زده کړه

په هرات کې رسالت خصوصي لېسه په سلګونو نجونو ته هیلې ورکوي

د عمران راپور

رسالت خصوصي ښوونځي د تېرو څو میاشتو په ترڅ کې د افغانستان په هرات ولایت کې له ۱۰ څخه ډېرې څانګې پرانستې دي چې په سلګونو ښځینه زده کوونکیو ته د زده کړو د دوام فرصت برابروي. رسالت د هېواد په لوېدیځه سیمه کې یواځینی ښوونځی دی چې له ۷ څخه تر ۱۲ام ټولګي پورې ښځینه زده کوونکیو ته ښوونه او روزنه برابروي. [عمران/سلام ټایمز]

هرات -- رسالت خصوصي ښوونځي په وروستیو میاشتو کې په هرات ولایت کې له ۱۰ څخه ډېرې څانګې پرانستي، چې له ۱۲ کلنۍ څخه پورته نږدې ۱۰۰۰ ښځینه زده کوونکیو ته دا فرصت برابروي چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

رسالت د افغانستان په لوېدیځه سیمه کې یواځینی ښوونځی دی چې له ۷ څخه تر ۱۲ ټولګي پورې (۱۲ تر ۱۸ کلنو) ښځینه زده کوونکیو ته ښوونه او روزنه برابروي.

د رسالت ښوونځي د ۱۱م ټولګي زده کوونکې ماریا یوسفي چې ۱۶ کاله عمر لري، وویل، دې فرصت چې هغه خپلو زده کړو ته دوام ورکوي هغې ته د ژوند هیله ورکړې ده.

ماریا وویل په داسې حال کې چې هغه باور لري چې هغه د خپلو شخصي هدفونو ترلاسه کولو ته نږدې ده، هغه «ډېره خفه ده چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې په میلیونونو نجونې نشي کولی چې ښوونځیو ته لاړې شي».

نجونو د وږي په ۲۸مه په هرات ښار کې د رسالت خصوصي لېسې د کېمیا د درس په ترڅ کې د خپلې ښوونکې لارښوونو ته غوږ نیولی دی. [عمران/سلام ټایمز]

نجونو د وږي په ۲۸مه په هرات ښار کې د رسالت خصوصي لېسې د کېمیا د درس په ترڅ کې د خپلې ښوونکې لارښوونو ته غوږ نیولی دی. [عمران/سلام ټایمز]

هغې وویل، «خو زه او زما ملګرې خوشحالې یو چې کولی شو ښوونځي ته لاړې شو او زده کړې وکړو. زه هر سهار په لېوالتیا او هیله مندۍ سره راپورته کېږم.»

د نهم ټولګي زده کوونکې مروا شمس چې هغه هم ۱۶ کاله عمر لري، وویل هغه خوشحاله ده چې کولی شي له خپلو ملګرو سره یوځای په ښوونځي کې درس ولولي.

مروا چې هیله لري ډاکتره شي، وویل، «زه خوشحاله یم چې خپلو زده کړو ته په دوام ورکولو سره، د خپلو خوبونو ریښتیا کېدلو او هدفونو پوره کېدلو ته نږدې کېږم. په حقیقت کې، زه د پرمختګ او د خپلو هدفونو د پوره کېدلو په صحیح لاره روانه یم.»

هغې وویل، «کله چې ښوونځي بند ول زه خفه وم او فکر مې کاوه چې زما ټول خوبونه اوبه وېوړل، خو کله چې زموږ ښوونځی پرانستل شول، ما بیا اعتماد ترلاسه کړ او هیله منه شوم.»

د نجونو د ښوونځیو بیا پرانستل

د رسالت ښوونځي زده کوونکیو په ټول افغانستان کې په سملاسي توګه د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو غوښتنه وکړله.‌

د لسم ټولګي زده کوونکې مریم نوري چې ۱۶ کاله عمر لري، وویل، هغه هیله لري چې ښوونځي به ژر پرانستل شي او یادونه یې وکړه چې، «افغانستان به له لوستو افغان ښځو څخه پرته نېکمرغي ترلاسه نه کړي.»

هغې زیاته کړه، «که افغانې نجونې د علم او ښوونې او روزنې ترلاسه کول بیا پيل نه کړي، افغاني ټولنه به ویجاړه شي،» او یادونه یې وکړه چې دا به د هېواد په ښځو باندې ډېر ناوړه اغېز ولري.

مریم وویل، «سړي نشي کولی چې په یواځې سر ټولنه جوړه کړي، او هغوی د ښځو له خوا همکارۍ ته اړتیا لري. دا ډېره مهمه ده چې ښځې، لکه د نړۍ په نورو هېوادونو کې، په افغانستان کې په ټولو برخو کې فعالې شي.»

د لسم ټولګي زده کوونکې سلما حمیدي چې ۱۷ کاله عمر لري، وویل، نجونو او هلکانو ته د تدریس په برخه کې باید هېڅ توپير نه وي.‌

هغې وویل، «زه د نجونو د ښوونځیو د سملاسي پرانستلو غوښتنه کوم څو هغوی وکولی شي‌ چې زده کړه وکړي او زموږ د هېواد خدمت وکړي.»

هغې یادونه وکړه چې، «ځینې خلک د نجونو د ښوونې او روزنې په هکله منفي نظر لري. هغوی باور لري چې ښځې استعداد نه لري، او له دې امله هغوی زده کړو ته اړتیا نه لري.»

هغې وویل،‌ «خو د داسې غلطو ادراکونو پر عکس، نجونې ډېرې وړتیاوې لري، او لوستې ښځې کولی شي چې زموږ د هېواد په پرمختګ او ښېرازۍ کې همکاري وکړي.»

سیدې فیصل چې ۱۳ کاله عمر لري او د اوم ټولګي زده کوونکې ده، وویل، هر سهار افغان نجونې په دې هیله راپورته کیږي چې د هغوی ښوونځي به پرانستل شي.

هغې وویل، «زه غواړم چې نجونې ښوونځیو ته لاړې شي او د خپلو زده کړو په بشپړولو او د ځانونو لپاره د یوه روښانه راتلونکي په جوړولو سره خپل خوبونه ریښتني کړي.»

سیدې زیاته کړه، «ښوونې او روزنې ته له لاسرسي پرته به د نجونو خوبونه په حقیقت باندې بدل نشي، او د هغوی هدفونه به ویجاړ شي.»

هغې وویل، «په حقیقت کې، ډېرې هغه نجونې چې ښوونځیو ته له تګ څخه ایسارې شوې دي غواړي چې ډاکترانې، انجنیرانې، ښوونکې، خبریالانې، اقتصادپوهانې یا استادانې شي.»

هغې وویل، «د نجونو د زده کړو ملاتړ د هغوی له خوا د هدفونو د ترسره کولو په برخه کې د مرستې ترلاسه کولو یواځینۍ لاره ده.»

افغان نجونې باید زده کړه وکړي

په هرات کې د دیني علومو یوه عالم مولوي سید احمد حسیني وویل، «اسلام ښځو او سړیو ته برابر حقونه ورکړي چې زده کړه او ښوونه او روزنه ترلاسه کړي.»

حسیني وویل، «اجازه راکړئ روښانه کړم چې: ښځې او نجونې سړیو ته ورته حقونه لري چې زده کړه وکړي او د ځانونو لپاره یو ښه راتلونکی جوړ کړي.»

هغه وویل، قران کریم «دا نه مشخصوي چې یواځې سړي باید زده کړه وکړي... ټولو انسانانو ته بې توپيره خطاب شوی دی،» او یادونه یې وکړه چې افغان نجونې باید هغسې ښوونه او روزنه ترلاسه کړي لکه د نړۍ په نورو اسلامي هېوادونو کې یې چې ښځې او نجونې کوي.

په هرات کې یوه دیني عالم مولوي حبیب الرحمان زاهد وویل چې ښځې او نجونې باید اسلامي او عصري علوم ولولي.‌

هغه وویل، اسلام د ښځو او سړیو دواړو له خوا د زده کړو ترلاسه کولو ته ډېر ارزښت ورکوي.

زاهد وویل، «لوستې ښځې کولی شي چې مثمر ماشومان و روزي او د یوې نېکمرغه ټولنې په جوړولو کې همکاري وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا یو هیله بخښونکی راپور دی. په ورخت وخت کې، د لومړي ځل لپاره د طالبانو په واکمنۍ کې د پوهنتون کانکور ازموینه واخیستل شوه. په داسې حال کې چې طالبانو تر اوسه د سږني کانکور ازموينې لپاره د نوماندانو رسمي شمېرې نه دي خپرې کړي، خو د راپورونو له مخې په دغه ازموينه کې د نوماندانو ګډون د تېرو کلونو په پرتله خورا کم و. ویل شوي، چې په ځینو سیمو کې د کاندیدانو په شمېر کې له ۶۰ تر ۷۰ سلنه کموالی راغلی دی. څرنګه چې طالبانو د نجونو لپاره د منځنیو ښوونځیو او لېسو دروازې تړلې دي، په دې دوره کې د هلکانو په پرتله د نجونو ګډون کم وو. د دې دورې بله ستونزه دا وه چې طالبانو د ښځینه زده کونکو لپاره د تحصیلي ساحو انتخابونه محدود کړي وو او نجونو نشوای کولی ډیرې هغه برخې چې هغوی غوښتلې، غوره کړي. طالبان نه ستړي کیدونکې هلې ځلې کوي چې نجونې له تعلیم څخه منع کړي. د طالبانو رژیم افغانستان ته له جهالت او حماقت پرته بل څه نه دي راوړي.

ځواب ورکړئ

زما لپاره دا خبر داسې دی لکه په کلونو کلونو تورتم وروسته مې رڼایي لیدلي وي. ای کاش د خپل دې حق لپاره دومره نه زورېدلو. دا خبر داسې حالت کې لولم چې همدا نن د کابل په دشت برچي سیمه کې زما لسګونه خویندې او ورونه د علم دښمنانو په وینو کې ولمبول او د تل لپاره یې د تورو خاورو بندیوان کړل. نن سهار د کابل په دشت برچي سیمه کې د کاج په نوم په یوه ښوونيز مرکز برید کې تقریباً ٤٠ نجونې او هلکان چې د زده کړو لپاره ورغلي وو شهیدان او له ٥٠ زیات ټپیان شول. دښمن زموږ د وینو په څښاک هېڅ مړیږي نه. اخر تر کله به موږ ارام ساه اخیستلو ته نه پرېږدي؟

ځواب ورکړئ