بشري حقونه

په بیلاروس کې ایسار نهیلي کډوال د روسیې په جیوپولیټیکو مهرو باندې بدل شوي دي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

یو عکس چې د لړم په ۱۷مه اخیستل شوی کډوال د بیلاروس - پولنډ په سرحد کې د ګروډنو په سیمه کې ښیي. پولنډ د لړم په ۱۷مه وویل چې په بیلاروس کې په سلګونو کډوال د هغوی په سرحد ورمات شوي او غواړي چې د اروپایي اتحادیې غړي هېواد ته لاره وکړي په داسې حال کې چې ناټو دا د مېنسک له خوا یو سنجول شوی تکتیک بللی دی. [لیونید شیګلوف/ بي اي اېل ټي ای/ای اېف پي]

یو عکس چې د لړم په ۱۷مه اخیستل شوی کډوال د بیلاروس - پولنډ په سرحد کې د ګروډنو په سیمه کې ښیي. پولنډ د لړم په ۱۷مه وویل چې په بیلاروس کې په سلګونو کډوال د هغوی په سرحد ورمات شوي او غواړي چې د اروپایي اتحادیې غړي هېواد ته لاره وکړي په داسې حال کې چې ناټو دا د مېنسک له خوا یو سنجول شوی تکتیک بللی دی. [لیونید شیګلوف/ بي اي اېل ټي ای/ای اېف پي]

بیلاروس، د خپل نږدې متحد روسیې په حکم، د منځني ختیځ، افغانستان او افریقا له زرګونو نهیلو کډوالو څخه په یوه جیوپولیتیکي لوبه کې د مهرو په توګه کار اخلي ترڅو په اروپایي اتحادیه باندې فشار وارد کړي چې بندیزونه ترې لیرې کړي.

د پولنډ لومړي وزیر متیوش موراویڅکي د سې شنبې په ورځ /د لړم ۱۸مه/ د روسیې په مشر ولادیمیر پوتین باندې تور ولګاوه چې د ناقانونه کډوالو یوه بې مخینې څپه یې مهندسي کړې چې هڅه کوي له بیلاروس څخه پولنډ ته ننوځي.

هغه وویل، دغه حرکت چې په سلګونو کډوال یې د پولنډ - بیلاروس په سرحد کې ایسار کړي دي، د اروپایي اتحاد ثبات ګواښي.

موراویڅکي د پولنډ د پارلمان یوې بیړنۍ غونډې ته په وینا کې وویل، «د دې برید چې د بیلاروس ولسمشر الیګزاندر لوکاشینکا یې ترسره کوي متفکر مغز په مسکو کې دی؛ متفکر مغز یې ولسمشر پوتین دی.»

د کډوالو د یوې ډلې یو غړی چې باور کیږي د افغانستان دی د زمري په ۲۹مه د بیلاروس سرحد سره نږدې د پولنډ له بیالیسټوک کلي سره لنډ په اوسنارز ګورني سیمه کې د ژورنالستانو او د پولنډ د پارلمان د استازو په حضور کې هڅه کوي چې خپله دا هیله تایید کړي چې غواړي په پولنډ کې د نړۍ وال مصؤنیت لپاره پولنډي رضاکارو وکیلانو ته عریضه ورکړي.‌ [وویتیک رادوانسکي/ای اېف پي]

د کډوالو د یوې ډلې یو غړی چې باور کیږي د افغانستان دی د زمري په ۲۹مه د بیلاروس سرحد سره نږدې د پولنډ له بیالیسټوک کلي سره لنډ په اوسنارز ګورني سیمه کې د ژورنالستانو او د پولنډ د پارلمان د استازو په حضور کې هڅه کوي چې خپله دا هیله تایید کړي چې غواړي په پولنډ کې د نړۍ وال مصؤنیت لپاره پولنډي رضاکارو وکیلانو ته عریضه ورکړي.‌ [وویتیک رادوانسکي/ای اېف پي]

د ګروپا ګرانیکا (سرحدي ګروپ) په نامه د یوې غیرحکومتي موسسې فعالان له یوې کردۍ کورنۍ سره چې د عراق د دهوک اوسېدونکې ده په داسې حال کې مرسته کوي چې هغوی د لړم په ۱۸مه سرحدي ساتونکو ته د دې لپاره انتظار کوي چې د پولنډ - بیلاروس سرحد سره نږدې د پولنډ ناریوکا سیمې ته یې ورسوي. دغې کورنۍ شاوخوا ۲۰ ورځې په ځنګله کې تېرې کړي او اته ځلې بیلاروس ته بېرته لېږل شوې ده. هغوی ادعا کوي چې د بیلاروس عسکرو هغوی وهلي او په سپیو یې وېرولي دي. [وویتیک رادوانسکي/ای اېف پي]

د ګروپا ګرانیکا (سرحدي ګروپ) په نامه د یوې غیرحکومتي موسسې فعالان له یوې کردۍ کورنۍ سره چې د عراق د دهوک اوسېدونکې ده په داسې حال کې مرسته کوي چې هغوی د لړم په ۱۸مه سرحدي ساتونکو ته د دې لپاره انتظار کوي چې د پولنډ - بیلاروس سرحد سره نږدې د پولنډ ناریوکا سیمې ته یې ورسوي. دغې کورنۍ شاوخوا ۲۰ ورځې په ځنګله کې تېرې کړي او اته ځلې بیلاروس ته بېرته لېږل شوې ده. هغوی ادعا کوي چې د بیلاروس عسکرو هغوی وهلي او په سپیو یې وېرولي دي. [وویتیک رادوانسکي/ای اېف پي]

منتقدینو له څو میاشتو راهیسې ویل چې لوکاشینکا د منځني ختیځ کډوال هڅوي ترڅو یې هېواد ته ورشي او بیا یې د اروپایي اتحادیې له خوا د بندیزونو په غچ کې سرحد ته ور ولېږي.‌

بیلاروس دا ادعا ردوي او په پولنډ باندې تور لګوي چې د کډوالو ورننوتلو ته د اجازې په نه ورکولو سره له بشري حقونو څخه سرغړونه کوي.

دغه ترینګلي حالت په سرحد کې چې د دواړو هېوادونو عسکر په کې توظیف شوي دي، د نښتو وېرې زیاتې کړي دي.

په داسې حال کې چې وارسا له سرحد څخه د ور اوښتونکیو کسانو د شمېر د ډېرېدلو خبرداری ورکړی، د پولنډ پولیسو د چارشنبې په ورځ وویل چې هغوی له ۵۰ څخه ډېر کډوال چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په دوران کې له بیلاروس څخه پولنډ ته را اوښتي ول نیولي او د نورو لټون کوي.

له سرحد څخه تېرېدلو ته هڅول

پولنډ د دوشنبې په ورځ وویل چې هغوی د سلګونو کډوالو چې غوښتل یې په ناقانونه توګه له بیلاروس څخه راتېر شي، یوه هڅه په شا تمبولې، خو په زرګونو نور په لاره دي.

د پولنډ سرحدي ساتونکیو د کډوالو داسې ویډیوګانې خپرې کړې چې د سیم پرې کولو له قیچي ګانو او لرګیو څخه په استفادې سره یې په سرحد ولاړه کټاره پرې کوله او پرې را اوښتل.

د پولنډ د دفاع وزیر ماریوش بلشچاک د چارشنبې په ورځ د پولنډ رادېو ته وویل، «وضعیت ارام نه دی،» او زیاته یې کړه چې اوس د کډوالو کوچنۍ ډلې هڅه کوي چې د اروپایي اتحادیې او د ناټو د غړي هېواد سرحد رامات کړي.‌

دغه راز، د دفاع وزارت تور ولګاوه چې د بیلاروس چارواکي له ګواښ څخه په استفادې سره کډوال مجبوروي چې په سرحد راواوړي.

د پولنډ د دفاع وزارت د چارشنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو دوه ویډیوګانې خپرې کړې چې په یوه کې یې یو ډز هم چې د سرحد بیلاروس خواته د یوه وسله وال سړي له خوا چې یونیفورم یې پر تن وو، شوی وو ثبت کړی وو.‌

د پولنډ د حکومت ویاند پیوتر مولر وویل چې له سرحد سره نږدې له ۳۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ پورې کډوال راټول شوي او تور یې ولګاوه چې د دوشنبې په ورځ له سرحد څخه تېرېدنه «د بیلاروس ځانګړو خدمتونو پورې اړوندو خلکو» تنظیم کړې وه.

متحده ایالاتو په مېنسک باندې غږ وکړ چې هغه څه چې دغه هېواد د کډوالو یو تنظیم شوی یرغل وباله، ودروي، په داسې حال کې چې اروپایي اتحادیې د دغه رژیم پر ضد د تازه بندیزونو لګولو غږ وکړ.‌

ناټو په مېنسک باندې تور ولګاوه چې له کډوالو څخه د سیاسي مهرو په توګه کار اخلي.

سیاسي مهرې

ناټو د بیلاروس له خوا له کډوالو څخه د دې لپاره استفاده چې په اروپایي اتحادیه باندې فشار واچوي د «نه منلو وړ» په توګه وغندله او په سرحد باندې د ترینګلتیا د زیاتوالي په هکله یې اندېښنه څرګنده کړه.‌

د اروپایي کمېسیون رییسې اورزولا فن دیه لاین د دوشنبې په ورځ په غړو هېوادونو باندې غږ وکړ چې د بیلاروس پر ضد نوي بندیزونه ولګوي. اروپایي کمېسیون د اروپایي اتحادیې اجرائیه څانګه ده.

هغې په یوه اعلامیه کې وویل، «د سیاسي هدفونو لپاره له کډوالو څخه استفاده د منلو وړ نه ده». هغې زیاته کړه، بروکسل به په دې هکله هم کتنه وکړي چې «د درېیم هېواد په هوایي شرکتونو» باندې چې بیلاروس ته کډوال راولي څنګه بندیزونه ولګوي.

د راپورونو له مخې، مېنسک داسې ځانګړې وېزې صادروي چې کډوالو ته اجازه ورکوي څو له عراق او د منځني ختیځ له نورو هېوادونو څخه بیلاروس ته د هوا له لارې راشي. بیا هغوی د بیلاروس - پولنډ سرحد ته مخه کوي.

د عفوې نړۍ والې ادارې یا امنیسټي انټرنېشنل او د بشري حقونو نورو موسسو وویل، په سرحدي سیمه کې راټولو شویو کډوالو کې ۳۲ تنه افغانان هم دي چې د زمري میاشتې راهیسې هلته ایسار دي او یو هېواد یې هم نه مني.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په بیلاروس کې رژیم څخه وغوښتل چې «سمدلاسه له خپلو سرحدونو څخه اروپا ته د غیرقانوني کډوالو د عبور د تنظیمولو او مجبورولو کمپاین ودروي.»

کډوال چې په منځ کې را ایسار دي، اکثر وختونه راپور ورکوي چې د بیلاروس چارواکي یې له سرحد څخه اوښتلو ته مجبوروي او بیا د پولنډي مقاماتو له خوا د بیلاروس خاورې ته بېرته په شا تمبول کیږي.

د پولنډ ګزېتا ویبورچا ورځپاڼې ولیکل چې په سیمه کې لږ تر لږه ۱۰ کډوال چې ۷ یې د سرحد پولنډ خوا ته وو، مړه شوي دي.

د کریملین سیوری

لوکاشینکا د سې شنبې په ورځ وویل چې هغه وسله وال ټکر نه غواړي لاکن له پولنډ سره په پوله باندې د کډوالو په سر شخړه کې به «ګونډه ونه وهي».

هغه وویل، «موږ جنګ نه غواړو،» او خبرداری یې ورکړ چې که هره شخړه کېږي د بیلاروس متحد روسیه به په کې را دانګي.

د بیلاروس د بهرنیو چارو وزیر ولادیمیر ماکي د چارشنبې په ورځ وویل چې مېنسک له روسیې سره یوځای هڅه کوي چې د دې بحران لپاره یو «ګډ ځواب» ومومي او د «دوه اړخیز ملاتړ» هیله لري.

پوتین د لوکاشینکا، چې د تېر کال د ټاکنو پر وخت اپوزیسیون وویل چې تقلب په کې شوی دی، د اپوزیسیون د سختې ځپنې له تنظیمولو څخه وروسته ډېر منزوي شوی دی، اصلي ملاتړی دی.

د غوایي په میاشت کې، د بیلاروس یوې جنګي جیټ د یوه بهرني شرکت الوتکه مجبوره کړه چې په مېنسک کې کېني ترڅو د لوکاشینکا رژیم وکولی شي چې د بیلاروس یو مخالف چې په الوتکه کې سپور وو وتښتوي.

بیلاروس د اوکراین په استثنا د بل هر ګاونډي په پرتله د روسیې په ستراتیژیک تفکر کې یو مرکزي ځای لري. دا هیواد د هغه څه لپاره چې مسکو یې خپل «ستراتیژیک عمق» بولي، کلیدي حیثیت لري.‌

په مینسک کې حاکمه دکتاتوري د بالتیک او تورې بحیرې تر منځ یواځینی کریملین پلوه ګاونډۍ ده. نور یعنې ایستونیا، لاتویا، لیتوانیا او اوکراین ټول د پوتین د رژیم مخالف دي .

له اروپا سره د کریملین اړیکې له هغه وخت راهیسې چې روسي ځواکونو په ۱۳۹۳ کې کریمیا له اوکراین څخه جلا او ځان سره ونښلوله، له بد نه بدترې شوې دي، او ترینګلتیاوې په ټاکنو کې د لاسوهنې او جاسوسۍ د تورونو له امله زیاتې شوي دي.

اروپایي مشرانو د ۱۳۹۹ د زمري په میاشت کې په سایبریا کې د کریملین مخکښ منتقد الیکسي نوالني د مسمومولو عمل په شدت سره وغانده، او ویې ویل چې کېدی شي هغوی مسکو ته په لا نورو بندیزونو سره ځواب ورکړي.

نوالني له مرګوني تسمم څخه بېرته ورغېد خو د کب په میاشت کې د غیر مشخصو تورونو له امله په ۳۲ میاشتو زندان محکوم شو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د کابل رادیو په خپله فیسبوک پاڼه لیکلی، «افغانستان ته د روسیې د بشري مرستو لومړۍ چوپه را ورسیده. د ا.ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې افغانستان سره د روسیې د بشري مرستو لومړۍ چوپه د ۳۶ ټنه په وزن نن سهار کابل ته رسېدلې ده. مرسته کې اوړه، غوړي او کمپلې شاملې دي.» ٣٦ ټنه محموله یو ټېلر مال کېږي. مطلب باید سره خبر یو. که د افغانستان پر نفوس وویشل شي نو هر کس ته یو یو ګرام رسېږي.

ځواب ورکړئ

په سیمه کې د ایسارو کډوالو او ورسره د سیمې د هېوادونو د سیاسي دریځونو په هکله ستاسو مفصل راپور مې ولوست. چې ریښتیا خبره وي ډېر داسې شیان مې په کې ولوستل چې تر اوسه پرې خبر نه وم. دا د هیچا په ګټه نه ده چې غیر قانوني مهاجرتونه وهڅوي. روسان دې د کډوالو د هڅولو پر ځای په افغانستان کې په تالبانو باندې فشار واچوي چې خلک کډه کېدلو ته مجبور نه کړي. په افغانستان کې بالخصوص پښتانه ډېر متاثر شول چې له یوې خوا یې تالبان وژني بلې خواته یې په خارجي هیوادونو کې د کډوالو قضیې د دې له امله نه منل کیږي چې وایي پښتانه په افغانستان کې اکثریت دي او هیوادونه وایي چې مونږ اقلیتونو ته اولویت ورکوو. په هر حال دغه کډوال چې تر بیلاروس پوری رسیدلي دي باید د روسیې، بیلاروس، پولنډ او نورو هیوادونو تر منځ وویشل شي او د نورو غیرقانوني مهاجرتونو مخه ونیول شي.

ځواب ورکړئ