د ښځو حقوق

له زده کړو څخه بې برخې افغان نجونو د کابل په نندارتون کې لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړل

د حمزه راپور

ښځې د غوایي په ۲۵مه د کابل په نړۍ وال نندارتون کې د لاسي صنایعو له غرفو څخه لیدنه کوي. [حمزه/سلام ټایمز]

ښځې د غوایي په ۲۵مه د کابل په نړۍ وال نندارتون کې د لاسي صنایعو له غرفو څخه لیدنه کوي. [حمزه/سلام ټایمز]

کابل -- په دې وروستیو کې د کابل په نړۍ وال نندارتون کې په لسګونو غرفو د ښځینه متشبثینو لاسي صنایع او تولیدات نندارې ته وړاندې کړل. د هغوی ډېرې هغه نجونې دي چې په وروستیو کلونو کې له زده کړو څخه بې برخې شوې دي.

هغوی سلام ټایمز ته وویل، د هغوی محصولاتو ته لېوالتیا ډېره وه او خرڅلاو یې ښه و، خو هېڅ شی ښوونځیو ته د تګ او د هغوی د زده کړو د بشپړتیا ځای نشي نیولی.

د افغانستان د صنایعو او کانونو د خونې مرستیال او د نندارتون یوه تنظیموونکي سخي احمد پیمان وویل، «په نندارتون کې د ښځو او نجونو سوداګرو شتون خورا څرګند و، چې د هغوی لپاره شاوخوا ۱۰۰ غرفې ځانګړې شوې وې.»

په دغه نندارتون کې چې د غوایي په ۲۱ - ۲۶مه ترسره شو، له ټول افغانستان څخه نږدې ۶۰۰ ځايي متشبثینو ګډون کړی و.

هغه وویل، «دا نندارتون موږ د کورنیو تولیداتو د معرفي کولو او ترویج او د ملي پانګوالو د ملاتړ لپاره جوړ کړی و.»

دغه نندارتون شاوخوا ۱۶۰۰۰۰ لیدونکي جلب کړل چې شاوخوا نیمایي یې ښځې او نجونې وې.

د ۱۱ ټولګي یوې پخوانۍ زده کوونکې رخشانې عظيمي وويل، «کله چې نجونې ښوونځي ته له تللو څخه منع شوې، ما پرېکړه وکړه چې په کور کې پاتې او منزوي نشم، نو د خپلې کورنۍ په مرسته مې د افغاني جامو جوړولو کاروبار پيل کړ.»

هغې سلام ټایمز ته وویل، «د نندارتون لیدونکیو زموږ د محصولاتو هرکلی وکړ، او خرڅلاو یې ښه وو.»

خوعظيمي وويل، هغه په دې دردېږي چې نشي کولی ښوونځي ته لاړه شي او خپلې زده کړې بشپړې کړي.

هغې وويل، «که ښوونځي د نجونو پر مخ نه وای تړل شوي، اوس به زه او په زرګونو نورې نجونې پوهنتون ته تللې وای.»

عظيمي وويل، «ښځې او نجونې د نارينه وو په څېر مساوي حقونه لري چې ښوونځي او پوهنتون ته لاړې شي، سوداګري او پانګونه وکړي. هغوی کولی شي چې په ټولنه کې مساوي ونډه واخلي. دا يو اسلامي او بشري حق دی. په ښځو باندې محدودیتونه لګول نشي کولی چې هغوی له ټولنې څخه حذف کړي.»

د سپینو زرو (سلور) برانډ لرونکې ۱۷ کلنې سودابې بهروز، چې خپل تولیدات یې په نندارتون کې نندارې وړاندې کړل، وویل، هیڅوک او هېڅ شی نشي کولی چې نجونې د ټولنې له فعال غړیتوب څخه منع کړي.

هغې وويل، «نږدې دوه کاله کېږي چې زه او له شپږم څخه د پورته ټولګیو نورې نجونې د زده کړو له حق څخهبې برخې شوې یو،»

هغې وویل، «خو د کابل نړۍ وال نندارتون کې د لسګونو متشبثو او مسلکي نجونو پراخ حضور او ګډون وښوده چې هیڅوک نشي کولی د افغان نجونو د کاروبار او فعالیت مخه ونیسي.»

د سودابې په محصولاتو کې د سپینو زرو ګاڼې چې په قېمتي افغاني کاڼو ګېڼل شوي او افغاني جامې شامل دي، او هغې وویل چې د نندارتون د کتونکیو په منځ کې یې ډېر مینه وال وموندل.‌

هغې وويل، «په نندارتون کې په ځانګړې توګه زموږ او د نورو ټولو متشبثو نجونو او ښځو د توکو خرڅلاو ښه و،» او زیاته یې کړه چې هغه اوس هم هيله لري چې يوه ورځ به وکولی شي خپلې زده کړې بيا پيل کړي.

په اقتصادي وده کې د ښځو ونډه

د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې غړې، ممتاز یوسفزي وویل، د دې ډول نندارتونونو جوړول په ښځو او نجونو باندې «ډېر مثبت اغیز» لري او د هېواد په اقتصادي وده او پرمختګ کې مهم رول لوبوي.

هغه وویل، «هرڅومره چې د ښځو او نجونو لپاره د سوداګرۍ چاپېریال ښه او مناسب وي، هومره به ټولنه هوسا او فقر به کم شي،»

هغه وويل، «موږ په داسې يوه حالت کې ژوند کوو چې فقر زموږ په هېواد کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی. له همدې امله، په کاري ځواک کې د ښځو ګډون، او د نجونو د سوداګریو پرانیستل او ښوونځي ته تلل ... به اقتصادي وضعیت ښه کړي او افغاني ټولنه به پرځان بسیا شي.»

هغه وويل، «نن مې په نندارتون کې وليدل چې له زده کړو څخه منع شویو نجونو د لاسي صنايعو سوداګرۍ ته مخه کړې او خپل توليدات يې نندارې ته وړاندې کړي دي.»

د لاسي صنایعو د یوه شرکت مشرې، صالحې سخي زاده چې په نندارتون کې یې برخه اخیستې وه، وویل، «د نجونو لپاره د سوداګرۍ مالکیت یو ښه شی دی، خو ښوونځي او پوهنتونونه باید له کوم شرط پرته پرانستل شي او نجونې باید ښوونځیو ته ورستنې شي او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، او په راتلونکي کې د مسلکي سوداګرو په توګه کار وکړي.»

د پروین اشرفي په نامه یوې سوداګرې چې ۵۷ کاله عمر لري، وویل چې هغه او د هغې دوه لوڼې له پروان ولایت څخه راغلي چې په دغه نندارتون کې برخه واخلي.

وروسته له هغه چې ښوونځي د نجونو پر مخ وتړل شول، اشرفي له خپلو لوڼو سره د لاسي صنایعو کاروبار پیل کړ.

هغې وويل، «زه ډېره خوشاله يم چې زما لوڼو يو وړوکی کاروبار پيل کړ، خو زه داسې کوم دليل نه وينم چې زما د نجونو د زده کړې ځای ونیسي،»

هغې زیاته کړه، «د یوې مور په توګه، زه په حکومت باندې غږ کوم چې ژر تر ژره د نجونو ښوونځي بیرته پرانیزي، څو هغوی بې تعلیمه پاتې نشي.»

رخسار هاشمي، چې د کابل په یوه ښوونځي کې د دولسم ټولګي زده کوونکې وه، وویل، «پیسې هېڅکله د زده کړو ځای نشي نیولی، او نجونې باید اجازه ولري چې ښوونځي ته لاړې شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هلکان او نجونې باید په تنکۍ ځوانۍ کې زده کړې وکړي، نه تجارت. که نجونې او هلکان په داسې وخت کې له زده کړو بې برخې شي چې د هغوی د زده کړې وخت وي، هغوی به بیا د زده کړو کولو توان ونه لري، ځکه یو ځل چې هغوی د پیسې خوند واخلي بیا یې زده کړو ته زړه نه کیږي.‌ تر هغه چې زمونږ زامن او لوڼې له پوهنتونونو څخه فارغ نشي، مونږ باید اجازه ور نه کړو چې کار وکړي. زمونږ حکومت باید ژر تر ژره د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه د زده کوونکو پر مخ پرانیزي. په نر او ښځه دواړو باندې تعلیم کول فرض دی. د افغانستان اوسنی حکومت زموږ نجونو ته اجازه ورکوي چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او دا زمونږ د نجونو قانوني حق دی.

ځواب ورکړئ

له وزګار کېناستو دا ډېر ښه فعالیت دی. دوی لومړی کوښښ کړی لاسي صنایع یې جوړ او بیا یې نندارتون ته راوړي چې ویې پلوري. دې سره دا نجونه دوه هدفه ترلاسه کولی چې یو یې یوه اندازه پیسې ګټل دي. بل دا چې له دې طریقه هغو خلکو ته یو پیغام رسیږي چې د نجونو د زده کړو مخه یې نیولې. پیغام داسې کیدلی شي چې نجونې په هر ډول شرایطو کې خپل مزل ته دوام ورکولی شي او خپل مسیر نه پرېږدي. یعني د ټولو هغو کارونو چې نارینه یې وس لري ذږد نجونو او ښځو هم په وس پوره دي.

ځواب ورکړئ