جرم او انصاف

متحده ایالاتو او پاکستان په ګډ کار سره د کابل د هوايي ډګر په برید کې ښکېل جګپوړی فعال نیولی دی

د عمر راپور

د داعش خراسان څانګې جګپوړی کارکوونکی محمد شریف الله، چې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د کابل په هوايي ډګر کې د هغې بمي چاودنې په تور تورن دی چې ۱۳ امریکایي سرتیري یې ووژل، په پاکستان کې ونیول شو او د کب په ۱۴مه متحده ایالاتو ته وسپارل شو.‌ [د اېف بي آی د رییس کاش پتېل اېکسپاڼه]

د داعش خراسان څانګې جګپوړی کارکوونکی محمد شریف الله، چې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د کابل په هوايي ډګر کې د هغې بمي چاودنې په تور تورن دی چې ۱۳ امریکایي سرتیري یې ووژل، په پاکستان کې ونیول شو او د کب په ۱۴مه متحده ایالاتو ته وسپارل شو.‌ [د اېف بي آی د رییس کاش پتېل اېکسپاڼه]

هرات -- د داعش خراسان څانګې یو جګپوړی فعال چې په ۱۴۰۰ لمریز کال د کابل په هوايي ډګر کې د هغې بمي چاودنې په تور تورن دی چې ۱۳ امریکایي سرتیري او ۱۷۰ افغانان یې ووژل، د کب په ۱۵مه لومړی ځل د متحده ایالاتو په محکمه کې حاضر شو.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف وویل، محمد شریف الله، چې د جعفر په نوم هم پیژندل کیږي، د «پاکستان-افغانستان په سرحدي سیمه کې د ترسره شويو بریاليو عملیاتو» په ترڅ کې ونیول شو.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کب په ۱۴مه کانګرس ته په خپله وینا کې وویل، «زه په خوښۍ سره اعلان کوم چې موږ همدا اوس د دې وحشت مسؤل جګپوړی ترهګر نیولی دی،» او د شریف الله د نیولو په برخه کې د مرستې لپاره یې له پاکستان څخه مننه وکړه.

متحده ایالاتو په شریف الله باندې د یوې ترهګرې ډلې لپاره د داسې مادي ملاتړ او سرچینو چمتو کولو او دسیسې جوړولو تور لګولی چې په پایله کې یې مرګ ژوبله رامنځته شول.

د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت وویل چې شریف الله د کابل هوايي ډګر ابي دروازې ته د تللې لارې د څارلو اعتراف کړی، او دا هغه څای دی چې وروسته یوه ځانمرګی بریدګر د خلکو په منځ کې خپل چاودیدونکي توکي وچول.

د عدلیې وزارت د اسنادو له مخې، د داعش خراسان څانګې فعالانو هغه ته د کشفي ماموریت لپاره ټیلیفون او سیم کارډ چمتو کړي وو.

سیمه ایزو امنیتي شنونکو سلام ټایمز ته وویل چې دغه په لوړه سطحه نیونه د داعش-خراسان څانګې د فعالانو په وړاندې د نړۍ والې مبارزې شدت په ګوته کوي.

په هرات کې مېشت پوځي کارپوه ولي محمد حسین سلام ټایمز ته وویل، «د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د متحده ایالاتو او د هغې د متحدینو ترمنځ استخباراتي او نظامي همکاري ډېره زیاته شوې ده،»

هغه وویل، «د پاکستان له خوا د کابل هوايي ډګر د برید د عاملانو نیول د دې زیاتې شوې همکارۍ یو ښه مثال دی،»

د امنیتي کارپوهانو په وینا، دا ډول نړۍ وال ګډ عملیات د ترهګرو شبکو د قوماندې او کنټرول وړتیاوې په مؤثره توګه ګډوډوي.

د ترهګرۍ ضد ملګرتیا

په هرات کې مېشت سیاسي شنونکي محمد ناصر هروي سلام ټایمز ته وویل، «د داعش خراسان څانګه په نړۍ واله کچه د ټولنیزو رسنیو د شبکو او پېچلیو ارتباطي میتودونو په کارولو سره فعالیت کوي،»

هغه وویل، «د دې ترهګرې ډلې پر وړاندې مبارزه د هېوادونو ترمنځ د دوامدارو استخباراتي معلوماتو شریکولو او همغږو نظامي عملیاتو پرته ناممکن دي،»

د عدلیې وزارت په وینا، د دې ډلې د لاسرسي نور شواهد هغه وخت راڅرګند شول چې شریف الله اعتراف وکړ چې د ۱۴۰۳ د وري په میاشت کې د مسکو د کروکس ښار په تالار د برید له عاملانو سره د وسلو د روزنې ویډیوګانې شریکې کړې وې.

په هرات کې مېشت د نړۍ والو اړیکو کارپوه جواد فرزان سلام ټایمز ته وویل، د داعش خراسان څانګې په افغانستان او پاکستان کې د خوندي پټنځایونو د جوړولو هڅه کړې ده.

خو هغه وویل، د شریف الله نیول ښیي چې د هیوادونو ترمنځ د معلوماتو مفصل شراکت په سیستماتیک ډول د ډلې لاسرسی څومره کمزوری کوي.

شریف په خپله اېکسپاڼه له ټرمپ څخه د پاکستان د ترهګرۍ ضد هڅو د منلو له امله مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې «د سیمه ایزې سولې او ثبات په خوندي کولو کې له متحده ایالاتو سره نږدې ملګرتیا ته دوام ورکړي.»

فرزان وویل، «هېڅ ترهګره ډله د ملتونو د یووالي او همکارۍ په وړاندې مقاومت نشي کولی. هرڅومره چې پوځي او استخباراتي ملګرتیا پیاوړې وي، هغومره د ترهګرو سازمانونو له خوا د هدفونو د ترلاسه کولو چانس کم وي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د پاکستان بدبخت په خبرو هېڅکله باور مه کوئ. خدای خبر چې دې کس به له کومې ترهګرې ډلې سره تړاو درلود که نه، خو پاکستان د ډالرو په بدل کې په متحده ایالاتو خرڅ کړ. سربېره پردې، زه د امریکا د اوسني حکومت کړنو ته سخت حیران یم. دوی به ویل چې غواړي امریکا بیرته عظمت ته ورسوي مګرم څنګه چې سناتور سینډرز اشاره وکړه، ایا دا د امریکا عظمت دی؟ آیا امریکا همغه ظالم هېواد دی چې په تیر یو نیم کال کې په فلسطین کې ثابت شو؟ نړۍ فکر کاوه چې امریکا د عظمت، سولې، مینې، بشري حقونو، درناوي، ډیموکراسۍ، او د کلتوري، ژبني او مذهبي تنوع ځای دی. خو اوس دا ټول ورو ورو خپل رنګ له لاسه ورکوي. زه هېڅکله متحده ایالاتو ته نه یم تللی، مګر له امریکایی ادارو سره مې کار کړی او متحده ایالاتو او امریکایانو ته احترام لرم. د دې لیک له لارې، زه په امریکایانو غږ کوم چې د سوله ایزو مظاهرو او لاریونونو له لارې د ټرمپ ادارې ننګونه وکړي او اجازه مه ورکوئ چې نور هم د متحده ایالاتو نوم بدنام کړي. تاسو پوهیږئ چې په نړۍ کې نږدې دوه ملیارده مسلمانان موجود دي، مګرم له لس ملیونه یهودانو څخه د ملاتړ له امله متحده ایالات ورو ورو د دوه ملیارده مسلمانانو حمایت له لاسه ورکوي. که متحده ایالات دې کار ته دوام ورکړي، نو عظمت او عزت ته توهين وي او په راتلونکې کې به مسلمانان د متحده ایالاتو او امریکایانو څخه کرکه او نفرت پیدا کړي. د کرکې او کینې پایلې واقعیا تیارې او بدې وي. دا به یواځې لس ملیونه یهودانو، چین او روسیې نه بغیر هیچاته هم ګټه ونه رسوي، ځکه چې چین او روسیه د مسلمانانو او متحده ایالاتو ترمنځ اړیکې او ملګرتیا نه غواړي. دوی هڅه کوي ترڅو د اسلامي نړۍ او لویدیځ ترمنځ له مختلفو لارو ویش او نفاق رامینځته کړي. زه په متحده ایالاتو غږ کوم

ځواب ورکړئ

که متحده ایالات دا ګمان کوي چې پنجابیان به د ترهګرۍ پر ضد له دوی سره ملګړي شي، نو دا یواځې د وخت ضایع کول دي، ځکه چې: 1 – پنجابیان [پاکستانيان] خپلې وعدې نه پوره کوي، 2 – دوی پر خپل دین کلک ولاړ نه دي، 3 – دوی پر خپل قول ولاړ نه دي، 4 – دوی په نړۍ کې د يهودانو په څېر تر ټولو دوکه باز او چالاک نسل دی. له همدې امله، دوی ورځ تر بلې د زوال کندې ته نږدې کېږي.

ځواب ورکړئ

د پاکستان هر اقدام د غربي هېوادونو او په ځانګړې توګه د امریکا د غولولو او له هغوی څخه د پیسو ترلاسه کولو لپاره دی. پاکستان له هیچا سره صادق نه دی. په افغانستان کې د نړۍ وال ائتلاف د حضور پر وخت یې یو طرف ته له امریکا نه پیسې اخیستلې او بل طرف ته یې د امریکا او د امریکا تر ملاتړ لاندې افغان حکومت پر ضد وسله وال تربیه کول او افغانستان ته یې د جنګ لپاره رالېږل. پاکستان دروغژن دی.

ځواب ورکړئ

پاکستان پخپله د ترهګرو لپاره تر ټولو لوی پټنځای ده. متحده ایالات باید پوه شي چې په نړۍ کې تر ټولو زیات ترهګر په پاکستان کې پټ دي او یا هلته نیول شوي دي. خو حقیقت دا دی چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې ترهګر د خپلو ګټو لپاره کاروي، او کله چې دوی ته دا مالومه شي چې یا خو یې راز افشا کېدونکی دی او یا ترهګر نور د دوی لپاره ګټور نه دي، نو دوی دا ترهګر په ډېر لوړ قیمت پر امریکا او نورو ناپوهه هېوادونو پلوري. په حقیقت کې، د پاکستان پوځ د ترهګرو معمار دی. ترهګر رامنځته کوي او بیا یې د عملیاتو لپاره وړاندې کوي. اسامه، خالد شیخ محمد، او نور یې ښه مثالونه دي. نن سبا، د بلوچستان د ازادۍ جنګیالیو پاکستان او چین ته سخت اخطار ورکړی دی. د بلوچستان جنګیالیو وروسته له هغه چې د کوټې نه پېښور ته تلونکی اورګاډی برمته او لسګونه پاکستاني سرتیري یې ووژل، د چین ولسمشر شي جینپینګ او د پاکستان چارواکو ته خبرداری ورکړ چې بلوچستان دې پرېږدي. چین په بلوچستان کې د پاکستاني پوځ په مرسته فعالیت کوي په داسې حال کې چې د بلوچستان خلک ورسره جګړه کوي. د بلوچستان فعالین وايي چې چین په بلوچستان، په ځانګړي ډول په ګوادر کې، د بلوچانو له اجازې پرته فعالیت کوي، او د بلوچستان خلک له دې سره موافق نه دي. د بلوچستان اوسېدونکي له پاکستان څخه ازادي غواړي. د بلوچستان خلکو په 1947 کال کې د پاکستان له جوړېدو سره مخالفت کړی و، خو په 1948 کال کې پاکستاني پوځ پر بلوچستان یرغل وکړ، د بلوچستان د حکومت مشران یې ونیول، کراچۍ ته یې ولېږدول او هلته یې بندیان کړل. له هماغه وخته، پاکستاني پوځ بې‌ګناه خلک وژني، حتی هغوی یې ژوندی له الوتکو غورځولي دي. د چینایي استعمارګرو له راتګ سره، د بلوچستان خلک لا زیات غوسه شول، تر دې چې ښځو هم د چی

ځواب ورکړئ