اقتصاد

د خوړو په مقابل کې کار پروګرام په بدخشان کې ۱۵۰ ښځې له سختو حالاتو څخه را اېستلي دي

د محمد قاسم راپور

په دې عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده، د افغانستان لپاره د ناروی کمېټې کارمندان په بدخشان ولایت کې اړمنو ښځو ته خوراکي توکي ورکوي. [عکس د افغانستان لپاره د ناروی کمېټې څخه]

په دې عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده، د افغانستان لپاره د ناروی کمېټې کارمندان په بدخشان ولایت کې اړمنو ښځو ته خوراکي توکي ورکوي. [عکس د افغانستان لپاره د ناروی کمېټې څخه]

کندوز -- د افغانستان لپاره د ناروی کمېټه (اېن ای سي) په بدخشان ولایت کې د ۱۵۰ بې وزلو افغانو ښځو لپاره د خوړو په بدل کې د کار درې میاشتنی پروګرام تطبیقوي.

اېن ای سي د خوړو د نړۍ پروګرام (ډبلیو اېف پي) په مرسته په کشم او شهدا ولسوالیو او د بدخشان ولایت د مرکز فیض اباد په شپږمه ناحیه کې د زراعت د ملاتړ پروژو کې د دغو ښځو لپاره کاري فرصتونه رامنځته کړي دي.‌

د بدخشتان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس قطب الدین دهنوي وویل، دغه پروګرام د زمري په ۱۱مه پیل شو.‌

هغه وویل، «دا ښځې د بدخشان د زراعت، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په پټیو کې او د ښځو په ولایتي پارک کې د خوراکي توکو د هغو کڅوړو په بدل کې چې هغوی یې د هرې میاشتې په پای کې ترلاسه کوي، کار کوي.»

هغه زیاته کړه، د خوراکي توکو په کڅوړو کې اوړه، غوړي او نخود شامل دي.

هغه وویل، «په سیمه کې وار له مخه قوریې جوړې شوي دي. دا ښځې د ونو او بوټو د پالنې او خشاوې په برخو کې په کار بوختې دي.»

اقتصادي پیاوړتیا

ډېرې هغه ښځې چې په دغه پروګرام کې برخه لري د خپلو کورنیو اصلي نفقه ګټونکې دي، او وایي چې دغه پروګرام د هغوی د ورځنیو لګښتونو د پوره کولو په برخه کې مرسته کوي.‌

قدسیې، چې ۳۶ کاله عمر لري او په فیض اباد کې د دې پروژې یوه ګټه اخیستونکې ده، وویل چې هغه له خپل کار سره خوشحاله ده، ځکه هغه خوراکي توکي چې پروژه یې برابروي د هغې ورځنۍ اړتیاوې پوره کوي.

هغې وویل، «ما پخوا په خصوصي سکټور کې کار کاوه. زه څو میاشتې بې کاره وم تر هغه چې بالاخره ما په فیض اباد کې په پټیو کې کار پیدا کړ.»

هغې وویل، «موږ قوریې خشاوه کوو، بوټي اوبه کوو او حاصل ته یې رسوو.»

هغې وویل، په پروژه کې کار کول د هغې لپاره ضروري دي، ځکه هغه خوراکي توکي چې هغه یې د هرې میاشتې په پای کې ترلاسه کوي د هغې ماشومان مړوي.

په فیض اباد کې د یادې پروژې یوې بلې ګټه اخیستونکې ګلثوم اشرفي وویل چې هغه له دې پروګرام سره له یوځای کېدلو څخه مخکې له سخت اقتصادي حالت سره مخامخ وه.‌

هغې وویل، «تر دې مخکې زه د ښوونځي معلمه وم، خو په تېر کال کې د بې کارۍ له امله ما د زراعت سکتور ته مخه کړله.»

هغې وویل، «زه په دې خوشحاله یم چې د ښځو لپاره د عزت کار شته، او اوس موږ کولی شو چې مشروع عاید ترلاسه کړو او د خپل هېواد په سمسورولو کې مرسته وکړو.»

اشرفي وویل، «موږ حق لرو چې له کور څخه بهر کار وکړو او نفقه وګټو،» او زیاته یې کړه چې ښځې باید په کور کې پاتې نشي.

ځایي خلک وایي، د جنګ له امله د ډېرو نارینه نفقه ګټونکیو له لاسه ورکولو څخه وروسته او د سړیو تر منځ د کار د نشتوالي د ډېرښت په ترڅ کې، په کار دی چې ښځې خپلې کورنۍ ژوندۍ وساتي.

د بدخشان یوه اوسېدونکي عبدالرؤف کریمي وویل، «ښځې باید په دې سختو اقتصادي حالاتو کې کار وکړي او خپلو کورنیو ته نفقه برابره کړي.»

هغه وویل، «کارکوونکې ښځې له ډېرو ننګونو سره مخامخ دي، خو هغوی به په دغو ننګونو باندې برلاسې شي او د خپلو ځانونو لپاره به یو لا روښانه راتلونکی جوړ کړي.»

کریمي زیاته کړه، «څومره چې ښځې ډېر کاري فرصتونه ترلاسه کوي، هومره به هغوی ډېر وکولی شي چې له خپلو کورنیو سره مرسته وکړي او له اقتصادي پلوه خپلواکې شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هغه څه چې د دې راپور له لوستلو وروسته یې تر ټولو ډېر ودردولم د مېرمن ګلثوم اشرفي څرګندونې وې. هغې وويل چې پخوا د ښوونځي ښوونکې وه خو اوس مجبوره ده چې کرهڼيز کارونه وکړي. هغې د دې وطن بچیان روزل، ښوونه یې کوله او د خپلو هیلو په پوره کولو کې یې مرسته کوله، خو اوس نورو کارونو ته مجبوره شوې ده. دا په افغاني ټولنه کې عجیبې پېښې دي. دا شرم نه دی چې ښځې خیاطي کوي، کرونده کوي، غالۍ اوبدوي یا نور سخت کار کوي، خو په ښوونځیو کې د ښځو شتون شرم دی. دوی [طالبان] په دفترونو او دولتي ادارو کې د ښځو په کار کولو شرمېږي، خو په دې نه شرمیږي چې ښځې په کروندو کې کار کوي او که د خلکو په کورونو کې کار کوي. دا دوه ګونی معیار له کومه راځي او ولې خلک په ځانګړې توګه طالبان دومره بې شرمه او بې حیا دي؟ مهرباني وکړئ خپل عقل او دماغ لږ وکاروئ.

ځواب ورکړئ

دا ښه ده چې لږ تر لږه ۱۵۰ ښځو وظیفې ترلاسه کړي دي. په دې معنی چې ۱۵۰ کورنۍ له ناوړه وضعیت څخه ایستل شوي دي. په هرصورت، دا حالت باید ودرول شي. زه د سلام ټایمز له لارې پر طالبانو غږ کوم چې د نړیوالې ټولنې معقول شرایط ومني څو د دوی حکومت په رسمیت وپیژندل شي. دوی باید نجونو ته اجازه ورکړي چې زده کړې وکړي او ښوونځيو ته لاړې شي، یو ملي حکومت جوړ کړي، د انحصار څخه ډډه وکړي، او ټول اقشار او توکمونه په واک کې شامل کړي. که دوی دا کار ونه کړي، نړیواله ټولنه به هیڅکله د دوی حکومت په رسمیت ونه پیژني چې دا د هیواد عامو خلکو ته زیان ورسوي، ځکه چې نړیوالې مرستندویې موسسې نشي کولی له خلکو سره مرسته وکړي او د قیامت تر ورځې پورې یې ژوندي وساتي.

ځواب ورکړئ

زه د دې لنډ مهاله مرستو له پروګرامونو سره مخالفت کوم. دا ډول مرستې باید یوازې په بیړنیو حالتونو کې وړاندې کړای شي، لکه کله چې خلک د جګړې په جریان کې د یوې سیمې پریښودو ته اړ کیږي. په دې وروستیو مواردو کې چې په دې مقاله کې ذکر شوي دي، هیڅ طبیعي ناورین نه دی راغلی، او خلکو ته زیان نه دی رسیدلی، نو دوی باید کار وکړي او د ځان لپاره د ژوند سیوری برابر کړي. که دا موسسې په رښتیا هم غواړي مرسته وکړي، کولای شي د نورو ولایتونو لکه ننګرهار، لغمان او لوګر سره چې سیلابونو زیانمن کړي، مرسته وکړي. په دغو سیمو کې اوسیدونکي مجبور دي چې شپه په سړکونو تېره کړي [ځکه بل ځای نه لري چې ورشي] او د خوړلو لپاره هیڅ نه لري.

ځواب ورکړئ

زه د دې لنډ مهالو مرستو خلاف یم ځکه چې دغه سیمه کوم طبیعي افت نه ده ځپلې. که داسې مرستې کېږي یوازې دې بېړنیو حالاتو کې وشي، لکه د جګړې له وجې یوه سیمه خلک پرېږدي هغوی سره دې وشي، د طبیعي پېښو زیانمن شویو سره دې وشي نه د یوه ولایت په سطحه له ۱۵۰ ښځو سره. دا خوشې احمق کار دی. د دې موسساتو مشران غله دي. خپله ګټه پکې ویني کنه ولې په میلیونونو خلکو کې له ۱۵۰ سره مرسته وشي او باقي سره نه. دغه سیمه نسبت د وروستیو طبیعي پېښو له امله نه ده زیانمنه شوې پرېږده چې خلک یې کار وکړي. او خپله ځانته یو څه برابر کړي. که دا موسسات غواړي نو ننګرهار، لغمان، لوګر او نور هغه ولایتونه چې سېلابونو زیانمن کړل او خلک د سرک په سر شپې کوي او د خوراک لپاره څه نه لري مرستې ور ورسوي او که وایي چې ټیمونه یې هلته تللي نو دا مرستې دې هم وروړي ځکه د هغو ولایتونو خلک ورته لا ډېره اړتیا لري.

ځواب ورکړئ