څارونکي وايي، د متحده ایالاتو په هیوسټن او نیویارک ښارونو کې د داعش د دوو پلویانو وروستي نیول کېدل ښيي چې دغه افراطي ډله نه ده توانېدلې ترڅو په ټولنیزو رسنیو کې منظم حضور ته دوام ورکړي.
هغوی وايي، په دواړو قضیو کې مدعی علیه کسانو د ټولنیزو رسنیو او پیغام لېږونکو اپلیکېشنونو له لارې په پراخه کچه آنلاین اړیکې لرلې، چې بالاخره د هغوی د نیول کېدو سبب شوې او د هغوی پلانونه یې شنډ کړل.
یو ۳۳ کلن سړی د لیندۍ په ۱ په نیویارک کې له داعش سره د مادي ملاتړ برابرولو په هڅو کې د ښکیلتیا او د چاودیدونکو توکو د جوړولو په اړه د لارښوونکو مالوماتو په خپرولو کې د لاس لرلو په تور ونیول شو.
د محکمې اسناد ښیي چې ایرالډ علي محمتي په کوډ شويو (اېنکرېپټېډ) پیغام لېږونکو اپلیکېشنونو او ټولنیزو رسنیو کې ګڼ شمېر آنلاین حسابونه جوړ کړي او کارول، څو د داعش په استازیتوب د بریدونو پلانولو او روزلو په اړه له نورو سره اړیکې ونیسي.
د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت د لیندۍ په ۲مه په یوه اعلامیه کې وویل چې د امریکا - البانیا دوه ګونی تابعیت لرونکي په سنایپر ډوله بریدونو کې د برخه اخیستنې لیوالتیا ښودلې وه، او داسې «عملیاتو» ته یې اشاره کړې وه چې هغه په کې د محرمو سرچینو د ګډون هڅه کوله.
په اعلامیه کې ویل شوي، علي محمتي له داعش سره د ملاتړ لپاره د «تکتیکي» تجهیزاتو او د «روزنې» او «عملیاتو» لپاره د «وسایلو» د برابرولو غوښتنه کوله.
اعلامیه وایي، په هغو کې د واسکټونو ځانګړي ماډلونه شامل وو چې په «خوندي کوونکو پلېټونو یا زغره»، «د شاجورونو ساتنې چانټه» او «چاقوګانو» باندې سمبال وي او غوښتل یې چې په خپل اتومات کلاشینکوف کې داسې تغیرات راولي چې د یوه بریدګر توپک لپاره ورته اړتیا وي.
علي محمتي، چې د محکومېدلو په صورت کې کېدی شي تر ۲۰ کاله بند باندې محکوم شي، په منظمه توګه د داعش پلوي آنلاين پروپاګند خپراوه، د داعش د ځانګړو مشرانو ستاينه یې کوله او د داعش له خوا خپرو شویو خپرونو او ويډيوګانو ته یې پراختیا ورکوله.
له دې جلا، د متحده ایالاتو د جنوبي تکزاس ولسوالۍ څارنوالۍ وویل، امریکایي چارواکو د لړم په ۱۸مه د هیوسټن په جنوبي ښار کې ۲۸ کلن انس سعید نیولی او په هغه یې د داعش په ملاتړ د تبلیغاتو جوړولو تور لګولی دی.
سعید چې د لړم په ۲۴مه تورن شوی و، که د متحده ایالاتو د محکمې له خوا محکوم شي، په فدرالي حبس کې تر ۲۰ کاله پورې قید او په اعظمي توګه ممکن تر ۲۵۰۰۰۰ ډالرو پورې جریمې سره مخامخ شي.
د څارنوالۍ دفتر وویل، د محکمې د اسنادو له مخې، له سعید سره تړلو د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر حسابونو کې داسې پیغامونه او پوسټونه موجود وو چې ادعا یې کوله چې هغه د داعش او د داعش په نوم د ترسره شویو له تاوتریخوالي څخه ډکو بریدونو ملاتړ کوي.
قانون پلي کونکو سعید او د هغه استوګنځی، موټر او بریښنایی وسایل تلاشي کړل، او ویې ویل چې د نیول شویو وسایلو تحلیل ته په پام سره د داعش په استازیتوب د پروپاګند جوړولو او خپرولو پورې اړوند فعالیتونه په ډاګه کوي.
داعش چې په ۱۳۸۳ کال کې یې د عراق او سوریې د شمالي برخو کنټرول په لاس کې واخیست، یو وخت د انلاین تبلیغاتو د ماهرانه او اغېزناکې کارونې له امله مشهور و.
خو دا ډله له خپلې پوځي ماتې راهیسې پر شاتګ کوي، او لکه څنګه چې د هغې پرله پسې لوړ پوړي مشران په سیستماتیک ډول په نښه شوي دي، شنونکي یادونه کوي چې آنلاین عملیات یې ګډوډ او بې نظمه شوي دي.
![په هیوسټن کې د اېف بي آی د تروریزم ضد مبارزې د ګډ کاري ځواک پلټونکو وموندله چې ۲۸ کلن انس سعید د داعش په استازیتوب د تاوتریخوالی د ترسره کولو لارې چارې لټولې. [د فدرالي تحقیقاتو ادارې له اېکسپاڼې څخه]](/cnmi_st/images/2024/12/17/48477-joint-terrorism-taskforce-585_329.jpg)
د رسنیو د راپورونو له مخې: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د ولسمشر د هغو څرګندونو په غبرګون کې، چې په افغانستان کې د پاتې امریکایي وسلو د ایستلو په اړه وې، ویلي چې دغه وسلې د پاکستان د امنیت لپاره يو جدي ګواښ دی. دغه وزارت وویل، دا وسلې اوس د پاکستاني وسله والو په لاس ورځي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، شفقت علي خان، د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، "په افغانستان کې د پرمختللو امریکایي وسلو شتون، چې د 2021 کال د اګست په میاشت کې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته پاتې شوې، د پاکستان او د دې هېواد د وګړو د امنیت او خوندیتوب لپاره د جدي اندېښنې وړ خبره ده." زما د دې مسئلې په اړه نظر دا دی: ایا دا همدا ملعون پاکستان نه و چې د شل کلن جمهوریت پر مهال یې په افغانستان کې سخت دریځې ډلې تمویل او تجهیز کړې او د دوی په لاس یې نږدې 3000 نړېوال ائتلافي سرتیري، لسګونه زره افغان سرتیري، او لسګونه زره افغان ملکي وګړي ووژل؟ دا په داسې حال کې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې تیرې دورې پر مهال ویلي وو چې متحده ایالاتو په شل کلونو کې له پاکستان سره له 30 میلیاردو ډالرو ډېرې مرستې کړې وې ترڅو د سخت دریځو پر ضد اقدام وکړي، خو دې بدبخته هېواد دوه مخې لوبه وکړه او د امریکايي او اروپايي سرتیرو سره سره افغان سرتیري او ملکي وګړي هم ووژل.
ځواب ورکړئ1 تبصره