رسنۍ

ټوېټر د چین په زرګونو تبلیغاتي حسابونه بند کړل

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

دا عکس چې د غوایي په ۲مه اخیستل شوی پولیس افسران او یو کارمند په داسې حال کې ښیي چې د چین د شمال لوېدیځ ایالت سینکیانګ د التایي په یوه لیرې پرته سیمه کې شپنو کوچیانو ته د قوانینو او د حکومتي تګلارو ورښودلو ته د چمتووالي په ترڅ کې په اسونو روان دي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

ټوېټر د پنجشنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۲مه/ وویل چې هغه نږدې ۳۵۰۰ حسابونه، چې د چین او روسیې په ګډون، په شپږو هېوادونو کې یې د حکومت په پلوۍ پروپاګند خپراوه، بند کړي دي.

ټوېټر په یوه اعلامیه کې وویل، د دغو حسابونو قاطع اکثریت د داسې یوې شبکې برخه وو «چې په سینکیانګ کې یې د اویغور وګړو پر وړاندې د چلند په رابطه د کمونست ګوند نظریاتو ته پراختیا ورکوله.»

په اکثریت مسلمان مېشتي سینکیانګ کې، چینایي مقاماتو له یو میلیون څخه ډېر اویغوریان او د قزاقانو او قرغزیانو په ګډون نور ترکي مسلمانان تر ۴۰۰ پورې توقیف ځایونو کې چې «د سیاسي ښوونې او روزنې» کمپونه، له محاکمې څخه مخکې توقیف مرکزونه او زندانونه په کې شامل دي، بندیان کړي دي.

په میلیونونو نور تر سخت نظارت او کنټرول لاندې ژوند کوي.

د منځنۍ افریقا جمهوریت د ولسمشر فاوسټین ارچینج توادېرا لپاره د محافظت واحد، چې د روسیې خصوصي امنیتي کمپنۍ سېوا سیکیوریټي د فعالانو له خوا جوړ شوی دی، یو غړی د ۱۳۹۷ د زمري په ۱۳مه په بیرینګو کې لیدل کیږی. روسي نظامي سلاکارانو د منځنۍ افریقا جمهوریت ته د وسلو له لېږلو څخه وروسته، د هغه هېواد د وسله والو ځواکونو او د داخلي امنیت د ځواکونو لپاره روزنه برابره کړې ده. [فلورینټ ویرګنیس/ای اېف پي]

خپلواکې څېړنې او له پخوانیو بندیانو سره ترسره شوې مرکې د فزیکي او ذهني شکنجې، مغز وینځنې، سیستماتیک جنسي تېري، په جبري توګه د مسلمانو ښځو د شنډولو،په جبري توګه د بدن د غړو د پرې کولو، جنسي ځورونې او نورو وحشتونو کیسې کوي.

دغه راز، د بیجینګ پلوه کمپاین د اړوندو ۲۰۴۸ حسابونو سربېره،‌ ټوېټر د سینکیانګ سیمه ییز حکومت پورې د تړلې چنګیو کلچر په نامه یوې کمپنۍ اړوند ۱۱۲ حسابونه هم وتړل.

د روسیې تبلیغاتي شبکه

ټوتېر په چین سربېره، د روسیې د انټرنټي پلټنې ادارې (آی آر ای) اړوند ۱۶ حسابونه چې حکومت پلوه آنلاین نفوذي کمپاینونه چلوي هم بند کړل. آی آر ای یوه روسۍ کمپني ده چې منتقدین یې یوه «تبلیغاتي» اداره بولي.

آی آر ای په ۱۳۹۵ او ۱۳۹۹ کې د متحده ایالاتو ټاکنو کې د مداخلې تر شا لاس درلود، او دغه راز تورنه ده چې د برتانیا، جرمني او فرانسې په څېر نورو هېوادونو د انتخاباتو او ریفرنډمونو په ترڅ کې یې ټکني کوونکي تبلیغات خپرول.

ټوېټر وویل، «دغه عملیات د منځنۍ افریقا د سیاسي خبرو اترو په رابطه د روس پلوه نظریاتو د معرفي کولو لپاره د تقلبي او حقیقي حسابونو په یوه ګډوله باندې متکي وو.»

روسیې په ۱۳۹۷ کې د اردو د روزلو لپاره د ښوونکیو د یوې غټې ډلې له لېږلو راهیسې د منځنۍ افریقا جمهوریت کې زیاتېدونکی نفوذ ترلاسه کړی دی.

ټوېټر زیاته کړه، «دغه راز، موږ د ۵۰ حسابونو یوه شبکه چې د لېبیا په ملکي حکومت او هغو فعالانو باندې یې چې د هغه ملاتړ یې کاوه، برید کړی وو او په ورته وخت کې یې په لېبیا او سوریه کې د روسیې د جیو پولیټیکي موقف قوي ملاتړ کاوه، هم له منځه وېوړه.»

په تړل شویو حسابونو کې هغه ۲۷۶ حسابونه چې په مکسیکو کې یې د حکومت په ملاتړ مواد شریکول، او «۲۷۷ وینزویلایي حسابونه چې د حکومت او د هغه د رسمي روایتونو په ملاتړ کې یې حسابونو، هشتاګونو او موضوعاتو ته پراختیا ورکوله، بند کړل».

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه فکر کوم چی د داسې غلطو رقابتونو نه به بهتره دا وي چې د نړۍ غټ قوتونه په نړۍ کې او په ځانګړی توګه په غریبو مملکتونو کې داسې پروژې تطبیق کړي چې خلکو ته یې فایده ورسیږي. دا جاسوسي او یو بل ته کندې کیندل چې هر څوک یې کوي هغه که چین وي که روسیه وي که ایران وي که امریکا او که پاکستان او هند وي دا ټول غیر انساني کارونه دي چې باید مخه یې ونیول شي.

ځواب ورکړئ