امنیت

د افراطي ډلې د ځواک په کمېدلو سره، سومالیا په پوځي اکاډمۍ باندې برید ناکام کړ

د محمد قاسم راپور

مظاهره چیان د ۱۴۰۱ د مرغومي په ۲۲مه د سومالیا په موګادیشو کې د الشباب پر وړاندې په یوه لاریون کې ګډون کوي. [حسن علي علمي/ای اېف پي]

مظاهره چیان د ۱۴۰۱ د مرغومي په ۲۲مه د سومالیا په موګادیشو کې د الشباب پر وړاندې په یوه لاریون کې ګډون کوي. [حسن علي علمي/ای اېف پي]

د سوماليا امنیتي ځواکونو د چنګاښ په ۱۸مه د الشباب برید هغه وخت شنډ کړ چې هغوی یو ځانمرګی بریدګر د جنرال جال سیاد پوځي اکاډمۍ ته له رسېدلو څخه مخکې وپیژند او ودراوه.

د سومالیا د دفاع وزارت وویل چې بریدګر له کشف کېدلو څخه وروسته خپل د چاودیدونکيو توکو واسکټ له وخته مخکې وچاوه، چې ډېر لږ تلفات یې رامنځته کړل.

دا پیښه د ترهګرۍ ضد وړتیاوو کې ښه والی ښیې ځکه چې یو ځانمرګی بریدګر د ۱۴۰۲ د چنګاښ په میاشت کې عین ودانۍ ته ننوت، ۲۵ سرتیري یې ووژل او له ۷۰ څخه ډېر نور یې ټپیان کړل.

د فرانسې د سولې د مطالعاتو د مرکز د نړۍ والو چارو شنونکي محمد نسیم مرادي سلام ټایمز ته وویل، «ناکام برید په څرګنده توګه د الشباب زیاتیدونکې عملیاتي کمزورتیا څرګندوي،»

هغه وویل، «د سومالیا حکومتي ځواکونو اوس هغه مهارتونه او د ادارو ترمنځ همغږي رامنځته کړې چې هدفونو ته له رسېدلو څخه مخکې د بریدګرو د شنډولو لپاره ضروري دي.»

ناکام شوی برید د الشباب د قوماندې جوړښت کې پراخې ستراتیژیکې ناکامۍ منعکسوي.‌

مرادي وویل، «دا د الشباب دننه د پلان جوړونې ضعف او د قوماندې کمزورتیا منعکسوي، او دا ښيي چې هغوی نور نشي کولی په بریالیتوب سره پیچلي عملیات ترسره کړي،»

نوموړي وویل، «په تېرو وختونو کې، دغې ډلې کولی شوای چې د ډله ایزو تلفاتو په ور اړولو سره وژونکي بریدونه ترسره کړي، خو دا ځل هغوی هدف ته حتی نږدې هم نشول.»

هغه زیاته کړه، «دا ډول ناکامۍ نه یواځې د ډلې عملیاتي ظرفیت کمزوری کوي بلکه د هغې د غړو او ملاتړو مورال او باور هم له منځه وړي،»

په لندن کې مېشت امنیتي شنونکي علي اکبر محمدي سلام ټایمز ته وویل، الشباب له ۱۴۰۲ لمریز راهیسې له پرله پسې ناکامیو سره مخامخ شوی دی.

هغه وویل، «له دغو بریدونو څخه یوه هم دا وړتیا ونه ښودله چې د حکومت اصلي جوړښت کمزوری کړي یا یې د اصلاحاتو او امنیتي پروګرامونو مخه ونیسي،»

په الشباب باندې دوامدار فشار

د سومالیا د دفاع وزارت په وینا، په وروستیو میاشتو کې د الشباب پر وړاندې دوامدارو امنیتي عملیاتو، په ځانګړې توګه د هیران په سیمه کې، د دې ډلې لوجستیکي شبکې او پټنځایونه په بریالیتوب سره ویجاړ کړي دي.

د سیمې د خلکو همکارۍ مرسته کړې چې څو مشران ونیول شي، او امنیتي چارواکو تایید کړې چې اساسي حکومتي خدمتونه په تدریج سره پخوانیو جنجالي سیمو ته ورګرځول شوي دي.

د ترهګرۍ ضد شنونکي شفیق الله عاصي وویل، «دا عملیات ښیې چې حکومت له تېرو غلطیو څخه زده کړه کوي او د مخنیوي اغیزمن سیستمونه جوړوي، په ځانګړې توګه د حساسو تاسیساتو لکه پوځي اکاډمۍ ساتنه کوي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په تېرو وختونو کې، د الشباب بمي بریدګرو وړتیا لرله چې له ناڅاپي تکتیکونو څخه په استفادې سره حساسو مرکزونو ته ننوځي، لاکن اوس امنیتي حلقه ډېره پیاوړې شوې ده،»

دا بدلون د سومالیا په امنیتي چارو کې یو اساسي بدلون په ګوته کوي.

د سیاسي چارو شنونکي نظام الدین جمشیدي وویل، «د ځانمرګو بریدګرو مخکې تر مخکې پیژندنه، د امنیتي ځواکونو چټک غبرګون، او د ډلې په کلیوالي مرکزونو، په ځانګړې توګه په هیران کې د نظامي فشار زیاتېدل، د حکومت په ګټه د ځواک توازن کې بدلون په ګوته کوي،»

جمشیدي، چې په اسلام اباد کې میشت دی، سلام ټایمز ته وویل، د الشباب له پراخو تبلیغاتو سره سره، وروستي عملیاتي ناکامي د اغېزمنتیا کمښت په ګوته کوي.‌

هغه وویل، «د الشباب عملیاتي ظرفیت مخ په کمېدو دی، او د استخباراتو او پوځي عملیاتو د یوځای کولو لپاره د حکومت نوې ستراتیژي ګټوره ثابتېږي،»

جمشېدي وویل، «له دې خوځښت سره، په سومالیا کې د الشباب د نفوذ د پوره کمزورتیا امکان په زیاتېدونکې توګه حقیقي څرګندېږي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500