تروريزم

د داعش له خوا د خلافت جوړولو خوب له منځه تلونکی دی

د محمدقاسم راپور

کارګران د ۱۴۰۰ لمریز کال د لړم په ۱۲مه په کابل کې د اندرا ګاندي د ماشومانو روغتون کې یو ویجاړ شوی دیوال ترمیموي. تر دې مخکې، د داعش خراسان څانګې دغلته نږدې د سردار محمد داود خان په پوځي روغتون برید وکړ چې ۱۹ کسان یې ووژل. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کارګران د ۱۴۰۰ لمریز کال د لړم په ۱۲مه په کابل کې د اندرا ګاندي د ماشومانو روغتون کې یو ویجاړ شوی دیوال ترمیموي. تر دې مخکې، د داعش خراسان څانګې دغلته نږدې د سردار محمد داود خان په پوځي روغتون برید وکړ چې ۱۹ کسان یې ووژل. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- د سیمې امنیتي کارپوهان وايي، په منځني ختیځ او افغانستان کې له سختو ناکامیو څخه وروسته، د داعش له خوا د خلافت جوړولو خوب په ډېرېدونکې توګه له منځه ځي.

کمزوري مالي او پوځي سرچینې او د عامه ملاتړ کمښت د دغې ډلې نفوذ او ځمکنۍ کنټرول له منځه وړی دی، چې د داعش او د دولت د جوړولو لپاره د دغې ډلې د لویو پلانونو لپاره یو ډراماتیک بدلون په ګوته کوي.

د داخلي مشرتابه په برخه کې بحرانونه، د سیمه ییزو او نړیوالو ځواکونو له خوا د ترهګرۍ ضد دوامدارې هڅې په ګډه د دې سبب شوي چې دغې ډلې ته یوازې د خپل ځان سیوری پرځای پاتې شي.

په فرانسه کې مېشت د نړۍ والو چارو څیړونکی محمد علي توانا وویل، «دا ډله د نويو غړو د ګمارلو لپاره مبارزه کوي او نور نشي کولی چې خلافت بیا راژوندی کړي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دا حالت د مالي او نظامي سرچینو د له لاسه ورکولو لامل شوی، چې ډله یې د پام وړ کمزورې کړې ده،»

د خلکو د ملاتړ کمښت په ځانګړې توګه زیانمنونکی ثابت شوی دی.

توانا وویل، «داعش په دودیز ډول د هغو سیمو د خلکو په ملاتړ او همکارۍ تکیه کوله چې تر کنټرول لاندې یې و، لاکن د وخت په تېرېدلو سره، د هغه د ظلم، فساد او ظالمانه تاوتریخوالي له امله، دا ملاتړ کم شوی دی.»

کمزوری مشرتابه

په جرمني کې مېشت سیاسي شنونکي منوچهر اولوي سلام ټایمز ته وویل، «داعش په یوه هرم ډوله جوړښت تکیه کوله چې متحد مشرتابه ته اړتیا لري،»

خو په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د داعش د ګڼ شمېر لوړ پوړو مشرانو وژنې، چې په کې د ډلې بنسټ ایښودونکی ابوبکر البغدادي هم شامل وو، دا ډله له ګډوډۍ سره مخامخ کړله.

اولوي وویل، «د البغدادي او نورو مهمو مشرانو له مړینې څخه وروسته، دې ډلې د اغېزمنو ځای ناستو د موندلو توان نه درلود، چې د مدیریت ستونزې او داخلي شخړې یې رامینځته کړې،»

د دې ډلې مالي وضعیت ډېر زیات خراب شوی، په داسې حال کې چې د هغې په مالي شبکو باندې نړۍ والو بندیزونو مالي سرچینو ته د هغې لاسرسی نور هم محدود کړی دی.

اولوي وویل، «داعش په خپل اوج کې، له تېلو، اخاذی او دولتي سرچینو څخه د ترلاسه شوي پام وړ عاید څخه ګټه اخیستله، لاکن د هغو سیمو له لاسه ورکولو چې د تیلو زیرمې لري د ډلې اقتصادي وړتیاوې ډېرې زیاتې کمې کړې.»

په افغانستان کې، چې د ډلې د خراسان څانګې هڅه کړې ترڅو خپل ځان ځای پرځای کړي، دا ډله له ورته ننګونو سره مخامخ ده.

په اسلام اباد کې مېشت سیاسي څیړونکي محمد حلیم توحیدي وویل، د داعش خراسان څانګه د کمزوري مشرتابه او استخدام ستونزو پر وړاندې مبارزه کوي.

توحیدي سلام ټایمز ته وویل، «په داسې حال کې چې دې ډلې پخوا د کانونو استخراج او اخاذیو څخه ترلاسه شوي عاید باندې تکیه کوله، اوس د سرچینو او په سیمو باندې د کنټرول د کموالي له امله له مالي ستونزو سره لاس او ګرېوان ده،»

هغه وویل، «د قوي مشرتابه نشتوالي او داخلي وېشونو د دې ډلې د اغېزمن تنظیم او د هغې د هدفونو د ترلاسه کولو مخه نیولې ده.»

هغه زیاته کړه، «د داعش ډېر لوړ پوړي قوماندانان وژل شوي یا نیول شوي دي، چې له امله یې ډله ستراتیژیکه رهبري نه لري،»

توحیدي وویل، «که څه هم داعش یو ګواښ پاتې دی، شته شواهد ښیي چې دا ډله، د پخوا په څېر، نور په یوه نړۍ وال ګواښ باندې د بدلېدلو وړتیا نه لري.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

یو دیني روایت وایي چې واکمني له کافر سره پاتې کېږي خو له ظالم سره نه. د داعش ډلې د غړو لاسونه د انسانانو په وینو سره دي. همدا سبب دی چې دغه خبیثان د مشرتابه په برخه کې او د عامو خلکو له خوا د هغوی د ملاتړ په برخه کې له ستونزو سره مخامخ شوي دي. د داعش خبیثې ډلې چې د پاکستان استخباراتي ادارې له خوا حمایه کیږي، د ننګرهار په شینوارو ولسوالۍ کې ځوانان، سپین ږیري او ماشومان په بمونو والوزول او د خلکو سرونه یې له تنونو څخه پرې کړل. همدا سبب دی چې خدای پاک ذلیل کړل او لا نور به یې ذلیل کړي.

ځواب ورکړئ