د ښځو حقوق

د دروازو پرانستل کېدل: د مزارشریف رسټورانټ ښځې هڅوي چې کار وکړي او یو ځای ډوډۍ وخوري

د محمد قاسم راپور

د دغه رسټورانټ چې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یوې ښځې سوداګرې یواځې ښځو ته د خدمت کولو لپاره جوړ کړی، هدف دا دی چې ښځې وهڅوي څو له خپلو کورونو څخه د کار کولو لپاره وځي او خپل وخت سره ګډ تېر کړي. [عکاس: مجتبی احمدي]

کندوز -- یو نوی رسټورانټ چې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یوې ښځې سوداګرې یواځې ښځو ته د خدمت کولو لپاره جوړ کړی، هدف دا دی چې ښځې وهڅوي څو له خپلو کورونو څخه د کار کولو لپاره وځي او خپل وخت سره ګډ تېر کړي.

د رسټورانټ مالکې راحلې یوسفي، چې ۴۵ کاله عمر لري او په مزارشریف کې د یوه ښوونځي ښوونکې وه، وویل چې هغې دا رسټورانټ د دې لپاره جوړ کړ چې وښیي چې ښځې کېدی شي پیاوړې شي او کولی شي چې ځایي خلکو او په ځانګړې توګه نورو ښځو ته خدمتونه وړاندې کړي.

د سبز هري په نامه دغه رسټورانټ د تلې په ۱۸مه پرانستل شوی دی.

یوسفي وویل، «ما په دغه رسټورانټ کې ۲۰۰۰۰۰ افغانۍ (۲۳۰۰ ډالر) پانګونه وکړه. زه نورې ښځې او نجونې هم هڅوم چې دې ته ورته فرصتونه ولټوي او دا نوښت وکړي چې د هغوی په څېر نورو ښځو سره مرسته وکړي.»

په دې عکس چې د تلې په ۱۸مه اخیستل شوی، د رسټورانټ مالکه راحله یوسفي چې ۴۵ کاله عمر لري، په مزارشریف کې د هغې په رسټورانټ کې چې مېلمنې او کوربنې یې ټولې ښځې دي، لیدل کیږي. [عکاس: مجتبی احمدي]

په دې عکس چې د تلې په ۱۸مه اخیستل شوی، د رسټورانټ مالکه راحله یوسفي چې ۴۵ کاله عمر لري، په مزارشریف کې د هغې په رسټورانټ کې چې مېلمنې او کوربنې یې ټولې ښځې دي، لیدل کیږي. [عکاس: مجتبی احمدي]

هغې وویل، «زما په رسټورانټ کې ټولې کارمندانې ښځې دي، او هغوی کولی شي چې د پلاو، سوپ، کباب او منتو په څېر ډول ډول محلي خواړه تیار کړي.»

یوسفي وویل هغه هیله لري چې د ښځو تر منځ د لېوالتیا حس رامنځته کړي او هغوی وهڅوي چې د پر ځان بسیاینې لپاره هڅه وکړي، او بیا وکولی شي دا زړورتیا ترلاسه کړي چې له خپلو کورونو څخه راوځي او خپله پوهه او تجربې له نورو سره شریک کړي.‌

هغې وویل، «ښځې باید له خپلو کورونو څخه راوځي او کار وکړي. له خپلو مېړونو او پلرونو څخه د پیسو غوښتلو لپاره سوال کول ښه طریقه نه ده.‌ هغوی باید کار وکړي او پر ځان بسیا شي.»

هغې وویل، «بهر ته په وتلو او کار کولو سره، مونږ کولی شو ثابته کړو چې ښځې دا استعداد او وړتیا لري چې فعالې شي او د سړیو په څېر له ټولنې سره همکاري وکړي.»

یوسفي وویل، هغه داسې فرصتونه لټوي چې خپلې سوداګرۍ ته پراختیا ورکړي. مثلا، هغه غواړي په خپل رسټورانټ کې یو کتابتون جوړ کړي چې ښځې د کتابونو لوستلو ته وهڅوي.

د ښځو او نجونو لپاره خوندي ځای

د مزارشریف ګڼ شمېر ښځو د دغه رسټورانټ د پرانستلو هرکلی وکړ او په نورو سوداګرو باندې یې هم غږ وکړ چې د ښځو لپاره دې ته ورته فرصتونه برابر کړي.

د مزارشریف یوې اوسېدونکې مستورې چې ۲۷ کاله عمر لري او د پرانستې په ورځ رسټورانټ ته راغلې وه، وویل،‌ «زه په لومړي ځل او په کور کې له اوږده وخت تېرولو څخه وروسته دلته راغلم.»

بنفش چې پخوا یې له یوې غیرحکومتي موسسې سره کار کاوه، وویل چې د رسټورانټ له پرانستل کېدلو څخه مخکې،‌ «مونږ له کور څخه بهر داسې مناسب ځای نه درلود چې سره یوځای شو یا له خپلو دوستانو سره یو فعالیت ترتیب کړو.»

خو بنفش وویل چې په سبز هري کې هغه دا خوندیتوب احساسوي چې خپله برقع لیرې کړي او له نورو ښځو سره ګډ مجلس وکړي.

هغې وویل،‌ «په حقیقت کې، دا زما په کور سربېره بل داسې ځای دی چې زه کولی شم ځان په کې خوندي احساس کړم او له برقع پرته په کې اخوا دې خوا وګرځم.»

هغې زیاته کړه، «د دې ته ورته رسټورانټ پرانستل د دې یو ښه نوښت دی چې ښځې په ټولنه کې ښکېلې کړای شي او مونږ هیله لرو چې نورې سوداګرې به هم دا لاره تعقیب کړي.»

د مزارشریف یوې بلې اوسېدونکې او د بلخ پوهنتون د دویم کال محصلې بهارې احمدي چې ۲۳ کاله عمر لري، وویل، «زه ډېره زیاته خوشحاله یم چې زه نن رسټورانټ ته راغلې یم.»

هغې وویل، «اوس ښځې او نجونې کولی شي چې په ارام فکر سره رسټورانټ ته راشي، دلته له بېلابېلو خوړو څخه خوند واخلي، ... یوه له بلې سره خبرې وکړي او خپلې تجربې سره شریکې کړي.»

د ښځو په مشرۍ نوښتونو هڅول

په شمال زون کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیالې محبوبې زماني وویل، په مزارشریف کې د ښځو لپاره د ځانګړیو رسټورانټونو نشتوالي د ښځو زړونه له دې نه ساړه کړي چې د خوړو لپاره له کورونو څخه بهر وځي.

هغې وویل، «ښځو تل ثابته کړې چې هغوی لیاقت لري او کولی شي چې په ننګونو باندې برلاسې شي. له دې پاره، هره ښځه، حتی که هغه یو کوچنی کاروبار هم لري، کولی شي چې د نورو ښځو لپاره د کار یو خوندي چاپېریال برابر کړي څو ټولنه له بې وزلۍ څخه خلاصه شي.»

زماني په نورو ادارو باندې هم غږ وکړ چې د ښځو د سوداګرۍ د پیاوړي کولو او د ښځینه سوداګرو د ملاتړ کولو لپاره یو بل ته لاسونه ور او همکاري ورسره وکړي.

د بلخ د کانونو او صنایعو د خونې رییس امام الدین سنایی زاده وویل، «موږ د ښځو تر مالکیت لاندې داسې نوښتونو، چې د نورو ښځو لپاره ټولنیزې ستونزې هواروي، هرکلی کوو.»

هغه وویل، «موږ په مرستندویه ټولنه او خیریه موسساتو باندې غږ کوو چې د ښځو د سوداګریزو فعالیتونو د تقویه کولو د نوښتونو ملاتړ وکړي. دا خونه هڅه کوي چې د ښځو لپاره د کار کولو او د هغوی له استعدادونو څخه د کار اخیستلو او د ټولنې د فعالو غړو کېدلو لپاره فرصتونه رامنځته کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

7 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

آغلې یوسفي تاسو د دې رستورانت په پرانیستلو سره څو کارونه کړي دي: ۱. ځکه چې په افغانستان کې، ښځې تل د نارینه وو لخوا ګواښل کیږي، دا رستورانت هغوی ته د خوړو لپاره خوندي ځای دی، ۲. رستورانت یو شمیر ښځو ته کاري فرصتونه رامنځته کړل، ۳. او تاسو، آغلې یوسفي، وښودله چې ښځې په هر حالت کې کار کولی شي. روښانه راتلونکی درته غواړم.

ځواب ورکړئ

څرنګه چې افغاني ټولنه یوه سني ټولنه ده او خلک یې تر ډیره حده دیني ارشادات عملي کوي او درناوی ورته کوي، دې میرمنې یوازې د ښځو لپاره د دې رستورانت په جوړولو او په دې لاره کې د خدمتونو په وړاندې کولو سره یو لوی او ښه کار کړی دی. د رسټورانټ مالکه ښځه ده، کارکوونکې یې ښځې دي او مدیریت یې هم له ښځې سره دی. بیا پوښتنه نشته چې ولې باید کار ونه کړي؟ د ښځو لپاره باید کافي شاپونه پرانستل شي، د ښځو لپاره باید کتابتونونه جوړ شي او ورزشي کلبونه باید جوړ شي.

ځواب ورکړئ

له زړورې او نوښتګرې میرمنې آغلې یوسفي څخه مننه کوم چې تر یوه چت لاندې یې د ښځو په راټولولو، د نظریاتو د تبادلې او د ټولنې د واقعیتونو د مطالعې او زده کړې او په ټوله افغاني ټولنه کې د سیاسي او اقتصادي ستونزو د حل کولو لپاره د کتابتون په جوړولو سره خپله وړتیا ښودلې ده، خو له بده مرغه د امام الدين سنايي په څېر ځينې کسان شته چې اوس هم هڅه کوي چې د آغلې يوسفي په څېر آزادۍ غوښتونکې ښځې له بهرنيانو سره ونښلوي او د خپلواکۍ پر ځای یې نورو پورې تکیې کولو ته وهڅوي. زه ټینګار کوم چې آغلې یوسفي باید د داسې خلکو له فریبونو خبره وي او د تېر حکومت په لسو کلونو باندې دوکه نشي. هغه باید هغه لاره هم بدله نه کړي چې د ښځو د روښانتیا، یووالي او پیوستون لپاره یې هواره کړې ده. د آغلې یوسفي د سخاوت، ښوونې او روزنې خوځښت دې پیاوړی اوسي.

ځواب ورکړئ

دا یو د ستاینې وړ نوښت دی. د دې معنی دا ده چې د ښځو رستورانت د ښځو له خوا ښځو ته خدمت وړاندې کوي. دا رسټورانټ به د دغو ښځو د کورنيو لپاره د عايد د يوې سرچينې په رامنځته کولو سربېره په رستورانونو کې د ډوډۍ خوړلو کلتور ته هم وده ورکړي، ځکه چې ډېرې مېرمنې به دې رستورانت ته د تګ لپاره وهڅول شي. د طالبانو د واکمنۍ په رامنځته کېدلو سره ښځې بندیانې شوي دي او د دغه رستورانت په پرانیستلو سره به وکولی شي چې له خپلو ملګرو او کورنیو سره د خوښیو څو شېبې تیرې کړي. کاش چې د دغو رستورانتونو شمېر زیات شي او ډېرې ښځې وکولی شي چې خوند ترې واخلي. مننه

ځواب ورکړئ

وا! څومره عالي او الهام بښونکی خبر. د دې خبر لوستلو د ورځې په پای کې زما ستړیا راختمه کړه. ډیر پخوا مې اوریدلي وو چې کله چې وخت ستاسو په وړاندې تیریږي، د وخت په مقابل کې مبارزه وکړئ او ځان ورسره همغږي کړئ. اغلې راحیله یوسفي یوه ښوونکې وه، خو د طالبانو له خوا د لګول شویو محدودیتونو له امله یې، چې په ټولنه کې د افغان ښځو د منزوي کولو هڅې کوي، خپله دنده له لاسه ورکړه. په هرصورت، هغې ناکامي ونه منله او په زړه پورې او د ستاینې وړ کار یې پیل کړ. په دې کار سره هغه په مستقيم ډول له ځان سره مرسته کوي او څو نورو ښځو ته د کار زمينه برابروي. د هغې زړورتیا په افغانستان کې نورې ښځې هڅوي چې ناکامي ونه مني او داسې نوښتونه وکړي.

ځواب ورکړئ

دا ښه خبر دی. دا ډول فعالیتونه چې د ښځو له خوا تر سره کیږي باید په ټول هیواد کې پراخ شي. دا ډول نوښتونه باید په جلال اباد، کندهار، هرات او نورو ولایتونو کې ترسره شي. که د نړۍ ښځو او په ځانګړې توګه د اسلامي هېوادونو ښځو او د ګاونډيو ايران او پاکستان ښځو ته وګورو، نو افغان مېرمنې تر هغو ډېرې مستورې او باحجابې دي. کله چې ښځه په حجاب کې له کوره ووځي او داسې ځای ته ولاړه شي چې هلته یوازې ښځې وي، د رستورانت خاونده ښځه وي، کارکوونکي یې ښځې وي او اداره یې هم له ښځو سره وي. بیا هیڅ سوال نه پیدا کیږي چې ولې باید هغوی لاړې نشي. د ښځو لپاره دې کافي شاپونه پرانستل شي، د ښځو لپاره دې کتابتونونه جوړ شي او د ورزش کلپونه دې جوړ شي.

ځواب ورکړئ

دا چې افغاني ټولنه یوه سنتي ټولنه ده او خلک یې مذهبي مسایل تر ډېره حده نظر کې نیسي او په احترام ورته قایل دي؛ نو دې مېرمنې واقعیت یو نوښت او ښه کار کړی چې یوازې د ښځو لپاره یې دا رستورانت جوړ کړی او له دې لارې خدمت کوي. افغان اوسني چارواکي هم تر ډېره په همدې کشمکش کې دي چې څنګه کولی شي سړي له ښځو په هره ساحه کې جدا کړي. نو د دې لپاره چې ښځې په راحته خپل خواړه وخوري، دمه جوړه کړي او یا هم څو شېبې خبرې وکړي دا یې ښه ادرس دی او باید په لویه کچه یعني ولسي او د حکومت په کچه یې ملاتړ وشي.

ځواب ورکړئ