تروريزم

د داعش خراسان شبکو د ویجاړولو په موخه د مالوماتو ورکولو په بدل کې تر ۱۰ ملیونو ډالرو پورې جایزه ورکول کیږي

د محمدقاسم راپور

افغان کارګران د ۱۴۰۰ لمریز کال د لړم په میاشت کې په کندهار کې د داعش-خراسان څانګې د یوه مشکوک پټنځای ملبه لیرې کوي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

افغان کارګران د ۱۴۰۰ لمریز کال د لړم په میاشت کې په کندهار کې د داعش-خراسان څانګې د یوه مشکوک پټنځای ملبه لیرې کوي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

کابل -- متحده ایالات د داسې مالوماتو د ورکولو په بدل کې تر ۱۰ میلیونو ډالرو پورې انعام ورکوي چې د داعش خراسان څانګې د مشرانو د له منځه وړلو یا د دغې ډلې د مالي میکانیزمونو د ګډوډولو سبب وګرځي.

دا انعام د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د عدالت لپاره انعامونه (آر اېف جی) پروګرام په لړ کې ورکول کیږي چې هدف یې په ځانګړې توګه په افغانستان، عراق او سوریه کې د ترهګرو د ګواښونو پیژندل او شنډول دي.

دا پروګرام په ۱۹۸۴میلادي کال کې له خپل تاسیس راهیسې، خورا اغیزمن ثابت شوی، او په دې لړ کې له ۲۵۰ ملیونو ډالرو څخه ډېر له ۱۲۵ څخه زیاتو هغو خلکو ته ورکول شوي چې مالوماتو یې د بریدونو مخنیوي یا د ترهګرو شبکو په له منځه وړلو کې مرسته کړې ده.‌

په دې هکله پوهېدل چې د داعش خراسان څانګه څنګه فعالیت کوي او څنګه تمویلېږي، د هغې د فعالیتونو د ګډوډۍ لپاره ډېر مهم دي.

په پاریس کې مېشت افغان سیاسي شنونکي محمد عمر سعیدي سلام ټایمز ته وویل، «د داعش خراسان څانګه په څو لارو عواید لاسته راوړي،»

هغه وویل، په دې کې «په ننګرهار ولایت کې د تالک د کان کیندنې عملیات، له سیمه ایزو سوداګرو څخه باج اخیستل، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تمباکو قاچاق او د خپل نفوذ لاندې سیمو کې له خلکو څخه په غیرقانوني توګه مالیه اخیستل،» شامل دي.

سعیدي وویل، دغه افراطي ډله دا عواید «د پرمختللو وسلو د پېرودلو او د جنګیالیو د استخدام او روزنې لپاره کاروي،»

امنیتي کارپوهان ټینګار کوي چې د داعش خراسان څانګې او نورو افراطي ډلو له خوا رامنځته شوي دوامدارو ګواښونو د له منځه وړلو لپاره د خلکو همکاري ضروري ده.

په لندن کې مېشت افغان سیاسي شنونکي حبیب الله محمودي سلام ټایمز ته وویل، «هر څوک کولی شي چې قانوني او امنیتي چارواکو ته د مالوماتو په چمتو کولو سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې مرسته وکړي،»

هغه وویل، «د یوې ترهګرې ډلې د مشرتابه له منځه وړل کولی شي د هغې ځواک او یووالي په پام وړ توګه کمزوری کړي،» او یادونه یې وکړه چې د داعش خراسان څانګې په څېر ډلې د نړۍ والې سولې او امنیت لپاره جدي ګواښ رامنځته کوي.

په کابل کې مېشت د مدني ټولنې فعال غلام حیدر اکبري وویل، خلک کولی شي له امنیتي ادارو سره د مهمو مالوماتو په شریکولو سره د دې ګواښ د خپرېدلو مخه ونیسي.

یوه قوي وسیله

د آر اېف جی پروګرام ثابته کړې چې د ترهګرۍ ضد هڅو کې د وګړو ښکېلتیا کولی شي چې یوه پیاوړې وسیله وګرځي.

د بلخ پوهنتون یوه پخواني استاد عبدالرحمان ایوبي چې اوس په ترکیه کې ژوند کوي، وویل، «که تاسو داسې مالومات لرئ چې کولی شي د ترهګرو ډلو د غړو په پیژندلو او نیولو کې مرسته وکړي، دا د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د ګډون لپاره یو فرصت دی،»

هغه وویل، «په ورته وخت کې، تاسو کولی شئ خپل ژوند ښه کړئ او د پام وړ انعامونو په ترلاسه کولو سره اقتصادي هدفونه ترلاسه کړئ،»

له مالي هڅونو اخوا، د مالوماتو شریکول کولی شي پراخې اغېزې ولري.

ایوبي وویل، «هغه کسان چې د ترهګرو ډلو د غړو په اړه مالومات لري کولی شي د بې شمېره خلکو د ژوند ژغورلو کې مرسته وکړي. په دې کار سره، دوی نه یواځې په نړۍ وال امنیت کې مرسته کوي بلکې د یوې خوندي نړۍ په جوړولو کې هم رول لوبوي.»

هغه کسان چې باوري مالومات لري، کولی شي د څو خوندي چینلونو له لارې له چارواکو سره اړیکه ونیسي: وټس آپ:+1 202-702-7843 ټیليګرام: @RFJ_English فیسبوک:@rewardsforjusticeاېکس:@RFJ_Pashto

ټول معلومات خوندي ساتل کیږي، او د ځري (منبع) نوم نه ښکاره کېږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500