [جیک مور/ای اېف پي]

ډاکټرې لین یوهټینګ خپله د اونۍ رخصتي د ملکي دفاع د لارښوونو زده کولو ته ځانګړې کړې ده. هغه غواړي دغه معلومات خپلو دوو کوچنیو ماشومانو ته ور ولېږدوي، چې هغوی د چین له خوا د تایوان په خپلواک هېواد باندې د یرغل پر وخت ترې کار واخلي.

هلته وسلې نشته، یواځې د چین د هایبرډ وسلو پر وړاندې د عکس العمل په هکله یوه حیاتي روزنه وړاندې کوي.

دا ټولګي د تایوان له خوا په بیړه د تیاري لړۍ ده چې له لیرې څخه د اوکراین د جګړې له لیدلو، او د وري په نیمایي کې د پای ته رسېدلو تمرینونو په ګډون د تېر کال په بهیر کې د چین له دوه ځلې مانورو څخه وروسته د بدترینې سناریو لپاره چمتووالی ونیسي.

روسیې د ۱۴۰۰ د کب په میاشت کې پر اوکراین باندې یرغل وکړ. چین تایوان یو جلا شوی ولایت ګڼي او وخت په وخت پرې د برید ګواښ کوي.

لېن چې ۴۵ کاله عمر لري او په تایپي کې یې د کوما اکاډمۍ په معلوماتي ټولګیو کې برخه اخیستې وه، وویل، «کله چې د جګړې امکان وي، زه فکر کوم چې موږ باید چمتووالی ولرو،»

هغې وویل، «په لومړۍ کرښه کې اوسېدل د مرستې یواځینۍ لار نه ده،» او زیاته یې کړه چې د هغې ۸ او ۱۲ کلن ماشومان باید وپوهېږي چې د بحران پر وخت څه وکړي.

د کوما ښوونکي د تخلیې د چمتووالي په هکله عملي لارښوونې وړاندې کوي، لکه له هوايي برید څخه د نږدې سرپناه موندل او دا چې په عاجلو کڅوړو کې څه ځای پر ځای شي.‌‌

خو همدارنګه، هغوی د بېجینګ د یرغل په هکله په غلطو معلوماتو باندې هم تمرکز کوي چې ادعا کوي چې په ټاپو باندې به د ۱۰۰۰ توغندیو باران جوړ شي یا دا چې په سواحلو کې به یې ۵۰۰۰۰ بېړۍ لنګر واچوي.

تنظیموونکي وايي چې هغوی د چینایي خبرو پر وړاندې چې هڅه کوي د تایوان په ولسواک سیستم او د هغه د دفاعي وړتیاوو په هکله بې باوري رامنځته کړي، د «رواني دفاع یوه لومړۍ کرښه» جوړوي.

دا ټولګي چې ټوله ورځ نیسي او ۱۰۰۰ تایواني ډالر (۳۳ امریکایي ډالر) لګښت لري، په بیړني طبي روزنې سره پای ته رسیږي، لکه دا چې پانسمانونه څنګه وشي او څنګه ټپونه په بنداژونو باندې وتړل شي.

استقامت. بقا. غلبه

ښوونکو په تدریسي پروګرامونو کې «د سرتیري ریان ژغورنه» فلم څخه په اوماها ساحل کې د ښکته کېدلو د صحنې او په اوکراین کې د استوګنې په سیمو باندې د توغندیو د بریدونو له عکسونو څخه کار اخیستی ترڅو په درسونو کې خپلې موخې افاده کړي.

لین وویل، «په پروګرام کې شاملیدل خورا ستونزمن کار و. زه فکر کوم چې دا تر یو حده د اوکراین د جګړې له امله دي،»

کوما د ۱۴۰۰ کاله له مرغومي راهیسې ۱۰۰۰۰ تایوانیان روزلي، داسې چې ټولګي له خلاصېدلو څخه وروسته په څو دقیقو کې دننه سمدلاسه بیا ډکېږي او دلیل یې دا دی تایوانیان په دې هکله د ډېرو معلوماتو غوښتنه کوي چې څنګه خپل ځانونه خوندي کړي.

د تایوان د ۲۳ میلیونو اوسېدونکیو تر منځ داسې تمایل په پراخېدلو دی چې ملکي خلک په جنګي تمرینونو کې برخه اخلي، او حکومت په ټول ټاپو کې د هوایي یرغل مشقونه ترسره کوي او د چین د یرغل په هکله یې یو معلوماتي کتاب جوړ کړی دی.‌

کوما د یو اېم سي په نامه د تایوان د لومړني سیمي کانډکټر شرکت د مؤسس روبرټ څاو په ګډون، د څو شتمنو سوداګرو لخوا تمویلېږي چې د ټاپو په دفاع کې په میلیونونه ډالر لګوي.

هغه د تېر زمري په میاشت کې د متحده ایالاتو د ولسي جرګې د هغه وخت د مشرې نانسي پلوسي له لیدنې څخه وروسته د بیجینګ په پراخو مانورو پسې وروسته د ټاپو د دفاع لپاره د پیسو ورکولو ژمنه وکړه.

کوما د درې میلیونو اوسیدونکو په روزلو سره د تایپي د پراخو نظامي لګښتونو د بشپړولو لپاره لوړ اهداف لري او غواړي د دې دوبي لپاره د پلان شوي آنلاین درسونو له لارې پروسه ګړندۍ کړي.

په یوه معلوماتي کتاب کې چې په یوه تور تایواني خرس چې یو توپک یې په لاس کې دی، ښکلی کړای شوی دی، هغه برخه والو ته ویلي، «کېدی شي چې موږ پیسې ونه لرو، طبیعي ګاز ونه لرو، ګرمې اوبه ونه لرو، رڼا ونه لرو، خو دا نشي کېدی چې ازادي دې ونه لرو.»

هغه وویل، «موږ به په هرڅه بریالي شو. استقامت. بقا. غلبه!»

یوه کڅوړه برابره کړئ

کوما په دې وروستیو کې یواځې د ښځو لپاره ځینې ټولګي پیل کړي، او وایي چې د نارینه وو په پرتله ډېرې ښځې په کې داخله کوي. سړي وار له مخه په دې مکلف دي چې پوځي روزنه واخلي او کېدی شي چې د چین د حملې په صورت کې وغوښتل شي.

د لای په نامه یوې د کور مېرمنې چې د خپل تخلص له ښودلو څخه یې ډډه وکړه، خپل دوه ماشومان له خپل مېړه سره پرېښي څو وکولی شي چې پخپله په روزنه کې برخه واخلي.

دغې ۴۰ کلنې ښځې وویل، «که جګړه پېښه شوه، زه به شاته اوسم. ما په دې ټولګي کې ګډون وکړ چې پوه شم چې له نورو سره د مرستې کولو لپاره څه کولی شم،»

هغې وویل، «زه باید ډاډ ترلاسه کړم چې څه باید وکړم او څه چمتو کړم، ترڅو زما د ماشومانو خوندیتوب ډاډمن کړم.»

د یو چیاولېنګ په نامه یوې ۳۷ کلنې ښځې چې د محاسب په توګه کار کوي، د ملکي وګړو له درسونو څخه داسې استفاده کوله چې د غوایي په میاشت کې د ډزو کولو یو کورس ترلاسه کړي څو هغه وکولی شي چې د خپلو زړو والدینو د مرستې لپاره ځان ور ورسوي.‌

هغې وويل، «که جګړه شوه، زه به د خپل کور د دفاع لپاره توپنچه وکاروم. زه د خپل مور او پلار چې اوس د ۶۰ کالونو شاوخوا عمرونه لري، ساتنه کوم. زه د دې مسؤلیت لرم چې د هغوی ساتنه وکړم،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

قران کریم وایي، «إن الملوك إذا دخلوا قرية أفسدوها وجعلوا أعزة أهلها أذلة وكذلك يفعلون». ترجمه: «کله چې پاچایان (د هغوی لښکر) یوې قریې/ښار ته داخل شي، هغه خراب کړي او عزتمند خلک یې ذلیل کړي، او دوی به هم همداسې وکړي». که خدای مه کړه چین په تایوان باندې حمله وکړي، ډېر زیات خلک به ووژل شي. ښځې به ووژل شي، ماشومان به ووژل شي، زاړه به ووژل شي. ډېر نور به زخمیان شی. کیدی شي یو څوک ووایي چې بالمقابل به چینایان هم ووژل شي، لاکن دا داسې وینا ده چې د تایوان د خلکو ژوند نشي ژغورلی یعنې که هر څومره ډېر چینایان ووژل شي، کوم درد نه دوا کوي. د دې تر څنګ، چینایان هم د خدای مخلوق دی. نه باید چینایان ووژل شي نه د تایوان خلک.‌ که د وروستیو ۵۰ کالونو تاریخ وګورو، زمونږ په وطن باندې روسانو حمله وکړه او په لکونو خلک یې ووژل، په لکونو نور یې ټپیان کړل.‌ بیا پاکستان او ایران په افغانستان کې جنګونه جوړ کړل چې په لسګونو زره خلک یې ووژل. په ۲۰۰۱ کې ناټو په افغانستان باندې حمله وکړه چې دواړو لوریو (ناټو او طالبانو) په لکونو خلک ووژل. روسانو په اوکراین باندې حمله وکړه او په زرګونو اوکراینيان یې ووژل. د پورتنیو ټولو جنګونو قربانیان ښځې، ماشومان، او زاړه خلک ول ځکه دا د ټولنې آسیب پذیر خلک دي. مونږ له چین څخه غواړو چې له خپل شیطاني فکر نه تېر شي، هم دې په خپلو خلکو رحم وکړي او هم دې د تایوان په خلکو باندې رحم وکړي او له جنګ څخه دې ځان وساتي. و ماعلینا البلاغ

ځواب ورکړئ

ډاکټر لين يوتينګ داسې یو شخص دی چې د ناروغانو درملنه کوي او دا ډاکټر تل په ټولنه کې ستايل کېږي. کله چې ډاکټر لین یوټینګ خپلو زامنو ته د جګړې لپاره د چمتو کېدلو درس ورکوي، له بل چا څخه به مونږ څه زده کړو؟ دا ښه خبره نه ده، ځکه کله چې د هغې د زامنو په ذهن کې یو شی راشي، هغوی به بیا هماغه خبره تکراروي. دا به د دې لامل شي چې زامن یې حرفوي قاتلان شي. د تايوان حکومت بايد د سولې په لور د تګ لپاره زياتې هڅې وکړي. که په یوه هیواد کې جګړه پیل شي، د جګړې ختمول خورا ستونزمن کار دی، چې کلونه کلونه وخت نیسي، خو د جګړې بیا پای ته رسول ناشوني دي. هر هغه هیواد چې جګړه خوښوي باید یو ځل د افغانستان تاریخ ولولي، او بیا د جګړې د پیلولو پریکړه وکړي.

ځواب ورکړئ