اقتصاد

د سمنګان ښځو د لنډې مودې په مخه د بادامو ماتولو کار وموند

د محمد قاسم راپور

ښځه د لړم په ۳۰مه د سمنګان ولایت په مرکز ایبک کې بادام ماتوي. [میر احمد نوروزي]

ښځه د لړم په ۳۰مه د سمنګان ولایت په مرکز ایبک کې بادام ماتوي. [میر احمد نوروزي]

سمنګان -- د شاوخوا ۳۰۰ کورنیو ښځینه مشرانو د سمنګان د وچې مېوې د اتحادیې په یوه پروژه کې چې د جرمني د نړۍ والې مرستندویې موسسې (جي ای زیډ) له خوا حمایه کیږي، د بادامو ماتولو لنډمهاله کار موندلی دی.

د سمنګان د وچې مېوې د اتحادیې رییس عبدالخالق مبارز سلام ټآیمز ته وویل، یادې اتحادیې دا دوه میاشتنی کار رامنځته کړی او ورسره یې بې وزلې ښځې په کار ګومارلي څو هغه ۲۸ ټنه بادام چې هغوی له باغوانانو څخه اخیستي دي، مات کړي.

هغه وویل، د دې پروژې هدف دا دی چې له بې وظیفې ښځو سره مرسته وکړي، بې وزلي او بې کاري کمه کړي، او د کورنیو ورځنۍ اړتیاوې پوره کړي.

دا ښځې به د لړم له لومړیو څخه د لیندۍ تر وروستیو پورې کار وکړي.

مبارز وویل، «موږ د یو من بادامو د ماتولو په بدل کې ښځو ته ۵۰ افغانۍ (۰.۵۷ ډالر) ورکوو. د هغوی هره یوه د سهار له ۷ بجو څخه د مازدیګر تر ۴ بجو پورې ۴ منه بادام ماتوي او په مقابل کې یې ۲۰۰ افغانۍ اخلي.»

هغه وویل، «دغه راز،‌ موږ هغوی ته درې منه د بادامو پوستکي په وړیا توګه ورکوو چې د سون توکو په توګه یې وکاروي.»

هغه وویل، «هغه ښځې چې عاید نه لري، په ځانګړې توګه هغه چې د کورنیو مشري پر غاړه لري، په دې پروژه کې شاملې دي.»

عاید ترلاسه کول

یو شمیر میرمنو چې په دې پروژه کې کار کوي د کارموندنې له امله مننه وکړه، او په نړیوالو مرستندویو موسسو باندې یې غږ وکړ چې د افغان ښځو لپاره نور کاري فرصتونه هم رامینځته کړي.

د ایبکو اوسېدونکې عابدې حسیني چې ۳۸ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، هغه هیله منه ده چې خپل ژوند ته وده ورکړي او د بادامو په پروژه کې د خپل کار له لارې د خپلې کورنۍ ملاتړ وکړي.

د عابدې مېړه فلج دی، او هغې ته د خپلې کورنۍ د نفقې ګټل ور ترغاړې دي.

هغې وویل، «په تېرو څو میاشتو کې زموږ اقتصادي وضعیت ښه نه و. په دې مرکز کې د کار له پیلولو راهیسې زما اقتصادي ژوند بهتر شوی دی.»

هغې ټینګار وکړ چې، «موږ د نفقې ګټلو لپاره مجبور یو چې کار وکړو.‌ که موږ په داسې پروژو کې برخه وانه خلو، موږ به په ټولنه او خپله کورنۍ باندې بار و اوسو.»

عابدې وویل، «زه ډېره خوشحاله یم چې کولی شم له خپل کور څخه بهر کار وکړم او په داسې سخت حالت کې یو عاید ترلاسه کړم. زه غواړم چې په راتلونکي کې یو تجارت ولرم او د نورو ښځو لپاره هم کاري فرصتونه برابر کړم.»

د پروژې یوې بلې کارکوونکې مهرالنساء چې ۴۲ کاله عمر لري، وویل د هغې کورنۍ نارینه سرپرست نه لري او هغه مجبوره ده چې د خپلې کورنۍ مالي اړتیاوې پوره کړي.‌

هغې وویل، «هغه ۲۰۰ افغانۍ چې موږ یې دلته ترلاسه کوو زموږ لپاره ډېرې ښې دي. دغه راز، موږ د هغو بادامو چې موږ یې ماتوو پوستکي ترلاسه کوو، چې کولی شو په ژمي کې یې د سون توکو په حیث وکاروو.»

هغې وویل، کورنۍ معمولا د سون توکو د تادیاتو لپاره کافي اندازه پیسې نه لري او دې ته یې اشاره وکړه چې «زما په څېر ډېرې غریبې او بې کاره ښځې شته چې دلته کار کوي».

هغې وویل، «هر څوک په دې خوښ وي چې کار ولري او په ژمي کې د تودوخې برابرولو لپاره پوستکي ترلاسه کړي،» او زیاته یې کړه چې ښځې په راتلونکي کې نور کاري فرصتونه غواړي.

د کورنیو ملاتړ کول

د سمنګان ولایت د اقتصاد ریاست کې د غیرحکومتي موسسو د ادارې مدیر عبدالرحمان قادري وویل، د سمنګان د وچې مېوې د اتحادیې له خوا تطبیق شوې پروژه په ځانګړې توګه بې کاره ښځې په نښه کوي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «موږ هڅه کوو چې ډېرو ښځو ته کار برابر کړو، څو هغوی وکولی شي چې په ټولنه کې فعالې اوسي او د خپلو کورنیو مالي ملاتړ وکړي.»

هغه زیاته کړه، «ځینو ځایي او نړۍ والو مرستندویو موسسو چې په سمنګانو کې فعالیت کوي د ښځو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو په مخه بېلابېلې پروژې پیل کړياو له هغوی سره مرسته کوي چې پر ځان بسیا شي. موږ په ډېرېدونکې توګه د دې پروسې ملاتړ کوو.»

د ایبکو یوه اوسېدونکي عبدالمقیم نظري چې ۳۳ کاله عمر لري، وویل، «ښځې د خپلو کورنیو قوي ستنې دي. هغوی کولی شي چې په اقتصادي ستونزو لاسبرې شي.»

هغه زیاته کړه، «په هېواد کې ډېرې با استعدادې ښځې شته چې په کورونو کې ایسارې دي. که هغوی راوځي او کار وکړي، هغوی کولی شي چې د ټولنې په اقتصادي پرمختګ کې مرسته وکړي.»

هغه وویل،‌«په هېواد کې روان وضعیت د پیاوړو ښځو سخت زیار ته اړتیا لري. له دې امله، دا مهمه ده چې هغوی یو د بل ملاتړ وکړي او په نتیجه کې هغوی په ګډه په روانو ستونزو برلاسې شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

واو. دا خو د خوشحالۍ خبره ده. لاکن پیسې یې کمې دي. اجوره باید ورته زیاته کړي. او د بادامو پوستکي باید ټول همدغو ښځو ته ورکړي چې کورونه پرې تاوده کړي. تل دې وي افغانستان

ځواب ورکړئ

دا ښه ده چې په دې ساړه ژمي کې ډېرې ښځې چې په تېرو جګړو کې یې خپل مېړونه له لاسه ورکړي او اوس د کورنیو مسوولیت پر غاړه لري، ښه کارونه لري، خو زه شخصاً د دغو موسسو له کړنو راضي نه یم. که ۱۰۰۰ ډالره مرسته وشي، نیمایي یې د ادارو د اداري لګښتونو لپاره مصرفیږي، او خلک یې ډېر لږ ترلاسه کوي. په ټولنيزو کميټو او شوراګانو دې زيات تمرکز وشي او هغوى ته دې اجازه ورکړل شي چې مرستې په مستقيم ډول ترلاسه کړي او د خپلو کلیو او ټولنې له حالاتو سره سم د يوه شفاف ټولنيز ميکانيزم له لارې وويشي. بل خوا دا موسسې له لسیزو راهیسې له افغانانو سره مرستې کوي، خو افغانان هماغسې بې وزله پاتې دي، او وضعیت یې نه دی ښه شوی.

ځواب ورکړئ

دا کارونه ډېر عادي دي. خلک د ژوند له سختو سره لاس او ګرېوان دي. پرون په کندهار کې یوه خبریال ځان وژنه کړې ده. همداسې په نورو ولایتونو کې هم ورته پیښې شوي دي. تر هغه چې منظم کارونه خلکو ته پیدا نه شي او ډاډ ترلاسه نه کړي دغسې پېښې به لا دوام کوي. اسلامي امارت چې اول کې واک ته ورسېد چیغې به یې وهلې چې امن ده، سوکالي ده، فساد نشته. دا او هغه شل او زر کیسې به یې کولې خو اوس د ارګ په څو مترۍ کې خلک غلاوې کوي، یو بل په چاقو ګانو وهي او د جېب سامانونه یې ورځیني وړي. هغه که مبایل وي که نغدې پیسې وي او ان موټر غلا کېږي. حکومت او مرستندویه مؤسسات دې پر ځای د دې په اوږدمهاله کارونو فکر وکړي، د دې بدیل دې پیدا کړي چې د لنډ مهال نه څنګه خپلې پروژې په اوږدمهال کې تطبیق کړي. وضعیت بیخي خراب او په دې بادامو نه شل کېږي.

ځواب ورکړئ

د خلکو ژوند ورځ تر بلې د خرابېدو خوا ته روان دی. فکر نه کوم چې لنډمهاله پروژې زمونږ خلکو ته کومه ځانګړې فایده وکړي. افغانان په ډېر بد وضعیت کې دي. وا مې ورېده چې ځینو خپل اولادونه خرڅ کړل، خپلې ګردې یې خرڅې کړې تر څو خپل اولادونه پرې وساتي. مونږ په تېر شل کلن دور کې څه پیسې په جنګ مصرف کړې څه غلو یوړې. ملت خراب شو. ملت ته هیڅ داسې څه ورپاتې نه شول چې اوس یې ګټې ته کېني. همدا د نړیوالو د مرستې او بشري وروګلوۍ وخت دي. مرستې چې په داسې څه مصرف شي چې اوږدمهاله فایده ولري ښه به وي. دغه ډول لنډمهال پروژې یا د موسساتو له خوا د یوې بوجې اوړو، ورېژو... دا مرستې ژوند ژغورلی شي خو سبا به بیا سوال ته ناست یو. نړیوال دې افغانانو سره داسې مرستې وکړي چې ژوند یې تصمین شی.

ځواب ورکړئ

بهرنۍ موسسې هڅه کوي چې د بې وزلو میرمنو لپاره د کار چاپیریال رامینځته کړي ترڅو بې وزله میرمنې یو څه پیسې وګټي او دا پیسې د خپلو ماشومانو لپاره د خوراکي توکو په اخیستلو کې وکاروي. بايد يادونه وشي چې د دغو ښځو لپاره چې د خپلو کورنيو مشري کوي ٢٠٠ افغانۍ کافي نه دي. د ۹ ساعتونو کار په جریان کې د ۲۰۰ افغانیو اندازه حتی د یوې غریبې ښځې لپاره هم بسنه نه کوي چې د ۹ ساعتونو لپاره له کوره ووځي او د ورځې په پای کې ۲۰۰ افغانۍ لاسته راوړي. زما په اند ۲۰۰ افغانۍ د یوې ښځې لپاره چې د خپلې کورنۍ مشره وي، بسنه نه کوي. بهرني سازمانونه اقتصادي وضعیت او په بازار کې د خوراکي توکو بیې ارزوي او بیا اقدام کوي. بهرني سازمانونه لږ تر لږه مرسته کوي او د کار زمینه ورته برابروي. دوی ته دومره پیسې ورکړئ چې د خواړو اړتیا پوره کړي. دا ښځې مجبور دي چې د ۹ ساعتونو لپاره د ۲۰۰ افغانیو لپاره خپل کور پریږدي. یوازې خدای پوهیږي چې د هغو ماشومانو به څه حال وي چې میندې یې کارونو ته ځي او هغوی یوازې پاتې کېږي. الله دی د افغانستان په مسلمانانو رحم وکړی

ځواب ورکړئ