ترکمنستان غواړي چې د امنیت له پاره بې پیلوټه الوتکې جوړې کړي.

جمعه ګلي انایېف

عشق اباد -- ازادۍ راډېو په وروستیو وختونو کې د بیلا روس د رسنیو له قوله خبر ورکړ چې ترکمنستان پلان لري چې د وارداتي بې پیلوټه الوتکو په کارولو سربېره پخپله د دغو الوتکو جوړونه پیل کړي او په دې توګه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وکړي. ترکمنستان او بیلا روس یا سپینه روسیه یو د بل مهم سوداګریز شریکان دي.

ازادۍ راډېو د بیلاروس د علومو اکاډمۍ د کارپوهانو له قوله خبر ورکړ چې ترکمنستان پلان لري چې د خپل سرحد د لیرې پرتو او نه لاس رسي وړ ساحو د څارنې له پاره بې پیلوټه او هدایت کېدونکې الوتکې وکاروي. دغه هېواد له جګړه ځپلي افغانستان سره ځمکنی سرحد لري.

ترکمنستان خپلې لومړۍ بیلا روسۍ بې پیلوټه الوتکې په ۲۰۰۸ کال کې وپېرودلې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500