رسنۍ

فیسبوک د کریملېن اړوند داسې یوه کمپاین څخه پرده پورته کړه چې غوښتل یې په متحده ایالاتو کې ګډوډي جوړه کړي

سلام ټایمز او ای اېف پي

د روسیې د پروپاګند ماشین یوځل بیا هڅه کړې چې د ټولنیزو رسنیو له پلاټفورمونو څخه ناوړه ګټه پورته او غلط معلومات خپاره کړي. [کینزو تریبویلارډ/ای اېف پي]

د روسیې د پروپاګند ماشین یوځل بیا هڅه کړې چې د ټولنیزو رسنیو له پلاټفورمونو څخه ناوړه ګټه پورته او غلط معلومات خپاره کړي. [کینزو تریبویلارډ/ای اېف پي]

فیسبوک د سې شنبې په ورځ /د وږي ۱۱مه/ وویل چې هغوی له دغې ټولنیزې شبکې څخه د روسیې د غلطو معلوماتو د لیرې کولو د وروستۍ هڅې په ترڅ کې د کریملېن اړوند یو تازه غوړېدونکی کمپاین کشف کړی چې په متحده ایالاتو کې د سیاسي ګډوډۍ رامنځته کولو ته لمن وهي.

دغې کمپنۍ د فیسبوک د هغو ۱۳ حسابونو او دوه صفحو شبکه له منځه وېوړله چې ځانونه یې ژورنالستان ښودل، کیڼ لاسي جریانونه یې په نښه کول او په دې توګه یې د «بهرنۍ لاسوهنې» پر ضد د هغوی له پالیسۍ څخه سرغړونه کوله.

د فیسبوک د امنیتي پالیسۍ ریییس نتانیل ګلایچر وویل، پلټنې دغه پټ فعالیت کشف کړ، او فیسبوک یې ملامتیا د انټرنټي پلټنې اداره (آی آر ای) باندې چې د کریملین «خیالي تبلیغاتي» اداره ده، واچوله. فیسبوک دا کار د متحده ایالاتو د فدرالي پلټنې ادارې د معلوماتو په اساس ترسره کړ.

ګلایچر خبریالانو ته د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل، «هغوی ډېره هڅه کړې وه چې پېچلي خیالي شخصیتونه جوړ کړي او هڅه یې کوله ترڅو داسې جعلي حسابونه جوړ کړي چې تر ممکن حده پورې ریښتني ښکاره شي.»

فیسبوک وویل، یاد ګروپ، «په متحده ایالاتو او برتانیا کې د نژادي بې انصافۍ، د ناټو او اروپایي اتحادیې د سیاست، د ادعاوو له مخې د لویدیځ له خوا د ترسره شویو جنایتونو او اداري فساد، د چاپېریال د مسایلو، د ویکي لیکس د مؤسس، د اسراییل او فلسطین تر منځ د ترینګلتیاوو،‌ د کروناوایرس د وبا، په فرکینګ (په ځمکه کې د مایعاتو د تزریق له لارې د ځمکنیو منابعو را اېستل) باندې انتقاد، په افریقا کې د فرانسې د نفوذ، جوبایډن - کماله هریس کمپاین، کیوانان (کیوانان/QAnon، په متحده ایالاتو کې داسې یوه نظریه موجوده ده چې وایي یو پټ جریان د ولسمشر ټرمپ او د هغه د پلویانو پر ضد فعالیت کوي)، ولسمشر ټرمپ او د هغه تګلارو، او په افریقا کې د متحده ایالاتو د پوځي پالیسیو په ګډون» موضوعاتو باندې پوستونه کول.‌

د فیسبوک له خوا د وړاندې شویو معلوماتو په اساس، د ګروپ چلوونکیو له کمپیوټري سافټ ویر څخه په استفادې سره د پروفایل عکسونه جوړول چې ډېر حقیقي یې وښیي او ناخبره ازاد لیکوالان یې استخدام کړي وو چې د آنلاین خپرونو لپاره ورته مواد ولیکي.‌

د راپور په اساس، چلوونکیو د فیسبوک داسې پاڼې جوړې کړې وې چې کتونکي د ټولنیزې شبکې وېب سایټونو ته ورجلب کړي او هڅه یې کوله چې د مشخصو اعلانونو د چلولو لپاره تایید ترلاسه کړي.‌

ګلایچر وویل، «دا یوه ثابته بیلګه څرګندوي چې په ځانګړې توګه روسي فعالان د خپل اصلي هویت په پټولو کې پرمختګ کوي، خو د هغو اغېز ورځ تر بلې کم دی، او هغوی په وخت سره نیول کیږي.»

هغه وویل، «دا فعالان د پاڼ او پړانګ تر منځ ایسار دي؛ که یوه لویه شبکه وچلوي نو ژر نیول کیږي اوکه کوچنۍ شبکه وچلوي نو د پوښښ ساحه یې محدوده وي.»

د روسیې په تکتیکونو کې نوې پېچلتیا

آی آر ای پخپله اصلي امریکایان استخدام کړي وو چې د یادې ادارې د پیس ډېټا/Peace Data وېب پاڼې لپاره لیکل ورته وکړي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، یوه امریکایي ازاد لیکوال چې د پیس ډېټا لپاره یې لیکل کول، وویل، یاد ګروپ د دندو په یوه بریښنایي پاڼه د کار اعلان خپور کړی وو.

دغه لیکوال وویل، هغه د دندې اعلان ته ځواب ورکړ او ورسره یې د خپل وروستي کار ځینې لینکونه مل کړل چې سمدلاسه یې ځواب ترلاسه کړ او غوښتنه ترې وشوه چې په هره موضوع چې دی یې پخپله انتخابوي نوې لیکنې وکړي.

لیکوال په خپل مخکیني کار کې په مکرر ډول دا ننګولې وه چې آیا د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ لپاره د دیموکرات ګوند کاندید بایډن د کیڼ اړخو امریکایانو د رایو مستحق دی.‌

دغه وېب پاڼه ځان د یوې «نړۍ والې خبري ادارې/global news organization» په نامه معرفي کوي.

د ټوېټر یوه ویاند د وږي په ۱۱مه وویل، دغې شبکې د پیس ډېټا اړوند پنځه حسابونه ځنډولي دي ځکه چې هغوی «له پلاټفورم څخه غلطه استفاده کوله او موږ باوري یو چې دا کار د روسیې دولتي فعالانو کاوه.»

د روانې اونۍ دا کارونه د روسیې له خوا د غلطو معلوماتو د خپرولو یوې اوږدې تاریخچې پسې وروسته رامنځته شول.

د غوایي‌ په میاشت کې، فیسبوک په لسګونو روسيه مېشت د ټولنیزو رسنیو حسابونه چې داسې شبکو پورې تړلي وو چې د نفوذي کمپاینونو په ترسره کولو سره یې د کروناوایرس وبا څخه استفاده کوله، له منځه وېوړل.

فیسبوک د کب په میاشت کې وویل چې هغه د روسیې پوځي استخباراتو پورې تړلي په لسګونو حسابونه له منځه وېوړل.

د تېرې تلې په میاشت کې، یادې کمپنۍ وویل چې هغې یو شمېر حسابونه چې روسیې پورې تړلي وو او مالکانو یې هڅه کوله چې د متحده ایالاتو د ۱۳۹۹ په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي، له منځه وېوړل.

د ۱۳۹۸ د غوایي‌ په میاشت کې، فیسبوک یو شمېر پاڼې، ګروپونه او حسابونه چې منشأ یې په روسیه کې وو له منځه وېوړل. هغوی هڅه کوله چې د منځنۍ اسیا په ګډون بېلابېلې سیمې په نښه کړي او له دښمنۍ څخه ډک نفوذ پرې وکړي.‌

د ۱۳۹۸ د وري په میاشت کې، یادې کمپنۍ په روسیه کې له ۲۶۰۰ څخه ډېرې صفحې، ګروپونه او حسابونه چې د فیسبوک او انسټاګرام له لارې په همغږي ډول له دښمنۍ څخه ډک نفوذي هڅو کې ښکېل وو، لیرې کړل.

د ۱۳۹۷ د غوایي‌ په میاشت کې، فیسبوک اعلان وکړ چې د فیسبوک او انسټاګرام په سلګونو حسابونه یې چې د آی آر ای خیالي تبلیغاتي ادارې پورې تړلي وو، بند کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

کله چې روسیه کولی شي چې د فېسبوک د یوې پاڼې له لارې په متحده ایالاتو کې ګډوډي جوړه کړي،‌ دا روښانه ده چې روسیه یوه ډېره مسلکي استخباراتي هسته لري.

ځواب ورکړئ

روسیه ډېر قوي استخبارات لري،‌ او هغه هره ورځ د متحده ایالاتو معلومات او اطلاعات ترلاسه کوي.‌

ځواب ورکړئ

ستاسو ښاغلي سلام ټایمز له شکایت نه داسې معلومیږي چې روسان د نړۍ زبرځواک دی او د امریکا واګي د روسانو په لاسونو کې دي. که داسې وي، بیا نو د متحده ایالاتو د ولسمشر ټاکنه د روسانو په لاسونو کې ده.‌ مونږ داسې ګڼو چې که ټرمپ یې بیا وګټي، دا بریا به د روسانو د لاس محصول وي.‌

ځواب ورکړئ