ترهګرې ډلې له الکترونیکي څارنې څخه د تېښتې په موخه په پراخه کچه له رمز شوو ټکنالوژیو، غیرمتمرکزو شبکو او له پولې هاخوا تګ راتګ څخه کار اخلي.
همدې وضعیت بشري استخبارات (HUMINT) د ترهګرۍ پر ضد د معاصرو هڅو لپاره په یوه حیاتي او نه بدلېدونکې وسیله بدل کړي دي.
د افراطي شبکو له داخل څخه د مالوماتو ترلاسه کول، که د بشري سرچینو د جلب له لارې او یا د پوښتنو ګروېږنو له لارې وي، د بریدونو په شنډولو او د مشرانو په پېژندنه کې پرېکنده رول لري.
علي اکبر محمدي، چې په لندن کې مېشت امنیتي شنونکی دی، سلام ټایمز ته وویل، د ترهګرۍ پر ضد ځواکونه پر بشري استخباراتو تکیه کوي، ځکه یوازې تخنیکي وسایل ډېر کم کولای شي پټو جوړښتونو ته ننوځي.
د هغه په وینا، استخباراتي سرچینې ډېری وخت له همدغو ترهګرو ډلو څخه دننه جلبېږي، ځکه داخلي کسان تر بل هر چا د شبکې د جوړښت، اړیکو او پټو پلانونو په اړه ښه پوهه لري.
هغه زیاته کړه، «دا کسان ښايي د ترهګرۍ ضد ادارو سره د مختلفو دلایلو له مخې همکاري وکړي لکه ایدیولوژیک اختلافات، رواني فشارونه، شخصي ګټې، او یا هم له سزا څخه د ځان ژغورلو لپاره.»
د محمدي په وینا، «د داسې سرچینو جلبول امنیتي ځواکونو ته د لومړنیو او باوري مالوماتو لاسرسی آسانه کوي؛ داسې مالومات چې عموماً د تخنیکي څارنې یا بهرنیو سرچینو له لارې نه شي تر لاسه کېدای.»
شفیق الله عاصي، چې په هالنډ کې د ترهګرۍ ضد شنونکی دی، وایي، «تجربې ښودلې ده چې د دغو ډلو دننه بانفوذه یا حتی ناراض غړي د شبکې د جوړښت، موخو او امنیتي تشو تر ټولو کره انځور وړاندې کوي.»
موردي څېړنې
چولو عبدی عبدالله، چې د الشباب ډلې کینیايي غړی دی،په ۲۰۱۹ کال کې په فلیپین کې ونیول شو او په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا توقیف ته وسپارل شو. شفیق الله عاصي زیاته کړه، «نیول شوي کسان لکه چولو عبدی عبدالله، د خپلو اعترافونو له لارې چې د پلانونو او روزنو په اړه یې کړي وو، وښودله چې څنګه یو کس کولای شي د یوې نړیوالې شبکې پټې کړۍ افشا کړي.»
په ورته ډول، محمد عبدالله ورسامه چې په ۲۰۰۹ کال کې د القاعدې د ملاتړ په جرم محکوم شوی وه، په ۲۰۲۵ کال کې په مونتریال کې یو ځل بیا ونیول شو. د هغه قضیې د بشري استخباراتو اهمیتد احتمالي ترهګریزو ګواښونو په پېژندنه او ارزونه کې لا روښانه کړ.
د ۲۰۱۹ کال د امریکا هغه عملیات چې د «اسلامي دولت د عراق او شام» (داعش) د پخواني مشر ابوبکر البغدادي د وژل کېدو لامل شول، پر بشري استخباراتو ولاړ وو. دغو عملیاتو وښودله چې حتا تر ټولو پټې او له تعقیب څخه تښتېدونکې ډلې هم د عملیاتي امنیت له محدودیتونو خوندي نه دي.
د بشري سرچینو عملیاتي ارزښت
محمد منیر ضیایي، چې په انقره کې امنیتي شنونکی دی، وویل چې له نیول شویو ترهګرو څخه په مسلکي ډول پوښتنې ګروېږنې د عملیاتي مالوماتو پراخ حجم تولیدوي.
هغه وویل، «دا کسان د تدارکاتي لارو، د روزنې د طریقو، د قومندانانو د هویت او آن د راتلونکو پلانونو په اړه مالومات وړاندې کوي.»
ضیایي یادونه وکړه چې دا ډول استخباراتي مالومات نه یوازې بریدونه شنډوي، بلکې د فعالو غړو د تعقیب امکان هم برابروي او پر ترهګریزو شبکو پرله پسې ګوزارونه کوي.
معصوم صبوري، چې په بلجیم کې سیاسي شنونکی دی، وویل چې د البغدادي پر ضد عملیاتو وښودله چې حتا ډېر پټ مشران هم بلاخره د بشري سرچینو له لارې پېژندل کېږي.
هغه زیاته کړه، «د القاعدې او ورته ډلو د عملیاتي امنیت جوړښتي کمزورۍ په دې مورد کې په ښکاره ډول څرګندېږي.»
صبوري ټینګار وکړ، «هر څومره چې یو ترهګریز سازمان ډېر تاوتریخجن وي، همغومره په کې د داخلي نارضایتۍ احتمال زیات وي، او همدا نارضایتي د امنیتي ادارو لپاره په یوه استخباراتي فرصت بدلېږي.»
![د محمد عبدالله ورسامه د نیول کېدو انځور، چې په ۲۰۰۳ کال کې د امریکا د مارشالانو له خوا اخیستل شوی دی. [هري سمیت، د اېف بي آی پخوانی ځانګړی مامور/ لینکډاین]](/cnmi_st/images/2026/01/14/53383-mohammad_abdullah_warsami_2-585_329.jpg)