جرم او انصاف

متحده ایالاتو د دو ترهګرو مشرانو پر سر تر ۱۵ میلیونه ډالرو پورې انعام اعلان کړ

لیکوال: عمران

متحده ایالاتو د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام په چوکاټ کې د القاعده د هند د نیمه‌ وچې څانګې د دوو لوړپوړو مشرانو په اړه د مالوماتو لپاره تر ۱۵ میلیونه ډالرو پورې انعام اعلان کړی دی. [د عدالت لپاره انعامونه]

متحده ایالاتو د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام په چوکاټ کې د القاعده د هند د نیمه‌ وچې څانګې د دوو لوړپوړو مشرانو په اړه د مالوماتو لپاره تر ۱۵ میلیونه ډالرو پورې انعام اعلان کړی دی. [د عدالت لپاره انعامونه]

د متحده ایالاتو د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام د هغو مالوماتو لپاره تر ۱۵ میلیونه ډالرو پورې انعام وړاندې کوي چې د هند په نیمه‌ وچه کې د القاعدې د دوو لوړپوړو مشرانو د پېژندنې لامل شي.

یاد دواړه کسان د متحده ایالاتو له لوري د نړیوالو ترهګرو په توګه نومول شوي، چې د امریکايي وګړو په وژنه کې لاس لري.

اسامه محمودچې د هند په نیمه‌ وچه کې د القاعدې (AQIS) مشري کوي، د سیمې له تر ټولو خطرناکو ترهګرو څخه ګڼل کېږي.

محمود د پاکستان وګړی دی او باور کېږي چې د افغانستان په کومه سیمه کې اوسېږي.

د امریکايي چارواکو په وینا، هغه په افغانستان، بنګله‌ دېش، برما، هند او پاکستان کې د جهادي ډلو ترمنځ د همغږۍ مسئولیت پرغاړه لري.

د هغه تر مشرۍ لاندې ډلې په ۲۰۱۵ کال کې دوه بریدونه ترسره کړل چې امریکايي وګړي یې په نښه کړل، او په ۲۰۱۶ کال کې یې په بنګله‌ دېش کې د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) پر کارکوونکو برید وکړ.

په دغو بریدونو کې یو امریکايي وګړی ووژل شو او بل ټپي شو، چې دا د امریکايي وګړو پر وړاندې د دې ډلې مستقیم ګواښ څرګندوي.

د متحده ایالاتو د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام د هغو مالوماتو لپاره پنځه میلیونه ډالره انعام ټاکلی چېد نوموړي نیولو یا له منځه وړلو ته لاره هواره کړي.

همدارنګه، دغه پروګرام د هغو مالوماتو لپاره تر ۱۰ میلیونه ډالرو پورې انعام وړاندې کوي چې د اسامه محمود د مرستیال،عاطف یحیی غوري، د پېژندنې لامل شي.

غوري په بېلابېلو نومونو او لقبونو پېژندل کېږي، لکه قاري عاطف، عاطف غوري، یحیی شعیب غوري او قاري ابراهیم.

وېره او زوال

محمد نبي ذکریا، چې په کابل کې سیاسي شنونکی دیوایي د امریکا فشارونو د ترهګرو پلان جوړونه او مشرتابه ګډوډ کړي او هغوی یې اړ کړي چې په ویره کې ژوند وکړي.

د هغه په وینا، دا مشران اوس د بریدونو د تنظیم پر ځای خپل زیات وخت د پټېدو او د پېژندل کېدو د مخنیوي لپاره لګوي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «یو له هغو لاملونو څخه چې القاعده کمزورې شوې دا دی چېد دې ترهګرې ډلې مشران په وروستیو کلونو کې د امریکا له خوا په نښه شوي دي.»

ذکریا زیاته کړه چې پرله‌ پسې فشارونو د القاعدې داخلي یووالی کمزوری کړی او د دې سازمان د سیمه ییزو څانګو ترمنځ د اغېزمنې همغږۍ د رامنځ ته کولو لپاره یې د یاد سازمان وړتیاوې محدودې کړې دي.

عدالت او پر ټولنه یې اغېز

شنونکي وایي د دوو لوړپوړو مشرانو پر سر د ۱۵ میلیونه ډالرو انعام ټاکل د القاعده د مهارولو لپاره د متحده ایالاتو قوي ژمنتیا ښيي او پر حساب‌ ورکوونې او مخنیوي ټینګار کوي.

په هرات کې مېشت سیاسي شنونکی، عبدالولي حارث د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام ډېر اغېزناک بولي، ځکه دا پروګرام هغه ټولنې پیاوړې کوي چې د القاعده له تاوتریخوالي څخه زیانمنې شوې دي.

هغه وویل، «دغه پروګرام هغو ټولنو ته یو زرین فرصت برابر کړی چې د القاعدې له ظلم او ترهګرۍ ستړې شوې دي.»

هغه زیاته کړه، «سیمه‌ ییزې ټولنې کولای شي هم ځانونه د القاعدې له ترهګرو خلاص کړي او هم د ترهګرو په اړه امنیتي ادارو ته د مالوماتو په ورکولو سره ډېرې پیسې ترلاسه کړي.»

دغه پروګرام تر اوسه د لویو کسانو د نیولو او د مشهورو ترهګرو د له منځه وړلو په برخه کې مهم رول لوبولی دی.

خالد شیخ محمد په ۲۰۰۳ کال کې په پاکستان کې د سیمه‌ ییزو سرچینو د مالوماتو په پایله کې ونیول شو.

ابو زبیده هم په ۲۰۰۲ کال کې په پاکستان کې د ورته همکارۍ له لارې ونیول شو، او د القاعدې یو شمېر نور لوړپوړي مشران وروسته د همدې پروګرام په چوکاټ کې له منځه یوړل شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500