که څه هم القاعده او د یمن حوثیان د دیني عقایدو له پلوه بنسټیز تضاد لري،خو په وروستیو کلونو کې مخ پر زیاتېدونکي شواهد د دې دوو ډلو ترمنځ د تکتیکي همکاریو ښکارندویي کوي.
دا همکاري نه د پخلاینې معنا لري او نه د ایډیالوژیک نږدېوالي؛ بلکې د پوځي فشارونو، مالي ستونزو او د مشرتابه د فرصت طلبۍ پر وړاندېیو عملي او محاسبه شوی غبرګون دی..
مشرتابه ځانونه د جګړې د لومړۍ کرښې له کړاوونو او دردونو لرې ساتي، خو په ورته وخت کې داسې ائتلافونه جوړوي چې د قاچاقي لارو، عایداتي سرچینو او د سازمان د بقا د خوندي کولو لپاره طرحه شوي دي.
په همدې حال کې، عادي پلویان له تاوتریخوالي، بېوزلۍ او مرګ سره مخامخ کېږيحال دا چې د ډلې مشران شخصي امنیت، مالي ګټې او سیاسي نفوذ ته لومړیتوب ورکوي.
القاعده یو وخت حوثیان د نه پخلاینې وړ ایډیالوژیک دښمنان بلل او له هغوی سره دښمني یې خپلو پلویانو ته د یو دیني مکلفیت په توګه وړاندې کوو.
خو نن دا روایت بدل شوی دی؛ دا ډله د لوجستیکي دهلیزونو د ساتلو، مالي لاسرسي او ستراتیژیک انعطاف لپاره له خپلو پخوانیو اصولو شاته شوې ده.
دا بدلون ښيي چې کله مشران له دوامدار پوځي فشار او مخ پر زیاتېدونکو عملیاتي محدودیتونو سره مخ شي، ایډیالوژي ثانوي ارزښت پیدا کوي.
عاصف طاهري، چې په انقره کې مېشت د امنیت چارو کارپوه دی، وایي:«د القاعدې مشران په سیستماتیک ډولله زیان منونکو، کم سواده او حاشیې ته ټېل وهل شویو کسانو څخه د خپلو موخو د پرمخ بېولو لپاره ناوړه استفاده کوي.»
هغه زیاتوي، «د مغزي مینځلو او د دین د افراطي تعبیرونو له لارې، دا کسان دې ته اړ ایستل کېږي چې داسې سخت دریځه ایډیالوژي پلې کړي چې په عمل کې نه پر مشرتابه تطبیقېږي او نه ترې غوښتل کېږي.»
ایډیالوژي؛ د معاملې وړ وسیلې په توګه
د حوثیانو سره د القاعدې اړیکې د دې ډلې د علني وینا او د هغې د واقعي عملیاتي چلند ترمنځ ژوره او دوامداره تشه په ګوته کوي.
د دې ډلې مشران په ښکاره توګه نه جوړېدونکې تکفیري ایډیالوژي تبلیغوي، خو په پټه توګه خپلې اړیکې او ائتلافونه د ستراتیژیکو ګټو پر بنسټ تنظیموي.
په کابل کې مېشت سیاسي شنونکی سمیر رضايي وایي، «له یوې خوا د القاعدې مشران سخته او تکفیري ایډیالوژي تبلیغوي، خو له بلې خوا، هر کله چې یې ګټې تقاضا وکړي، له هماغو ډلو سره همکاري کوي چې پخوا یې مرتدې بللې.»
د مغزي مینځلو ښکار شوي جذب شوي کسان باور لري چې د سپېڅلو موخو لپاره جګړه کوي، پرته له دې چې پوه شي د مشرتابه پرېکړې د ځواک د محاسبو پر بنسټ نیول کېږي.
هغه زیاتوي، «دا کسان فکر کوي چې د یو سپېڅلي آرمان لپاره جګړه کوي، خو په حقیقت کې مشران د خپل قدرت، پیسو او نفوذ د ساتلو په لټه کې دي. دا دوه ګونتیا د القاعدې د مشرتابه اصلي څېره بربنډوي.»
د اصولو پر ځای د قدرت ساتنه
د القاعده او حوثیانو ترمنځ ائتلاف په بنسټیز ډول د ګټو پر اساس ولاړ دی، نه د ګډو باورونو او یا ایډیالوژیکې همغږۍ پر بنسټ.
د مشرتابه چلند ښيي چې انعطاف یوازې هغه مهال راڅرګندېږي چې شخصي امنیت، مالي ګټې او سرچینو ته لاسرسی په مستقیم ډول له ګواښ سره مخ شي.
په هالند کې مېشت د ترهګرۍ ضد چارو کارپوه شعیب رحماني وایي، «د القاعدې مشرانو دا ثابته کړې ده چې د بحران پر مهال د هغوی لپاره هېڅ سره کرښه دایمي نه ده.»
هغه زیاتوي، «دوی د اکمالاتي لارو، مالي سرچینو او خپل شخصي امنیت د ساتلو لپاره ایډیالوژي قرباني کوي.»
د دغو ډلو ټیټ پوړي غړي ډېر کم له داسې ترتیباتو ګټه اخلي؛ هغوی نه سیاسي پوهاوی لري او نه د مشرتابه امتیازاتو ته لاسرسی.
دا کسان نه د سیاسي تکتیکونو روښانه درک لري او نه هم د اصلي ګټو کومه برخه تر لاسه کوي.
![د یمن د حوثیانو پلویانو د حوثیانو تر کنټرول لاندې پلازمېنه صنعا کې د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۲مه د یوې غونډې پر مهال خپلې وسلې په لاس کې نیولي دي. [محمد حویس/AFP]](/cnmi_st/images/2026/01/31/54429-afp__20251130-585_329.jpg)