رسنۍ

میټا هغه چین مېشتې شبکې چې د نړۍ بېلابېلو برخو ته یې غلط معلومات خپرول، له کاره وغورځولې

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

یو لیدونکی د لړم په ۹مه په هانګ کانګ کې د ۲۰۲۲ میلادي کال د فنټیک اونۍ په لومړۍ ورځ د میټا په غرفه کې د مجازی حقیقت هیډسیټ کاروي. میټا په دې وروستیو کې له ۲۰۰ څخه ډېر داسې چینایي حسابونه چې غلط معلومات یې خپرول، له منځه وېوړل. [پیټر پارکس/ای اېف پي]

یو لیدونکی د لړم په ۹مه په هانګ کانګ کې د ۲۰۲۲ میلادي کال د فنټیک اونۍ په لومړۍ ورځ د میټا په غرفه کې د مجازی حقیقت هیډسیټ کاروي. میټا په دې وروستیو کې له ۲۰۰ څخه ډېر داسې چینایي حسابونه چې غلط معلومات یې خپرول، له منځه وېوړل. [پیټر پارکس/ای اېف پي]

مینلو پارک، کلیفورنیا -- میټا په ټوله نړۍ کې په ټولنیزو رسنیو کې د غلطو معلوماتو خپرولو لپاره له ۲۰۰ څخه ډېر چین مېشت حسابونه له مینځه وړي دي.

د دغو شبکو منشأ په چین کې ده، چې د متحده ایالاتو، اروپا، هندوستان، تبت، تایوان، د افریقا د جنوب، جاپان، منځنۍ اسیا او په ګرده نړۍ کې د اویغور ټولنې په ګډون، په ډېرو سیمو کې د ټولنیزو رسنیو کاروونکي په نښه کوي.

د فیسبوک پوښونکې کمپنۍ میټا د چارشنبې په ورځ /د غوایي ۱۳مه/ د ګواښونو په هکله په خپل څلورمیاشتني راپور کې وویل، هغوی د میټا د تثبیت همغږي چلند پالیسۍ څخه په سرغړونې تورن دي او مخکې له دې چې لیدونکي ترلاسه کړي، له مینځه وړل شوي دي.

په راپور کې راغلي، «دا وروستۍ له منځه وړنې په چین کې د میټا د تثبیت همغږي چلند پالیسۍ د فعالیت په طبیعت کې هغه بدلون په ګوته کوي چې موږ د نويو ګواښونو، نویو جغرافیوي هدفونو او نویو دښمنانه تکتیکونو له امله ورسره مخامخ شوي یو،»

راپور وايي، «دې وروستیو شبکو یو لړ داسې تکتیکونه رامخې ته کړي چې موږ تر دې مخکې له چین څخه په منشأ اخیستونکیو عملیاتو کې نه دي لیدلي،»

د میټا په وینا، شبکو د فیسبوک، انسټاګرام، یوټیوب، ټوېټر، ټیلیګرام، پی پال، کریپتوکرنسي، بلاګ سپاټ، ریډیټ، ورډ پریس او فریلانسر ټکی کام په ګډون ډېرو پلېټ فارمونو کې فعالیتونه کول.

میټا وویل چې هغوی له یوې شبکې سره تړلي ۱۰۷ فیسبوک پروفایلونه او ۳۵ انسټاګرام حسابونه لیرې کړي دي.

میټا وویل، «د دې شبکې تر شا موجودو کسانو په ځانګړې توګه په انګلیسي، روسي، اویغوري او چینایي ژبو کې د خبرونو او تازه پیښو په هکله په هغو سیمو کې چې هغوی په نښه کولې، پوسټ کول.

میټا زیاته کړه چې، «په منځنۍ اسیا کې جیو پولیټیکس، د ډله ایز امنیت تړون سازمان (سي اېس ټي او) اغیزې، د ترکي ژبو هیوادونو سازمان او په منځنۍ آسیا کې د روسیې ضد بندیزونه» شامل دي.

دغو تبلیغاتو د بیجینګ المپیک د بایکاټ کولو په وړاندې اخطارونه، په افریقا کې د متحده ایالاتو د بهرني سیاست غلطې کړنې او په اروپا کې د مهاجرینو، په ځانګړي توګه مسلمانو کډوالو سره ناوړه چلند په هکله هم په ګوته کول.

په نورو محتویاتو کې «په چین کې د اویغورانو لپاره د هوسا ژوند شرایط او په تایوان کې په سیاستوالو باندې نیوکې» ښودل شوي دي.

نوی چلند

میټا زیاته کړه چې هغوی د فېسبوک ۵۰ نور پروفایلونه او ۱۰ د انسټاګرام حسابونه چې په چین کې میشت ول، او له یوې بلې شبکې سره یې تړاو درلود، له مینځه وېوړل.

هغه وویل، «په وروستيو چلندونو کې په لویدیځ کې د مخکښو رسنیو د یوه شرکت رامینځته کول، د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د آزادو لیکوالانو ګمارل، د لاریون کونکو د ګمارلو وړاندیز کول او په افریقا کې یوه غیرحکومتي موسسه تر اغیزې لاندې راوستل شامل دي،»

د ای اېف پي د راپور په اساس، په داسې حال کې چې میټا ځینې حسابونه له مینځه وېوړل، د شبکې ډیر محتویات اوس هم آنلاین پاتې دي.

په ټویټر کې، د میټا په راپور کې د اروپا نوې مشاهده په نوم یو اکاونټ د غوایي په ۸مه په وروستیو کې اروپا ته په مهاجرینو، دوه جنسبازانو، همجنسبازانو، بدل جنسو فعالانو باندې د بریدونو لپاره پاروونکي مواد شریک کړل.

دغې ډلې د تېر زمري په میاشت کې په یوه ټویټ کې وویل چې هغوی «د نیم وخت» لپاره کسان ګوماري چې په هنګري کې د یوه بشردوست میلیاردر جورج سوروس پر ضد احتجاج وکړي. نوموړی مرستندوی دی چې ډېر وخت د ښي اړخو د توطیې د تیوریو ښکار ګرځي.

د هغوی د ټوېټر ځینو پوسټونو د ښي اړخو د حسابونو وایرسي ټویټونه کارول.

په اروپا باندې د متمرکزو پیغامونو په منځ کې، داسې مواد هم شامل وو چې د چین په سینکیانګ سیمه کې یې د بیجینګ سیاستونه پر مخ وړل.

بیجینګ په تیرو څو کلونو کې له یو ملیون څخه ډیر اویغوریان او نور ډیر مسلمانان، د لیرې لویدیز شینجیانګ سیمې اوسیدونکي، ترکي ژبي اوسيدونکي د توقیف مرکزونو او زندانونو په پټه شبکه کې توقیف کړي دي.

په تورونو کې ډله ییز توقیفونه، جبري کار، جبري شنډول، سیستماتیک جنسي تېری او د اویغوریانو د کلتوري او اسلامي اماکنو ویجاړول شامل دي.

نورو محتویاتو چې میتا وویل چې یادې شبکې پر مخ وړل تر ډېره په متحده ایالاتو کې د تفرقه اچونې په مسایلو باندې متمرکز ول چې د پولیسو له خوا ظلمونه، جنایتونه او د همجنسبازانو او دوه جنس بازانو د حقونو په هکله یې معلومات خپرول.

میټا وویل چې دا شبکه د لندن نیو اروپا لمیټډ په نوم د انګلستان میشته مخکښ شرکت له لارې پرمخ وړل کېدله. د شرکت ریکارډونو او د ګوګل نقشې ښودله چې د لندن په شمال ختیځ کې له یوه اپارتمان څخه بهر ودانۍ څخه یې فعالیت کاوه.

میټا وویل، دغه ګروپ د منځنۍ اسیا ازاد لیکوالان ګومارلي وو چې محتویات ورته برابر کړي او «هڅه یې کوله چې کسان وګوماري څو د انګلیسي ژبې ویډیوګانې چې یادې شبکې سکرپټونه برابر کړي وو، ثبت کړي،»

میټا وویل، په داسې حال کې چې شبکې د خپل اصليت او د ښکېلو کسانو د هویت پټولو لپاره ګامونه پورته کړي وو، میټا د شي ان تیانویندیان نیټورک ټکنالوجي کمپنۍ په نامه چینایي کمپنۍ سره د هغې اړیکې موندلي دي.

میټا وویل چې هغه د دوشنبې څخه تر جمعې پورې د چین په وخت د سهار له ۹ بجو څخه د مازدیګر تر ۵ بجو پورې فعالیت کوي، د غرمې په وخت کې یې فعالیت کم او د اونۍ په لومړیو (شنبه او یکشنبه) یې فعالیت درېدلی وي.

د چینایي شرکت ریکارډونه چې ای اېف پي لیدلي، ښیې چې د شرکت رییس د چینایي وګړي په څېر نوم درلود او په برتانیا کې د لندن نیو یورپ لمیټد شرکت د رئیس په نامه ثبت شوی دی.

د ژیان تیانوینډیان نېټورک ټیکنالوجۍ د ای اېف پي پوښتنو ته چې په دې هکله څه ووایي، ځواب ونه وایه.‌

ای اېف پي هم غوښتل چې د پنجشنبې په ورځ په خپل ټویټر حساب کې لیست شوي ایمیل له لارې له نیو یورپ ابرزروېشن سره اړیکه ونیسي لاکن هیڅ ځواب یې ترلاسه نه کړ.

میټا وویل، یوه بل ګروپ چې مرکز یې په چین کې وو او په هندوستان او تبت باندې یې تمرکز کاوه او په راپور کې یې نوم ذکر شوی دی، د فیسبوک په اعلانونو باندې ۷۳۰۰۰ ډالر لګولي ول.

ټویټر او فیسبوک په رسمي ډول په چین کې بلاک شوي، او کاروونکي د خپلو ویب پاڼو او ایپونو د کارولو لپاره وېرچول پرایوېټ نېټورکس (وي پي اېن) ته اړتیا لري.‌

له دښمنۍ څخه ډک ګواښونه

میټا شاوخوا شپږ کاله مخکې، هغه وخت د عامه ګواښ راپور ورکول پیل کړل چې د لومړي ځل لپاره یې د روسیې د نفوذ د عملیاتو په هکله خپلې موندنې شریکې کړې.

روسیه له اوږدې مودې راهیسې په لویدیځ کې په عامه افکارو کې د نفوذ کولو لپاره د «اجیرو شبکو» په کارولو تورنه شوې، او چین په دې برخه کې پرمختللی نه ګڼل کیږي.

خو میټا وویل چې وروستۍ شبکې چې کشف کړې یې ده ښیي چې چین میشته عملیات هم خورا پیچلي کیږي.

د متحده ایالاتو چارواکو هم تیره میاشت وویل چې هغوی د چین د عامه امنیت وزارت افسرانو یوه ډله تورنه کړې چې ویل یې هغوی د ټولنیزو رسنیو د اکاونټونو داسې شبکه چلوله چې د بیجینګ پلوي پیغامونه یې خپرول.

په ورته وخت کې، د متحده ایالاتو د قانون پلي کونکو دوه سړي په نیویارک کې د چینایي «پولیس مرکز» د جوړولو په تور ونیول.

او د سلواغې په میاشت کې، څیړنیز شرکت ګرافیکا څرګنده کړه چې هغوی د چین اړونده شبکه کشف کړې چې د وولف نیوز په نوم جعلي خبرونو ته یې وده ورکوله او د مصنوعي پوهاوي په ذریعه رامینځته شوي اینکرونه یې د بیجینګ پلوه خبرو اترو خپرولو لپاره کارول.

میټا د فیسبوک ۴۰ حسابونه هم لرې کړل چې د ایران میشته شبکې له خوا پرمخ وړل کېدل او په عمده توګه یې اسراییل مګرم بحرین او فرانسه هم په نښه کول.

میټا وویل، «دا عملیات، د فیسبوک، ټویټر، ټیلیګرام، یوټیوب او هیکنګ فورمونو په ګډون، په ډیرو انټرنیټي خدمتونو کې ترسره شوي دي. هغوی ادعا کوله چې په یو شمېر هېوادونو کې چې هغوی په نښه کړي ول، بنسټونه په نښه کول،» او زیاته یې کړه چې هغوی دا نشي تاییدولی چې آیا ادعا شوي هکونه ریښتیا هم پېښ شوي ول.

هغه وویل، په هدفونو کې «خبري رسنۍ، لوجستیکي او ټرانسپورټي شرکتونه، تعلیمي ادارې، یو هوايي ډګر، د نېټې اېښودنې یو وېب سایټ او یوه حکومتي موسسه» شامل ول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

تاسو هم عجیب خلک یاست؟ دا پوښتنه غیرمنطقي ده چې تاسو کړې ده چې (آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟). د چین د جنایتونو په هکله لیکنه څنګه څوک خوښه کړي؟ د چین او چینایي جنایتکارانو جنایتونه باید وغندل شي. خوښول یې غلط کار دی. ملګري ملتونه باید د چین جنایتونه یو په یو ورته وشماري، اول یې د امنیت شورا څخه وباسي او بیا ورباندې بندیزونه ولګوي. د نړۍ هېوادونه باید د چینایي محصولاتو له پیرودلو څخه ډډه وکړي. په دې توګه به د چین اقتصاد کمزوری شي. خو دا کار باید یوازې د دې لپاره وکړای شي چې چین له خپلو غلطو کارونو څخه لاس واخلي. د دې لپاره نه چې چینایان په کې مړه شی. ځکه چینایان هم انسانان دي. انسان د الله تعالی مخلوق دی. که مسلمان وي که عیسوی وي که یهودي وي، هندو وي، بودایي وي... ټول د الله تعالی مخلوق دی. هیڅوک باید ځان ته اجازه ور نه کړي چې د الله مخلوق ته زیان ورسوي. وایي، یوه ورځ حضرت محمد (ص) وویل، «تاسو له ظالم او مظلوم دواړو سره مرسته وکړئ». صحابه وو ورنه وپوښتل چې ای د الله رسوله، له مظلوم سره خو به مرسته وکړو، دا خو صحیح ده، لاکن له ظالم سره څنګه مرسته وکړو؟ رسول الله (ص) ورته وویل، «له ظالم سره داسې مرسته وکړئ چې له ظلم څخه لاس واخلي یعنې خپل ظلم بس کړي». په حقیقت کې دا له چین سره مرسته کول دي چې له ظلمونو څخه منع کړای شي.

ځواب ورکړئ