اقتصاد

د حاصلاتو له ډېروالي سره سره، فقر او د صادراتو لپاره د بازارونو نشتوالي د هرات بزګران ځپلي دي

د عمر راپور

بزګران وایي، په داسې حال کې چې اقتصادي بحران ژور شوی او د افغانانو له خوا د پېرودلو ځواک کمزوری شوی دی، په هرات ولایت کې د ترکاریو لپاره د خرڅلاو بازار نشته. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- بزګران وایي، په داسې حال کې چې اقتصادي بحران ژور شوی او د افغانانو له خوا د پېرودلو ځواک کمزوری شوی دی، په هرات ولایت کې د ترکاریو لپاره د خرڅلاو بازار نشته.

د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د غلام حضرت حسن زاده په نامه یوه ۴۳ کلن بزګر په ۱۴۰۱ کې په خپله ۶ جریبه ځمکه کې ترکارۍ وکرلې.

هغه وویل، حاصلات ښه ول، خو د تېر کال په پرتله په بازار کې لږ مشتریان موجود دي.

هغه وویل، «ما ډېر زحمت وایسته او په روان لمریز کال کې مې ډېرې زیاتې پیسې ولګولې خو د ګټلو پرځای مې ډېرې تاوان کړلې. سږ کال د خرڅون د نشتوالي له امله ډېرو بزګرانو ته زیانونه ور رسېدلي دي.»

درې بزګران د مرغومي په ۱۰مه د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې په خپل پټي کې ګازرې ټولوي. [عمر/سلام ټایمز]

درې بزګران د مرغومي په ۱۰مه د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې په خپل پټي کې ګازرې ټولوي. [عمر/سلام ټایمز]

هغه وویل، «موږ به دوه بورۍ سره؛ چې یوه یې توره او بله یې سپینه وه په ۴۰۰۰ افغانۍ [۴۶ ډالر] اخیستله، لاکن اوس یې قیمت ۱۰۰۰۰ افغانیو [۱۱۴ ډالرو] ته پورته شوی دی.»

هغه وویل، «ما به یوه کراچۍ ډکه ترکاري د خرڅلاو لپاره بازار ته وړله او ۸۰۰۰ افغانۍ [۹۱ ډالر] به مې پرې جوړولې، خو اوس د هماغه مقدار ترکارۍ له خرڅلاو څخه یواځې ۳۰۰۰ افغانۍ [۳۴ ډالر] ترلاسه کوم.»

هغه وویل، که مقامات د ترکاریو صادراتو ته اسانتیا برابره کړي یا معیاري سړې خونې جوړې کړي، بزګران به د تاواني کېدلو پرځای یو عاید ترلاسه کړي.

عبدالرزاق عمري چې ۳۵ کاله عمر لري، په ۱۴۰۱ کې په ګذره ولسوالۍ کې په خپله ۶ جریبه ځمکه کې ګازرې او کرم وکرل.

په داسې حال کې چې سږ کال د هغه حاصلات د تېر کال په پرتله ډېر ښه ول، هغه وویل چې بازار تولیداتو ته هېڅ تقاضا نه لري.

هغه وویل، «تجارت درېدلی او خلک ډېر غریب شوي دي. خلک د ګازرو د پېرودلو پرځای دا غوره بولي چې یوه مړۍ ډوډۍ واخلي.»

هغه وویل، په ۱۴۰۱ کې هغه د ګټې پرځای، پیسې له لاسه ورکړلې.

هغه وویل، «ما یوه بورۍ توره سره په ۶۰۰۰ افغانۍ [۶۸ ډالر] او یوه بورۍ سپینه سره په ۳۰۰۰ افغانۍ [۳۴ ډالر] واخیستله، خو زه اوس په بازار کې یو کیلوګرام ګازرې په ۲۰ افغانۍ [۰.۲۳ ډالر] او کرم په ۱۲ افغانۍ [۰.۱۴ ډالر] خرڅوم.»

هغه وویل، په داسې حال کې چې لږه تقاضا د بازار قیمتونه لا نور ښکته کوي، هغه نشي کولی چې حتی دا حاصلات هم وپلوري.

د صادراتو لپاره د ملاتړ نشتوالی

په داسې حال کې چې د ترکاریو حاصلات په ۱۴۰۱ کې زیات شول، بزګران وایي چې هغوی نشي کولی چې خپل حاصلات صادر کړي.‌

په ګذره ولسوالۍ کې د سید محمد اخترزاده په نامه یوه ۴۷ کلن بزګر وویل، د صادراتو لپاره له ملاتړ پرته، بزګران مجبور دي چې خپل حاصلات د بازار له قیمت څخه په ټیټه بیه وپلوري.

هغه وویل، «دا چې د فصل په دې وخت کې د ترکاریو حاصلات لوړ دي، په کار ده چې د دې حاصلاتو د صدور لپاره اسانتیا برابره شي. داخلي بازار دومره ظرفیت نه لري چې ټول حاصلات جذب کړي ځکه چې عرضه د تقاضا په پرتله ډېره زیاته ده.»

هغه وویل، «په هېواد کې د ترکارۍ حاصلات شته، او د کال په دې موسم کې ترکارۍ واردېږي هم.»

هغه وویل، «د داخلي تولیداتو د خرڅلاو د ملاتړ لپاره، په کار ده چې د ترکاریو د ورود ... مخه ونیول شي، خو له بده مرغه چې زښته ډیره راواردېږي.»

اخترزاده وویل هغه په پام کې لري چې په ‍۱۴۰۲ کې ترکارۍ ونه کري ځکه چې هغه په کې مالي تاوان کړی او تقاضا ورته لږه ده.‌

شاه محمد کریمي چې ۳۶ کاله عمر لري او په ګذره ولسوالۍ کې یې په خپله ۱۰ جریبه ځمکه کې ترکاري کرلې ده، وویل چې که د داخلي تولیداتو ملاتړ شوی وای، په ۱۴۰۱ کې به هغه د تاوان پرځای ګټه کړې وای.‌

هغه وویل، «که زه یوه لارۍ ترکاري بازار ته وېسم، زه نشم کولی چې له ۵۰۰۰ افغانیو [۵۷ ډالرو] څخه ډېر وګټم. سږ کال ما وار له مخه په خپل فصل باندې له ۷۰۰۰۰۰ افغانیو [۷۸۹۰ ډالرو] څخه ډېرې لګولي دي. زه نه پوهېږم چې څنګه خپلې لګول شوې پیسې بېرته ترلاسه کړم ځکه چې په بازار کې قیمونه ډېر ټیټ دي.»

هغه وویل، «په هر حال، په هرات کې د زراعتي تولیداتو ملاتړ نه دی شوی. مقامات اجازه ورکوي چې ترکارۍ او مېوې را واردې شي... خو د داخلي تولیداتو ملاتړ نه کوي.»

کریمي وویل چې د نورو سکتورونو په څېر د زراعت سکتور هم د تېر کال په اوږدو کې غټ تاوانونه کړي دي، او که وضعیت همداسې روان وي، هېڅ بزګر به دې ته چمتو نشي چې په را روان لمريز کال کې ترکارۍ او غله جات وکري.

د هرات ولایت د کرنې ریاست وویل، په سږ لمریز کال کې په هرات کې له ۶۶۰۰ هکتارو څخه په ډېره ځمکه د ګازرو، کرمو، پیازو، الوګانو، رومیانو، بانجانو، ګلپیانو، لېړوګانو او شلغمو په ګډون ترکارۍ کرل شوې وې.

یادې ادارې وویل، په داسې حال کې چې تمه کیږي د ترکاریو حاصلات تقریبا ۸۵۰۰۰ ټنو ته ورسېږي، د سږ کال حاصلات په هرات کې د بازار له اړتیاوو څخه ډېر زیاتېږي.

زیاتېدونکې بې کاري او بې وزلي

عبدالناصر قادري چې ۳۴ کاله عمر لري، په هرات ښار کې د ترکارۍ کپه چلوي.

هغه چې د خپلې اوه کسیزې کورنۍ اصلي نفقه ګټونکی دی، وویل چې هغه د ترکارۍ له خرڅلاو څخه د ورځې ۱۰۰ - ۲۰۰ افغانۍ [۱.۱۴ - ۲.۲۸ ډالر] ګټي.‌

پخوا هغه د هرات د اراضۍ ریاست کې کار کاوه خو په ۱۴۰۰ کال کې له کار نه ګوښه کړای شو.‌

قادري وویل، «زه ټوله ورځ بهر په ولاړه تېروم، خو مشتریان نشته. یواځې یو څو کسان راځي او ترکاري اخلي. زه ځینې تېرېدونکي خلک تشویقوم چې راشي او ترکاري واخلي، خو هغوی وایي چې پیسې نه لري.»

هغه وویل، «هغه وخت چې ما وظیفه لرله، هره شپه به مې کور ته څو ډوله ترکاري وړله، خو اوس چې پخپله ترکاري خرڅوم، زه نشم کولی چې کور ته ترکاري وېسم. پرځای یې، اوس زه کور ته یواځې داسې نیمه ورسته ترکاري وړم چې خلکو نه وي اخیستې.»

قادري وویل،. فقر او بې کاري داسې یوې کچې ته رسېدلې چې د کورنیو لومړیتوب دا دی چې یوه مړۍ ډوډۍ ترلاسه کړي، نه ترکاري او مېوه

په هرات ښار کې د نظام الدین پویا په نامه یوه ۳۱ کلن کارګر وویل چې هغه د تېرو دوو میاشتو په ترڅ کې هېڅ ترکاري نه ده اخیستې.

هغه وویل، «زما هېر دي چې ما کله ترکاري اخیستې ده.»

هغه وویل، «زما یواځینۍ اندېښنه دا ده چې د خپلې کورنۍ لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړم. موږ په کور کې پنځه کسان یو، او زه د خپلې کورنۍ یواځینی ګټیالی یم. زه وظیفه یا عاید نه لرم، نو څنګه زه کولی شم چې ترکارۍ او مېوې واخلم؟»

پویا وویل هغه هیله لري چې وضعیت بهتر شي او کارونه بیا پیل شي او هغه وکولی شي چې یوه وظیفه ومومي او خپلې کورنۍ ته نفقه برابره کړي.

هغه وویل، «زما ماشومان اړتیا لري چې ترکارۍ او مېوې وخوري څو روغ واوسي او لوی شي، خو زه نشم کولی چې وایې خلم. کله چې د کارونو مارکېټ ښه و، ما په اونۍ کې لږ تر لږه دوه ځلې ترکارۍ او مېوې اخیستلې، خو سږ کال موږ ډېر زیات غریب شوي یو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د دې راپور هر پاراګراف د انسان زړه سوری کوي. زمونږ خلک د داخلي او خارجي دښمنانو له لاسه داسې ژوند کوي لکه په ۱۸مه پېړۍ کې چې د نړۍ نورو خلکو کاوه. بدبختانه چې نه نړۍ والې ټولنې له مونږ سره اساسي مرسته وکړه او نه زمونږ داخلي حکومتي چارواکو د تېرو شلو - یوویشتو کالونو په ترڅ کې داسې څه وکړل چې خلکو ته اوږدمهالې ګټې ورسوي. یوازې د حاصلاتو ډېروالی ضرور نه دی. مونږ باید د خپلو تولیداتو او محصولاتو د خرڅلاو لپاره داخلي او خارجي مارکېټونه ولرو. پاکستان همیشه د مېوو او ترکاریو د رسېدلو په وخت کې خپلې دروازې بندوي چې زمونږ د خلکو په مېوو او ترکاریو بار لارۍ تر هغه په پوله ولاړې پاتې وي چې مېوې او ترکارۍ په کې ورستې شي. څومره چې د داخلي تولیداتو ډېرښت هم دی، په عین اندازه ورته د بهرنيو مارکیټونو برابرول مهم دي. د افغانستان نوی حکومت چې د خپل حماقت او بې تجربه توب له امله د نړۍ له هېڅ هېواد سره رسمي اړیکې نه لري، اوس په شمال کې د قوش تېپې کانال په جوړولو باندې کار کوي. ما پرون له ځان سره چورت واهه چې ښه که د دې کانال د حاصلاتو لپاره منظم مارکیټ پیدا نشي، د دې مېوې او ترکارۍ به چېرته خرڅول کیږي؟ د افغانستان چارواکي باید د فیل له غوږ نه راوځي. نه د نبی (ع) د زمانې په څېر نظام جوړیږي، نه امکان لري او نه اوس هغه وخت دی. په کار دی چې دوی د یوه اسلامي هېواد مثلا ترکیې، اماراتو، سعودي،‌ کویټ، مالیزیا، مصر، ... د نظام په څېر داسې نظام جوړ کړي چې د نړۍ هېوادونه یې په رسمیت وپېژني. بیا کولی شي چې د منافق پاکستان پرځای د منځنۍ اسیا هېوادونو او له هغې لارې د اروپا مارکیټونو ته لاره وباسي او خپل محصولات په کې په اسانۍ سره خرڅ کړي چې ورسره به هېوادوال له فقر او تجرید څخه وځي. وما ذالک علی الله بعزیز.

ځواب ورکړئ

بل خوا بیا ښه خبر دادی چې له افغانستان څخه بهر ته د صادراتو په کچه کې زیاتوالی راغلی دی. د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي معاونیت د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې بهر ته د صادراتو د زیاتوالي خبر ورکوي. د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ دې معاونیت نن په یوه ټویټ کې ویلي، د هېواد د اقتصادي ثبات په پار د اخیستل شویو کوټلو اقداماتو په نتیجه کې د ۱۴۰۱ کال په لومړیو نهو میاشتو کې بهر ته د صادراتو کچه ۱۴۲۴ میلون ډالرو ته رسېدلې. دغه راز ویل شوي، دا په داسې حال کې ده چې د تېرو ۱۳۹۹ او ۱۴۰۰ کلونو په لومړیو نهو میاشتو کې بهر ته د افغانستان د صادراتو کچه په ترتیب ۴۳۴ او ۴۷۸ ملیون ډالره وه. د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیالۍ دغه راز ویلي، که د صادراتو بهیر په همدې بڼه دوام وکړي نو د روان ۱۴۰۱ کال تر پایه به یې کچه دوو ملیارډ ډالرو ته ورسیږي. د ډبرو سکاره، وچه او تازه مېوه، غالۍ او یو شمېر نور توکي، بهرنیو په تېره د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته د صادراتو مهم توکي بلل شوي دي.

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې په لوړ مقدار خوراکي توکي موجود دي. د افغانستان په بازارونو کې ډیری سبزیجات شته. د تېرو کلونو په پرتله خلک د افغانستان په بازارونو کې د خوراکي توکو او سبزیجاتو کمښت نه احساسوي. هغه ستونزې چې د افغانستان خلک لري د کار نشتوالی دی. خلک پیسې نه لري چې د خپلو ماشومانو لپاره یو څه واخلي. له همدې امله په بازار کې د مشتریانو د کمښت له امله سبزیجات ورستیږي. کروندګر په خپلو کرنيزو ځمکو ډېر لګښت کوي، خو خلک د سبزيجاتو د پېرودلو لپاره پيسې نه لري. له همدې امله کروندګر خپل سبزیجات په زیان سره پلوري. که له یوه میوه پلورونکي څخه چې په خپل دوکان کې څو ډوله میوې لري پوښتنه وکړي چې کاکا، ماما یا وروره ژوند څنګه دی؟ په ځواب کې به درته ووایي چې زه پنځه سوه زره يا تر دې زيات قرضدار يم ځکه چې خرڅون نشته. دوکاندار غریب د خپلې کورنۍ د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره څه پلوري، او کورنۍ روزي او هغه میوه چې په هټۍ کې یې لري د دې میوې د پیرودونکو د نشتوالي له امله خرابیږي. دا هم تاوان دی. په حقیقت کې ۸۰ سلنه افغان دوکانداران د خپلو دوکانونو د کرایې، د خپلو مالیاتو، د خپلو کورونو د ساتنې او مصارفو د تادیه کولو لپاره له هغو پیسو پور اخلي چې په دوکانونو کې یې لري. هغوی نشي کولی هغه توکي بیا راوړي چې هغوی پلورلي دي. د افغانانو اقتصاد ورځ په ورځ خرابیږي. دوکاندار او کروندګر به په راتلونکو لسو کلونو کې د دې زیانونو جبران ونه کړای شي. پخوا به که یو دوکاندار په یوه شی لس افغانۍ لګولې، اوس د هغه شی لپاره درې افغانۍ نه لری. د کورنۍ لګښتونه هماغه شان دي لکه څنګه چې پخوا ول. دا پخپله تاوان دی. اوس داسې کار نشته چې دوکان ورته پرېږدي او هغه شروع کړي. یا الله ته د ټولو افغانانو مشکلات حل کړې.

ځواب ورکړئ