هرات – له ۱۳۵۸کال څخه مخکې، په افغانستان کې ښاري پراختیا او عصريتوب پیل شوي وو، د اوبو لوی بندونه، صنعتي فابریکې او لویې لارې د جوړیدو په حال کې وې.
د کابل د اوسیدونکو په وینا، تعلیمي ادارو وده وکړه، کلتوري ژوند په ښاري مرکزونو کې انکشاف وموند، او هیواد په بېخبناوو او سوداګرۍ کې پرمختګ کاوه.
د شوروي یرغل ګډوډي رامنځته کړه چې وروسته یې افراطي ډلو ته اجازه ورکړه چې وده وکړي.
د ۱۳۷۰مې لسیزې په نیمایي کې چې القاعدې په افغانستان کې د پښې ځای وموند، د هیواد د پراختیا لاره بدله شوه، بېخبناوې زیانمنې شوې، سرچینې نورو لومړیتوبونو ته واړول شوې، او اقتصادي فعالیت ګډوډ شو.
له پرمختګ څخه تر ویجاړتیا پورې
د افغانستان د تېر او اوسني وخت ترمنځ توپیر د هغو کسانو لپاره څرګند دی چې دا حالات یې په خپلو سترګو لیدلي دي.
د کابل یوه اوسېدونکي ګل محمد چې ۷۴ کاله عمر لري،وویل، «هغه وختونه زما ښه په یاد دي. په کابل کې خلک شپه او ورځ سینماګانو ته تلل، او هر ماښام د موسیقۍ کنسرتونه ترسره کېدل،»
هغه سلام ټایمز ته وویل، «هلکان او نجونې پرته له کوم محدودیت څخه ښوونځیو او پوهنتونونو ته تلل، او په تعلیم او پوهې باندې ځانګړی تمرکز و،»
هغه وویل، «کابل هغه وخت ډېر سوکاله و او د پرمختګ په لاره روان و، خو د جګړو په پیل کېدلو سره، ښار په بشپړ ډول ویجاړ شو، او خلکو خوښۍ او سوله له لاسه ورکړل،»
په کابل کې مېشت سیاسي شنونکي حبیب الرحمان امان وویل چې د پام وړ بدلون رامنځته شو.
امان وویل، «له ۱۳۶۰مې لسیزې څخه مخکې، افغانستان د ودانولو، پرمختګ، پوهې ترلاسه کولو او هوساینې په برخه کې له ډېرو ګاونډیانو څخه مخکې و،»
هغه وویل، «القاعدې او نورو ترهګرو ډلو دا پرمختګ ودراوه او په ویجاړۍ او وینې تویولو باندې یې بدل کړ،»
اقتصادي سقوط او ځان غوښتنې
په داسې حال کې چې ملکي وګړي له زیاتیدونکې فقر سره مخامخ ول، افراطي ډلو ګټورې جرمي شبکې جوړې کړې.
په کابل کې میشت سیاسي شنونکي نظام الدین کبیري وویل، «القاعدې افغانستان د خپلو ترهګریزو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره د پرمختګ له لارې څخه واړوه او اقتصاد یې ور ویجاړ کړ،»
هغه سلام ټایمز ته وویل، «جګړې او افراطیت د هیواد اقتصادي دوران ودراو، چې په افغانانو کې یې پراخه بې وزلي رامنځته کړه،»
د ملګرو ملتونو په وینا، د کب تر میاشتې پورې، د افغانستان د نفوس له نیمایي څخه ډېر، نږدې ۲۳ ملیونو خلکو، د ژوند ژغورنې مرستو ته اړتیا درلودله.
کبیري وویل، د وسلو د قاچاق او نورو جرمي تصدیو په ګډون د افراطي عملیاتو پراختیا ملي اقتصاد ویجاړ کړ او د مغزونو پراخ فرار ته یې لاره برابره کړه چې لوستي او مسلکي کسان په ډله ییزه توګه له هېواد څخه وتښتېدل.
په کابل کې مېشت د پوهنتون استاد کبیر احمد وصال وویل، افراطي ډلو افغانستان څو لسیزې شاته بوتلو.
هغه سلام ټایمز ته وویل، د القاعدې له شتون پرته، د هیواد اقتصاد په دوامداره توګه وده کولی شوای، او ښایي فقر او بې سوادي ټیټه پاتې وای.
پرله پسې ګواښ
د افغانانو د لسیزو له اوږدو کړاوونو سره سره، القاعده د عادي افغانانو د هوساینې په پرتله خپلو ګوندي هدفونو ته لومړیتوب ورکوي.
امان خبرداری ورکړ چې دا ډله لاهم هڅه کوي چې افغانستان د ترهګرو د لومړني پټنځای په توګه بیا تاسیس کړي، چې دا کولی شي د تاوتریخوالي هغه دوران ته دوام ورکړي چې د ډېرو خلکو ژوند یې اخیستی دی.
په یوه ځای کې چې یو وخت د زده کړو، تجارت او کلتوري پراختیا له لارې پرمختګ کېده، اوس په کې ویجاړتیا په ورځني ژوند باندې واکمنه ده.
شنونکو وویل چې دا بدلون د ترهګرۍ د وړتیا د یوې پیاوړې یادونې په توګه کار کوي څو ټول نفوس په فقر کې ګیر کړي په داسې حال کې چې افراطي ډلې خپل ایډیالوژیک هدفونه تعقیبوي.
![د ۱۴۰۳ د غوایي په ۱۳مه، د بغلان په بورکه کلي کې یوه ښځه د سیلابونو د کنډوالو په منځ کې ناسته ده. د ملګرو ملتونو په وینا، افغانستان په اسیا کې د طبیعي پیښو پر وړاندې ترټولو لږ چمتو هېواد دی. [محمد یاسین/د منځني ختیځ انځورونه د ای اېف پي په ذریعه]](/cnmi_st/images/2025/08/16/51553-afghanistan-flood-house-585_329.jpg)