امام نظر، ترکمنستان -- چارواکي وایي، د درې هېوادونو یوه رېللاره چې د طالبانو له احتمالي ګواښونو په موجودیت کې جوړول کیږي کولی شي له ترکمنستان سره مرسته وکړي چې افغانستان ته نېکمرغي راولي.
د دغو دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ ارقام لږ دي، خو د نومبر له ۲۹مې راهیسې چې د ترکمنستان - افغانستان - تاجکستان د رېللارې لومړی سټېشن پرانستل شو، داسې نښې نښانې څرګندېږي چې که افغان امنیت اجازه ورکړي دغه رېللاره کولی شي چې افغانستان ته د ترکمنستان د وسایلو او سامان انتقال به چټک شي.
د سوداګرۍ، ټرانسپورټ برابرول
دغې رېللارې لا مخکې تر مخکې د افغانستان له خوا د ډېرو سامانونو اخیستنې ته لاره هواره کړه.
د ترکمنستان چار ترپدان راډېو د جنورۍ په ۷ مه راپور ورکړ، «د ترکمنستان د دولتي سامانونو او خامو موادو په تبادله کې د سږنۍ داوطلبۍ په بهیر کې، افغان سوداګرو له ۵۰۰۰۰۰ امریکایي ډالرو څخه د ډېرو ګاسولین او غنم وپېرودل.»
دغه رېللاره به د ترکمنستانو د ډېرو سامان الاتو او شیانو انتقال ته چې پخوا ټول د سرکونو له لارې تلل، لاره هواره کړي.
وطن ټي وي د ډسمبر په ۲۰ مه د ترکمن حکومت له قوله راپور ورکړ، «په ۲۰۱۶ کال کې، مونږ افغانستان ته له ۱.۵ میلیون ټنه څخه ډېر سامان صادر کړی دی. اوس به مونږ د پخوا په پرتله پنځه برابره ډېر پیټرولیم تولیدات، متراکم طبیعي ګاز، اوړه، سمنټ او سره صادر کړو.»
د ترکمنستان په هڅو کې چې له افغانستان سره سوداګري وکړي او ګټه ور ورسوي د برېښنا سکټور شامل دی.
Trend.az د جنورۍ په ۱۹مه د ترکمن حکومت له قوله راپور ورکړ چې دغه هېواد اراده لري چې د ترکمنستان - افغانستان - پاکستان - هندوستان (ټاپي) د طبیعي ګاز د جوړېدونکې نللیکې په اوږدو کې د برېښنا مزي وغزوي څو چې دا افغانستان ته او د افغانستان له لارې برېښنا انتقال کړي. دغه نللیکه د ۲۰۱۵ له ډسمبر راهیسې تر رغونې لاندې ده.
د ترکمنستان حکومت په یوه خبرپاڼه کې وویل، «ټولو هغو بېخبنایي مرکزونو ته چې د [نللیکې په لاره] کې موجود دي د برېښنا برابرولو سربېره، به دغه هېواد د افغانستان له لارې نورو هېوادونو ته د برېښنا صدور ته لاره هواره کړي.»
خنډونه پرځای پاتې دي
د ترکمنستان - افغانستان - تاجکستان (تات) رېللارې رغونه د ۲۰۱۳ په جون کې پیل شوه. خو د رېللارې په درې واړو هېوادونو کې چارواکي له پام وړ ستونزو سره مخامخ شول. په دغو ستونزو کې د پیسو برابرول، په افغانستان کې جګړه، او د افغان برخې لپاره د مسیر په برخه کې اختلافات شامل ول.
تاجکستان لا تر اوسه پورې د خپلې برخې رغونه نه ده پیل کړې.
تور تایروف چې د لېباپ ولایت اوسېدونکی او د ترکمنستان د رېللارې د ټرانسپورټ وزارت ویاند دی، کاروانسرای ته وویل، «مونږ ټول هغه منابع لرل چې ورته ضرورت وو. مونږ مالي بودجه، وسایل او کارګران لرل، او هم مونږ له پخوا نه د رېللارې د جوړولو تجربه لرله.»
د ترکمن ټي وي خبرونو له مخې، ترکمنستان په خپله خاوره کې د رېللارې د جوړولو لګښت تادیه کړ.
تر اوسه پورې، د امام نظر - اقینې رېللاره ۸۵ کیلومتره په ترکمنستان کې تېره شوه او یوازې ۳ کیلومتره په افغانستان کې. تحلیلګران وایي چې په افغانستان کې نوره رغونه به دې پورې تعلق ولري چې کابل وتوانېږي چې رېللاره د طالبانو له سبوتاژ څخه خوندي کړي.
تاجک اقتصاد پوه ابدلو اشوروف د ازادۍ راډېو ترکمن سرویس ته په خبرو کې وویل، «دا رېللاره تر هغه وخته پورې ناممکنه ده چې تاسو هغه ستونزې حل کړئ چې افغان برخه ورسره مخامخ ده.»