څیړونکي په دې باور دي چې پدی وروستیو کلونو کې د تروریزم ضد مخ په زیاتیدونکو فشارونو القاعده دې ته اړ کړي چې ښځې په مخفي رولونو کې وکاروي، چې دا کار د نوموړې ډلې ویره، کمزورتیا او ناهیلیتوب بر بنډوي.
د فرانسی د سولې د مطالعاتو په مرکز کې د امنیتی چارو شننونکی محمد نسیم مرادی وایي، القاعده د ښځو څخه ناوړې ګټې اخیستنې ته ځکه مخه کړي چې ښځې په معمول ډول لږ تالاشی کیږي، او له دغې تشې نه په ګټې اخیستلو سره نوموړې ډله خپل پیغامونه او مالومات په خوندې ډول لیږدوي.
هغه سلام ټایمز ته وویل، «له ښځو څخه دا ډول ابزاري ګټه اخیستنه نه یوازې د القاعدې د هغو غړو بزدلي، بحران، کمزوري او ژوره ویره څرګندوي چې د ښځو تر شا پټیږي، بلکې دا هم ښیي چې دا ډله تر امنیتي فشار لاندې څومره زیانمنونکې شوې ده، چې د خپلې بقا لپاره د غیر انساني او پټو تاکتیکونو غوره کولو ته اړ شوې ده.»
مرادي زیاته کړه، د القاعدې د اړیکو چارې پخواه تر ډیره بریده د نارینه و په لاس تر سره کیدلی چې په اسانی د تعقیب وړ وه، لیکن د فوځې او استخباراتي فشارونو د زیاتیدلو له امله نوموړې ډله مجبوره شوه نورې غیر ملموسې لارې خپلې کړي.
نوموړي وویل «حتی د ډلې غړي هم پدې پوهیږي چې فضا ورباندی راتنګه ده او دوي د تعقیب لاندي دي چې ژر یا په ځنډ به ونیول شي او تر پوښتنو او ګرویزونو لاندې به راشي».
په انقره کې میشت د سیاسيچارو شننونکي محمد سرور نعمتي وویل، نړیوالو استخباراتي ادارو د نوموړې ډلې د اړیکو زیاتره معمول یا عرفي لارې وتړلې او د ډلې ډیری مشران یې تر تعقیب لاندي راوستل.
هغه وويل، دې کار د القاعدې غړي په دې پوه کړل چې "حتی د دوی کوچني حرکتونه هم تعقیب کیدی شي."
«د القاعدې غړي پدې پوهیږي چې امنیتی کړی پر دوي د هرې ورځې په تیریدلو سره راکلکیږيله همدی امله نوموړو په ډیرو هغو سیمو کې چې د دې شبکې مشران او غړې پیژندل شوي، نیول شوي او یا یو د بل پسی لمه منځه وړل شوي، د ښځو څخه ناوړې ګټې اخیستلو ته مخه کړي.»
نعمتي وویل، یو ځواکمن ګروپ د ښځو او ماشومانو تر شاه نه پټیږي، صرف هغه کسان داسې تاکتیکونو ته مخه کوي «چې پوهیږي چې د دوی بقا په خطر کې ده.»
د کمزورۍ په پایله کې رامنځته شوی تاکتیک
د ښځو د حقوقو یوه فعاله حفیظې محمودي وویل، د ښځو څخه دغه راز ناوړه استفاده د جنست پر بڼسټ د تنظیم شوي تاوتریخوالی یوه ښکاره بیلګه ده.
نوموړې زیاته کړه: تندلارې ډلې د ښځو د برم او حیثیت د دفاع دعوا لري «خو په عمل کې دوي ښځو ته په هیڅ ډول عزت او خوندیتوب قایل ندي.»
میرمن محمودي ښځو ته د پوهاوي په پراختیا ټینګار کوي، ځکه هغه ښځې چې د القاعدې لخواه کارول کیږي حتی پدې ندي خبرې چې دوي په څومره خطرناکو فعالیتونو کې ګډونوالې دي.
هغې وويل، فریب، چل، او د باور څخه ناوړه ګټه اخیستنه پدې معنی ده چې دا ښځې "قربانیانې دي، نه د جرم شریکې".
کابل میشت ارواه پوه عبید الله رهیاب داسی وویل، د جبر ، تهدیداتو او ایدیالوژیک لاسووهنو سره په دوامداره ډول مواجه کیدل د یو انسان رواني مقاومت کمزوری کوي او هغوي په اسانه د ناوړه کاریدلو لپاره چمتو کوي.
نوموړي زیاته کړه «هغه ښځې چې د تروریستی شبکو په لومو کې د قربانیانو په بڼه ښکیلې شوي تاوتریخوالی ته د میلان هیڅ نښې او نښانې نه لري». بلکې دغه ښخې د «رواني فشار، عاطفي تړاو او ایدیالوژیک لاسووهنو» له امله دغو چارو ته اړ شوي دي.
نوموړي وویل، د ناوړې ګټې اخیستلو په پایله کې دغه ډله ښځې د ژورې تروما (نفسیاتي ګذار)، د هویت خړپړتیا او اعتماد له منځه تللو د ګواښ سره مخامخ دي.
