اقتصاد

د خوړو د نړۍ وال پروګرام ملاتړ په بې وزلو افغانو ښځو باندې تمرکز کوي

د امین الله راپور

یو مزدورکار د لړم په ۱۰مه په کابل کې د کار موندلو لپاره انتظار کوي. [امین الله/سلام ټایمز]

یو مزدورکار د لړم په ۱۰مه په کابل کې د کار موندلو لپاره انتظار کوي. [امین الله/سلام ټایمز]

کابل -- د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) په لسګونو داسې پروژې تطبیقوي چې هدف یې له افغان ښځو سره مرسته کول دي. په دې لړ کې یوې پروژې داسې مهم زراعتي وسایل ورکړي چې د هغوی د کورنیو په مړولو او د یو څه عاید په ترلاسه کولو کې ورسره مرسته کوي.

د ډبلیو اېف پي په وینا، په افغانستان کې د هغو کورنیو چې مشرانې یې ښځې دي تقریبا ۹۸٪ دا وخت د خوړو له کموالي سره مخامخ دي.

په افغانستان کې د ډبلیو اېف پي ویاند فیلیپ کروپف سلام ټایمز ته وویل، «ښځې او نجونې ډېرې زیاتې بې وزلې دي، او تاوتریخوالي او د اقتصادي ناورین اغېزو په نامتناسب ډول ځپلي دي.»

هغه وویل، «د ښځو تعلیمي او معیشتي فرصتونه کم شوي، او د خوړو نه تأمین د امېدوارۍ، تي ورکولو او پېغلتوب پر وخت د ځانګړیو غذایي اړتیاوو له مخې ښځې د خوارځواکۍ له نامتناسب خطر سره مخامخ کوي.»

کروپف وویل، له بې وزلو افغان ښځو او نجونو سره د مرستې په لړ کې، ډبلیو اېف پي په ۲۷ ولایتونو کې د بې وزلو خلکو د ملاتړ په لړ کې پروژې تطبیق کړي دي.

هغه وویل، دغه ډول یوې پروژې له ښځینه کروندګرو سره مرسته کړې چې د خوراکي توکو د کرنې لپاره د خپلو کورونیو باغچو څخه کار واخلي، او حاصلات یې نه یواځې پخپله وکاروي بلکې د عوایدو د یوې سرچینې په توګه ترې استفاده وکړي.

کروپف وویل، ډبلیو اېف پي او د کرنې او کلیو د پرله پسې ودې موسسې (سارکدو) په نامه یوې شریکباڼې غیرحکومتي موسسې « ۳۵ د مېوې او ترکارۍ لمریز وچوونکي ماشینونه ښځو ته وتزیع کړل چې ۲۰ په لغمان ولایت او ۱۵ په ننګرهار ولایت کې توزیع شوي.»

کروپف وویل، د دې او دې ته ورته نورو پروژو هدف دا دی «چې د هغو بې وزلو ښځو چې ډېرې یې داخلي بې ځایه شوي دي، ملاتړ وشي څو هغوی پروسیس شوې مېوې او ترکارۍ تولید کړي چې په کورونو کې ترې کار واخلي او اضافي یې په ځایي مارکېټ کې خرڅ کړي.»

هغه زیاته کړه،‌ د کچالو، زردالو، الو، مڼو، انګورو، رومیانو او لېړوګانو په څېر ترکارۍ او مېوې تر ډېره په لغمان او ننګرهار کې کیږي، او وچوونکي ماشینونه هم هلته وېشل شوي دي.

هغه وویل، «د لمر په وسیله د مېوو او ترکاریو وچول د ګرد، حشرو، مرغیو او نورو حیواناتو په وسیله د ککړتیا په څېر ستونزې چې په دودیز ډول ښکاره لمر ته د وچولو په برخه کې موجودې دي، حلوي. دغه راز د وچولو په شرایطو باندې د کنټرول د کموالي، او د ډېرو وچېدلو له امله د خرابېدلو امکانات رامنځته کوي.

هغه زیاته کړه، همدارنګه دا تخنیک خوراکي توکي داسې پروسیس کوي چې کېدی شي د اوږدې مودې په مخه په الماریو کې وساتل شي.

د سارکدو رییس حاجي تهماس حفظي وویل، «موږ په لغمان کې ۲۰ ښځو ته د دوه موسمونو زراعتي تخمونه او سره، ځینې زراعتي وسایل، او د مېوې او ترکاریو وچوونکي ماشینونه ور وېشلي دي.»

تهماس وویل، هر مېوه او ترکاري وچوونکی ماشین ۵۸۰۰۰ افغانۍ (۶۵۶ ډالر) قیمت لري.

حفظي وویل، «د کروندګرو کار ښه دی، او ځینو یې وار له مخه خپل حاصل ټول کړی دی. هغوی څه حاصلات په خپلو کورونو کې لګوي او نور په ګاونډیانو باندې خرڅوي او پیسې پرې ګټي.»

هغه د کروپف په پرتله په ننګرهار کې د ترلاسه کوونکیو شمېر زیات وښود او ویې ویل، «دغه راز، موږ د ننګرهار ولایت په خېوه ولسوالۍ کې د ۲۰ ښځو لپاره د حوېلۍ د باغچو په جوړونه کې مرسته کړې، او هغوی ته مو تخمونه او سره او ورسره د اوړي او مني د موسمونو لپاره د اړتیا وړ وسایل ورکړي دي.»

هغه زیاته کړه، «هغوی وار له مخه د مني لپاره کرنه کړې او حاصلات یې هم ټول کړي دي.»

۱۲ میلیونو ښځو ته د مرستې رسول

د کروپف په وینا، ډبلیو اېف پي په ۲۰۲۲ میلادي کال کې په افغانستان کې خپله بشري مرسته پراخه کړې ده.

کروپف وویل، «خوراکي توکو ته د اړتیا او د بې وزلۍ کچې ته د غبرګون په ترڅ کې، ډبلیو اېف پي په ۲۰۲۲ میلادي کال کې مرستندوی عملیات ډېر زیات کړل څو د ۱۲ میلیونو ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۳ میلیونو خلکو ته ورسیږي.»

هغه وویل، «ډبلیو اېف پي د بې قید او شرطه یا اضطراري خوراکي مرستې، نغدي مرستې، د تغذیې د ملاتړ، ښوونځیو کې د خوراکي توکو، د تاب او معیشت د ملاتړ له لارې بې وزلو خلکو ته بشردوستانه مرستې برابروي.»

په افغانستان کې د اقتصادي چارو یوه شنونکي خیرالله محمدي وویل، په روانو حالاتو کې ښځې ډېرې بې وزله دي.‌

محمدي سلام ټایمز ته وویل، «په هغه اقتصادي ناورین کې چې زموږ خلک ورسره مخامخ دي ښځې ډېرې تر فشار لاندې دي، ځکه هغوی اجازه نه لري چې کار وکړي او د هغوی د زده کړو حقونه محدود دي.»

هغه وویل، «د هېواد د لوستي قشر لپاره په دولتي ادارو کې کار ډېر محدود دی. له هغو سره چې په زراعت او وړو تشبثاتو کې ښکېلې دي، نړۍ واله مرسته د قدر وړ، او د هغوی او د هېواد د اقتصاد لپاره ګټوره ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

څو میاشتې کېږي چې زه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو او مرستندویو ادارو راپورونه لولم. د افغانستان په څو ولایتونو کې د خوراکي توکو ټولې لومړنۍ مرستې، پرمختیایي پروژې او روزنیز کورسونه پلي کیږي. دغه موسسې په هرات، تخار، جوزجان، کندز، بغلان، بامیان، دایکندي، بدخشان، بلخ او سمنګان ولایتونو کې ډېرې پروژې لري، په داسې حال کې چې په لاندې ولایتونو کې د ملګرو ملتونو او یا کومې مرستندویه موسسې له خوا مرسته نه ده شوې. هغه ولایتونه دي: ننګرهار، لغمان، کونړ، میدان وردګ، غزني، خوست، لوګر، پکتیا او پکتیکا. د څو کلونو جګړو په ترڅ کې د افغانستان دغو ولایتونو ته ډېر زیانونه اوښتي دي. د افغانستان د اسلامي جمهوریت د واکمنۍ په کلونو کې د دغو ولایتونو نجونې او هلکان له زده کړو بې برخې شوي ول. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت دغو ولایتونو ته هیڅ پاملرنه ونه کړله. زه له ملګرو ملتونو او مرستندویو موسسو څخه غوښتنه کوم چې یادو ولایتونو ته جدي پاملرنه وکړي. د افغانستان ټول ولایتونه له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي. ملګري ملتونه باید بشري مرستې په مساوي توګه وویشي.

ځواب ورکړئ

د ډبلیو ایف پي او نورو بهرنیو موسساتو په لاس د نړۍ والې ټولنې د مرستو ویشل له نه مرستو څځه بهترې دي. لاکن زما د معلوماتو او تجربې په اساس، نړۍ والې موسسې او بالخصوص د ملکرو ملتونو ادارې د هغو پیسو چې هغوی یې ترلاسه کوي ۸۰٪ په خپلو لګښتونو لګوی او ۱۰ الی ۲۰٪ خلکو ته ورکوي. زما ادعا هسې هوایي ادعا نه ده. تاسو همدا د ډبلیو ایف پي د ویاند د تنخا پوښتنه وکړئ. که له لسو زرو ډالرو کمه وه، زه ملامت. یعنې په افغانستان کې به لږ تر لږه د ډبلیو ایف پي ۲۰ کسان کار کوي. ۲۰ کسان ضرب ۱۰ زره ډالر تنخا = ۲۰۰ زره ډالر. بیا د دوی سهولتونه چې وګورئ چې د ځانونو لپاره یې په میلمستونونو کې څومره سهولتونه جوړ کړي دي،‌ بلکل به ورته حیران شئ. دوی هره میاشت بلکې هر دوه اونۍ وروسته دوبۍ او نورو ځایونو ته چکرونو ته ځي چې دا مصارف او د هزارد الاونس په نامه نورې پیسې هم ترلاسه کوي. یعنې د ډبلیو ایف پي د خپلو کارمندانو میاشتني لګښتونه له یو میلیون ډالرو څخه زیاتیږي. خو که همدا پیسې په افغانستان کې ولګول شي او د دغو کارمندانو په ځای افغان کارمندان مقرر شي، کیدی شي چې افغانانو او افغانستان ته ډېره ګټه ورسوي. البته، کیدی شي چې یو یا دوه کسان د انټرنیشنل سټاف هم پاتې شي خو دومره ډېر نه لکه څومره ډېر چې اوس په افغانستان کې کار کوي.‌

ځواب ورکړئ

له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته په هرات ولایت کې یو شمېر زده کوونکو نجونو د زعفرانو په کروندو کې کار ته مخه کړې ده. پر ځای دې دې چې نجونې ښوونځي ته لاړې شي د زعفرانو په ګرونده کې کار کوي او په تیارو کې به د ژوند تر پایه اوسېږي. ځه خیر هراتۍ نجونو ته خو په کروندو کې د کار کولو فرصت شته او له دې لارې کولی شي له خپلو کورنیو سره مرسته وکړي خو په نورو ولایتونو کې اکثره د لېسو او منځنیو ښوونځیو زده کوونکې نجونې په رواني او بېلا بېلو نورو ناروغیو اخته شوي دي. د معلوماتو له مخې په افغانستان کې دا وخت شاوخوا یو میلیون ځوانې نجونې نشي کولای ښوونځي ته لاړې شي. دوی اړې دي چې په کور کښېني. دا به د بخت یاري وي که یې کار وموند. طالب چارواکو دمخه د نجونو پر مخ د منځنیو ښونځیو او لیسو تړل د اقتصادي ستونزو له امله لنډمهاله بللی و خو وروسته یې وویل چې د دیني عالمانو ترمنځ د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو پرسر اختلافات دي او د حل کولو د پاره یې کار روان دی. او په ورستیو کې یې کلتوري ستونزې د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو لامل وبللې. مګر په دې اوس ټول پوهېږي چې طالبان افغان ملت په زوره تورتم ته ور اچوي او نه غواړي چې افغانان دې روڼ اندي او د خپل هېواد د ابادۍ لپاره دې ورسره یو فکر موجود وي. ځکه په یوه کور کې چې مور نالوستې شوه بیا نو ټول کور او ټوله ټولنه په هېوادنیو ارزښتونو نه پوهېږي او بلاخره اولادونه یې هم د وطن په کیسه کې نه وي. لاهم څرکنده نه ده چې د افغان نجونو تړلي ښونځي به پرانیستل کیږي که نه. شاوخوا څورلس میاشتې کیږي چې په ټول هېواد کې له شپږم ټولګي پورته نجوني ښوونځیو ته ندي تللي. امریکا په زوره لاس تړلي افغانان طالبانو ته په لاس ورکړل.

ځواب ورکړئ