رسنۍ

چین د خپل پروپاګند د خپرولو لپاره له آنلاین پلاټفورمونو څخه ناوړه استفاده کوي

د سلام ټایمز راپور

څېړونکي وایي، چین له ټولنیزو رسنیو څخه داسې استفاده کوي چې په ګرده نړۍ کې پروپاګند او غلط معلومات خپاره کړي. [پېکسېلز]

څېړونکي وایي، چین له ټولنیزو رسنیو څخه داسې استفاده کوي چې په ګرده نړۍ کې پروپاګند او غلط معلومات خپاره کړي. [پېکسېلز]

چین د ټولنیزو رسنیو اغیزلرونکو افرادو له یوه لښکر څخه استفاده کوي او د لټون د وېب سایټونو له نتایجو څخه داسې ناوړه کار اخلي چې د چین او په ځانګړې توګه په سینکیانګ سیمه کې د اویغوریانو او نورو مسلمانو اقلیتونو د وضعیت په هکله غلط معلومات پياوړي او خپاره کړي.

د بروکینګز انسټیټیوټ د چنګاښ په ۱۵مه راپور ورکړ چې، چین د ګوګل، بېنګ، یوټیوب، فیسبوک او ټوېټر په ګډون آنلاین پلاټفورمونو څخه د داسې موادو د خپرولو لپاره کار اخلي چې ولسواک موسسات کمزوري کړي او په ګرده نړۍ کې اورېدونکیو او لیدونکیو ته پروپاګند وکړي.

بروکینګز یوه راپور ته په اشارې چې د غوایي په میاشت کې د دیموکراسۍ د خوندي کولو لپاره د جرمني د مارشال فنډ الاینس سره په همکارۍ کې خپور شوی، وویل، «بیجینګ د جیوپولیټیک اهمیت د یو لړ موضوعاتو په برخه کې، د لټون له وېب سایټونو څخه داسې ناوړه استفاده کړې چې د دولت له خوا حمایه کېدونکې هغه رسنۍ خپرې کړي چې د چین د کمونست ګوند پروپاګند تقویه کوي.»

هغه وویل، د انټرنټ هغه کاروونکي چې د سینکیانګ په هکله د معلوماتو لپاره د لټون انجنونو ته مخه کوي «په حیرانتیا سره ښایي له داسې لیکنو سره مخامخ شي چې د چین د دولتي رسنیو له خوا د دغو موضوعاتو په هکله خپرې شوي دي.»

اویغوریان د ۱۴۰۰ د کب په ۴مه د ترکیې په استانبول ښار کې د چین قونسلګرۍ څخه بهر لاریون کوي چې د خپلو خپلوانو په هکله معلومات وغواړي. [اوزان کوزي/ای اېف پي]

اویغوریان د ۱۴۰۰ د کب په ۴مه د ترکیې په استانبول ښار کې د چین قونسلګرۍ څخه بهر لاریون کوي چې د خپلو خپلوانو په هکله معلومات وغواړي. [اوزان کوزي/ای اېف پي]

په بیجینګ باندې تور دی چې د یوې څو کلنې اوږدې ځپنې په لړ کې د لیرې لوېدیځ په سیمه کې له یو میلیون څخه ډېر اویغوریان او نور مسلمانان، ترکي ژبي خلک بندي کوي، چې متحده ایالاتو او نورو حکومتونو او د بشري حقونو فعالانو دغه کار یو جینوسایډ «نسل وژنه» بللی دی.

نوې دوسیې چې د غوایي په میاشت کې په سینکیانګ کې د توقیف مرکزونو په هکله خپرې شوي، د ډله ییزې وژنې، شکنجې، سیستماتیک جنسي تېري، جبري شنډونې او د جبري کار د تنفیذ لپاره له تاوتریخوالي څخه د ډکو میتودونو په ګډون له حقونو څخه د سرغړونو په هکله نور جزیات وړاندې کوي.

د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس د غبرګولي په ۳مه وویل، شواهد ښیي چې احتمالا دغه ناوړه استفاده په بیجینګ کې د لوړو مقاماتو له خوا تایید شوې وه.

هغه د چین ولسي جمهوریت ته په اشارې وویل، «دا به ډېره سخته وي چې تصور وشي چې د ځپنې، توقیف، د جینوسایډ د ترسره کولو د کمپاین او د بشر ضد جرمونو هڅې دې د پي آر سي د حکومت د لوړو مقاماتو ملاتړ له ځان سره ونه لري.»

چینایي رژیم له دې څخه انکار کوي چې کومې سرغړونې کېږي او دغه کمپونه «د حرفوي روزنې د داسې مرکزونو» په نوم یادوي چې داسې مهارتونه تدریسوي ترڅو د اسلامي راډیکالیزم د جذابیت مخه ونیسي.

د بروکینګز انسټیټیوټ په راپور کې راغلي، د لټون د انجنونو په نتایجو کې د چین د دولتي رسنیو ځای پرځای کول په سینکیانګ کې د وضعیت په هکله بهرنیو نظریاتو ته د شکل ورکولو په برخه کې د بیجینګ په هڅو کې یو ستر رول لوبوي.‌

د ۱۴۰۰ کال د لړم او سلواغې د میاشتو تر منځ د څلورو میاشتو په اوږدو کې، بروکینګز او د دیموکراسۍ د خوندي کولو ائتلاف سینکیانګ پورې د تړلو اصطلاحاتو لپاره د لټون د انجنونو د نتایجو پل تعقیب کړ.

راپور وموندله چې «د ګوګل نیوز او بینګ ۲۱٪ د سر نتایجو د چین د دولت له خوا ملاتړ کېدونکې رسنۍ را واېستلې، او په یو ټیوب باندې څلورمه برخه نتایجو د دولت له خوا ملاتړ کېدونکې اکاونټونه وښودل.»

راپور وایي، «د وېب سایټونو په لټون کې ۶.۵٪ د سر نتایجو دولتي رسنۍ ښودلې.»

د دې معنی دا ده چې هغه کاروونکي چې غوښتل یې ځانونه په سینکیانګ کې د وضعیت په هکله خبر کړي، احتمالا د چین د دولتي رسنیو له خوا خپرو شویو تبلیغاتو سره مخامخ کېدل.

د ټولنیزو رسنیو اغیز لرونکي افراد

دغه راز، بیجینګ هڅه کوي چې په ټولنیزو رسنیو کې د بیلابیلو اغیز لرونکو افرادو له لارې د چین په هکله د بهرنیانو لیدونه پخپله خوښه جوړ کړي.

په دغسې یوه یوټیوب چینل باندې، برتانوی پلار او زوی ډو لي او اولي باریت په چین کې د ژوند خوښي او یو خوشحالوونکی انځور وړاندې کوي، او د مستبد رژیم منتقدین غندي او د سینکیانګ، هانګ کانګ او تایوان په هکله یې له سیاستونو څخه دفاع کوي.‌

په یوه ویډیو کې چې له ۲۷۷۰۰۰ ځلو څخه ډېره لیدل شوې، لي باریټ وویل چې د سینکیانګ په تړاو د «جبري کار» او «جینوسایډ» په څېر اصطلاحات د خلکو د احساساتو د جذبولو هڅه ده.

هغه وویل، «څه چې لوېدیځ غواړي دا دي چې د سینکیانګ سیمه بې ثباته کړي او د چین د ظهور مخه ونیسي.»

د سیروس جانسن په نامه یو بل یوټیوبر چې دوه ګونی امریکایي – جرمنی تابعیت لري او په چین کې اوسېږي، هم دې ته ورته مواد خپروي.

هغه په یوه ویډیو کې چې له ۴۴۰۰۰۰ ځلو څخه ډېره لیدل شوې، وویل، «په لویدیځ کې هیڅوک هم داسې تصور نشي کولی چې چین به دومره بریالی وي، او په چین باندې د لوېدیځ د رسنیو د برید غټ دلیل هم همدا دی.»

د بېسټ چاینا انفو یوټیوب چینل چلوونکي باري وي وویل، «هغوی وایي چې جینوسایډ دی، جینوسایډ. د جینوسایډ ثبوت نشته. د ظلم ثبوت نشته. دا ټولې ادعاګانې ډېر ځلې باطلې ثابت شوي دي.»

داسې ویډیوګانې چې په کې غربي سپین نژاد سړي په انګلیسي ژبه خبرې کوي، یوه هڅه ده چې د دوی کیسو ته چې خپروي یې اعتبار ورکړي.‌

نیویارک ټایمز د لیندۍ په ۲۲مه راپور ورکړ چې، «د کمرې بل لوري ته اکثر وختونه د حکومتي تنظیموونکیو، د دولت تر کنټرول لاندې خبري رسنیو او نورو رسمي پیاوړي کوونکیو یوه غټه دستګاه ولاړه وي – دا ټول د چین د حکومت د پراختیایي هڅو برخه وي چې غواړي په ګرده نړۍ کې د بیجینګ په پلوۍ پیغامونه خپاره کړي.»

یوټیوبران وایي چې هغوی په دې پرېکړه کې چې څه باید په ویډیوګانو کې خپاره شي خپلواک دي او د هغوی هدف دا دی چې د چین په هکله د لوېدیځ د زیاتېدونکیو منفي نظریاتو پر ضد مقابله وکړي.

له دې سره سره چې هغوی خپل ځانونه د پروپاګند وسایل نه بولي، د بیجینګ د «لېوه جنګیالي» دیپلوماتانو ډلې له هغوی څخه همداسې استفاده کوي. چینایي دیپلوماتانو، د سفارتونو کارکوونکیو او نورو چارواکو په خبري کانفرانسونو کې دغه ویډیوګانې ښودلي او د خپلو ټولنیزو رسنیو په اکاونټونو باندې یې پراختیا ورکړې ده.‌

نیویارک ټایمز راپور ورکړ چې، چینایي چارواکي له یوټیوب او ټوېټر څخه، چې دواړه په چین کې بند دي، «د ټولې نړۍ لپاره د پروپاګند د لوډسپیکرونو» په توګه د نه کنټرول شوي معلوماتو د خپراوي د مخنیوي لپاره استفاده کوي.

د چین د ټولنیزو رسنیو د محتویاتو یوه پخواني سموونکي ایریک لیو وویل، «چین نوی ستر منفي ګټه اخیستونکی دی چې د نړۍ تولنیزو رسنیو ته راوتلی دی. هدف یې ګټل نه بلکې دا دی چې ګډوډي او شکونه رامنځته کړي څو اصل حقیقت بېخي ورک شي.»

د تبلیغاتو د مخنيوي هڅې

د استرالیا د ستراتیژیکې پالیسۍ انسټیټیوټ (ای اېس پي آی) د لیندۍ په ۱۹مه وویل، د چین کمونست ګوند له خوا له بهرنیو اغېز لرونکیو څخه استفاده، د نړۍ والو ټولنیزو رسنیو د پلاټفورمونو او د هغوی د دې هڅو پر وړاندې چې دولت پورې تړلي اکاونټونه معلوم او په نښه کړي، یوه زیاتېدونکې ننګونه ده.

ای اېس پي آی وویل، د بهرنیو ټولنیزو رسنیو اغېز لرونکو له خوا د سینکیانګ په هکله له جوړو شویو موادو څخه «د چین د دولت له خوا د یوه پراخ، نړۍ وال پروپاګند د برخې په توګه داسې استفاده کیږي چې په سیمه کې د بشري حقونو د سرغړونو په هکله انتقادي راپورونه وننګوي او اکثر وختونه دا کار د هغو ټولنیزو رسنیو په مټ د پراختیا له لارې کېږي چې مرکزونه یې په متحدو ایالاتو کې دي.»

هغه وویل، «د ۱۳۹۸ د مرغومي او د ۱۴۰۰ د زمري تر منځ، په متحده ایالاتو کې د مېشتو ټولنیزو رسنیو هغو حسابونو چې د چین د دولت له خوا کنټرولېږي، لږ تر لږه ۵۴۶ د فیسبوک پوسټونه، او د ټوېټر پوسټونه خپاره کړي او له سي جي ټي اېن، ګلوبل ټایمز، سینهوا یا د چاینا ډیلي وېب سایټونو له لارې داسې لیکنې شریکې شوي چې د ۱۳ اغیزلرونکیو حسابونو څخه یې د سینکیانګ اړوند د ټولنیزو رسنیو مواد خپاره کړي دي.»

دغه انسټیټیوټ وایي، «هغه ویډیوګانې چې د ټولنیزو رسنیو بهرنیو اغېز لرونکیو خپرې کړي اکثر وختونه هغه ارجح مواد دي چې د چین دولتي ادارې یې له سره بسته بندي کوي او په آنلاین ډول یې پراخوي.»

دا نظریه چې د بهرنیانو له خوا رامنځته شوي تبلیغات ځانګړی اغېز لري،‌ د چین پخوانۍ ستراتیژي ده.

په ۱۳۹۵ کال کې د چاینا ډیلي ورځپاڼې د هغه وخت مسؤل مدیر ژو لینګ په یوه وینا کې وویل، «موږ تل د خبرو کولو لپاره د بل خولې ته اهمیت ورکړی او په دې لړ کې مو له خپلو نړۍ والو دوستانو څخه کار اخیستی دی.»

هغه وویل، د لا ښې اغېزمنتیا لپاره، په کار ده چې د چین تبلیغات هغه څه «چې موږ غواړو ووایو» له هغه څه سره چې بهرني اورېدونکي «غواړي واوري» ګډ کړي.

د ټولنیزو رسنیو کمپنیو په دې برخه کې د بیجینګ د هڅو پر ضد ګامونه اخیستل پيل کړي دي.‌

د ګوګل د تهدیداتو د تحلیل ګروپ (ټي ای جي) راپور ورکړ چې په لسګونو زره د یوټیوب چینلونه یې چې چینایي تبلیغات یې خپرول له کاره غورځولي دي.‌

دغه شرکت چین پورې د تړلو همغږو نفوذي عملیاتو د روانې څېړنې په ترڅ کې، د مرغومي په میاشت کې ۴۳۶۱ د یوټیوب چینلونه، د سلواغې په میاشت کې ۶۱۰۳ د یوټیوب چینلونه او د کب په میاشت کې ۷۳۰۴ د یوټیوب چینلونه وتړل.

د وري او غوایي په میاشتو کې، ګوګل د یوټیوب ۵۶۱۶ چینلونه چې په بېلابېلو موضوعاتو یې غلط معلومات خپرول، بند کړل.‌

د تېرې لیندۍ په میاشت کې، ټوېټر تقریبا ۳۵۰۰ حسابونه چې د حکومت په پلوۍ تبلیغات یې خپرول، وتړل. د هغو اکثره د یوې داسې لړۍ کړۍ وې چې په سینکیانګ کې په مسلمانانو باندې د چین له خوا د ځپلو روایتونه یې بدلول او غښتلي کول.

په عین وخت کې،‌ فیسبوک وروسته له هغه له ۵۰۰ څخه ډېر حسابونه وتړل چې د یوه جعلي ساینس پوه، چې د چین رسنیو ترې نقل قول کړی وو، پوسټونو ته یې پراختیا ورکړله.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ددې ټولو تبلیغاتو سره سره چین ندی توانېدلی څو خپله اصلي څېره له نړیوالو پټه کړي. څومره چې وخت تېریږي چین ورسره خپله اصلي او شیطاني څېره په ډاګه کوي. خلک یې په دې ډول تبلیغاتو نه غولیږي. د سریلانکا نني خراب وضعیت ټولو ته ثابته کړه چې د چین سره دوستي څه مانا لري او دا چې چین یوازې او یوازې د نورو هیوادونو د شتمنیو غل دی نور هیڅ هم نه. زما باور دی چې ډېر ژر به پاکستان هم د سریلانکا په سرنوشت اخته شي او د چین سره به د دوستۍ لپاره دروند قیمت پرې کړي. له بلې خوا د افغانستان نوي واکمنان هم هڅه کوي چې د چین سره ښې اړیکې ولري او چینایي کمپنۍ هم په افغانستان کې د پانګونې سره علاقه ښیي. خو زما هیله د نویو واکمنانو نه داده چې خدای ته وګورئ له چین او چینایانو لرې اوسئ دا خلک هیڅ کله د باور او دوستۍ وړ ندي.

ځواب ورکړئ

د چېن په اړه چې څومره لوی فکر کېږی، د هغې برعکس خپل خلک یې په دا لویه نړۍ کې په یو یو کوچني قوتي کې را ایسار کړي. زما د یو دوست په وینا چې په چین کې یې د زراعت په برخه کې ماسټري کوله، ویل یې چې، “مونږ په چین کې فیسبوک، یوټیوب... نه شوای استعمالولی ـ د حکومت له خوا پرې بندیزونه و” . اورېدلي مې و چې دې ته ورته بندیزونه د شوروي اتحاد پر وخت د شوروي اتحاد تر اثر لاندې هېوادونو کې هم و. هغوی به هم تر خپل اثر لاندې سیمو کې خلک یواځې او یواځې د خپلو مطبوعاتو او نشراتو په ګېره کې بند ساتلي و. یووېشتم قرن چې نړۍ د همدې ټولېزو رسنیو له امله د یو کلي حثیت لري، د شرم ځای دی چې چېن له دومره قوت ، صنعت، اقتصاد او دبدبې سره د دې پر ځای چې خلکو ته سهولتونه ورکړي، مشکلات جوړوي.

ځواب ورکړئ

اوس مهال ټولنیزې رسنۍ د عامه افکارو په متحرک کولو کې تر ټولو لوی رول لري، نو هر هېواد غواړي چې له دې لارې د خپل ولس د افکارو او نظریاتو انځور واخلي او استفاده ترې وکړي. اصلي خبره دا ده چې چین دا پلېټ فارمونه د کومو حقونو له مخې کاروي، په داسې حال کې چې ګوګل، فېسبوک، یوټیوب او د ازادې نړۍ نور پلېټ فارمونه په چین کې بند دي او د دغه هیواد خلک یې د کارولو اجازه نه لري؟ دا غیرعادلانه او د نه منلو وړ ده. که چېرې چين د بيان ازادي له منځه يوسي او د نورې نړۍ لپاره ښه نيت لري، بايد نورو پلېټ فارمونو ته په خپله خاوره کې د فعاليت اجازه ورکړي. دا سمه نه ده چې کله چين له کوم پلېټ فارم څخه په استفادې د دغو هېوادونو د خلکو د نظريو د بدلولو لپاره له چين څخه بهر او په دننه کې هيڅوک دا حق نه لري. نړۍ بايد د چين د دغه غرور او لاس وهنې پر وړاندې لاس یو کړي.

ځواب ورکړئ

آنلاین پلېټ فارمونه د انسانانو لپاره یو له اصلي سر دردونو څخه ګرځیدلې دي. مختلف هیوادونه دا پلېټ فارمونه د خپلو اهدافو ترلاسه کولو لپاره کاروي، او که څه هم خلک پوهیږي چې هر څه چې دوی یې کوي د دغو حکومتونو له خوا څارل کیږي، بیا هم هغوی دا پلېټ فارمونه په هغو باندې د روږدي کیدو له امله کاروي. دغو لعنتي پانګوالو په هر لحاظ انسانان خپل غلامان کړي دي او په هر اړخ کې چې وغواړي د هغوی لید او اعمالو ته لوری ورکوي. یوازې حکومتونه نه دي بلکې ځینې ګټه اخیستونکي هم شته چې له دې پلېټ فارمونو څخه ناوړه ګټه پورته کوي. زه په سلام ټایمز کې د خپلې تبصرې له لوستونکیو څخه غواړم چې د دې پلېټ فارمونو د کارولو پر وخت متوجه اوسي چې رازونه او شخصي مسایل یې دغو پلېټ فارمونو ته ونه وځي، که نه سبا به پرې پښېمان وي. دا پلېټ فارمونه رحم نه لري او د هغوی رازونه به افشا او څرګند کړي.

ځواب ورکړئ