جرم او انصاف

افراطیان د انساني قاچاق د شبکو له لارې له کډوالو او یتیمانو څخه ناوړه ګټه پورته کوي

د محمد قاسم راپور

په دې تبلیغاتي عکس کې چې په ټولنیزو رسنیو خپور شوی، په بورکینا فاسو او مالي کې له القاعدې سره د تړلو ډلو جماعت نصرت الاسلام والمسلمین (جناو) او په سومالیا کې د الشباب غړي لیدل کیږي.

په دې تبلیغاتي عکس کې چې په ټولنیزو رسنیو خپور شوی، په بورکینا فاسو او مالي کې له القاعدې سره د تړلو ډلو جماعت نصرت الاسلام والمسلمین (جناو) او په سومالیا کې د الشباب غړي لیدل کیږي.

د بشري حقونو کارپوهانو وویل چې القاعده او د هغې ملګري په بحران ځپلو هیوادونو او سیمو کې کډوال، یتیمان او بې ځایه شوې کورنۍ قاچاق کوي ترڅو عواید ترلاسه کړي او نېغ په نېغه ترهګریز فعالیتونه تمویل کړي.

هغوی زیاته کړه چې افراطیان د افریقا د ساحل سیمې او د سومالیا، سوریې او یمن په څېر هیوادونو کې ترټولو ناچاري وګړي ښکار کوي.

په جرمني کې د بشري حقونو څیړونکي محمد طاهر قیومي سلام ټایمز ته وویل، القاعده تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د جبري کار په لړ کې یتیم ماشومان او هغه مېرمنې چې سرپرست نه لري، کاروي.

په ځینو مواردو کې، دې ډلې هغوی د جنسي استحصال شبکو ته ور ټېل وهلي دي.

قیومي وویل، «دا غیر انساني چلند نه یواځې د بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده، بلکې د یوې ډلې جرمونه هم په ګوته کوي چې د خپلو ګټو لپاره له فقر، ناامنۍ او د خلکو بې دفاعۍ څخه ناوړه ګټه پورته کوي،»

هغه وویل، «دا ماشومان اکثر د جنسي استحصال قرباني کیږي یا په کمپونو او لومړیو لیکو کې د جبري کارګرو په توګه کارول کیږي،»

هغه وویل، «دا یو تاوتریخوالی او فاسد بهیر دی چې د بې ګناه خلکو کړاو زیاتوي په داسې حال کې چې په پټه ترهګري تمویلوي.»

قیومي وویل، د دغو جرمونو عواید د وسلو پیرودلو، جنګیالیو ته د پیسو ورکولو او د ترهګریزو عملیاتو ته په دوام ورکولو باندې لګول کیږي، او له نړۍ والې ټولنې څخه یې وغوښتل چې دې مسئلې ته د یوه جدي ګواښ په توګه وګوري.

له ناچارو خلکو څخه ګټه اخیستل

د منځني ختیځ سیاسي څیړونکي نبي الله فاطمي سلام ټایمز ته وویل، القاعده د سومالیا په هیران سیمه او نورو جنګ ځپلو سیمو کې یتیم ماشومان چې څوک نه لري، په نښه کوي.

فاطمي چې په فرانسه کې مېشت دی، وویل چې دا ډله دغه ماشومان تښتوي، یا یې د دروغو په وعدو غولوي او بیا یې د قاچاق شبکو ته جذبوي.

فاطمي وويل، «د القاعدې لپاره، د انسانانو قاچاق نه یواځې د ژوندي پاتې کېدلو، بلکې دغه راز د ګډوډۍ د خپرولو وسیله هم ده،»

هغه وویل، «د سرحدي سیمو په بې ثباته کولو سره، دا ډله خلک بې ځایه کېدلو ته اړ باسي او بیا له عین کډوالو څخه د انساني او مالي سرچینو په توګه کار اخلي.»

په انقره کې مېشت د سیاسي چارو شنونکي محمد سرور نعمتي وویل، د انساني قاچاق په لور بدلون د القاعدې نهیلي منعکسوي، ځکه چې هغه د بهرني نظامي فشار، داخلي اختلافاتو او کمېدونکیو مالي سرچینو له امله رنځېږي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دا ډله د دې خلکو له ناچارۍ څخه ګټه پورته کوي، او د هغوی له خوښې پرته او په غیر انساني شکل سره غلامۍ ته اړ باسي،»

نعمتي وویل، «دا کړنې د القاعدې د تشکیلاتي او اخلاقي زوال نښې ښیي، ځکه چې یوه ډله چې یو وخت یې د ایډیالوژیکي انګیزو ادعا کوله، اوس د خپل پایښت لپاره د خورا بې دفاع خلکو څخه ګټه پورته کوي،»

په کابل کې مېشت دیني عالم مولوي عبدالحفیظ حقیار سلام ټایمز ته وویل، «د یتیمو ماشومانو، کونډو او بې ځایه شویو خلکو استحصال د انسانیت پر وړاندې یو سخت جرم» دی.

هغه وویل، «اسلام له انسانانو څخه ناوړه استفاده په کلکه غندي. ترهګرې ډلې باید ماشومان او ښځې مجبور نه کړي چې د مذهب تر نامه لاندې وحشیانه عملونه ترسره کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500