اقتصاد

په بغلان کې ښځو د ۲۰۰ نورو ښځو لپاره کاري فرصتونه برابر کړي دي

د محمد قاسم راپور

څلورو افغانو ښځو په بغلان ولایت کې د خوړو او لاسي صنایعو د تولید یو مرکز جوړ کړی چې د ۱۹۰ ښځینه پخوونکیو او صنعتګرانو لپاره یې کاري فرصتونه رامنځته کړي دي. [عکاس: عبدالحمید رضواني]

پلخمري -- له مرغومي میاشتې راهیسې چې څلورو ښځو د خراسان د خوراکي توکو او لاسي صنایعو د تولید مرکز جوړ کړی، د بغلان ولایت تصدۍ د ۱۹۰ ښځینه اشپزانو او صنعتګرانو لپاره کاري فرصتونه رامنځته کړي دي.

د مرکز مرستیالې عاطفې سادات وویل، دا مرکز چې بیلابیل ډول خواړه تولیدوي او خرڅوي، د دې لپاره جوړ کړای شو ترڅو کم وسه ښځې وکولی شي له خپلو کورونو څخه وځي، کار وکړي او نفقه وګټي.

هغې وویل، د داسې کارونو ترسره کول هغوی ته اجازه ورکوي چې په کور کې د ایسارتیا له رواني زجر څخه خلاصې او د خپلو کورنیو لپاره پیسې وګټي.‌

سادات وویل، «موږ هر ډول کېک، کولچې او خواږه لکه مېټایي، شیریني، مربا او لبنیات تولیدوو او خرڅوو. دغه راز، موږ د نورو شیانو تر څنګ اچار، چکني، منتو، مساله، سوپ، برګرونه او لوبیا تولیدوو.»

کارکوونکې د کب په ۱۷مه د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې د خراسان د خوړو او لاسي صنایعو د تولید مرکز کې تازه پخه شوې ډوډۍ بسته بندي کوي. [عکاس: عبدالحمید رضواني]

کارکوونکې د کب په ۱۷مه د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې د خراسان د خوړو او لاسي صنایعو د تولید مرکز کې تازه پخه شوې ډوډۍ بسته بندي کوي. [عکاس: عبدالحمید رضواني]

هغې وویل، «د خوږو د تولید او د خوراکي توکو د چمتو کولو او د هغو لپاره د بازار موندلو په برخو کې ۴۰ ښځې کار کوي.»

هغې زیاته کړه، ښځې د ټولنې کاملا ماهرې او مستعدې غړې دي او هېڅکله به هم په هغوی باندې د لګول شویو بندیزونو پر ضد مبارزه ونه دروي.

دغه مرکز د لاسي صنایعو یوه نوې څانګه پرانستې،‌ چې تر ۱۵۰ پورې ښځې په کې په کار ګومارل شوي دي.

د لاسي صنایعو د څانګې رییسې لیلا کاظمي وویل، «موږ وار له مخه ښځې روزلي، او هغوی اوس د ښځو د هر ډول کالیو په اوبدلو، ګنډلو، ګلدوزۍ او ټیکريو جوړولو په برخو کې بوختې دي.»

هغې وویل، «ډېری هغه ښځې چې دلته کار کوي ډېرې غریبې او له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي،» او زیاته یې کړه چې دا مرکز کولی شي له هغوی سره مرسته وکړي چې د خپلو کورنیو لپاره نفقه وګټي.‌

هغې وویل، «دغه راز دا به د راتلونکي په هکله د هغوی د اندېښنو او تشویشونو په کمولو کې مرسته وکړي.»

په کور کې له ایسارتیا څخه خلاصون

د پلخمري یوې اوسېدونکې حبیبې صمدي په بغلان کې د تدریس چارې پر مخ وړلې خو وظیفه یې له لاسه ورکړه.

هغې وویل، «ما د بغلان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي څخه د لېسانس سند ترلاسه کړی دی. راتلونکیو نسلونو او په ځانګړې توګه نجونو ته د تدریس پرځای، زه پرته له دې چې دلته راشم او ګنډل وکړم بله لاره نه لرم.»

هغې وویل، خو تر موجودو شرایطو لاندې هغه خوشحاله ده چې کولی شي له خپل کور څخه راوځي او کار وکړي.

هغه په دغه مرکز کې د ښځو کالي ګنډي او وایي، «ترڅو وکولی شم خپلو بچیانو ته نفقه برابره کړم».

هغې وویل، «دا یوه غمیزه ده چې ښځې د هغوی په کورونو کې ایسارې دي او نشي کولی چې بهر وځي،» او ټینګار یې وکړ چې، «ښځې د سړیو په څېر استعداد او وړتیا لري او کولی شي چې د ټولنې په پرمختګ کې مرسته وکړي.»

هغې وویل، «په اوس وخت کې چې سړي نشي کولی کارونه ومومي، ښځې باید په کورونو کې کېنني او پرې نه ږدي چې ماشومان یې له لوږې مړه شي. هغوی باید کار وکړي او په بېلابېلو کارونو کې برخه واخلي.»

شکېبا محمدي، چې د خپلې کورنۍ یواځینۍ نفقه ګټونکې ده، وویل چې هغه هره میاشت د خوږو، کېک او کولچو د تولیدولو له لارې کافي اندازه پیسې ګټي او خپل ماشومانو ته پرې نفقه برابروي.

هغې وویل، «که زه په کور کې پاتې شم او کار ونه کړم، زما ماشومان به له لوږې مړه شي،» او زیاته یې کړه چې ښځې په کور کې ایسارول او له کار کولو څخه منع کول به یواځې دا وکړي چې روان اقتصادي بحران به لا نور ژور او غریبي ډېره کړي.

د کورنیو د اقتصاد ملاتړ کول

زرغونې عظیمي چې د دغه مرکز رسټورانټ چلوي، وویل، «زه ډېره خوشحاله یم چې کولی شم د ډېرو خویندو لپاره کاري فرصتونه برابر کړم. هغوی کولی شي چې په خپلو پښو ودرېږي او نور د ټولنې پر اوږو بار ونه اوسي

هغې وویل، «له نېکه مرغه چې زموږ مشتریان ورځ تر بلې زیاتېږي. دا د ښځو او په ځانګړې توګه د کورنیو لپاره یو خوندي ځای دی. هغوی چې هر وخت وغواړي کولی شي دلته راشي او هر ډول خوندور خواړه وخوري.»

هغې وویل، که مرکز وکولی شي چې د خپلو تولیداتو لپاره یو مناسب مارکېټ پیدا کړي، «موږ باوري یو چې موږ کولی شو په راتلونکیو میاشتو کې د خپلو خویندو لپاره لا ډېر کاري فرصتونه رامنځته کړو.»

د بغلان د والي ویاند اسدالله مصطفی هاشمي وویل، ځایي چارواکي هڅه کوي چې د ښځو لپاره په بېلابېلو برخو کې کار رامنځته کړي.

هغه وویل، «بغلان په افغانستان کې له نورو ولایتونو څخه مختلف نه دی. دلته هم د ښځو لپاره کاري فرصتونه شته.»

هغه زیاته کړه، «ډېر وخت نه کیږي چې، موږ د ښځو د لاسي صنایعو یو نندارتون ترسره کړ، او زموږ هڅې به دوام ومومي.»

هاشمي وویل، «موږ د داسې یوه مارکېټ د جوړولو امکانات لټوو چې د ښځینه سوداګرو لپاره ځانګړی شوی وي، څو هغوی وکولی شي چې خپل تولیدات په یوه خوندي چاپېریال کې په ارامۍ سره خرڅ کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

نړیوال بانک په یوه تازه راپور کې ویلي چې افغانستان د خوراکي توکیو له نړیوال بحران سره مخ دی او د ۳،۲ میلیونو ماشومانو په ګډون ۴ میلیونه وګړي له پنځو کلونو کم عمره خوارځواکي دي. د راپور له مخې، د افغانستان ډېری خلک د خپلو لومړنیو خوراکي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د مبارزې تګلارې ته اړتیا لري او د اقلیم بحران د خوراکي توکو وضعیت خراب کړی، چې له امله یې ۳۰ ولایتونه د اوبو له ټیټ کیفیت څخه شکایت کوي. نو سړی ویلی شي چې ګودامونه له خوراکي توکو ډک دي خو د هغه چا لپاره چې پیسې ولري خو دا چې یو څوک نه پیسې لري او نه کار نو خوراکي توکي له کومه کړي؟ زه خو وایم هر څوک چې یوازې او یوازې د دوه نفره د بوختولو ظرفیت لري، صرفه دې نه کوي او پیل دې وکړي. دې ښځو چې ښځو ته کار جوړ کړی د ستایلو دي. او د اوبو د کمښت موضوع خو حل کیدای شي په هغه صورت کې چې سولرې کنټرول شي او د اړتیا وړ اوبه له ځمکې ووېستل شي. مګر خلک خپله له ځمکې او انسانانو سره ناانصافي کوي نهایت بې ځایه اوبه مصرفوي.

ځواب ورکړئ

هر شخص او فرد چې دا امکانات لري او ځان او نور کسان په کار بوختولی شي مسؤلیت یې جوړېږي چې خپله برخه افغانستان جوړ او د خپلو خلک لاسنیوی وکړي. خپله برخه افغانستان جوړول په دې مانا چې یو اباد افغانستان. بیا به د نورو احتیاج ته نه کېنو او نه به مشکلات لرو که ولرو هم کم به وي.

ځواب ورکړئ