د افریقا په ساحل سیمه کې ترهګریزو بریدونو تېر کال نږدې ۴۰۰۰ کسان ووژل، چې د ډېری بریدونو تړاو القاعدې ته شوی دی. دې ډلې په دغې لویه وچه کې د وژنو لړۍ پیل کړې چې مذهبي مشران یې په غوسه کړي دي.
د نړۍ وال تروریزم د ۱۴۰۴ لمریز د شاخص له مخې، ساحل د نړۍ وال تروریزم مرکز ګرځیدلی، چې په ټوله نړۍ کې ترهګرۍ پورې د اړوندو ټولو مرګونو له نیمایي څخه ډېر همدغلته پېښېږي.
په داسې حال کې چې القاعده په افغانستان او منځني ختیځ کې د ماتې وروسته د نويو سیمو د نیولو په لټه کې ده، په افریقا کې یې د ترهګرۍ کمپاین پیل کړی، چې په ترڅ کې یې ځانمرګي بریدونه، د ځمکنیو ماینونو چاودنې او په ملکي وګړو باندې بې توپیره بریدونه ترسره کیږي.
دیني عالمانو سلام ټایمز ته وویل، په افریقا کې د القاعدې د تاوتریخوالي ډېری بې ګناه قربانیان مسلمانان دي، او د دې ډلې له خوا د تاوتریخوالي د توجیه کولو لپاره د اسلامي اصولو تحریف له اسلامي ارزښتونو څخه د یوې اساسي سرغړونې په توګه غندي.
په بادغیس کې مېشت دیني عالم خیرالله محمدي سلام ټایمز ته وویل، «القاعده یوه ترهګره شبکه ده چې د بې ګناه خلکو په ډله ییزه وژنه او نه بښونکو جرمونو کې ښکېله ده،»
هغه وویل، «په داسې حال کې چې د یوه بې ګناه انسان وژنه په اسلام کې یوه لویه ګناه ګڼل کیږي، القاعده د زرګونو خلکو په وژنو کې شریکه ده،»
محمدي وویل، دې ډلې د تاوتریخوالي د موخو لپاره له دین څخه په ګټې اخیستنې سره د اسلام نړۍ وال تصویر ته ډېر زیان ور رسولی دی.
هغه ټینګار وکړ، «القاعده یو مذهبي غورځنګ نه دی. هغه د جنایتکارانو یوه شبکه ده چې کار یې د خلکو وژل او قصابي کول دي. د دوی لپاره، اسلام یواځې یوه وسیله ده چې د شخصي او سیاسي اجنډاګانو تعقیبولو لپاره یې کاروي.»
هغه زیاته کړه، دې افراطي ډلې په اسلامي هېوادونو کې افراطیت ته وده ورکړې، او د بې ګناه ملکي وګړو د بې رحمانه وژنې له لارې یې ډېری خلک د اسلام له اصلي ارزښتونو څخه بې لارې کړي دي.
جعلي مدافعان
شنونکو سلام ټایمز ته وویل، د القاعدې له خوا د مسلمانانو بې توپیره وژنه د «اسلام د مدافع» په توګه د هغې ادعا دروغ ثابتوي.
هغوی وویل، د دغې افراطي ډلې د لسیزو اوږد د تاوتریخوالي کمپاین دا شک له منځه وړي چې هغه د ترهګرۍ له لارې د واک ترلاسه کولو هڅه کوي.
په کابل کې مېشت د سیاسي چارو شنونکی محمد امین ځیرک وویل، «اسلامي ایډیالوژي تل داسې یوه وسیله ده چې القاعده یې د خپلو شخصي ګټو لپاره کاروي،»
هغه سلام ټایمز ته وویل، «دې ډلې اسلام د خپلې ګټې لپاره تفسیر کړی، په داسې حال کې چې د هغې کړنې د دین له ارزښتونو او اصولو سره په بشپړ ډول په ټکر کې دي،»
ځیرک وویل، «القاعدې د خپلو ظالمانه او بې توپیره ترهګریزو بریدونو له لارې د زرګونو بې ګناه خلکو ژوند اخیستی دی،»
هغه وويل، «دا بريدونه د هدفونو ترمنځ توپير نه کوي، او ډېری قربانيان يې ملکي وګړي دي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي،»
هغه وويل، له اسلامي لارښوونو څخه انحراف او د تاوتریخوالي له لارې د ګټو تعقیب د دې سبب شو چې د سوریې د تحریر الشام په څېر ډلې له القاعدې څخه ځان لیرې کړي، او یادونه یې وکړه چې دا ډله په ټوله نړۍ کې خپل شهرت له لاسه ورکوي.