زده کړه

یونیسف په جوزجان کې له زده کړو څخه محرومو ۴۰۰۰ ماشومانو ته ښوونه او روزنه برابروي او هیله ورکوي

د محمد قاسم راپور

د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د غوایي په ۱۱مه د لومړي ټولګي زده کوونکي د یونیسف له خوا تمویل شوي ټولګي کې لیدل کیږي. [عکاس: عتیق الله ابراهیم زاده]

د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د غوایي په ۱۱مه د لومړي ټولګي زده کوونکي د یونیسف له خوا تمویل شوي ټولګي کې لیدل کیږي. [عکاس: عتیق الله ابراهیم زاده]

شبرغان -- د جوزجان د پوهنې ریاست د هڅو په لړ کې چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستندوی صندوق (یونیسف) په همکارۍ یې ترسره کوي، په جوزجان ولایت کې څلور زره ماشومان د لومړنیو ښوونځیو په ټولګیو کې شامل شوي دي.

د جوزجان د پوهنې رییس محمد طاهر جواد وویل، د دې پروګرام موخه د هغو ماشومانو لپاره د وړیا زده کړو فرصت برابرول دي چې د جګړې، بې ځایه کیدنې یا د لیرې واټنونو له امله له زده کړو څخه بې برخې شوي دي.

هغه وويل، «له نېکه مرغه، د افغانستان د بشري مرستو موسسې چې د يونيسف له خوا يې ملاتړ کېږي، ۴۰۰۰ هغو ماشومانو ته چې د بېلابېلو دلایلو له امله له زده کړو څخه بې برخې شوي ول، د زده کړو فرصت برابر کړی دی،»

هغه وویل، «د وري له لومړیو راهیسې شاوخوا ۱۳۵ درسي ټولګي جوړ شوي،» او زیاته یې کړه چې ښوونځي د پوهنې وزارت نصاب تعقیبوي.

جواد وويل، «ټولګي له لومړي څخه تر څلورم ټولګي پورې دي، او په دې ټولګيو کې شامل ماشومان مخکې هيڅکله ښوونځي ته نه وو تللي. په دې ټولګیو کې په زده کړې سره، هغوی د ښوونځي پرمختللو درسونو ته چمتووالی کوي.»

هغه زياته کړه، «دا درسي ټولګي په جوزجان کې د لیرې پرتو سيمو ماشومانو ته د زده کړې فرصت برابروي، څو له زده کړو څخه بې برخې پاتې نشي،»

هغه وویل، «لومړیتوب هغو ماشومانو ته ورکول کیږي چې له دولتي ښوونځیو څخه لیرې وي یا په هغو سیمو کې ژوند کوي چې ښوونځي نه لري.»

د ماشومانو هیلې پوره کول

په جوزجان کې د یونیسف په مالي مرسته جوړو شويو ټولګیو کې اکثر ماشومان چې عمرونه یې د ۸ او ۱۵ کلونو ترمنځ دي، زده کړې کوي.

د اقچې ولسوالۍ د محلي ښوونځي د لومړي ټولګي زده کوونکي صمیم عابدي چې ۹ کاله عمر لري، وویل، خوښ دی چې کولی شي ښوونځي ته لاړ شي.

هغه وویل، «له یوې میاشتې ډېر وخت وشو چې زه په یوه محلي ښوونځي کې زده کړې کوم. زه دلته له درسونو ډېر خوښ او مطمئن یم.»

عابدي وویل، «زه دلته د زده کړې لپاره راغلی یم ځکه چې دولتي ښوونځي زموږ څخه څو ساعته لیرې دي او زما کورنۍ ماته اجازه نه راکوي چې دومره لیرې سفر وکړم،»

صمیم غواړي چې کور ته یې نږدې سیمه ایز ښوونځی په راتلونکي کې ارتقاع ومومي څو دی او ټولګیوال یې وکولی شي چې تر دولسم ټولګي پورې زده کړې وکړي.

هغه وويل، «زه غواړم چې په راتلونکي کې ډاکټر شم. که زه فرصت ولرم او د لسانس ډګري بشپړه کړم، زه کولی شم چې خپله هیله پوره کړم.»

د همدې ښوونځي د لومړي ټولګي زده کوونکي روح الله رحیمي چې ۸ کاله عمر لري، وویل، «زه دولتي ښوونځي ته نشوای تللی، نو دا زما لپاره ښه فرصت دی چې له خپل کور سره نږدې زده کړه وکړم،»

هغه وويل، «ښوونکي ديني مضامین لکه قران کریم، عقاید او حدیث او همدارنګه ساينس، رياضي او پښتو ژبه تدریسوي. اوس زه لوستل او لیکل کولی شم، او زه ډېر خوښ یم چې کولی شم خپل راتلونکی جوړ کړم.»

نوموړي وویل، «زما د مور او پلار په ګډون زما د کورنۍ غړي نالوستي دي ... زه غواړم چې ښوونکی شم څو نورو ماشومانو ته تدریس وکړم.»

هغه زیاته کړه، «هرچا ته زما پیغام دا دی چې راځئ چې مطالعه وکړو او خپل راتلونکی جوړ کړو،»

د یونیسف له خوا د استخدام شویو ښوونکو له جملې څخه د سعیدالله صلحجو په نامه یوه ښوونکي چې ۳۸ کاله عمر لري، وویل، د فیض اباد ولسوالۍ د مختلفو کلیو ماشومان چې د زده کړې لږ فرصت یې درلود اوس ټولګیو ته لاس رسی لري.

هغه وويل، «زه خوښ يم چې په خپله سيمه کې ماشومانو ته درس ورکوم. د دې سیمې خلک ډیر خوښ دي چې ماشومان یې په محلي ښوونځي کې زده کړې کوي.»

هغه وویل، «په زرګونو هلکانو او نجونو ته د زده کړې برابرول د افغانستان لپاره د روښانه راتلونکي د جوړولو معنی لري. زه ویاړم چې د دې هیواد بچیانو ته درس ورکوم.»

سمیع الله فیضي چې ۳۲ کاله عمر لري، هم د ولسوالۍ په ښوونځي کې د ښوونکي په توګه په خپل رول ویاړي.

هغه وويل، «موږ ماشومانو ته د پوهنې وزارت د نصاب پر بنسټ درس ورکوو. هغوی هر ډول ملاتړ لري او د هېڅ شی کمی نه لري.»

فیضي وویل، «زه ویاړم چې افغان ماشومانو ته، د دې کلیو ماشومانو ته درس ورکوم، څو هغوی ولولي او له خرابو شیانو څخه لیرې پاتې شي او زه هغوی زده کړې ته وهڅوم،»

حرفوي روزنه

یونیسف په سمنګان ولایت کې هم په لسګونو تنکیو ځوانانو ته حرفوي روزنه ورکوي.

دغې ادارې ۴۸ ماشومان چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو څخه کم دي، د خیاطۍ او د ګرځنده تلفونونو او موټرسایکلونو د ترمیم په برخه کې روزلي دي. دا ۴۸ واړه ټول د داسې کورنیو غړي دي چې نور نفقه ګټونکي نه لري.

د سمنګانو د کار او ټولنيزو چارو رييس عبدالرحمن رحماني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يادو ماشومانو له شپږ مياشتنۍ زده کړې څخه وروسته وسايل او تجهيزات ترلاسه کړي او د کار بازار ته معرفي شوي دي.

هغه د یکشنبې په ورځ وویل، «موږ دا پروګرام د ۱۴۰۱ د تلې په میاشت کې پیل کړ، او له شپږو میاشتو بېلابېلو روزنو څخه وروسته، دغو ماشومانو خپل سندونه ترلاسه کړل،»

هغه وويل، د حرفوي روزنې له ترلاسه کولو څخه وروسته، اوس دا ځوانان کولى شي په ايبک ښار کې د ځانونو لپاره دوکانونه پرانيزي او له هغه څه څخه یې چې زده کړي دي د خپلو کورنیو د نفقې پیدا کولو لپاره کار ورڅخه واخلي.

هغه زياته کړه،‌ «موږ دغو ماشومانو ته ٢١ ډوله تخنيکي وسايل او تجهيزات ورکړي دي، څو د هغو په کارولو سره وکولی شي له خپلو کورنيو سره اقتصادي مرسته وکړي،»

هغو ځوانانو چې له پروګرام څخه فارغ شوي دي، وویل، هغوی خوښ دي چې مهارتونه او وسایل ورکړل شوي او هغوی کولی شي چې د خپلو کورنیو مالي ملاتړ وکړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبان چې کوم چاپیریال د کافرو لپاره بولي هملته یې ښځې او لوڼې اوسیږي او د افغاني فرهنګ خلاف (د طالبانو په وینا) ژوند او زده کړې کوي. یلدا بازوان وايي، ۷۰۰ نجونو ته د ۴۵ ښوونکو له لوري زده کړې ورکول کېږي. او په وینا یې چې دغو ښوونکو ته له خپل شخصي شتمنۍ میاشتني معاشونه هم ورکوي. زده کوونکې یې وایي، مړې هیلې یې بېرته ژوندۍ شوي دي، خو وېره لري چې دا هم ورباندې بند نه شي. طالبانو پر افغانستان له دویم ځل واکمنېدو سمدستي وروسته د نجونو پر وړاندې له شپږمو ټولګیو پورته د زده کړو دروازې بندې کړې، وروسته یې پوهنتونونو ته هم د دوی پر تګ بندیز ولګاوه. چې لا هم دغه بندیز په خپل ځای دی.

ځواب ورکړئ

د زده کړو برخه کې چې هر څوک د افغانانو لاسنیوی کوي، پېړۍ پېړۍ به یې احسان مند وي. که د ابتدایه زده کړو وي، که متوسطه وي، که لېسه وي او یا هم پوهنتون او ماستري وي. زه مطمین یم افغان ولس په اوسني عصر کې نیمه ګېډه ډوډۍ خوري خو په زوی او لور زده کړې کول غواړي. دا څو ورځې په فېسبوک کې وینم چې د یلدا بازوان په نوم یوې افغان مېرمنې نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړې. لسګونه او سلګونه ځوانانو یې هڅه وستایله او د خپلو خویندو لپاره یې د هغې ښیګڼه په ځان ومنله. څه باندې ۶۰۰ ورځې وشوې چې طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د نجونو په وړاندې د زده کړو دروازې بندې دي. لا هم درک نشته چې کله به بېرته د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي؟ خو ډېر داسې بااحساسه ښځې او سړي شته چې د خپلو خویندو او لوڼو لپاره د زده کړو برخه کې اوس هم فعالیت کوي. د بازوان ښوونیز بنسټ چې مشري یې د یلدا بازوان په نوم یوه مېرمنه کوي، په ننګرهار، لغمان، لوګر او میدان وردګ ولایتونو د ۷۰۰ نجونو لپاره د زده کړو کورني ټولګي جوړ کړي دي. مېرمن بازوان په کور نه ده ناسته وايي، هڅه کوي چې نورو ولایتونو ته هم دغه ښوونیز فعالیتونه وغځوي او په ليرو پرتو سیمو کې نجونو ته د کار او زده کړو زمینه برابره شي. هغې سره دا فکر دی چې هیڅ یوه افغانه نجلۍ هم باید له زده کړو بې برخې پاتې نه شي، په کلیو او بانډو کې نجونې باید زده کړې وکړي، زده کړو ته لاسرسی ولري. مګر طالب چې امکانات لري او ټول حکومت یې په واک کې دی بیا هم د وطن د بچیانو خیال او فکر ورسره نشته خو خپلې لوڼې یې په خارج کې عصري زده کړې کوي.

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې د بېلابېلو لاملونو له امله هغه ماشومان او تنکي ځوانان چې د زده کړو په دوره کې دي له زده کړو بې برخې دي او ډېری يې په جګړو کې بې ځايه شوي او زده کړو ته لاسرسی نه لري. اوس د خوښۍ ځای دی چې په جوزجان ولایت کې زموږ ۴۰۰۰ ماشومان د یونیسف په مرسته زده کړې کولای شي او په راتلونکي کې به وکولای شي خپل هېواد ته خدمت وکړي. علم په نر او ښځه دواړو باندې فرض دی. یو لوستی نسل کولی شي زموږ هیواد د جهالت له تیارو څخه وژغوري، او هیله لرو چې زموږ ټول ماشومان د افغانستان په هره برخه او سیمه کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، څو په افغانستان کې داسې سیمه او ځای پاتې نشي چې هلته لوستی انسان نه وي. موږ له یونیسف څخه مننه کوو، چې د افغان ماشومانو سره د زده کړې په برخه کې ډیرې مرستې کوي.

ځواب ورکړئ