د متحده ایالاتو او د سوریې د موقت مشرتابه ترمنځ تازه همکاري، د داعش لپاره چې په دودیز ډول یې د ودې لپاره په سیاسي ګډوډۍ تکیه کړې ده، ښه شګون نه دی.
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غوایي په ۲۵مه په ریاض کې د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان وکړ چې متحده ایالات به پر سوریه بندیزونه لیرې کړي.
د سوریې موقت مشر احمد الشرع دا اقدام «یوه تاریخي او زړوره پرېکړه چې په سیمه کې د ثبات بنسټ ږدي» وباله.
د غوایي په ۳۰مه، اروپایي اتحادیې هم ورته عمل وکړ، او ویې ویل چې هغوی به هم اقتصادي بندیزونه لیرې کړي.
شنونکو سلام ټایمز ته وویل، د اړیکو دا تودوالی د ترهګرۍ ضد ستراتیژیکې همکارۍ لپاره یو نوی پلاټفورم رامنځته کوي، او یادونه یې وکړه چې دا کولی شي په سوریه کې د داعش برخلیک وټاکي.
په ایټالیا کې مېشت د پوځي چارو شنونکي محمد نعیم غیور سلام ټایمز ته وویل، «د نوې پالیسۍ موخه دا ده چې په سوریه کې د خبرو اترو او همکارۍ له لارې ثبات رامنځته او ترهګري کنټرول کړي،»
هغه وویل، «د سوریې د نوي حکومت لپاره مالي او استخباراتي ملاتړ کولی شي د ترهګرۍ ضد هڅې ډیرې اغېزمنې کړي او د داعش د بیا راټولېدلو مخه ونیسي،»
غیور وویل، د سوریې د موقت حکومت او د متحده ایالاتو تر ملاتړ لاندې د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو (اېس ډي اېف) ترمنځ تړون، چې د سوریې په شمال ختیځ کې یې د داعش پر ضد کالونه کالونه جګړه کړې، د داعش لپاره یو بل سرخوږی رامنځته کوي.
هغه وویل، «دغو سیاسي پرمختګونو په داعش باندې نظامي فشار زیات کړی، او په سوریه کې د هغه په له منځه وړلو کې به مرسته وکړي،»
الشرع قصدا داعش د دولت جوړونې له پروسې او په سوریه کې په هر راتلونکي وسله وال ځواک کې له پامه غورځولی دی.
غیور وویل، د واشنګټن او دمشق ترمنځ استخباراتي همکاري کولی شي د داعش د غړو دقیق هدف ګرځولو ته لاره هواره کړي، په داسې حال کې چې د ډلې مالي او استخدام شبکې پرې کوي.
د داعش د له منځه وړلو هڅې
له هغه وخت راهیسې چې د دوی لومړی مشر ابوبکر البغدادي په سوریه کې په یوه تونل کې ځان ته چاودنه ورکړه، داعش مخ پر ځوړي روان دی، او ډېر ناڅرګند او لنډمهاله مشران یې ټاکلي دي.
په هرات کې مېشت د سیاسي چارو شنونکي عبدالبصیر نظامی سلام ټایمز ته وویل، د البغدادي مړینې دا ډله په ایډیالوژیکه او د مشرتابه په ګډوډۍ کې ډوبه کړه.
نظامي وویل، «له البغدادي څخه وروسته، د داعش نويو مشرانو ته د ډلې د ټولو غړو درناوی نه درلود. دا کار د داعش دننه د ټوټه ټوټه کیدو لامل شو، تر دې چې پاڅونونه او درزونه هم په کې وشول.»
د کابل پوهنتون استاد خلیل احمد حدید په سوریه کې د متحده ایالاتو روان نظامي حضور، د عراق او سوریې دیموکراتیکو ځواکونو (اېس ډي اېف) سره د متحده ایالاتو ملګرتیا، او د داعش د ماتولو لپاره د متحده ایالاتو له لوري د نړۍ وال ایتلاف مشرۍ ته اشاره وکړه.
هغه سلام ټایمز ته وویل، «د متحده ایالاتو له پوځي مداخلې پرته په عراق او سوریه کې د داعش محدودول ناممکن و،»
حدید وویل، «د متحده ایالاتو او د سوریې د نوي حکومت ترمنځ نوي شوي اړیکې په سوریه کې د داعش د پاتې شونو په وړاندې د مبارزې د وروستي پړاو پیل په ګوته کوي. دا نوې همکاري به داعش په بشپړه توګه له منځه وېسي.»