اقتصاد

د بادغیس بزګران له وچکالۍ څخه وروسته هیله من دي، خو ننګونې یې لا پرځای پاتې دي

د عمر راپور

په بادغیس ولایت کې له یو کلنې ویجاړونکې وچکالۍ څخه وروسته، د کرنې فصل له کافي اندازې باران او واورې سره پیل شو، چې د کروندګرو فصلونو ته یې ژوند ورکړ.‌ [حبیب فوزي/سلام ټایمز]

بادغیس -- په بادغیس ولایت کې له یو کلنې ویجاړونکې وچکالۍ څخه وروسته، کافي اندازې باران او واورې د کروندګرو فصلونو ته ژوند ورکړ.‌

له ۹۰٪ څخه ډېر د غلې فصلونه چې په بادغیس کې د غونډیو په لمنو کې کرل شوي دي، یواځې د باران په اوبو خړوبیږي چې د سیندونو په اوبو باندې نشي اوبه کېدلی.

تېر کال د سختې وچکالۍ له امله تقریبا ټول فصلونه بې حاصلاتو له منځه لاړل چې په کلیوالو سیمو کې یې بزګران له سختو زیانونو سره مخامخ کړل او ډېر خلک یې مجبور کړل چې د ولایت مرکز قلعه نو یا هرات ولایت ته کډې وکړي.

د قادس ولسوالۍ په بادروک کلي کې یوه کروندګر عید محمد په ۲.۴ هکتاره (۱۲ جریبه) ځمکه باندې غنم کرلي او هیله لري چې حاصلات به یې تر یوه کال پورې د هغه کور لګښتونه پوره کړي.‌

یو کروندګر د سلواغې په ۲۱مه د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې خپله ځمکه د کرنې لپاره چمتو کوي. [حبیب فوزي/سلام ټایمز]

یو کروندګر د سلواغې په ۲۱مه د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې خپله ځمکه د کرنې لپاره چمتو کوي. [حبیب فوزي/سلام ټایمز]

هغه وویل، «سږ کال کرنه او زما ژوند د تېر کال په پرتله بهتر دي ځکه سږ کال واوره او باران وشول.»

هغه وویل، «تېر کال زما د غنمو ټول حاصلات د سختې وچکالۍ له امله له حاصلاتو څخه پرته وچ شول.»

د محمد لپاره چې د یوې شپږ کسیزې کورنۍ نفقه ګټونکی دی، د فصلونو کرل او مالونه ساتل یواځینۍ عایداتي سرچینې دي.

عصمت الله په قادس ولسوالۍ کی یو بل کروندګر هیله لري چې ځینې هغه زیانونه چې هغه تېر کال د وچکالۍ له امله ګاللي دي، بیا پوره کړي.

هغه وویل، «موږ په متواتره توګه اسمان ته سترګې نیولي وي او هیله کوو چې باران وشي ځکه چې زموږ ټول فصلونه د باران په اوبو اوبه کیږي. سږ کال څو ځلې باران وشو، او زموږ فصلونه ښه شنه شوي دي.»

عصمت الله وویل،‌ «تېر کال زموږ ټول فصلونه وچ شول، او موږ بزګرانو ډېر تاوان وکړ. سږ کال د واورې او باران له برکته نېکمرغه وو.»

د حکومتي ملاتړ نشتوالی

په داسې حال کې چې سږ کال ډېر کروندګر د فریمانه بارانونو او اوسالۍ له امله خوښ دي خو هغوی د حکومت له ملاتړ څخه پرته ډیر څه نشي کولی.

د بادروک کلي اوسېدونکي بصیر احمد چې ۴۷ کاله عمر لري او له خپل کلي سره نږدې ۱۰ هکتاره (۵۰ جریبه) زراعتي ځمکه لري، یواځې په یوه هکتار (۵ جریبه) ځمکه باندې غنم کرلي دي.

هغه وویل، د اقتصادي ستونزو او د حکومت د ملاتړ د نشتوالي له امله، کروندګر ونه توانېدل چې له واورې او بارانونو څخه صحیح ګټه واخلي او ډېره ځمکه وکري.

هغه وویل، «د زراعت، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت هر کال اصلاح شوي تخمونه او کېمیاوي سره وېشل، لاکن سږ کال موږ هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې.»

هغه وویل، «ما تېر کال د حکومت له خوا د شوې مرستې له برکته ۸ هکتاره (۴۰ جریبه) ځمکه کرلې وه، لاکن سږ کال ما د دولتي مرستې د نشتوالي له امله وکولی شوای چې ایله په یوه هکتار (۵ جریبه) ځمکه باندې غنم وکرم.»

احمد وویل، دغه راز غیر حکومتي موسسو پخوا په بېلابېلو برخو کې مرسته کوله، لاکن هغه مرسته هم سږ کال درېدلې چې بزګران یې په بشپړه توګه یواځې پرېښي دي.‌

په قادس کې یوه بل کروندګر غلام محمد وویل چې سږ کال هغه خپلې ټولې پیسې د للمي فصلونو په کرلو باندې لګولي دي.

هغه هیله لري چې د خپلو سږنیو لګښتونو په پوره کولو سربېره د راتلونکي کال د لګښتونو لپاره هم کافی اندازه پیسې وګټي.

هغه وویل، «زراعت زموږ د کلي لپاره یواځینۍ عایداتي‌ سرچینه ده ځکه چې هلته هر څوک په کرنه بوخت دی. سږ کال د هغوی له جملې څخه ډېر کسان نشي کولی چې د اقتصادي ستونزو او د تخمونو د نه شتون له امله خپلې ځمکې وکري.»

محمد زیاته کړه، که بزګرانو سږ کال د تېرو کالونو په څېر اصلاح شوي تخمونه او کېمیاوي سره ترلاسه کړي وای، په راتلونکي لمریز کال کې به زراعتي حاصلات څو ځلې ډېر زیات وای.

د خوراک لپاره هېڅ نشته

په افغانستان کې د بې کارۍ او عمومي اقتصادي ننګونو په زیاتېدلو سره، بزګران هم له سختې بې وزلۍ او لوږې سره مخامخ دي.‌

په قلعه نو کې یوه بزګر نظام الدین چې ۶۵ کاله عمر لري وویل چې هغه د تېر کال د وچکالۍ له امله سخت اقتصادي تاوانونه وکړل او د سږ کال اقتصادي ناورین بېخي له پښو وغورځاوه.‌

هغه وویل چې هغه په تېرو څو میاشتو کې د سختې بې وزلۍ له امله د خپل ژوند تر ټولو بدې ورځې ولیدلې.

نظام الدین وویل، «په کور کې هېڅ شی د خوراک لپاره پاتې نه دی. پخوا حکومت له موږ سره مرسته کوله، لاکن سږ کال موږ هېڅ مرسته ترلاسه کړې نه ده.»

هغه وویل، «ما له خپل ورور څخه ۱۴۰ کیلوګرامه غنم په پور واخیستل چې ویې کرم. که حاصلات ښه وي، زه به وکولی شم چې د خپلې کورنۍ لپاره د څو میاشتو لګښت وګټم.»

د قلعه نو په څنډه کې یوه کروندګر عبدالقدیر چې ۴۸ کاله عمر لري وویل چې په هېواد کې روان اقتصادي ناورین سږ کال هغه د تېر کال د وچکالۍ په پرتله ډېر اغېزمن کړی دی.‌

هغه وویل، «سږ کال د کېمیاوي سرې قېمت ډېر زیات شوی دی، او زه نشم کولی چې وایې خلم. سږ کال به د سرې د نشتوالي له امله زما فصلونه ښه نه وي.»

هغه زیاته کړه، «حکومت تېر کال موږ ته اصلاح شوي تخمونه او سره راکړل، لاکن سږ کال هغوی موږ ته هېڅ هم را نه کړل، او موږ نشو کولی چې له بازار څخه یې هم واخلو.»

عبدالقدیر شکایت وکړ چې د خوراکي توکو قېمتونه ډېر لوړ شوي او هغه د دې وس نه لري چې د خپلې کورنۍ لپاره وریژې، غوړي او بوره واخلي.

هغه وویل، «ډېرې شپې موږ یواځې وچه ډوډۍ خورو ځکه موږ غوړي او وریژې نه لرو. اوس په کور کې یواځې یوه بوجۍ اوړه پاتې دي، او زه نه پوهېږم چې هغه خلاص شي بیا به څه کوو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500