د عراق او شام اسلامي دولت (داعش) د خپل نفوذ په لومړیو کالونو کې، د استخدام او تبلیغاتي موادو د خپرولو لپاره د ټولنیزو رسنیو د پرمختللې استفادې له امله د نړۍ پام ځان ته ور اړولی و.
خو شنونکو وویل، په وروستیو کلونو کې د هغوی په ډیجیټل شتون او نفوذ کې ډراماتیک کمښت د هغوی پوځي زیانونه او د مشرتابه له منځه تلل منعکسوي.
په کابل کې مېشت د نړۍ والو اړیکو شنونکي وحیدالله عصمتي سلام ټایمز ته وویل، د دې ډلې تبلیغاتي ماشین، چې یو وخت یې د بریدونو، اعدامونو او د داعش تر کنټرول لاندې ژوند د لوړ کیفیت لرونکي ویډیوګانې خپرولې، تر ډېره حده چوپ شوی دی.
د دې ډلې د رسنیو مرکز الحیات، چې یو وخت په ګڼو ژبو د ویډیوګانو او دابق او رومیه په څېر مجلو له امله پېژندل کېده، اوس له ډیجیټل ساحې څخه ورک شوی دی.
اعماق خبري اژانس، چې پخوا به یې د نړۍ والو بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیست، اوس ډېر کم څرګندېږي.
عصمتي وویل، «د داعش د رسنیو په فعالیت کې کمښت د نړۍ وال امنیت لپاره د پام وړ بریا په ګوته کوي، ځکه چې ټولنیزې رسنۍ د هغوی د استخدام او تبلیغاتو اصلي وسیله وه،»
عصمتي وویل، «دا کمښت ښیي چې دا ډله نوره د پخوا په څېر غښتلې نه ده.»
عصمتي وویل، یو وخت د داعش مشرانو په نړۍ والو پلاټفورمونو ورځنۍ ویناوې خپرولې، لاکن اوس دغه مفاهمې د انټرنټ له فضا څخه لیرې کړای شوي دي، او یادونه یې وکړه چې دا ګروپ نور سره تیت شوی او هره څانګه یې له بدې ورځې خپلې اجنداوې پر مخ وړي.
د داعش ډیجیټل لاسرسی یو وخت د ټولنیزو رسنیو له لارې په لوېدیځ کې ځوانانو ته غځېدلی و، خو تېر کال،امنیتي ځواکونو په لویدیځو هیوادونو کې د داعش څو دسیسې شنډې کړې، استخدام کونکي، تمویل کونکي او احتمالي برید کونکي یې ونیول.
د رسنیو سقوط
شنونکي وايي چې د داعش د تبلیغاتي وسایلو سقوط د همغږي نړۍ وال نظامي، اقتصادي او ټیکنالوجیکي فشار څخه رامنځته شوی دی.
په رواني جګړه کې د داعش د مخکینۍ بریا یو مهم عامل د هغې مرکزي او د رسنیو همغږی جوړښت و. په کابل کې مېشت د آنلاین رسنیو کارپوه نقیب الله زاهد سلام ټایمز ته وویل، دا ګټه اوس له منځه تللې ده.
هغه وویل، داعش اوس د خپلو رسنیو د عملیاتو د لارښوونې لپاره متحد مشرتابه او پیژندل شوي ویاندان نه لري، او دا په ګوته کوي چې «حتی د هغوی رسمي وېب سایټ د فعالیت کموالی ښیي.»
په ورته وخت کې، د دغې ډلې د رسنیزو عملیاتو د مخنیوي لپاره مخنیوونکي اقدامات اغېزمن ثابت شوي دي.
زاهد وویل، د ټیکنالوجۍ د شرکتونو له خوا د داعش د اړوندو حسابونو ځنډولو، د ویډیو شریکولو د پلیټ فارمونو ګډوډولو، د رسنیو د لویو ستراتیژیستانو له منځه وړلو، او د مالي سرچینو پرې کولو د دغې ډلې آنلاین شتون فلج کړی دی.
په هرات کې مېشت د سیاسي چارو شنونکي وکیل احمد وفا په وینا، د ټولنیزو رسنیو د لاسرسي کمښت د داعش وړتیا په جدي توګه زیانمنه کړې چې د آنلاین تبلیغاتو له لارې نوي جنګیالي استخدام کړي.
وفا سلام ټایمز ته وویل، «د کلونو لپاره، دې ډلې په مختلفو هیوادونو کې د ګمراه کونکو او افراطي موادو په خپرولو سره ډېری ځوانان راجلب کړل، خو اوس یې دا وړتیا له لاسه ورکړې ده،»
هغه وویل، د دې ډلې عملیات د ډیجیټل کمښت له امله له ستونزو سره مخامخ شوي چې په ځوانو لیدونکو باندې یې کنټرول کم کړی، د هغې د نړۍ والو ملګرو ترمنځ ایډیالوژیکي یووالي یې کمزوری کړی، او په سیمو کې د همغږۍ وړتیا یې له خنډ سره مخامخ کړې ده.