د لویدیځې افریقا هېوادونو د اقتصادي ټولنې (ایکوواس) په وینا، په ټوله لویدیځه افریقا کې، په ځانګړې توګه په بینن او نایجیریا کې د افراطي تاوتریخوالي د حل لپاره د نوي سیمه ایز تروریزم ضد ځواک لپاره پلانونه «په بشپړ ډول چمتو دي».
تمه کېږي چې دا نوښت به د ملي پولو په اوږدو کې د پوځي فشار د همغږۍ، د اکمالاتي لیکو د ګډوډولو، او د یاغیانو له خوا د نویو عملیاتي اډو د جوړولو د مخنیوي له لارې، د توندلارو ډلو عملیاتي توان ته مستقیم زیان ورسوي.
د ایکوواس کمېسیون رئیس عمر علیو توری د غوایي په ۳۱مه خپور شوي راپور کې فرانس ۲۴ ته وویل، «هېوادونو د سرتېرو د ورکولو لپاره خپل چمتووالی ښودلی دی،»
هغه وویل، «تمه ده چې زموږ د مالیې او دفاع وزیران د غبرګولي له پای ته رسېدلو څخه مخکې سره وګوري او زموږ د سیمه ایز تروریزم ضد ځواک لپاره د تمویل سرچینه مالومه کړي.»
د دې ځواک وړاندیز شوی ماموریت کې د یوې سیمه ییزې ترهګرۍ ضد قطعې جوړول شامل دي چې تر ۵۰۰۰ پورې پرسونل به ولري او په څو پړاوونو کې به ځای پر ځای شي چې دا به د سیمې د موجوده ملي پوځي وړتیاوو لپاره یوه مهمه پیاوړتیا وي.
توري تر دې مخکې د ۱۴۰۳ د غبرګولي په میاشت کې د ایکوواس د دفاع او مالیې وزیرانو په یوه مجلس کې څرګنده کړه چې ټاکل شوې چې دا طرحه به د یوې ۱۵۰۰ کسیزې قوي لوا او د ایکوواس ځواک د قوماندې مرکز په رامنځته کولو سره پيل شي.
دا ډول ځواک به د همغږې استخباراتي شریکولو او ګډو عملیاتو له لارې د چټک غبرګون وړتیا لوړه کړي، او همداراز به هغه سیمه ایز تشې وتړي چې توندلارو ډلو په تاریخي توګه ترې د بیا منظمېدو یا له پوځي عملیاتو وروسته د ځای بدلولو لپاره استفاده کړې ده.
په فرانسه کې مېشت د ترهګرۍ ضد چارو شنونکي محمد عمر کبیري وویل، د ترهګرۍ ضد ځواک «هدف دا دی چې د ترهګرو شبکو لپاره یو متقابل ګواښ رامنځته کړي – او دا روښانه کړي چې لوېدیځه افریقا اوس متحده او مسلح ده او یو لاس عمل کوي،»
هغه وویل، «که څه هم په تېرو وختونو کې د ترهګرو د قانوني تعقیب لپاره هڅې شوې وې، خو دا هڅې ډېری وخت د یوه متحد قضایي چوکاټ د نشتوالي له امله ناکامې وې،»
هغه وویل، «اوس دا سیسټم په قانوني اداري ملاتړ سره کار کوي او حتی کولی شي د افریقایي اتحادیې او انټرپول په کچه د نړۍ والو محاکمو لپاره د اساس په توګه کار وکړي.»
د سیمه ایز ثبات ډاډمنول
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې مېشت افغان سیاسي شنونکي نظام الدین جمشېدي وویل، «دا پلان یواځې د ګواښ ځواب نه دی. دا د مخنیوي او اخطاریې سیمه ایز اقدام هم دی،»
هغه وويل، «د روزنې، تجهیز او استخباراتي ملاتړ په برخه کې د متحده ایالاتو، اروپایي اتحادیې او افریقایي اتحادیې په ګډون له سیمې څخه بهر متحدینو ګډون د دې نوښت د بریالیتوب لپاره خورا مهم دی،»
هغه زیاته کړه، له سیمې څخه بهر د متحدینو تخنیکي او مالي ملاتړ کولی شي اوږدمهاله سیمه ایز ثبات تضمین کړي.
په جرمني کې مېشت د نړۍ والو چارو شنونکي غلام رسول توحیدي وویل، «موږ مخکې لیدلي چې د همغږۍ نشتوالي څنګه وسله والو ډلو ته اجازه ورکړه چې ګاونډیو هیوادونو ته وتښتي،»
هغه سلام ټایمز ته وویل، د څو مليتي لوجستیکي ملاتړ په وسیله، ځواک کولی شي له ډیپلوماتیک ځنډ پرته د پولو په اوږدو کې په چټکۍ سره ځواب ووایی.
هغه وویل، «د ایکوواس د ترهګرۍ ضد واحد جوړول یواځې سمبولیک نه دي، دا د عملیاتي تشو د ډکولو لپاره یو ستراتیژیک ګام دی چې دمخه یې په لویدیځه افریقا کې د القاعدې او داعش په څېر ډلو په وړاندې په ګډو عملیاتو کې د ناکامیو لامل شوی و،»
شنونکي وایي چې د دې واحد د پولو هاخوا د همغږۍ وړتیا کولی شي د توندلارو ډلو هغه توان په سخت ډول محدود کړي چې له ملي پولو څخه د خوندي پناه ځایونو په توګه استفاده وکړي، او د دې ځواک متحد قضایي چوکاټ به دا لا ستونزمنه کړي چې نیول شوي ترهګر له عدلي تعقیب څخه ځان خلاص کړي.
توحیدي وویل، دا نوښت کولی شي د سیمه ایزې همکارۍ لپاره د یوې نمونې په توګه کار وکړي، د ناټو او اروپايي اتحادیې ستراتیژیو سره د مخنیوي، تعقیب او بیارغونې د درې پړاوونو چلند سره سمون ولري.
هغه زیاته کړه، «له مالي او سیاسي ننګونو سره سره، دا نوښت په سیمه کې د سولې او ثبات ساتلو لپاره د غړو هیوادونو ژمنتیا منعکسوي.»