تروريزم

حوثیان او القاعده په یمن کې د ناپاک اتحاد له امله خپلو اساسي اصولو ته خیانت کوي

د عمران راپور

د حوثیانو ملاتړي د غوایي په ۲۶مه د یمن په صنعا ښار کې په یوه لاریون کې راټول شوي دي. [محمد حویس/ای اېف پي]

د حوثیانو ملاتړي د غوایي په ۲۶مه د یمن په صنعا ښار کې په یوه لاریون کې راټول شوي دي. [محمد حویس/ای اېف پي]

شنونکو وویل، د کلونو سختې دښمنۍ څخه وروسته، القاعدې او حوثیانو یو غیر احتمالي اتحاد جوړ کړی چې د دواړو ډلو تر منځ د توپيرونو له شتون سره سره، د نړۍ والو نظامي فشارونو له امله په خپلو کې په همکارۍ کولو مجبور کړي دي.

د ایران تر ملاتړ لاندې حوثیان چې زیدیت کې ریښې لري او د شیعه اسلام یوه څانګه ده، په تاریخي ډول د القاعدې قسم خوړلي دښمنان دي. ځکه القاعده د سلفي-جهادي ایډیالوژۍ پیروي کوي او شیعه مسلمانان کافر ګڼي.

خو شواهد د پخوانیو دښمنانو ترمنځ مخ پر ودې همکاري په ګوته کوي، چې په کې القاعدې سره د توغندیو او ډرونونو په ترلاسه کولو کې د حوثیانو مرسته، د بندیانو تبادله او د مشترکو دښمنانو په هکله د استخباراتي مالوماتو شریکول شامل دي.

دواړو ډلو خپل اختلافات څنډې ته کړي، ترڅو د یمن د سره سمندر ساحل او داخلي سیمو کې د وسلو د قاچاق مهمې او اکمالاتي لارې خوندي کړي.

د ترهګرۍ ضد څېړنو خپرونې سي ټي سي سینټینل په وینا، هغوی د یمن او سومالیا ترمنځ د وسلو د قاچاق پراخه شبکه جوړه کړې ده.

او د یمن په مختلفو ولایتونو کې د حوثیانو تر څنګ د القاعدې د جګړې شواهد موجود دي.

د نهیلۍ اقدامات

په کابل کې مېشت د پوځي چارو شنونکي حسین جعفري سلام ټایمز ته وویل، «حوثیانو او القاعدې یو د بل پر وړاندې ډېرې جګړې کړې، لاکن هغه څه چې هغوی یې سره نږدې کړي دي مجبوریت او له سقوط څخه د مخنیوي لپاره مبارزه ده،»

جعفري وویل، «له کلونو راهیسې، هغوی د خپلو باورونو په نوم قتلونه کړي او بې ثباتۍ یې رامنځته کړې دي، لاکن اوس تر فشار لاندې راغلي او د اصلي ایډیالوژیو پریښودو ته اړ شوي، چې ورسره یې خپل ملاتړي له لاسه ورکړي او په زیاتېدونکې توګه له سپکاوي سره مخامخ شوي دي.»

په یمن کې د اوسنۍ شخړې د پیل په جریان کې، چې د ۱۳۹۳ لمریز د وږي په میاشت کې د حوثیانو په کودتا سره پیل شوه، د القاعدې د عربي ټاپو وزمې څانګې د حوثیانو او یمن حکومت دواړو پر وړاندې بریدونه پیل کړل.

خو د وخت په تېرېدلو سره د القاعدې د عربي ټاپو وزمې څانګې او حوثیانو ترمنځ اړیکې بدلې شوې او دواړو خواوو د ګډو دښمنانو پر وړاندې د فرصت غوښتنې اتحاد جوړ کړ، په نیمروز کې مېشت د پوځي چارو شنونکي حمزه بلوچ سلام ټایمز ته وویل.

هغه یادونه وکړه چې د القاعدې او حوثیانو ترمنځ زیاتېدونکی اتحاد د قدرت نښه نه ده، بلکې د هغوی کمزوري او نهیلي منعکسوي.

بلوچ وویل، «دواړه ډلې د افرادو او سرچینو له سخت کمښت سره مخامخ دي او د تېرو وختونو په پرتله خورا کمزورې دي،»

سربیره پردې، هغه یادونه وکړه چې د القاعدې د عربي ټاپووزمې څانګې او حوثیانو ترمنځ اتحاد په یمن او پراخه سیمه کې د دواړو ډلو ایډیالوژیکي اعتبار په جدي توګه کمزوری کړی، چې دواړه ډلې یې کمزورې کړې او د هغوی ملاتړي یې ترې لیرې کړي دي.

شنونکي وړاندوینه کوي چې کېدی شی د وخت په تېرېدلو سره یو ځل بیا دواړه غاړې یو بل ته ښکرونه اړم کړي.

په هرات کې مېشت د سیاسي چارو شنونکي محمد امین ظریفي سلام ټایمز ته وویل، «د دواړو ډلو ترمنځ ژور مذهبي او ایډیالوژیک توپیرونه شته، او دا اتحاد به ژر یا وروسته د نوې دښمنۍ سبب وګرځي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500