روغتیا

یونیسف خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ دي

د نجیب الله راپور

یو په خوارځواکۍ اخته ماشوم د تېر سپتمبر په ۲۷مه د کندهار په میرویس روغتون کې درملنه ترلاسه کوي. په دغه روغتون کې چې سخته ګڼه ګوڼه پرې جوړه ده، څو پاتې ډاکترانو او نرسانو په عاجل ډول هڅه وکړه چې په کټونو خوا په خوا پراته په خوارځواکۍ اخته ماشومان تداوي کړي. [بولینټ کیلیک/ای اېف پي]

یو په خوارځواکۍ اخته ماشوم د تېر سپتمبر په ۲۷مه د کندهار په میرویس روغتون کې درملنه ترلاسه کوي. په دغه روغتون کې چې سخته ګڼه ګوڼه پرې جوړه ده، څو پاتې ډاکترانو او نرسانو په عاجل ډول هڅه وکړه چې په کټونو خوا په خوا پراته په خوارځواکۍ اخته ماشومان تداوي کړي. [بولینټ کیلیک/ای اېف پي]

کابل -- نړۍ والې مرستندویې ادارې خبرداری ورکوي چې،‌ د ډېرې بې وزلۍ او بې کارۍ له امله په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر په بې ساري کچه زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو مرستندوی صندوق (یونیسف) وایي، دغې ادارې په اګست کې ۷۰۰۰۰ او په جولای کې ۴۶۰۰۰ په خوارځواکۍ اخته ماشومان تداوي کړي دي.‌

په افغانستان کې د یونیسف د تغذیې د څانګې ريیسې میلاني ګالوین د سپتمبر په ۶مه په یوه ټویټ‌ کې ولیکل، «زه چې هره میاشت په افغانستان کې په سخته خوارځواکۍ د اخته ماشومانو ټول شمېر وګورم، زړه مې ولوېږي.»

هغې وویل، یونیسف د بل هر وخت په پرتله ډېر په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته لاس رسوي.

یو کارمند د جولای په ۲۱مه د هلمند ولایت د مرکز لشکرګاه په بست روغتون کې چې د بې سرحده ډاکترانو (اېم اېس اېف) له خوا چلېږي، د خوارځواکۍ څانګه کې د ناروغانو لباره د شیدو فارموله تیاروي. [لیلیان سووان رومفا/ای اېف پي]

یو کارمند د جولای په ۲۱مه د هلمند ولایت د مرکز لشکرګاه په بست روغتون کې چې د بې سرحده ډاکترانو (اېم اېس اېف) له خوا چلېږي، د خوارځواکۍ څانګه کې د ناروغانو لباره د شیدو فارموله تیاروي. [لیلیان سووان رومفا/ای اېف پي]

دغه شمېرې د تېر کال په پرتله ډېرې په زیاتېدلو دي.‌

ګالوین د اګست په لومړیو کې وویل، د ۲۰۲۱ په جون کې،‌ یونیسف په افغانستان کې په سخته خوارځواکۍ اخته ۳۰۰۰۰ ماشومان تداوي کړي، خو د ۲۰۲۲ په جون کې شاوخوا ۵۷۰۰۰ ماشومان تداوي شوي چې ۹۰٪ زیاتوالی ښیي.

د ۲۰۲۱ د اګست او د ۲۰۲۲ د اګست د پای تر منځ، په افغانستان کې د یونیسف ادارې ټول ۴۵۸۰۰۰ په سخته خوارځواکۍ اخته ماشومان تداوي کړي دي.

په افغانستان کې د یونیسف ویاندې سمنتا مورټ وویل، «موږ په دې اندېښمن یو چې سږ کال یو میلیون ماشومان په سخته خوارځواکۍ اخته دي، او که سملاسي تداوي یې ونشي، کېدی شي چې ومري.»

هغې وویل، «په داسې حال کې چې اقتصاد د سقوط په څنډه ولاړ دی، بې کاري زیاته شوې، د زلزلو، وچکالیو او سېلاوونو په څېر افتونه د خلکو ژوند خرابوي، او اکثر وګړي د فقر تر کچې لاندې ژوند کوي، او کورنۍ په سخته خوارۍ ماشومانو ته روزي پیدا کوي.»

د خوړو د خوندیتوب د مرحلو د ډلبندۍ له مخې، شاوخوا ۱۸.۹ میلیونه خلک یا د افغانستان تقریبا نیمایي وګړي به د ۲۰۲۲ د جون او نومبر د میاشتو تر منځ د خوړو له سخت نشتوالي سره مخامخ شي.‌

د خوړو د نړۍ وال پروګرام د جون د راپور په اساس، ۹۲٪ افغانان نشي کولی چې کافي اندازه خواړه پیدا کړي، په داسې حال کې چې کورنۍ د خپلو عوایدو ۹۰٪ په خوراکي توکو باندې لګوي.‌

ناکافي تغذیه

فاطمې چې د دوه کلن ماشوم مور او په کابل کې په روغتون کې بستر ده،‌ وویل چې که د هغې د لور تداوي نه وای شوې، ښایي مړه شوې وای.‌

هغې وویل، «زما مېړه یو کوچنی دوکان درلود خو دا چې کاروبار نه وو او هغه تاوان وکړ نو مجبور شو چې بند یې کړي.»

هغې وویل، «اوس زما مېړه ورځ مزدوري کوي، او دا چې هغه ډېرې کمې پیسې ګټي، اکثر وختونه سباناری، د غرمې او د ماښام خواړه چای او وچه ډوډۍ وي.»

فاطمې وویل، «ډاکترانو وویل چې زما ماشوم د صحیح خوړو د نشتوالي له امله په خوارځواکۍ اخته شوی دی.»

جان محمد چې ۳۰ کاله عمر لري او د فاریاب ولایت اوسېدونکی دی، خپل زوی په کابل کې یوه خصوصي روغتون ته راوړ چې د هغه د خوارځواکۍ تداوي وکړي.

هغه وویل، «ډاکتر ماته وویل چې که زه خپل زوی په روغتون کې بستر نه کړم او تداوي یې پیل نه کړم، ښایي هغه ومري.»

په کابل کې د همایون لودین په نامه یوه ډاکتر وویل، «که خوارځواکي سخته وي او ناروغان د شاک په څېر علایم لري، هغوی به په روغتون کې بستر شي.»

هغه وویل، «خو که خوارځواکي سخته وي او علایم ورسره نه وي،‌ له هغوی نه غوښتنه کیږي چې اونۍ په اونۍ ورشي، او میندو ته هغه وړیا خواړه ورکول کیږي چې یونیسف کلینیکونو او روغتونونو ته ورکړي دي.»

لودین وویل، د درملنې پر وړاندې خنډونو کې په ولایتونو کې د روغتونونو د اسانتیاوو محدودیت او د ډېرو کورنیو له خوا د ټرانسپورټي لګښتونو د نه لرلو ستونزې شامل دي.‌ کورنۍ ځینې وختونه په ورو ډول تداوي پیلوي ځکه چې هغوی د خوارځواکۍ د علایمو په هکله لږ معلومات لري.

د ژغورنې هڅې

په افغانستان کې د یونیسف چارواکې مورټ وویل، یونیسف په تېر ډسمبر کې، په خپل تاریخ کې د تر ټولو غټې اندازې بشري مرستې غوښتنه وکړه چې د ۲ میلیاردو ډالرو د ورکولو ژمنې ورسره وشوې، خو تر اوسه پورې دغې موسسې د ژمنه شویو پیسو یواځې ۴۰٪ ترلاسه کړي دي.

هغې وویل، «موږ د هېواد په ځینو برخو کې د یوه جدي بحران مخه نیولې ده ځکه چې موږ د حادې خوارځواکۍ د معلومولو، ودرولو او درملنې لپاره خپلې هڅې چټکې کړي دي.»

مورټ وویل، د داسې ماشومانو پېژندل چې ډېره اړتیا لري ډېر مهم دي. یواځې د جون په میاشت کې،‌ یونیسف تقریبا ۱.۲ میلیونه ماشومان چې له ۶ میاشتو څخه تر ۵ کلنۍ کم عمره ماشومان معلوم کړل.

هغې وویل، «دغه معلومول د ګرځنده روغتیایي او تغذیوي ټیمونو او په ګرد هېواد کې د ۲۳۹۰ روغتیایي کلینیکونو له خوا ترسره شول.»

مورټ وویل، یونیسف د سختې خوارځواکۍ د مدیریت په برخه کې ۶۰۰۰ روغتیایي کارکوونکي روزلي او د خوړو نړۍ وال پروګرام په څېر د ملګرو ملتونو نورو ادارو سره په همغږۍ کې یې په ښوونځیو کې په میلیونونو ماشومانو ته مغذي مواد توزیع کړي دي.

هغې زیاته کړه،‌ یادې ادارې له ۱۷۱ ګرځنده ټیمونو سره مرسته کړې چې په ۳۴ واړو ولایتونو کې له ماشومانو سره مرسته وکړي.‌

مورټ وویل، د ۲۰۲۲ په لومړۍ نیمایي کې، یونیسف ۷۳۰۰۰۰ افغانانو ته نغده مرسته ور ووېشله،‌ او پلان لري چې د روان کال تر پایه پورې له یو میلیون څخه ډېرو نورو افغانانو ته هم ۲۰۸ میلیونه ډالر ور ووېشي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ننګرهار لپاره د طالبانو والي او یو شمېر نورو چارواکو نن په دې ولايت کې د سپين غر ولسوالۍ له هغه ځای څخه ليدنه کړې، چې امريکا پرې د داعش ډلې خلاف د «بمونو مور» په نوم مشهور خطرناک بم غورځولی و. د ننګرهار لپاره د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر د ځايي خلکو په حواله وايي:« د بمونو مور کارونې له امله نه يواځې چې کورونه ړنګ او خلک کډوال شول؛ بلکې شاوخوا خلکو ته بېلابېل ډوله ناروغۍ پیدا شوي او نوي ماشومان په داسې حال کې پیدا کيږي چې روغتيايي ستونزې لري.» د طالبانو په اعلامیه کې د سیمې د اوسېدونکو له خولې ویل شوي،چې په دې سيمه کې کرنه او مالداري نه کيږي او خلک به د اوږدمهال لپاره زيانونه ګالي، چې بايد د امریکا حکومت او ولس يې دې خلکو ته پاملرنه وکړي او غرامت يې اداء کړي. امريکا متحده ايالاتو د ۲۰۱۷ په اپریل میاشت کې په سپین غر ولسوالۍ کې د خپل دغه خطرناک بم د غورځولو اعلان او په ترڅ کې ېې د نيږدې سلو داعشیانو د وژلو ادعا وکړه. د یادې سیمې خلکو مخکې هم د دې پېښې له امله د نویو زیږيدونکو ماشومانو د معلولیت خبر ورکړی و.

ځواب ورکړئ

څو چې په افغانستان کې یو مشروع او حساب ورکوونکی حکومت رامنځته شي، تر هغه به دا ستونزې حل نشي. افغانان به هم د بهرنیو غیرحکومتي موسسو له اړتیا څخه خلاص نه شي. خو دا غیرحکومتي موسسې به تر کومه وخته د خلکو ملاتړ کوي؟ تمویل کونکي به څومره وخت دوی تمویل کړي؟ په نورو هیوادونو کې، دولتونه دا مسؤلیتونه په غاړه لري، او غیرحکومتي موسسې خورا لږ مکلفیتونه لري. په داسې حال کې چې په افغانستان کې برعکس دی. هغه څه چې حکومت یې باید وکړي، هغه غیرحکومتي موسسې کوي، او دا وضعیت باید پای ته ورسیږي. طالبان باید له نړیوالې ټولنې سره په خبرو اترو کې د افغانانو د اقتصادي ستونزو لپاره په عاجله توګه دایمي حل لاره ومومي؛ که نه نو خلک به له لوږې مړه شي.

ځواب ورکړئ

ماشومان په خوارځواکۍ او لویان په ذهني کشمکش اخته دي. د هېواد ډېره برخه ځوانانو ته ډیپریشن پیدا شوی. آن ځیني د ډېرو سوچونو له وجې لیونیان شوي دي. داسې پیښې هم رپورټ شوي چې د ذهني ناروغیو له وجې په ډېرو سیمو کې د کور د یوه غړي له خوا بل غړی وهل شوی او آن وژل شوي هم دي. پلار له زوی خفه، ورور له ورور خفه، مور له خپلو اولادونو خفه. بس یو سخت حالت دی چې په خلکو تېرېږي.

ځواب ورکړئ