جرم او انصاف

یوه مستند د تور سمندرګي پر غاړه د پوتین د میلیاردونو ډالرو د 'رشوت' ماڼۍ په ګوته کړله

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د تور سمندرګي پر غاړه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د پرتې ماڼۍ عکس چې له هوا نه اخیستل شوی د اپوزیسیون د مشر الیکسي نوالني په بلاګ باندې خپور شوی دی. [navalny.com]

د تور سمندرګي پر غاړه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د پرتې ماڼۍ عکس چې له هوا نه اخیستل شوی د اپوزیسیون د مشر الیکسي نوالني په بلاګ باندې خپور شوی دی. [navalny.com]

مسکو -- د تور سمندرګي پر غاړه د پرتې یوې ماڼۍ، چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ملکیت دی، څېړنه چې د روانې اونۍ په پیل کې خپره شوه، یو ځل بیا په ګوته کوي چې د روسیې مشر په پراخ اداري فساد کې لاس لري.

دغه څېړنه چې، د اپوزیسیون د مشر الیکسي نوالني پر بلاګ د یوټیوب له یوې دوه ساعته اوږدې ویډیو سره چې روسیې ته د هغه له ستنېدلو څخه مخکې ریکارډ شوې ده، یوځای خپره شوه، ادعا کوي چې دغه ملکیت ۱.۳۵ میلیارده ډالر قېمت لري او «د تاریخ تر ټولو غټ رشوت» دی چې ورکړل شوی دی.‌

راپور ادعا کوي چې دغه ملکیت، چې د روسیې د تور سمندرګي په اوږدو کې پروت دی، ‌د موناکو په پرتله ۳۹ برابره لوی دی او د یوې ۱۷۶۹۱ مربع متره لویې ماڼۍ دننه د نورو تر څنګ یوه قیمارخانه، د کنګل څرښندۍ او د تاکونو باغونه لري.

ویډیوي څېړنه دلته په یوټیوب لیدل کېږي، او له تېرې سې شنبې راهیسې چې خپره شوې ده تر دوشنبې /د سلواغې ۶مې/ پورې له ۸۶ میلیونو ځلې څخه ډېره کتل شوې ده.

د پوتین د ماڼۍ یوه بله منظره. [navalny.com]

د پوتین د ماڼۍ یوه بله منظره. [navalny.com]

د دغې څېړنې په اساس، د روسیې د فدرالي امنیت اداره (اېف اېس بي) د یاد ملکیت په چاپېر شاوخوا ۷۰۰۰ هکتاره ځمکه لري او یاده ستره کلا د روسیې د تېلو د ستر شرکت روس-نفت د رییس ایګور سیچین، او میلیاردر ټایکون ګینادي تیمچینکو په ګډون د پوتین د نږدې متحدینو له خوا تمویل شوې ده.

د یوه تزار لپاره یو کوچنی دولت

نوالني وویل، «هغه په روسیه کې دننه یو کاملا جلا دولت دی، او په دغه دولت کې یو منفرد او د نه عوض کېدلو وړ [تزار] یعنې پوتین واک چلوي.‌»

دا څېړنه یوه ورځ وروسته له هغه خپره شوه چې یوې محکمې نوالني وروسته له هغه په ۳۰ ورځې حبس محاکمه کړ چې هغه د زمري په میاشت کې په سایبیریا کې د نوویچوک په نامه د بې هوښۍ درملو په وسیله له مسموم کېدلو څخه وروسته په لومړي ځل له جرمني څخه راستون شو او پولیسو ونیو.

د اونۍ په پای کې د روسیې له ۱۲۰ څخه په ډېرو ښارونو کې له ۳۷۰۰ څخه ډېر معترضین وروسته له هغه ونیول شول چې نوالني له خپلو ملاتړو څخه وغوښتل چې لارو او کوڅو ته وځي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د بشر د تاریخ له پیل نه تر اوسه پورې، د خلکو پاچایانو او واکمنانو مجلل او لګښت لرونکی ژوند لرلی دی.‌ هغوی په غوره کورونو کې اوسېدلي،‌ غوره خواړه یې خوړلي، تر ټولو ښکلې ښځې یې لرلي، او ان دا چې له سلونو او زرونو وینځو سره یوځای څملاستلي دي.‌ غریب عادي خلک تل د جنګونو قرباني ګرځېدلي او خپلې شپې او ورځې یې په غرونو او دښتو کې په یخ ژمي او سوزونکي اوړي کې تېرې کړي چې پاچایان او واکمنان یې په قدرت کې پاتې شي. که خلک د واکمنانو او پاچایانو تر شا پاتې نشي او د هغوی دفاع ونه کړي، هغوی له عادي خلکو نه پرته نورهېڅ نه دي. دا د خلکو زور دی چې هغوی یې اتلان کړي او د هغوی لپاره یې مجلل کورونه جوړ کړي دي. د پوتین د کور په هکله باید زه ووایم چې د شمالي کوریا ولسمشر څخه وروسته، پوتین یو دکتاتور ولسمشر دی. زه فکر کوم چې روسي سیستم یو ښه سیستم نه دی. که په روسیه کې یو دیموکراتیک سیستم وای، پوتین به نه وای توانېدلی چې له ۱۵ کالو څخه ډېره واکمني وکړي او د حکومت په شتمنیو دیو بلیون ډالرو ماڼۍ یا کور جوړ کړي.‌

ځواب ورکړئ

پوتین یو اتل او د دښمنانو او د امریکا د متحده ایالاتو لپاره د سترګو اغزی دی.

ځواب ورکړئ